
نیټه ۲۴/۷/۱۳۹۳، ه،ش
د ګوډ تيمور نړیوالې ترهګریزې کړنې؛ (تیموراوقرآن)
دا چې د جګړې ويرونکي او زړه بوږنوونکي اوازونه، تيمور ته له څه نه زيات خوندور ښکاره کیدل او بې له وینو تویولو او ظلم څخه یې بل کار نه درلود وجه دا وه چې خداى تعالَى د تيمور زړه د ډېرو ګناهونو په کولو سره خیرن او تيږه کړى ؤ لکه چې په قرآن کې د دا ډول کسانو په برخه کې راغلي دي:
كَلَّا ۖ بَلْ ۜ رَانَ عَلَىٰ قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ [٨٣:١٤]
ژباړه: هېڅکله نه، بلکې حقیقت دا دی چې د دې خلکو زړونه د دوی د بدو عملونو[له امله] زنګ وهلي دي.[سورت، مطففین، ۱۴ آیت]
تیمور د دې لپاره چې مسلمانان پرې وغولوي د خپل ځان ټولې کړنې پر قرآن پورې تړلي وې تر دې چې خپل نوم یې هم په غلط ډول د قرآن عظيم د ٦٧سورت (١٥) آيت شريف د وروستنۍ جملې(تَمُورُ) سره چې د لړځولو مانا لري مشابه بولي، تر څو نورو ته وښيي چې د ده نوم هم له قرآن څخه اخيستل شوي دى، نوموړي د خپل نوم په تړاو دا ډول څرګندونې کړي دي: « زما پلار خوب ليدلى ؤ او خپل خوب يې د مسجد امام ته بیان کړ، امام ورته وويل: ستا د خوب تعبير دا دى چې، ستا به یو زوى پيدا شي... او هغه، تيمور ونوموه چې تيمور د اوسپنې مانا لري.»
تيمور زياتوي: «... کله چې زه وزيږيدم پلار مې د مسجد امام، زيدالدين ته ورغلو تر څو زما د نوم په اړه مشوره ورسره وکړي... د مسجد امام په هغه وخت کې د قرآن د الملک سورت په تلاوت باندې مشغول ؤ... نو ځکه شيخ زيدالدين د تيمور نوم زما لپاره غوره کړ.
تـيـمـورد یاد شوي سورت ١٥ آيت شريف د خپلې خوښې او خپلې ګټې لپاره په لاندې ډول اړولى دى:
(ايـا نه ويـريـږې چې خداى آسمانـونـه او ځمکه ستا تر پښو لانـدې کړي او په لړځولو يې راولي)
د نوموړي آيت شريف اصلي او سمه ژباړه او مطلب په دې ډول دى:
هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ ۖ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ أَأَمِنتُم مَّن فِي السَّمَاءِ أَن يَخْسِفَ بِكُمُ الْأَرْضَ فَإِذَا هِيَ تَمُورُ [٦٧:١٦]
ژباړه:« هغه ذات چې ستاسو لپاره يې ځمکه ايل کړي ده د هغې پر سينه باندې ګرځئ او د خداى روزي خورئ د هماغه حضور ته ستاسو په دوهم ځل ژوندي کيدو سره ورتګ دى، ايا تاسې له دې څخه بې غمه یاست، هغه ذات چې په آسمان کې دى تاسې په ځمکه کې ښخ کړي او دغه ځمکه په ناڅاپي ډول ولړځيږي.»
تيمور خپله اسلامي پوهه او پرهيزګاري، په دې ډول بيانوي: «... ما هېڅ کله شراب نه دي څښلي، قمار مې نه دى وهلى او ټول عمر مې د روحانيونو طبقې ته درناوى کړى دى او يو شمير عالمان او روحانيون به تل زما سره يو ځاى وو او په مذهبي چارو کې به مې له دوى سره مشورې کولې، سره له دې چې زه په خپله د فتوىَ مرجع يم، کولى شم چې د شرع احکام په خپل وخت او خپل ځاى کې ترسره او وکاروم، کوم وخت چې د مشاورې غونډه د پوهانو او روحانيونو پر وړاندې جوړيدله نو کله به چې ضرورت پېښ شو، تر څو د قرآن په کوم آيت باندې استناد وکړي، هغه آيت به ما لوستلو، او زما تسلط پر قرآن باندې د يو شمير عالمانو څخه زيات دى، ځکه چې ټول قرآن مې حفظ کړى دى او د قرآن د آيت د نزول په(شان) باندې پوهيږم.
