داسامه له ملګري سره ځانګړې مرکه(2)

(2)
ابو عیسی به   دپخوانۍ جهادي تجربې ، د روزنې  نوعیت  او دجهاد دمودې په اړه پوښتنې کولې که  جنګیالي به  جهادي تجربه درلوده سمدلاسه به  جبهې ته استول کېده . په بوسینا کې زما دجهاد تجربه  نوې وه  ، عمر مې  کم و ، ځکه خو ابو عیسی دځینو نیوکو سربېره  زما هوډ وستایه  . راڅخه یې وپوښتل ،چې وصیت مو لیکلې دی ما ورته وویل : نه  راڅخه یې وغوښتل ،چې  دکور دپتې  تر څنګ  باید خپل وصیت  ولیکم ، چې دشهادت  پرمهال ورسره اړیکې  ونیول شي . تر اوسه مې یاد دي  د وسلتون  مسوول ،چې دالمغرب و راسره ټوکې کولې  ما ،چې ورڅخه نظامي یونیفورم وغوښت  هغه راته په ځواب کې وویل : موږ دماشومانودکالیو کوم ځانګړی  پلورنځی نه لرو .
v     هلته مو ژوند څنګه و ؟
v     ډېر سخت  او نااشنا ژوند و ، موږ به  په  لاس مکروني خوړه ،  پیاز او ډوډۍ  به مو یوځای خوړه  چې هضمول یې سخت و . ټول هغه  ځوانان ،چې په بوسینا کې له موږ سره و  وروسته بیا په   سعودي عربستان کې دالقاعدې مشران شول لکه  یوسف العبیري ، عبدالعزیز المقرن ، خالد الحاج  او صالح العوفي یې مشهور دي .
45 ورځې  مې نظامي روزنه  تر لاسه کړه ، روزنځای  مو له استوګنځای څخه  یو ساعت لرې و هره ورځ  به   دسهار له اذان څخه یو ساعت وړاندې  دتهجد لمانځه  لپاره  راپورته کېدو ، لمونځ به  مو وکړ ، بیا به  مو دقران کریم تلاوت کاوه ، ورپسې به مو نظامي او بدني روزنه  تر لاسه کوله  . موږ به هره ورځ په غرونو کې نږدې پنځه کیلومتره منډه وهله ، ښکلی طبیعت و ، روزنه  ډېره په  زړه پورې وه  ځکه  هوا ډېره ښکلې وه هره خوا ښکلې منظرې او ابشارونه  و ، مسجدونه  او منارې له  ورایه  ښکاریدې  بس  ( اروپايي جهاد ) و .
له روزنې وروسته  به بیرته  استوګنځای ته راستانه شو او سهارنۍ به مو خوړه  ډېری وخت به وچه ډوډۍ ، کوچ ، مربا وه ،چې داستوګنځای شاوخوا پرتو کلیوالو به  له مڼو څخه جوړوله  ددې لپاره ،چې دسیمې دخلکو زړونه مو راخپل کړي وي موږ به داړتیا وړ څیزونه له دوی څخه رانیول  ،چې اقتصاد یې پیاوړی شي .
له سهارنۍ څخه وروسته به   دوسلو ،  بمونو ، راکټ  ، الوتکو ضد وسلو په اړه نظري درسونه  پیل شول  . مازدیګر مهال به  مو همدا درس عملي کاوه ، دماښام له لمانځه وروسته  به مو دابو ایوب الشمراني ،چې دسعودي عربستان دیني عالم و  دیني درسونه ویل  نوموړی  دمجاهدینو دلواء  شرعي مسوول و . کله به  مو دالشیخ انور شعبان المصري څخه  دیني درس  زده کاوه نوموړی  دمصر دالجماعة الاسلامیة  غړی و ،چې مشر یې الشیخ عمر عبدالرحمن نومیږي او په امریکا کې  بندي دی .  وړاندې له دې ،چې انور شعبان  بوسینا ته راشي ،میلانو کې  دمسجد امام و د درس او ماسخوتن له لمانځه وروسته به سمدلاسه  دشپې پېره او ګزمه  پیل شوه .
