
لومړنۍ وینې
د مې په ۲۱ نېټه د ارکنساس ایالت سناتور جي ویلیم فولبرایټ د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا لومړي پوړ ته پورته شو او د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ یې د انرژۍ د بحران د غورځول شویو اغېزو په اړه خبرې وکړې. د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر تمه درلوده چې دغه مسئله به په اتوماتیک ډول د واټرګېټ د کیسې په اړه دوروستیو افشاګریو له کبله د ورځپاڼو په لومړیو مخونو کې راشي. خو حقیقت داسې شو چې دغه وینا په ورځپاڼو کې ډېرو کوچنیو عنوانونو کې خپره شوه.
د زېرمتونونو له ژر نه جوړېدو سره سره یو بل یخ ژمی هم را ورسېد چې د سون توکي په کې کم و او عرب تېل تولېدونکو ګواښ وکړ چې هغه ټول تېل به بند کړي چې اسراییلو ته یې له کبله ګټه رسیږي. سناتور فولبرایټ په ډېرې ډارونکې لهجې خبر داری ور کړ چې: « زموږ تګلارې جوړونکي او د پالیسیو اغېز اچونکي کېدای شي دې پایلې ته ورسیږي چې په منځني ختیځ کې د تېلو د منابعو د خوندیتوب لپاره نظامي برید ته اړتیا ده چې خپل اقتصاد او پرمختیا پرې ډاډه کړو.» په دې کې هېڅ د پوښتنې ځای نه وو چې که د امریکا متحده ایالاتونو غوښتي وای په منځني ختیځ کې یې د تېلو تولېدونکی هېواد نیولی شوای. خو دوی له نظامي اړخه ډېر مهم نه و. او د دوی پراخ شتون په خلیج کې د قدرت خلا ته اشاره کوي. فولبرایټ زیاته کړه « که نور موږ ته دا کار کوي، ولې یې موږ په خپله تر سره کړو؟ موږ کېدای شي دا کار په خپله ترسره نه کړو، ځکه چې موږ په سیمه کې پیاوړی نظامي دوست لرو» د هغه دغه ویناوې په تالار کې د لاسي بمونو په څېر لګېدې. فولبرایټ په ډاګه کړه چې « د ایران شاه په دې پوهېده چې غواړي د فارس خلیج د ساتونکي رول ولري.» د ایران او اسراییلو تر منځ ګواښیدلې خبرې اترې روانې وې او د امریکا د متحدو ایالتونو لپاره د انرژۍ د بحران د حل کولو وړاندیز یې وکړ چې کوېټ دې ونیسي. دوی وپتېیله چې د اسراییلو او د فارس خلیج په ترمنځ سیمه کې داسې نظامي قوت نه شته چې د اسراییلي پوځ زور ته ټینګ شي او یا ورته ستونزې پېښې کړي. سناتور فولبرایټ په مشخص ډول سعودي عربستان ته خبر دارئ ورکړ چې خپل پام ونیسي. هغه ډېره په زړه پورې خبره وکړه: « د غرڅې غوښه کېدای شي ډېره خوندوره وي، خو د غرڅې زړورتیا د زمري په مقابل کې هغه له مرګه نه شي ژغورلی.»
د سناتور فولبرایټ وینا د وخت او مشخص والي له کبله خورا ډېره ټکان ورکونکې وه. ایا هغه داسې څه مشخص معلومات د یوه شخص په اړه درلودل؟ ایا کوم یوه هغه له خپلې لارې بلې خواته تاو کړ؟ اته اونۍ دمخه د مارچ په ۲۰ نېټه عراقي ځواکونو پر کوېټ برید وکړ او له پولې ور واوښتل. دوی د کوېټ د پولې ۱۵ مایله دننه یوه بې وسلې پوسته ونیوله او په سمندري پوله کې یې په دویمې پوستې برید وکړ. دا یو پخوانی یا کلاسیک ډوله نظامي مانور و. بغداد غوښتل چې له ځانه د دفاع په موخه د کوېټ وړتیا و ازمویي او د کوېټ د متحدینو او ګاونډیانو غبرګون معلوم کړي.
د ایران باچا رضا شاه تصمیم ونیو چې د عراق ولسمشر صدام حسین ته تېلیفون وکړي او ورته ووايي چې ۵ اونۍ وروسته خپل ټول ځواکونه د کوېټ له خاورې خپلې غاړې ته بېرته وباسي. خو امریکايي ډیپلوماټانو وخت د لاسه ورنه کړ او خبرداری یې ورکړ چې عراق دې په دې پوه شي چې که دوی توره را وویستله نو دغه ډول کړنو ته به اجازه ور نه کړي. د همدې اونۍ په پای کې د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر ابي ایبن له تهران څخه پټه لیدنه وکړه او د دغو او ځینو نورو مسئلو په اړه یې له شاه سره خبرې اترې وکړې.
