
(3 )
v ایا تاسې هلته په جګړو کې ونډه اخستې ده ؟
v هو په دریو سترو جګړو کې مې ونډه اخستې ده ، لومړی د( الفتح المبین ) په نوم جګړه وه ،چې په 1995 ز کې شوې ده زه هغه مهال په دفاعي لواء کې وم بله جګړه د( معرکة الکرامة ) په نوم دهمدې کال په جون کې وه دې جګړه کې زه دهاوان مسوول وم ځکه زه دزوایې په برابرولو کې تجربه لرم ، وروستۍ جګړه د(بوسینابدر ) په نوم ،چې د1995 ز په سپټمبر کې رامنځته شوې وه . په دې جګړه کې زه نرس وم ځکه موږ د ډاکتر انو له کمښت سره مخ و ، له ما او نهه نورو ملګرو څخه وغوښتل شول ،چې په 48 ساعتونو کې دبیړنیو طبي مرستو لکه دټپ ګنډل ، پیچکارۍ کول ، دمرمۍ راویستلو په اړه مالومات تر لاسه کړو. موږ به ژوندۍ سوې رانیولې او عملیات به مو پرې زده کول ، ګېډه به مو ورته څېرله بیرته به مو وګنډله .
دجګړې په لومړیو لسو دقیقو کې زموږ اوه ملګري ووژل شول زه او دوه نور ملګري پاتې شوو . په دې جګړه کې دعرب او بهرنیو جنګیالیو شمېر 500 تنه و له دې ډلې څخه 48 ووژل شول او 91 نور ټپیان شول . راڅخه وغوښتل شول ،چې زاوویدویچ ښار ته ولاړ شم او دټپیانو په درملنه کې مرسته وکړم . له رسیدو سره دومره وینه بهیدلې وه ،چې زه په کې راپریوتم دا زما دژوند تر ټولو سخته شېبه وه . ټپیانو به له کمیس رانیولم او اوبه به یې غوښتې ، خو ما نه شو کولای ،چې اوبه ورکړم ځکه دنورې وینې دبهیدو لامل ګرځېده . دا مهال پر یمني ټپي جنګیالي سترګې ولګېدې ،چې پر پښه لګیدلې و ، اوبه یې غوښتلې دپښې هډوکي یې راوتي وو .
v ایا په دې جګړه کې بریالي شوې ؟
v هو ، موږ 56 کلي له دښمن ازاد کړل او دځینو ښارونو کلابندي مو ماته کړه . نږدې 300 صربي سرتیري مو ووژل ، دبوسینا 5% ځمکه مو ازاده کړه ، له دې پرمختګ او قربانیو څخه وروسته لویدیز هېوادونو له بوسنیایانو وغوښتل ،چې له صربیانو سره روغه او جوړه وکړي ، موږ هغه وخت هم دسولې پر پروسې باور نه درلود . ځینو داسې انګیرله ،چې دادبوسینايي مسلمانانو پر ضد دسیسه ده . دسولې له تړون وړاندې موږ داسې مالومات تر لاسه کړل صربیانو ته ،چې دنفوسو سلنه یې 35% وه دوی ته به 49% ځمکه ورکول کیږي او دا په داسې حال کې ،چې 49% و دا تړون دمجرمینو لپاره انعام او هغو کسانو ،چې قرباني ورکړې سزا وه .