له 45 ورځو  روزنې وروسته به مجاهدین جبهې ته لیږدول کېدل ،چې په دوو برخو ویشل شوې وه لومړی  دجبهې / جګړې کرښه  او بله یې د( دزمریو کور) نومیده . دا مهال نو دمجاهدینو مشر  ابو المعالی الجزائري  و مرستیال یې ابو الحارث اللیبي و نوموړی پر قصاب مشهور و ځکه ده به دهغو مجاهدینو پښې غوڅولې ،چې په جګړه کې به ټیپان شول او د درملنۍ لپاره به  ځانګړي څه نه وو . الشیخ انور شعبان  دمجاهدینو قومندان و  دابو المعالي رول دومره  نه و .
v     دجنګیالیو خپلمنځي اړیکې څرنګه وو ؟
v     زموږ ترمنځ اړیکې  ددرناوي ، مینې او پيرزوینې پر بنسټ  ولاړې وې ، ځکه موږ نه پوهیدو ،چې کله به  مړه کیږو ، الله عزوجل ته  له ورتګ څخه ډاریدو ، موږ دنورو په  اړه تېروتنې  کړې وې ، په عامه توګه  چاپیریال  ډېر مثبت و . دمجاهدینو ګروپونه دبوسنیايي پوځ تر قومندې لاندې و موږ  له بوسنیايي پوځ او ولس څخه  یوځای و پردې سربېره  زموږ په ګروپ کې دبوسنیایانو شتون موږ اړ ویستو ،چې دهغوي لپاره  مخبېلګه  واوسو او له هغوي  سره له درناوي  ډک چلند وکړو . دا زموږ دنده وه ،چې  دچلند پر بنسټ  بدلون رامنځته کړو نه د زور له لارې .
دبېلګې په توګه  زه ، دالجزائر یو انجینر او دسعودي عربستان دوه ځوانان  په (زینسټا ښار کې روان و زموږ پر وړاندې  یوه بوسنیایۍ نجلۍ تېره شوه ،چې تنګ پتلون یې اغوستې و دا هغه مهال ناوړه کار و ، موږ نجلۍ ته  نه کتل ، خو هغې له الجزائري  ځوان څخه وپوښتل ایا غواړې ،چې  ټیکري راپه سر کړې  او مححبه شم ؟ ځوان ځواب ورکړ : الله عزوجل راڅخه نه دي غوښتي ،چې ټیکرې درپه سر کړم ، بلکې دا یې راڅخه غوښتي دي ،چې تاته ونه وګورم . نجلۍ وشرمیده او روانه شوه .  داخلاقو هغه بېلګه وه ،چې اوسمهال یې ډېری مجاهدین نه لري  ‎. ځکه دوی دالشیخ انور شعبان  سپارښتنې  هېرې کړې وې  دې ځوانانو به له  الشیخ  څخه  اجازه غوښته ،چې  دبوسینا په  بازارونو کې امر بالمعروف او نهی المنکر چاره ترسره کړي  دا ځوانان   له سعودي او کویټ څخه و .
v     الشیخ شعبان ولې اجازه نه ورکوله ؟
v     هغه د دوو لاملونو له مخې دا کار کاوه : لومړی  بوسینا  اویا کاله دکمونیز تر واک لاندې وه  باید اویا کاله وخت ورکړل شي ،چې  اسلام زده کړي بیا سمه ده  ،چې دلیل ورته وویل شي بل یې دا ایت  وایه (الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الأرْضِ أَقَامُوا الصَّلاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ ۗوَلِلَّهِعَاقِبَةُ الأمُورِ)  موږ که واک تر لاسه کړ  بیا کولای شو ،چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړو  په بله مانا لومړی باید دا وړتیا ولرو ، چې یو څوک  له یو څه منع کړو ، الشیخ شعبان منځلاری و ،  پر بوسنیایی ولس یې د زور کارول یې نه خوښول ، بوسنیايي مجاهدینو خپله دنده پيژندلې  وه او پرې  پوه وو ، دنن ورځې مجاهدین  خپلې دندې نه پيژني . په بوسینا کې  دمجاهدینو دنده دمسلمانانو ژغورنه  او دتیري مخنیوې  و ، خو دنن ورځې مجاهدین  ،چې شرعي واک نه لري پردې باور دي ،چې د دوی دنده امر بالمعروف او نهی عن المنکر ده . کله که یوه مېرمن یا نجلۍ مخ پټ نه کړي نړۍ خو نه ورانیږي له بل پلوه دا  په خپله  اختلافي مساله ده  او دا وړ نه ده ،چې په اختلافي مسایلو کې خپل نظر د زور له لارې پر نورو ومنو.
v     هغه مهال  نظامي مسوول څوک و ؟
v     ابو انس الفلسطیني  دا زموږ مشر او دروزنځای  مسوول و دا په افغانستان کې له پخوانیو جنګیالیو څخه و ، دروزنې پر مهال ډېر سخت ، خو وروسته به ډېر ارام او باکرکتره و . بل  مشر ابو عمر المصري و دا دمصر ( الجماعة الاسلامیة المصریة ) غړی و او په افغانستان کې  هم جنګیدلې و . دوسلو  مختصص و.
