لېسلوټي پرسن؛  د سویډن د تر ټولو بډای کس خور

 
لېسلوټي پرسن چې په لوټي پرسن مشهور ده د سویډن تر ټولو د شتمنې کورنۍ غړې ده.
لوټي د دغه هېواد د لومړي درجه شتمن سټېفن پرسن چې د میلیاردرانو د نړیوال نوملړ ۱۴کس دی، خور ده. سټېفن د تېر کال د میلیاردرانو په نوملړ کې اتمه کس و.
دوی دواړو ته کار له پلاره په میراث پاتې دی.
د دوی پلار اېرلېنګ پرسن په کال ۱۹۴۷کال کې سوداګري پیل کړې ده.
له هغه سره د سوداګرۍ فکر امریکا ته د سفر پر مهال پيدا شو. کله چې خپل هېواد ته راستون شو د « Hennes» په نوم یې د جامو یوه هټۍ پرانیستله. هېنیس په سویډني ژبه کې د هغې « یعنې ښځې لپاره» معنا لري. په لومړنیو وختونو کې یې په دې هټۍ کې یوازې د ښځو جامې پلورلې؛ خو وروسته یې فعالیتونه پراخ شول. اېرلېنګ په ۱۹۶۸زېږدیز کال کې د « Mauritz» په نوم یو حلقوي پلورنځی وپېره او په دې توګه یې د H&M کمپنۍ رامنځته کړله.
دغه کمپنۍ د سینګارتوکي او جامې تولیدوي چې په نړیواله کچه مشهوره ده.
اېرلېنګ په ۱۹۸۲زېږدیز کال مړ شو او د کمپنۍ چارې د هغه مشر زوی سټیفن ته پاتې شوې. د سټېفن د مدیرت او هڅو په پایله کې کمپنۍ ډېر پرمختګ وکړ او اوسمهال د سینګارتوکو د تولید په برخه کې یوه له هغو کمپنیو شمېرل کېږي چې چټک پرمختګ کوي.
سټېفن تر ۲۰۰۹زېږدیز کال پورې د کمپنۍ مشر و، خو اوس یې اجرایوي مشري د هغه د زوی کارل جان پرسن پر غاړه ده.
اېچ انډ اېم کمپنۍ تېر کال د نړۍ په ۵۲هېوادونو کې ۱۱۶۰۰۰کارکوونکي درلودل. په دغو هېوادونو کې د یادې کمپنۍ د هټیو شمېر دریو زرو ته رسېږي.
لوټي په یاده کمپنۍ کې پنځه سلنه ونډه لري. فوربس مجله وايي چې د نوموړې پانګه تېر کال د همدې ونډو د بیې د لوړوالي له کبله ۹۰۰میلیونه ډالره زیاته شوې ده.
د لوټي د ژوند په اړه په ډېر معلومات نه دي خپاره شوي تر دې چې فوربس مجلې یې انځور هم نه دی خپور کړی. په همیانۍ کې خپور شوی انځور مو د ریچیست په نوم له یوې بلې وېبپاڼې څخه تر لاسه کړی دی.
لوټي پرسن اوسمهال څلور اعشاریه یو میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۶۷مه او په خپل هېواد سویډن کې نهمه شتمه ده.
نوموړې پنځه شپېته کاله عمر لري او د سویډین په پلازمېنه ستاکهلم کې ژوند کوي
دا لیکنه په (همیانۍ ) ورځپاڼه کې خپره شوې ده