الشیخ انور شعبان خپل جنګیالي په یوه مسجد کې راټول کړل او ورته یې کړل زه ځم دبوسینا نظامي چارواکو سره خبرې کوم اودیته یې راماتوم ،چې دا تړون ظالم دی عدالت نه تضمینوي او تاسې دوه لارې لرئ : دجګړې ادامه او دولسمشر علي عزت بیګوویش پر ضد انقلاب او یا دتړون منل .
v ایا عرب جنګیالیو په هغه ناسته کې دانقلاب وړاندیز کړې و ؟
v هو دوی ،نظامي چارواکو ته دانقلاب او سرکښۍ وړاندیز کړې و .
v دنظامي چارواکو ځواب څه و ؟
v تردې شیبې نه پوهیږم ، خو مالومه ده ،چې رد کړې به یې وي .
v څنګه پوه شوې ؟
v دعرب جنګیالیو په مشرۍ انور شعبان ، دلواء المجاهدین دلواء مشر ډاکتر ابو الحارب اللیبي ، ابو زیاد النجدي دوی له بوسینايي پوځ سره ناسته درلوده . له ناستې وروسته دا مشران باید د(حبشه) نومې سیمې ،چې دصربیانو تر کنترول لاندې وه تېر شوي وای دلته یوه نظامي پوسته هم وه کله ،چې دا دعرب جنګیالیو دا پنځه مشران دلته رارسیږي دوی دلته درول کیږي نیم ساعت وروسته یو نظامي بس راځي او وسلوال ترې راښکته کیږي او پردوی ډزې کوي او ټول وژل کیږي .
v ستاسې دمالوماتو له مخې دا مشران به چا وژلي وي ؟
v ځینې وايي دصریبا څارګرې ادارې دا کار کړې دی ، ځینې بیا وايي دبوسینا استخباراتي ادارې له نظامي چارواکو سره په ګډه دا پریکړه کړې وه ځکه دوی پردې باور و ،چې عرب جنګیالي به دوی ته ستونزې راوپنځوي ، خو تردې شیبې زه نه پوهیږم ،چې دا به چا وژلي وي .
v دعرب جنګیالیو غبرګون څه و ؟
v موږ په مرکز کې و ،چې دا خبرونه راورسیدل ، ابو معالي الجزایري په هماغه پیل کې هر څه له لاسه ورکړل ، کوټې ته ننوت او ځان پسې یې دروازه وتړله ، موږ پوه شو ،چې دا دمشرانو دوژلو پروسه ده . ابو ایوب المغربي هغه مهال د(لواء المجاهدین ) د ډلې مشر و خپل ټول جنګیالي مسجد ته وروغوښتل او ورته یې وویل : ( نن ورځ باید حبشه ټوله وسوځیږي ) په ورته وخت کې دبوسینايي پوځ جنرالان زموږ مرکز ته رامات شول یو ،چې اوومې لواء مشر و نوم یې عرفان و موږ ته وویل : خبرونه وايي ،چې ولسمشر علي عزب بیګوویش د ډایټون تړون لاسلیک کړې دی ابو ایوب چیغه کړه دا دسیسه ده زموږ مشرانو ،چې د تړون مخالفت کاوه ټول ووژل شول موږ باید خپل کسات واخلو ، موږ په لوړ اواز تکبیر ووایه او پر حبشه مو دبرید چمتوالي نیوه . جنرال عرفان وویل : دبوسینايي پوځ دوه کنډکه حبشې ته څېرمه ځای پر ځای شوي دي که تاسې دبرید نیت لرئ نو له بوسینايي پوځ سره به جنګیږئ دا مهال چوپتیا خپره شوه .
ابو ایوب المغربي وویل : لواء المجاهدین ډله ړنګه شوه او هر سړی دې خپله لار نیسي . جنرال عرفان وویل : ای ځوانانو هر څوک که بوسینايي تابعیت غواړي موږ یې ورکوو ، ځکه د ډایټون تړون وايي : تاسې به له بوسینا څخه وځي که څوک دخپل هېواد پاسپورټ نه لري موږ دسفر لپاره ورته دبوسینا هغه ورکوو ، هغه څوک ،چې هیڅ ځای نه لري هغوي کولای شي دلته پاتې شي .