وروسته له هغې چې تيمور د دمشق ښار ونيولو او له خاورو سره يې برابر کړ، نو بيا په دې فکر کې شو چې ځان د لويو خلفاوو مقام ته چې قرآن يې راټول کړى ؤ ورسوي، نو په دې بنسټ یې له اسلامي ملکونو څخه اسلامي پوهان راوغوښتل تر څو په قرآن کې لاسوهنه وکړي، د ده په ژبه (د قرآن په مضامينو کې تسلسل راولي) او د اسلامي هيوادونو علماوو ته ښکاره کړي چې دى يو پرهزګاره مسلمان دى، چې د اسلامي پوهانو له مشورو او فتوىَ څخه کوم کار نه تر سره کوي، هغه وو چې د اسلامي ملکونو څخه يو شمر پوهان د تيمورد ويرې له امله رانه غلل او راغلیو پوهانو د تيمور د غوښتنې په اړه وويل: (په قرآن کې هر ډول ترتيب او تنظيم يوازې د پيغبر(ص) کار دى ... .»
تيمور چې ځان صاحب القرآن بولي او وايي چې د قرآن هر يو سورت له اخر آيت څخه تر لومړي آيت پورې، پرته له کوم مشکل څخه لوستلى شي او د قرآن پر احکامو ټينګ ولاړ دى او عمل پرې کوي او لوی درناوی ورته لري، خو کله چې د ايران د اصفهان په ښار کې، په کال(٧٨٠،ه) کې د الله تعالى کلام ورته ور وړاندې کړاى شو او په قرآن يې قسم ورکړ، چې د خلکو(مسلمانانو) له ټول وژنو څخه دې لاس واخلي ويې نه منلو او قرآن کريم ته يې هېڅ ډول اهميت ورنه کړ، خو کله چې د ده د خپلو کسانو لخوا ورته وويل شول، چې، که چېرې نورې ورانى او وژنې ترسره کړي غنيمتونه لاس ته نه راځي، وروسته له هغې تيمور د مالونو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو وژنې ودرولې، خو د قرآن پخاطر يې له عامه وژنو څخه لاس وانه خیست، په دې باب په خپله تيمور وايي:« ومې ليدل چې د اصفهان ښار، يو شمير اوسيدونکي، چې يو سپين ږيرى سړى یې وړاندې روان ؤ زما پر لور را درومي او د هغه سپينږي سړي په لاس کې د قرآن کتاب ؤ، هغه روحاني سړى چې ما ته رانږدې شو ويې ويل: اې اميره! ته يو مسلمان يې او تا له په دې قرآن قسم درکوم چې د اصفهان د پاتې خلکو له ټول وژنې څخه تير شه.
ــ تيمور، ما ورته وويل: د اصفهان خلکو مقاومت وکړ او د سزا وړ دي بايد ټول ووژل شي، له هغې ورځې چې د ښار محاصره پيل شوي ده تر اوسه پورې زما په زرګونو عسکر يې وژلي دي، نو زه نه شم کولى چې د خپلو عسکرو له وينو څخه تېر شم، هغه سپينږى په ژړا شو او ويې ويل: اې اميره! د دې ښار اوسيدونکي له لوږې څخه د ځنکدن سلګۍ وهي په دې وږيو خلکو رحم وکړه!!.
ــ تيمور، ومې ويل: دغو خلکو کولى شول هغه وخت چې زه دلته راغلم د ښار دروازې يې پرانيستي واى او تسليم شوي واى نو په هغه سورت کې به مې د اصفهان په اوسيدونکو باندې رحم کړى ؤ.
تيمور ادمه ورکوي او وایي: « زما کسانو راته وويل: که د کورونو ورانولو ته دوام ورکړو هر څه تر خاورو لاندې کيږي او د عسکرو لپاره د جګړې غنيمت نه پاتې کيږي، که چېرې د اصفهان خلکو ته امان ورکړل شي نو جنګي غنايم به زموږ د عسکرو لاس ته ورشي، هغه وو چې ما ومنله چې د پاتې کسانو له وژلو څخه تير شم... او دا مې هم وويل چې د ښار د خلکو ښځې دې د افسرانو او سربازانو په مينځ کې وويشل شي.»
تيمور وایي: « افسرانو او عسکرو ته اجازه ورکړی شوه چې له هغو ښځو څخه چې په غنيمت ورکړل شوي دي، جنسي ګټه واخلي او د اصفهان څخه د وتلو په وخت کې کولى شي هغه خرڅې کړي او يا يې وشړي ځکه چې موږ نه شول کولى ښځې له ځانونو سره يوسو.»