د اسرا ییلو د بهرنیو چارو وزیر د مې په ۱۲ نېټه واشنګټن ته ورسېد چې تهران ته د خپل تر سره کړي سفر په اړه کیسنجر ته معلومات ورکړي.« ما ولیدل چې شاه د فارس د خلیج د موضوع په اړه ډېر ارام و.» ښاغلي ایبن وویل چې د ۲ دلیلونو له کبله هغه چرت نه واهه: « اول هغه د لومړي ځل لپاره د امریکا له متحدو ایالتونو راضي ښکارېده. دوی معمولا ډېر ګیله من وي چې هغه ته ډېر پام نه کیږي خو دا ځل داسې نه وو. دويم : هغه داسې احساسوله چې دا ځل د تېلو په برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو ګټې هم شته دي.» کیسنجر ته معلومه شوه چې « شاه غواړي په خلیج کې کافي پیاوړی وي چې له شوروي پرته له هر بل ګواښ سره مقابله وکړلی شي. هغه داسې فکر کاو چې شورویانو دا ځل له مصر څخه خپله لاره او پلان فارس خلیج ته تاو کړی، ځکه چې دلته د امریکایانو حضور کم دی.» د شاه دا نظر په ۱۹۷۱ میلادي کال کې د هند لخوا د پاکستان د دوې ټوټه کېدو د پلان له عملي کېدو وروسته په پراخه کچه د پام وړ بلل کېده. په دې توګه په سیمه کې د لاسلیک شويو دفاعي او امنیتي تړونونو بیا کتنې ته اتیا ډېره شوه. ایبن وویل:« هغه داسې احساسوله چې اسناد هېڅ مهم نه دي. د بېلګې په توګه د هندوستان او پاکستان لانجې دغه خبره په ثبوت ورسوله چې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د شته تړون سره سره پر سندونو هېڅ عمل ونشو.خو هغه په سیمه کې د امریکا لپاره ګټې خوندي کولې چې ډېرې زیاتې وې»
د ایران شاه په ذهن کې داسې ستراتیژیک پلان تصویراوو چې که د اسراییلو، ایتوپیا (حبشې) او ایران ترمنځ درې اړخیز مثلث رامنځ ته او د امریکا د متحده ایالتونو لخوا یې ملاتړ وشي دا به د سیمې د ټیکاو لپاره اغېزمن جوړښت وي.
د شاه انګېرنه داوه چې د امریکا ولسمشر نیکسون خپل یو نږدې متحد او د پاکستان مشر یحی خان پرېښوود چې هېواد یې دوه ټوټې شي، ځکه چې هېڅ سیاسي قیمت نه و چې په کوردننه د دغه کار د تر سره کېدو لپاره ور کول شي. د دې لپاره چې شاه د خان په برخلیک اخته نه شي نو ښه لاره یې دا و بلله چې په ایران کې د امریکا ستنې نور ې هم ټینګې، شرایط او تړونونه داسې برابر کړي چې پر تهران د کوم هېواد لخوا برید به عیني په واشنګټن او نیویارک یا شیکاګو برید وي. کله چې شاه په ایران کې د امریکا د ګټو د پیدا کولو په اړه خبرې کولې د هغه موخه داوه چې باید د تېلو د امنیت، پوځي همکاریو او سوداګرۍ په برخه کې ګډ کار پراخ شي. هغه غوښتل چې په ایران کې د امریکايي وګړو د اوسېدو لپاره زمینه پراخه او د امریکایي وګړو شمېر زیات شي. واشنګټن کېدای شي دېته تیار نه وي چې د ایران لپاره په کومه جګړه کې ځان ښکېل کړي، خو امریکایان به د دې زغم هم ونه لري چې په تهران کې د امریکایانو ژوند له خطر سره مخامخ وویني. شاه د دې لپاره په ایران کې د امریکايي وګړو زیاتوالی غوښت چې که پر ایران برید کیږي نو واشنګټن به د خپلو اوسېدونکو د ژغورنې او دفاع لپاره حتما د ایران په ګټه یوڅه کوي (د شاه په فکرامریکايي وګړي د خپل ټیکاو یو ډاډ باله.)
هغه قصد نه درلود چې په ایران کې دې امریکایان د تل لپاره مېشت او یا ځای پرځای شي. هغه په دې پوهېده چې د امریکایانو د زیاتېدو دغه تګلاره خطرناکه او د عامو خلکو له غوښتنو سره مخالفه ده. ان سره له دې چې شاه هڅه وکړه په اوږد مهال کې په امریکا خپله تکیه هم راکمه کړي، خو د اوس لپاره یې په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخه کې له امریکا سره ژورې اړیکې درلودې د خپل هېواد او نظام په ګټه بلل او په دې باور و چې کله د ایران نظامي ځواکونه په کافي کچه پیاوړي شي، نو بیا به پر امریکا تکیه کموي. د ایران د دولت یوه چارواکي وویل:« امریکایان باید په څو راتلونکو کلونو کې له ایرانه بهر شي. لږ تر لږه دغه مفکوره په ایران کې شته.» شاه باور درلوده چې کېدای شي تر ۱۹۸۰ کاله پورې د ایران امنیتي ځواکونه کافي پیاوړي شي او امریکایانو ته تر دغه مهاله اړتیا ده.
