
شهيد جمال تېرکال په دغه ورځ پداسې حال کې چې د لوگر په جامع جومات کې د لوگر شريف ولس ته د اختر مبارکي ورکوله د وطن د بي پته او او مزدورو دشمنانو لخوا په شهادت ورسيدو. د هغه مرگ لکه څومره چې د هغه کورنۍ ته ځورونکې او دردناکه وه په همغه اندازه ماته هم دردونکى او ډېر گران وو. شهيد جمال نه يواځې زما امير بلکې هغه زما مشر ورور او خوږ ملګری هم وو.
د انسان په ژوند کې ډېر خلک راشي او بيرته ولاړشي خو ځينېيې د سړي په ژوند او زړه کې دومره ژور اثر پريږدي چې د هغه نه جدايي هيڅ د تحمل وړ نه وي اويادونو به يې د همېش لپاره په زړونو کې ژوندي وي. نن په ډېرې خواشينۍ سره بايد اوايم چی د جمال صاحب دشهادت يو کال پوره شو، خو د هغه قاتلين تر اوسه ندي نيول شوي.د شهيد کورنۍ او دوستانو يې سربېره پردې چې د هر چارواکي، جمهوري رياست، وزيرصاحبان، جهادي رهبرانو، د ملي شورا او مشرانو د جرګې ريسانو او د ملت د ګڼ شمېر استازو نه د توجه او همکاري غوښتنه په وار وار سره وکړه خو دا ټولو هلو ځلو هيڅ نتيجه ورنکړه. جمهوري رياست په ورستۍ تماس کې د شهيد جمال ورور ته مشوره ورکړه چې هغه دې يو ليک کرزي صاحب ته وليکی او د دوی دفتر ته د وروليږي او دوی به يې کرزي صاحب ته ورکړي. هغه دا
کار وکړ لېک يې ور واستولو خو د ليک ځيني برخې کومې چې د هغه محترم دفتر په فکر کيدای شي چې کرزی صاحب يې نا راحته کړی وای ترې کټ او پاتې ليک يې ريس صاحب دولت ته ورکړي وو.
دا هغه ورستى اميد وچی د شهيد جمال کورنۍ ورته په تمه وه چی کيدای شي چې کرزی صاحب دا مسله نوره جدي ونيسي. خو متاسفانه د هغوی د توقع خلاف هېڅ هم ونشول او کورنۍ ته يې تر اوسه هيڅ کوم معلومات او ځواب ندی ورکړل شوی. اوس د شهيد جمال کورنۍ او دوستان له نوي حکومت نه هيله لري چې دا مسله جدې وڅيړي او د قاتلينو په نيولو او د هغوی په محکمه کولو سره خپله د ملت سره هغه وعدې چې راتلونکی نظام به ملت ته جواب ګوی او عادلانه او مسلکي وي تر سره کړي !!! توجو مو غواړم دغه لاندې پوسټ كې هغه خط دی چې د شهيد ارسلا (جمال) مشر ورور احسان عبدالله د كرزي صاحب دفتر ته په 2014 / 22 / February نيټه باندې ورليږلی وو !!! آيا د دې خط جواب حق د شهيد كورني لري او كنه !!!
د افغانستان د اسلامي دولت محترم ولسمشر کرزی صاحب،
السلام عليکم!
محترما! زما نوم احسان عبدالله دی، د شهيد ارسلا جمال ورور يم او د امريکا د کلورادو په ايالت کې اوسيږم، له تاسې سره مې لومړی د عيدګاه په جومات کې او ورورسته په ارګ کې ليدنه وشوه، ستاسې له همدردۍ او تسليت نه چې هغه وخت مو له موږ سره وښوده ډېره مننه کوم.
محترم رييس صاحب، اجازه راکړئ ستاسې خپلې خبرې چې په ارګ کې مو راته وکړې در په ياد کړم : «منو چې ډېره غټه بي غوري شوې ده او تاسې ته اطمېنان درکوو چې د هغه قاتلان به موږ معلوموو» ، هغه وخت ما ستاسې پر وعده او مضبوط تصميم هيڅ ترديد و نکړ، پدې چې يو خو ارسلا هم يو پلار و او تاسې هم، او بل دا چې هغه ستاسې يو مامور و او تاسې د خپل مسوليت او وظيفې په بنا ځان داسې ګاڼه چې د هغه قاتلين به پيدا کوئ.
محترم ريس صاحب، زما ورور ارسلا جمال د اکتوبر په ۱۳مه شهيد شو چې اوس يې تقريبا ۱۳۴ ورځې تيريږي او تر اوسه پورې ستاسې حکومت حتی په دې نه دى قادر شوی چې مالوم کړي آيا بم په قران شريف کې ايښودل شوی و او که د خطابې په مېز کې ځای پر ځای شوی و ۰ ډېره د تعجب خبره خو لا دلته ده چې د لوګر د شفاخانې هغه ډاکټر چې په هغه ساعت په شفاخانه کې نوکريوال وو راته وويل چې ده پخپله د شهيد ارسلا کفن په خپل لاس وګنډلو، هيڅوک له کابل نه يا له ولايت نه وو چې ورسره کومک وکړي۰ عجيبه ده يو والييا د ولسمشر استازی وژل کيږي خو کفن يې ډاکټر ورته ګنډي.