دا شان هغه مهال چې د تيمور زوى شېخ عمر يې د ايران د (بویر) په سيمه کې ووژلو، نو تيمور د بویر ټول خلک ووژل او خپله پريکړه يې د بویر د خلکو د وژلو په اړه د خداى فيصله وبلله، تيمور د بویر د ترورستي جګړې د کړنړ په تړاو وايي: «... د کوترې په وسيله خبر راورسيد چې، شيخ عمر، زما زوى يې په فارس کې وژلى دى او زه د خپل زوى د مرګ د خبر په اوريدلو باندې غمجن نه شوم، کله چې بویر ته ورسيدم، ... د زردشتیانو د اورتون خادم وويل: اې اميره! د څه لپاره د دې هيواد (بوير) اوسيدونکو ته سزا ورکوې؟
ــ تيمور وويل: د دې لپاره چې زما زوى شيخ عمر يې وژلى دى.
ــ د زردشتیانو د اورتون خادم وويل: اې اميره که فرض کړو، چې ستا زوى يې وژلى وي ته بايد قاتل قصاص کړې نه دا چې د بوير ټول اوسيدونکي ووژنې.
ــ تيمور: اى سپينږیريه! که چېرې تا پوهه (سواد) درلودلى او عالم واى، ما به ته پوهولی واى چې ولې خداى د آدم ټول زامن له جنت څخه وايستل او مجازات يې کړل؟، ځکه چې د دوى نيکه، آدم په جنت کې د ګناه مرتکب شوى ؤ، که چيرې زموږ نيکه په جنت کې ګناه نه واى کړي نو نن به زموږ د اوسيدلو ځاى جنت واى نه دا خاورينه نړۍ، موږ ټول د آدم زامن د دې په وجه له جنت څخه شړل شوي يو چې زموږ نيکه په جنت کې ګناه وکړ او خداى موږ په دې محکوم کړو چې په ځمکه کې واوسيږو... نو په دې وجه د بوير ځينو خلکو زما زوى وژلى دى دوى ټول زما په نظر ګناهکاران دي.
که چيرې خداى هم قضاوت کړى واى، نو د بوير ټول اوسيدونکي به يې د مجازاتو وړ بللي واى!!؟.
تیمور وړاندې ځي او وایي: «له هغې وروسته مې خپلو عسکرو ته امر وکړ چې د بویر د ښار ټول کورونه، پرته د زردشتيانو له اورتونونو څخه وران کړي او دا مې ورته وويل چې، هغه کسان هم مه وژنئ چې زيړ رنګه کالي يې اغوستي وي (د اورتونونو خادمان) نور هر څوک چې ووينى ويې وژنئ، زما عسکرو په هغه ورځ د بوير ټول کورونه وران کړل او يو کور هم روغ پاتې نه شو، تر هغه وخته چې زما لښکر په بوير کې ؤ هر څوک مو چې وليدل ومو وژل او ښځې مو هم د سړيو په شان په سزا ورسولې.»
ګوډ تیمور د بویر د خلکو د ټول وژنې پریکړه د خدای پریکړه او قضاوت بولي او د رزدشتیانو مشر ته د آدم (ع) کېسه د بلېګې په توګه وایي ، چې په قرآن او نورو آسماني کتابونو کې یې ذکر شوی دی، تیمورد بویر د خلکو ټول وژنه او د آدم (ع) ایستل له جنت څخه په هیڅ صورت د پرتلې وړ نه دي، یوازې دومره کار یې کړی دی چې د زردشتیانو مشر ته یې د اسلام سپېڅلی دین په غلطه توګه ورپېژندلی دی ... .
ګوډ تيمور د الله (ج) پر تقدير باندې عقيده نه درلودله او د خپل غرور او کبر له امله یې د انسان هر څه د هغه پر عزم او کوښښ پورې تړلی بللی، نوموړی د قضاء او قدر په باب وایي: « زه د بشر برخلیک(تقدير) د هغه پر عزم پورې تړلى بولم او عقيده لرم چې که خداى نه واى غوښتي چې د انسان اختيار په خپله ده ته په لاس کې ورکړي، هغه به يې عاقل نه واى پيدا کړى نو ځکه د نړۍ خالق انسان ته عقل ورکړ چې هغه وکړى شي د خپلې راتلونکي واک پخپل لاس کې ولري، که چېرې د دعا په کولو څوک پر دښمن باندې بريالى کيدلى شواى نو پيغمبر (ص) به د احُد او د خېبر په جګړو کې ګډون نه واى کړى او مسجد ته به د دعا لپاره تللى واى، برى د جګړې له لارې بايد تر سره شي نه د دعا په وسيله».