د ایران د شاه دغه قمار د امریکا لپاره لوی خطر لاره. د امریکې استخباراتي اداره سي. ای. اې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د دفاع وزارت په ښکاره توګه سپینې ماڼۍ ته دا خبر داری ورکړ چې د وسلو د اخیستو او نظامي پیاوړتیا په برخو کې د شاه لخوا تر اندازې زیات لګښت، په ایران کې د امریکا ضد احساساتو پیاوړي کېدل اوپه دغه هېواد کې مالي بحران به په کور دننه د شاه مخالفین پیاوړي او په حرکت را ولي. خو د امریکا ولسمشر نیکسون او د بهرنیو چارو وزیرکیسنجر د خپل دولت د روزل شویو تحلیل کونکو په دغه خبر داري او سپارښتنې غوږ ونه ګراوو.
د ۱۹۷۳ کال په مۍ میاشت کې تقریبا ۵۰۰ امریکايي سرتیري، سمندري افسران او د جنګي بېړیو چلونکي او روزونکي له ۶۰۰ نورو امریکایي کارکونکو او د هغوی له کورنیو سره په ایران کې وو چې ډېر یې د اوړي په موسم کې تهران ته راغلي وو. دارنګه پر دغه مهال په لومړي ځل د ایران هغه اوږد مهالې غوښتنه هم پوره شوه چې د ځانګړو جنګي الوتکو دپیلوټانو د روزنې او تخنیکي روزونکو په اړه یې درلوده چې په بلو سویټر یادېدل. د دغو تخنیکي روزونکو ژمنه ولسمشر نیکسون له ایران سره په دفاعي برخه کې د ۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو، الوتکو او دفاعي تخنیک او سیستم د اخیستو د تړون پرمهال کړې وه چې ایران ته به یې ور استوي . په تهرا ن کې د امریکا د سفارت یوه چارواکي د پسرلي پرمهال یوه امریکايي لیدونکي ته ویلي وو:«شاه او نور ایراني چارواکي فکر کوي چې امریکا اوس ښه او پرمختللی پرېمانه تخنیکي سیستم او متخصیصین لري، هغه له موږ څخه وغوښتل چې وروستي تخنیکي وسایل ور کړو.»
شاه فکر کاوو چې « ایران باید هغه ټولې پرمختللې وسلې او سیستمونه تر لاسه کړي چې له اتومي وسلو څخه ټیټ دي، که ایران ورته اړتیا لري او که یې نه لري.» د شاه نظامي بصیرت فوق العاده اوچت دی او هغه په هغو ټولو شیانو پوهیږي چې څه غواړي.» په یوه وخت کې شاه اسد علم ته لارښوونه وکړه چې ښاغلي هلمز ته ورشي او د جنګي الوتکو او توپونو غوښتنه ترې وکړي. په تهران کې د امریکا سفیر د ایران د دربار وزیر ته ډېر مناسب ځواب ور کړ. «که اعلی حضرت دا امرکړی وو، زه به خپله ټوله هڅه وکړم چې واشنګټن دغه غوښتنه ومني.»
تر هغه چې په تهران کې یو امریکايي پوځي افسر د دغه لپاره ووژل شو چې د امریکایانو حضور پراخېده. د ښاغلي هلمز مېرمن سینتیا هلمز ته چې په تهران کې په خپل کور کې وه ډېر وارخطا کونکي او ویرونکي خبرونه ورسېدل. هغه وايي « د جون په ۲ نېټه ډګروال لیویس لي هاوکینس او د ایراني وسله والو ځواکونو لپاره ۴۲ نور امریکایي سلاکاران له خپله کوره د موټرو د هغه شرکت پر خوا روان وو چې هره ورځ یې په کې کار کاوو. « کله چې هغه پر هغه یوه وړه کوڅه تیریده د ټوپک په ډز له شا ولګید او له هرې خوا ډزو محاصره کړ. ډیرې مرمۍ د هغه په سینه لګیدلې وې او هغوی بیرته وتښتیدل.» هاوکینس په همغه ځای کې ووژل شو او د موټرو شرکت په وینو لړل شوی و. پر هغه دواړه برید کونکي په موټر سایکل له سیمې وتښتیدل. د ډګروال هاوکیسن مړینه یوه تصادفي پېښه او یو پوخ ګواښ و.