محترم کرزی صاحب! دا وطن موږ ته نه يوازې زموږ نيکونو په ميراث راکړی بلکې زموږ بچيانو راته په پور هم راکړی او له دې سره زياتی به له هغوی سره لويه ناروا وي.
محترم کرزی صاحب! ګيله من پدېيم چې هم مې ورور وژل شوی او هم د پوليس وظيفه لرم چې خپله به پسې ګرځم او نن دې ته سبا هغه ته زاري وکړم چې زما د ورور د قاتلانو په نيولو کې راسره کومک وکړي. او هغه هم کومه نتيجه نه ورکوي او هر يو تشې وچې وعدې راکوي او راته وايي چې ارسلا يواځی زما ورور نه وو د دوی هم و.
محترم ولسمشره! دا ولې ستا په اداره او نظام کې دومره حساب ورک دی چې زه به هر چاته د عدالت د غوښتلو لپاره زاري کوم ۰ ستا يو وزير صاحب ته مې پوره يو درجن تيلفونونه کړي او هميشه د هغه له محترم سکرتر صاحب نه دا يو ځواب اخلم چې وزير صاحب په مجلس کې دی او دی به مې پيغام ورته ورسوي ۰ زه نه پوهېږم چې څنګه د ده محترم وزير صاحب او ستاسې د ادارې د نورو مسولينو توجه خپلې معضلې ته راواړم د دوی چلن او عمل ما ته د هغه غلام مثال را په يادوي چې کله به يې بادار وهلو نو له ده سره به دا پوښتنه را پيدا کيدله چې آيا بادار به يې په دې پوهيږي که نه چې دی هم انسان دی او په وهلو خوږيږي ۰ اوس له ما سره هم دا پوښتنه ده چې دا ستاسې د ادارې محترمين په دې پوهيږي چې د ارسلا ماشومان او کورنۍ له يوه نا پايه غم او درد سره ژوند تيروي او د هغه د قاتلانو نيول به د دوی درد او غم لږ ور سپک کړي ۰
محترم ولسمشره، ډېر احسان به دې وي که چيرې زما د ورور په رابطه خپله وعده تر سره کړئ او همدارنګه هيله من يم که دا لاندې ځو پوښتنو ته مې ځواب راکړل شي:
۱- په لومړيو ورځو کې څو کسان په شمول د يوه اربکې ونيو ل شول او تقربياً دوه مياشتې وروسته بېرته خوشي شول۰ پوښتنه را پيدا کيږي چې که دا کسان بي ګناه وي بيا ولې دومره اوږده موده بنديان وو او په نتيجه کې په هغو لومړيو اساسو ورځو کې د دې پر ځای چې په اصلي قاتلينو باندې توجه شوې وای په بي ګناه خلکو باندې وخت او امکانات ضايع کړى شول
۲- تاسې ته ويل شوي او ويل کيږي چې ټوله خبره د جامع جومات په خطيب کې ده او در ته وايي چې هغه تښيدلی دی. نه پوهېږم تاسې خبر ياست که نه چې خطيب د واقعې په اوله ورځ د پوليسو له خوا نيول شوی و او بېرته په هغه ورځ خوشی شوی دی، نو سوال دا دی که چېرې هغه کې ټوله خبره وي نو ولې بېرته پريښودل شوی او بل دا چې خطيب د لوګر ولايت د علماو د شورا مشر و او همدارنګه د هغه ورور پخوا طالبانو وژلی دی۰ د ملي امنيت رياست به تر دې بله ښه پلمه چېرې پيدا کړي۰ د دغه مثال هغه شاګرد ته ورته دی چې سبا امتحان لري او چې ورنه وپوښتې چې ولې تياری نه نيسي نو در ته ووايي چې کتاب نه لرم چې درس ورته ووايم. اوس د امنيت محترم رياست په دې چې خطيب تښتيدلی دی ځانته ښه د خلاصون لاره پيدا کړې ده.
۳- محترما ! تاسې د امنيت له محترم رياست نه کله هم د دې پوښتنه کړې چې هغوی تر اوسه له محلي خلکو سره کوم چې په هغه ورځ د اختر د لمانځه د ادا کولو لپاره په جومات کې وو خبرې، پوښتنې او يا مصاحبې کړې دي۰ ځکه دا يو ستندرد پروسيجر دی چې هره مسوله اداره يې د قاتل د پيدا کولو او نيولو لپاره تر سره کوي۰
۴- له دې ټولو خبرو سره سره تاسې او ستاسې محترمه اداره موږ ته څه ځواب لري چې ولې تر اوسه پر دې قادر شوي نه ياست چې د ارسلا قاتلان ونيسئ - موږ څومره نو ر انتظار وکړو ؟
په درنښت احسان عبدالله دينور کولورادو
Ehsan.abdullah2@gmail.com
Feb 22, 2014