د اسلام په مقدس دین کې د قضاء او قدر موضوع خورا پېچلي موضوع ده خو دومره ویلی شو چې انسان په ډيرو ځينو چارو کې خپلواک او په ډيرو نورو کې قضاء ته تسليم دى. په قرآن کریم کې د انسانانو بې وسي او کمزوری او له الله تعالَی څخه په سخت حالت کې د مرستې د غوښتنې په تړاو لاندې آیت شریف او په نورو آیتونو کې راغلي دي:
قُلْ مَن يُنَجِّيكُم مِّن ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ تَدْعُونَهُ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً لَّئِنْ أَنجَانَا مِنْ هَٰذِهِ لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ.
قُلِ اللَّهُ يُنَجِّيكُم مِّنْهَا وَمِن كُلِّ كَرْبٍ ثُمَّ أَنتُمْ تُشْرِكُونَ.
ژباړه:ای محمده(ص)! له دوی څخه پوښتنه وکړه، د بېدیا او سمندر په تیارو کې څوک تاسې له خطرونو څخه ژغوري؟ څوک دی چې له هغه څخه تاسې(دکړاؤ په وخت کې) په زاریو او په پټه پټه دعاوې غواړئ؟ چا ته وایئ چې که تا له دې بلا څخه موږ وژغورلو نو موږ به ارومرو شکر ویستونکي اوسو؟
ووایه، الله تاسې ته له هغې او له بل هر کړاؤ څخه نجات درکوي، بیا تاسې نور له هغه سره شریکان ګڼئ. (سورت، انعام: ۶۳، ۶۴)
دا شان الله تعالیَ د انسان د واک او اختیار او خپل برخلیک د ټاکلو په باب او د انسانانو دکمزوریو په اړه وایي:
لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِّن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ ۗ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلَا مَرَدَّ لَهُ ۚ وَمَا لَهُم مِّن دُونِهِ مِن وَالٍ ﴿١٣: ١١﴾
ژباړه: د هر چا وړاندې(او) وروسته ټاکل شوي څارونکي دي چې د الله په حکم سره د هغه څارنه ساتنه کوي، حقیقت دا دی چې الله د هېڅ قوم حالت نه بدلوي تر څو پورې چې هغوی خپل اوصاف نه وي بدل کړي او کله چې الله کوم قوم ته د سزا ورکولو فېصله وکړي نو د هغې مخنیوی د هېچا په وسیله نه شي کیدی، نه څوک د الله په مقابل کې د دغسې قوم ملاتړ او ساتندوی ګرځیدلی شي. (رعد: ۱۱)
ذَٰلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًا نِّعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَىٰ قَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ ۙ وَأَنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿٨: ٥٣﴾
ژباړه: دا د الله له دې عادت سره سم وشول چې هغه نعمت چې کوم قوم ته یې ور په برخه کړی وي تر هغه پورې نه بدلوي تر څو چې هغه قوم خپله کړنلاره او کړنچاره نه وي بدله کړي، الله د هر څه اوریدونکی او به هر څه پوهیدونکی دی. (انفال: ۵۳)
سره له دې چې تيمور د انسان پر برخلیک ایمان نه درلود، خو بیا هم چې کله به په سخت حالت کې بند پاتې شو نو د الله تعالَى کلام ته به يې رجوع کوله او د قرآن په احکامو کې به يې خپله راتلونکي لټوله، هغه مهال چې تیمورد وينو تويولو او لوټ تالان لپاره هند ته تللى ؤ ، نو کله چې د ډيلي لوى روحاني مشر(ګاني- هورتا) د کلا د بام له سر څخه ورته وويل، چې که ته په ښار باندې بريد وکړې نو ستا عمر به لنډ شي او د خپل زوى د مرګ زيرى به هم در باندې وشي، نو تيمور ته يو ډول فکري نا ارامي پيدا شوه چې د خپلې نا ارامۍ په هکله داسې وايي:
«... زه چې کله د فکر له لحاظه نا ارامه شم نو قرآن را اخلم او ګورم يې، سره له دې چې د قرآن د تلاوت لپاره يې پرانستلو ته اړ نه يم، ځکه چې ما قرآن حفظ کړى دى او داسې پرې مسلط يم چې د قرآن هر يو سورت د اخرني آيت څخه تر لُمړي آيت پورې لوستلى شم، زه قرآن د دې لپاره ګورم چې هر هغه آيت چې لومړى او ناڅاپي په نظر راشي خپلې راتلونکي پيښې پرې معلوموم، سره له دې چې زه په دې ګروهه نه یم چې په انسان باندې چې هر څه راځي د خدای لخوا لیکل شوی(مقدر)، او یا تغير نه کوي.»