یو ځل  ابو انس الفلسطیني  دخبرو پرمهال  راته وویل : که غواړې ،چې د ټولو دباور وړ وګرځې  باید نظامي دسپلین  مراعات کړې ، دې سپارښتنې یو څه هیښ کړم  ځکه  موږ خووار له مخه په  نظامي روزنځای کې  یو ټول باید بادسپلینه  واوسو ؟  راته یې وویل :
نه موږ د دسپلین  په برخه کې یو څه ستونزې لرو .
په روزنځای  کې دمنځنۍ او لوړې طبقې خلک شته  دوی له بحث او خبرو سره روږدي دي  دلته ښوونکي ، دهوټل څښتن ، دپوهنتون محصل ، انجینر  او سوداګر شتون لري  دوی  دسپلین ته اړتیا لري . ومې پوښتل : د ښکتې طبقې  وګړي ولې نشته ؟ ځواب یې راکړ ،چې  بیوزله  وګړي  دجهاد په اړه فکر نه شي کولای  ځکه دا ورته لومړیتوب نه لري  ځکه دوی یوازې  دیوه ګولۍ مړۍ لپاره هلې ځلې کوي ،چې خپلې کورنۍ ته یې ومومي . دلته ،چې کوم کسان شتون لري  دوی په خپلو هېوادونو کې هوسا ژوند لري  ددی وخت ورسره وي ،چې خبرونه وڅاري  او دامت دبرخلیک په اړه سوچ وکړي ، بیوزله دا نشي کولای .
هغه څه ،چې زما پام  ور اوښتې و په نړیوالو سوله ساتو ځواکونو کې یو شمېر سرتیري  و له مسلمانانو سره یې جګړه هم کړې وه  دمجاهدینو له  چلند څخه  اغیزمن شوې او پریکړه یې  وکړه ،چې له  دوی سره یو ځای شي  په  دې ډله کې دابو محمد المالیزي نوم یادولای شم  دا دمالیزیا په پوځ کې ډګروال و په بوسینا کې یې له مجاهدینو سره په نظامي برخه کې دخپلو تجربو پر مټ ډېره مرسته  کړې ده  دا له غوره  روزونکو څخه یو و . دیادونې ده ،چې خالد الحاج ، مقرن ، العبیري ، رمزي بن الشیبه او خالد الشیخ  له موږ سره په بوسینا کې وو .
v      تاسې خپله په روزنځای کې څنګه وې  بادسپلینه وې که دنورو په څېر وې ؟
v     رښتیا به ووایم دابوانس سپارښتنې له  ستونزې سره مخ کړم  له اندازې زیات دسپلین  لامل شو ،چې له جبهې څخه یوه میاشت وروسته شم  . په  روزنځای کې  دوسله تون دمسوول په توګه یې غوره کړم ، وسله تون مې له سره  جوړ کړ ، له روزونکومې غوښتل  هغه مجاهدین ،چې ناغیړي کوې دلته یې را استوئ ،چې دوسلو په پاکولو کې راسره مرسته شي  څه موده وروسته به زه دوه اونۍ په  جبهه کې وم  او دوه اونۍ به  په وسله تون کې وم .په روزنځای کې زموږ دنده دا وه ،چې  د دښمن کمینونه وڅارو ،چې زموږ دکاروانونو پر وړاندې په لویو لارو کې کومه ستونزه رامنځته نه کړي . موږ به له  کالیو او بوټانو سره  بیده کېدو ، موږ به  اومه خواړه  خوړل  اور به مو نه بلوه  ځکه بیا دښمن ته زموږ  دځای او ځایګی پته لګیده . صربیانو سره دیونان ، لبنان ، فرانسې  او نور اروپایان هم  و ،چې له موږسره جنګیدل  له  دوی سره یو لبنانی مسیحي هم و ،چې په لاډسپیکر کې به یې موږ ته ګنځاوې کولې  دا چیغه به یې هم وهله ( هر څوک ،چې جنت غواړي سر دې راپورته کړي ) موږ ورسره  جګړه  نه شوه کولای  ، خو څه موده وروسته  زموږ یو ملګری چې دسوریې په ځانګړو ځواکونو کې یې دنده تر سره کړې وه پردې وتوانېده ،چې دا لبنانی له منځه یوسي . 
نور بیا