کره کتونکی


(تريستان برنارد) د فرانسې مشهور کره کتونکي په يوه مقاله کې د يوه ځوان ليکوال پر ليکنو سختې نيوکې کړي وې. ځوان ليکوال يې په ځواب کې وليکل :« ښاغلي تريستان تر اوسه يوه کيسه او يا ډرامه هم له خپله ځانه نه ده ليکلې ، نو څنګه جرأت کوي چې د نورو پر ليکنو نيوکه وکړي.»
تريستان برنارد هم يولنډځواب ورته وليکلو، چې:  زه چرګه نه يم او نه مې هم په عمر کې کومه هګۍ اچولې ، خو تر هرې چرګې د املېټ ( دپخو هګيويوډول) په خوند ښه پوهېږم !
\"\"