تيمورزیاتوي او وایي: « کله چې غلام زما قرآن راوړاو ما چې اودس درلود قرآن مې پرانيستلو او سترګې مې په دې آيت باندې ولګيدې:
(إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا [٤٨:١])
ژباړه: ای پېغمبره! موږ تا ته ښکاره فتحه درکړه. [الفتح، ۱]
لکه چې پوهيږو چې پورته آيت شريف د حديـبې د سولې د تړون په اړه چې د مسلمانانو او د مکې د مشرکينو تر منځ لاس ليک شو، نازل شوى دى، چې الله تعالَى دغې د سولې تړون ته ښکاره برى ويلى دى، خو د تيمور برداشت د پورته آيت شريف څخه د جګړې د بري په اړه دى، که چېرې تيمور رښتيا هم د نوموړي آيت شريف د شان نزول په باب پوه واى نو ده به د جګړه پر ځاى د هند وانو سره چې د مکې د خلکو په شان مشرکين وو د سولې تړون لاسلیک کړى واى او ښکاره بري ته به رسيدلى ؤ.
دا ډول خلک چې په سختحالت کې قرآن عظیم ته مخه کوي او بله لاره نه لري، نو کله چې له خطر څخه ووځي مخ اړوي، الله تعالَی په دې اړوند د اسراءسورت په ۶۷، آیت او دیونس سورت په ۲۲ آیت کې یاد کړي دي:
وَإِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فِي الْبَحْرِ ضَلَّ مَن تَدْعُونَ إِلَّا إِيَّاهُ ۖ فَلَمَّا نَجَّاكُمْ إِلَى الْبَرِّ أَعْرَضْتُمْ ۚ وَكَانَ الْإِنسَانُ كَفُورًا ﴿١٧: ٦٧﴾
ژباړه: کله چې په سمندر کې پر تاسې مصیبت راځي نو له هغه یوه ذات نه پرته چې نورو ته بلنه ورکوې هغه ټول ورکیږي، خو کله چې هغه(الله) تاسې ژغوري وچې ته مو رسوي نو تاسې له هغه څخه مخ اړوئ، په رښتیا چې انسان ډېر ناشکره دي.(اسراء: ۶۷)
تيمور د تل په شان د علماوو سره مباحثې کولې او څه به چې ده ويل نورو به له ويرې څخه د ده ټولې روا او ناروا خبرې منلې او ده دا فکر کولو چې لکه څه ډول چې په جګړو کې ګټونکی دی، په مناظرو کي هم بریالی دی، چې له دا ډول پوښتنو او ګرویږنو څخه، نوموړي د شيخ حسام الدين سبزواري سره د شيطان په اړه خبرې پيل کړې او پوښتنه يې ترې وکړه چې شيطان څوک او څه ډول دى؟
شيخ د قرآن د معلوماتو سره سم د شيطان په اړه خبرې وکړې(دا امکان هم لري چې سبزواري به پټ په زړه کې ويلي وي چې شيطان ستا په شان دى.) تيمور د شيخ معلومات ونه منل او تيمور د خپلې ناپوهى او کبر له امله شيطان د خپل ځاناو د خپلو بدو او ناوړو اعمالو په شان معرفي کړ نوموړی وايي:
« ريښتينى شيطان د بدۍ او شر له نفس څخه عبارت دى چې د ټولو انسانانو په وجودونو کې موجود دى او د انسان نفس دې ته رابولي چې په ناوړه کارونو(مهياتو) باندې اخته شي او د هر چا په وجود کې دوه ځواکونه شته چې يو رحماني يا الهى او بل ځواک شيطاني دى او هغه ځواک چې خلک د شرابو څښلو، قمار وهلو او نورو، ناوړو کارونو ته هڅوي شيطاني ځواک دى، نو له دې لپاره يې لمونځ او روژه واجب کړي دي ترڅو مسلمين پرې مشغول وي او هېڅ کله د شر او بدى نفس(نفس اماره) دومره وخت پيدا نه کړي چې دوى ناوړو کړنو ته وهڅوي او څوک چې لمونځ کوي او روژه ساتي په ګناهونو باندې نه اخته کيږي، ځکهچې هغه بايد د تل لپاره پاک وي، او ګناهونه د هغه پاکوالى له مينځه وړي.