v څوک پاتې شول او څوک ولاړل ؟
v نږدې 60جنګیالیو په بوسینا کې استوګنه غوره کړه په دې ډله کې ابو المعالي ، مصریان او الجزایریان شامل وو . نږدې 400نورو ،چې ډیری یې دسعودي عربستان ، خلیجي هېوادونو ، انګلستان او داروپايي هېوادو استوګن و له بوسنیا څخه ووتل ټول د کرواتیا په لویدیز کې هوايي ډګر ته واستول شول او هغه ځایه هره یوه خپله مخه ونیوله .
v تاسې هم ورسره ولاړئ ؟
v زه د دارام په موخه ترکیې ته ولاړم هغه شپه مې تر اوسه په زړه ده کله ،چې مې نظامي یونیفورم ویست داسې مې انګیرله لکه پوست مې ،چې وباسم . له درده ډکه پایله وه موږ یې هیڅ اټکل نه کاوه موږ پردې باور و ،چې په بوسینا کې به جهاد تر پایه دوام لري . خالد الشیخ مې اوس هم سترګو ته نیغ ولاړ دی خپلې اوښکې یې پاکولې او ویل یې : ( په الله قسم ،چې زه به له امریکا دا کسات اخلم ) هغه انګیرله ،چې بوسینا مسلمانانو ته سخت ګوزار و ما ورته وویل : ایا نیت لرئ ،چې دلته پاتې شو او جګړه پیل کړو ؟ څرنګه ؟ که دلته پاتې شو او جګړه پیل کړو امریکايي الوتکې یوه لواء په یوه ورځ کې له منځه وړي ؟ راته یې وویل : نه څوک وايی ،چې دلته پاتې کیږو ؟ سبا ته به مالوم شي . خالد الشیخ دالشیخ انور وژنې او له بوسینا څخه زموږ شړلو خپه کړې و .
v ولې له امریکایانو کسات داروپا له ناکامۍ وروسته دوی وتوانیدل ،چې جګړه ودروي ؟
v بوسینا دوحشت ښوونځی و ، عرب جنګیالیو هغه ناخوالې ټولې په خپلو سترګو لیدلې دي ، لویدیز څرنګه دمسلمانانو پر ضد دسیسه جوړه کړه ، کله ،چې مسلمانان په جګړه کې برلاسي و ، دا صربیان و ،چې ټولوژنې یې وکړې همدا امریکا راپورته شوه د دوی دنسبت په پرتله یې ډېره ځمکه ورکړه دا تېروتنه وه .ټولوژنې ودریدې ، مسلمانانو سوکه سوکه خپلې ځمکې بیرته تر لاسه کړې دامریکا پر ضد دجهادیانو کینه او دښمني له بوسینا څخه پیل شوه امریکا پردې باور وه ،چې داروپا ماتې دمسلمانانو په ګټه ده ځکه دوی بیا دا وخت تر لاسه کوي ،چې خپلې ځمکې دجګړې له لارې بیرته ونیسي .
v تاسې وړاندې وویل ،چې خالد الشیخ ( دسپټمبر یولسم دبریدونو طراح )سره مو په بوسینا کې وخت تېر کړې دی، ایا هغه خپله هم جګړه کوله ؟
v هلته یې له موږ سره درې میاشتې تیرې کړې ، موږ یې د رول او دندې په اړه دومره نه پوهیدو ، خو دجنګیالیو مشرانو ته ډېر نږدې و داسې ښکاري ،چې هلته یې دجنګیالیو د وړتیاوو معلومولو په موخه راغلې و ځکه نوموړی دنړیوال جهاد له مشرانو څخه و ، ورور یې یعقوب الشیخ هم دمجاهدینو له مشرانو څخه و ،چې په 1987 ز کې په افغانستان کې وژل شوې و او دکاکا زوی رمزي یوسف ،چې په 1993 زکې یې په نیویارک کې دنړیوالې سوداګرۍ پر مرکز برید کړې و شپږ تنه یې وژلي و او 1000 نور یې ټپیان کړي وو. دا یوازې خالد الشیخ نه و دالقاعدې راتلونکې مشران ټول له موږ سره په بوسینا کې وو .