
د اعلانونو موخه د اصلاحاتو وړاندې کول او د مشتریانو قانع کول دي.
د اشتهاري او تبليغاتي چارو تر ټولو مهمه برخه د هغو د پيغام محتوا ده.تبليغاتي پيغام ابتکاري توکي هم بلل کېږي، همدا لامل دی چې په تبليغاتي یا اعلان ورکوونکو او اعلان جوړوونکو شرکتونو کې د تبليغاتي پيغامونو د ترتیب څانګې ته د نوښت او خلاقيت څانګه ويل کېږي. يو شمېر تبليغاتي پيغامونه تر نورو هغو ډېر نوښتګر بريښي، خو تبليغاتي پيغام بايد د مخاطبانو پام ور واړوي او د دغې موخې لپاره بايد له ليد او نوښت نه کار واخستل شي.
تبليغاتي خبرتياوې د متن او طرحې يا په بله وينا د انځورونو او کلیمو يوه ګډه بڼه ده.
د اعلانونو چمتو کولو لپاره بايد طراحي او پر ليکنيو وړتياوو مسلط وو. د يوه تبليغاتي کمپاين او نورو کمپاينونو ترمينځ ډېری توپير په نوښت کې نغښتی دی، تبليغات د اړيکو يوه بڼه ده او پر همدغه بنسټ د يوې خبرتيا اغېز او ځواک د هغې له کيفيت سره تړاو مومي.
د اعلان د پيغام جوړول يوه سوداګريزه چاره ده، چې مسلکي توب ته اړتيا لري.
لکه څنګه چې د رسنۍ د وختبندۍ د جدول جوړولو لپاره د رسنۍ د وختونو د پېرنې پر سر مشورې ته اړتيا ده، دغسې د يوه اعلان د پيغام په ترتیبولو کې د محتوا پر سر مشورې او توافق ته اړتيا ده. په دې سلا کې د پيغام اصلي توکي په نښه کېږي او بيا د پيغام د تنظیمولو له بهيره د سرچينې په توګه ګټه اخيستل کېږي.
د پيغام پر محتوا تر سلا وروسته، د نوښت ستراتېژي ټاکل کېږي. د تبليغاتي کمپاين يا پروګرام ټول تګلوری د همدې ستراتېژۍ په مټ ټاکل کېږي. د نوښت په ستراتېژۍ کې د محصول هغه ځانګړنې په نښه کېږي، چې بايد تمرکز پرې وشي او يا هغه تعهدات، چې شرکت يې په خپل اعلاناتي پيغام کې وړاندې کوي.
د اعلان ماهيت په هغې ايډيا کې نغښتی وي، چې له همغې سرچينه اخلي. دغه ماهيت په حقيت کې هغه پيغام دی، چې د اشتهار له لارې مخاطبانو ته لېږدول کېږي. د تبليغاتي کمپاين تر ټولو مهمه برخه د پيغام د ايډيا اصلي بکګرونډ دی. که ښه پیغام، طرح، ګرافیک او تمثیل پکې په پام کې نیول شوی وي، اعلان به راښکونکی وي، خو که هرڅه سره تپل شوې وي، څوک یې نه ګوري.
د پيغام له محتوا وروسته د هغې پلي کول یا اجرا کول مهم دي. د اعلانونو پيغام له کلیمو، انځورونو، شعارونو، فلم او موسيقۍ نه په ګټې اخستنې وړاندې کېږي.
اشتهار ورکوونکي يا سپارښتوال کولای شي خپل تبليغاتي پیغام له بېلا بېلو لارو جوړ کړي. پخپله یې جوړولای شي. د خپلې کمپنۍ او شرکت له کارکوونکو نه د هغوی طرحې او ایډیاوې غواړي. په دې لاره پیغام وړیا پریوځي، خو ځینې کسان یې تبلیغاتي شرکتونو ته ورکوي. مسلکي کسان او شرکتونه ښه اعلان جوړوي او که څوک غواړي، چې رښتیا یې مخاطبان اعلان واوري او وګوري باید په یوې مسلکي ډلې یا شرکت یې جوړ کړي.
دا لیکنه په (همیانۍ) ورځپاڼه کې خپره شوې ده.