تيمور ته چې د انسانانو او مسلمانانو وژل اتلولي او نيک کار ښکاره شوى ؤ او په دې عقيده ؤ چې د خداى د رضاء لپاره جهاد کوي، په حقیقت کې د شيطان په لپاره یې جګړې ترسره کړي دي او شیطان د انسانانو او مسلمانانو وژل ورته ښايسته کړی وو، لکه چې پورته مو ولوستل چې تیمور یوازې د لمونځ او روژې په تر سره کولو سره ځان له ګناهونو څخه پاک بولي، له بل پلوه تيمور، د وينو تويولو او د جګړو لپاره فرض لمونځونه قضاء کړي او د بې ګناه خلکو د وينو تويول یې د الله تعالَی له عبادت څخه ضروري او پر ځاى عمل ګڼلى دى سره لدې چې د ځان سره یې لوی مسجد هم کرځولو، باید دا هم ووایو چې په اسلام کې د جګړې په وخت کې هم د يو ډول شرايطو سره سم لمونځ اداء کيږي، په دې باره کې د قرآن د بقرې سورت په، ۲۳۹، آیت او د نساء سورت، په ۱۰۲، آیت کې په ښکاره ډول هدایات راغلي دي.
دا شان ګوډ تیمور د خپلې عقیدې او ځان ستایلو په لړ کې وایي: «... ما هېڅ کله شراب نه دي څښلي، قمار مې نه دى وهلى ... .»
خو له بل پلوه موږ وينو چې ده د شرابو پر ځاى د انسانانو وينې څښلي دي چې الله تعالَى د انسانانو وينې څه چې د حيواناتو د وينو څښل یې هم حرام کړي دي.
قرآن عظیم وینې او نورې مردارۍ دمائدې سورت،۳،آیت؛ د نحل سورت، ۱۱۵، آیت؛ د بقرې سورت، ۱۷۳، آیت او د انعام سورت په ۱۴۵، آیت کې حرام کړي دي.
تيمور د مسلمانانو او غير مسلمانانو تر مينځ توپير نه دى کړى او ډېر ځله يې ريښتيني مسلمانان کفار بللي دي، د حربي او يرغل ګرو کفارو څخه يې هم زيات ناوړه چلند ورسره کړى دى تر هغې چې د هغو مسلمانانو سره يې جګړې کړي دي چې هغوى د کفارو سره په جهاد کې مصروف ؤ او تيمور يې د جهاد مخه نيولي وه چې يوه بيلګه يې د ترکيې مسلمان عثماني پاچا (بايزيدالدروم) سره جګړه ده چې نوموړى په هغه کال د فرنګيانو(فرانسويانو) سره په جهاد لګيا ؤ.
يو څوک په دې نشي مسلمان کيدلى چې يواځې لمونځ روژه او نور عبادات ترسره کړي او عمل پرې ونکړي، بې شمېره مسلمانان او غيرې مسلمانان بې له کوم ګناه څخه ووژني، لمونځ او رژه مسلمانان دې ته هڅوي چې ښې کړنې تر سره کړي لکه چې تیمور پخپله وایي چې لمونځ او روژه انسان له ګناهونو څخه ژغوري ، خو له بده مرغه چې نوموړي د خپلو ویلو پر عکس اعمال ترسره کړي دي، په دې باب په قرآن عظيم کې الله تعالَى فرمايلي دي.
قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُم بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا [۱۸: ۱۰۳، ۱۰۴]
ژباړه: ای محمده(ص)! ووایه دوی ته، ایا موږ تاسې ته وښیو چې په خپلو عملونو کې تر ټولو زیات ناکام او نامراده خلک څوک دي؟
هغه چې په دنیاوي ژوندانه کې یې هلې ځلې له سمې لارې منحرفې شوي او انګیرلي یې ده چې د هغو ټول کړه وړه ښه دي، (دوی ګمان کوي چې ښه کار کوي).[سورت، کهف،۱۰۳، ۱۰۴]
د لیکنې پاتې برخې پرله پسې خپریږي