
د هند د خپلواکۍ ستر مبارز او د عدم تشدد د فلسفې سرلاری ګاندي وايي د قدرت سرچینه جسمي پیاوړتیا نه، بلکې اراده ده. که پياوړې اراده وي په جسمي لحاظ کمزوري انسانان هم لوی کارونه ترسره کولی شي. سویډنی بیرټل هولټ په ماشومتوب کې د ناسم لیک او لوست له کبله له ښوونځي وایستل شو. ده د لوست په برخه کې ستونزه درلوده او دیسلېکسیا له ستونزې سره مخ و.
بیرټل په ۱۹۴۱ زېږدیز کال د سویډن په پلازمېنه ستاکهلم کې زېږېدلی دی. په ښوونځي کې د منځنیو ټولګیو تر بشپړولو وروسته له ښوونځي وایستل شو چې له همدې کبله د کار پیدا کولو په موخه برېتانیا ته ولاړ. ده د برېتانیان د پلازمېنې لندن په یوه قهوتون« قهوه خانه» کې کار پیل کړ. هولټ په همدې وخت کې انګریزي ژبه زده کړه. خپل هېواد ته تر راستنېدو وروسته یې د ښوونځي پاتې ټولګي ولوستل او پوهنتون یې پیل کړ. له پوهنتون څخه هم تر یوه کال زده کړو وروسته وایستل شو.
تر څو ځله پرله پسې ناکامیو وروسته بیرټل په هغه برخه کې چې ناکامي یې تجربه کړې وه کاروبار پیل کړ. ۲۳ کلن و چې د سویډین د یوه پوهنتون په تلخونه کې یې د « Education First» په نوم یو بنسټ رامنځته کړ. دغه بنسټ د ژبو د زده کړې او بهر ته د سویډني محصلینو د لېږد په برخه کې فعالیتونه کول. د هولټ دغه شرکت د ښوونځیو د وروستیو ټولګیو زده کوونکي د پیسو په بدل کې برېتانیا ته استول چې انګریزي زده کړي.
د اي. اېف په نوم دغه کوچنی کاروبار بلاخره د بیرټل د پياوړې ادارې پر مټ پر یوه داسې کمپنۍ بدل شو چې اوس یې کلني عواید میلیاردونه ډالرو ته رسېږي. دغه کمپنۍ اوسمهال د نړۍ په ۵۰ هېوادونو کې ۳۷ زره کارکوونکي لري. نوموړي تر ۲۰۰۲ زېږدیز کال پورې د اي. اېف کمپنۍ د اجرایوي مشر په توګه دنده ترسره کوله او تر ۲۰۰۸ کال پورې د کمپنۍ مشر و. نوموړي اوس د خپلې کمپنۍ چارې خپلو زامنو ته سپارلې دي. دوه مشران زامن یې پلیپ هولټ او الکس هولټ د کمپنۍ د مرستیالانو او درېیم زوی یې اېډوارډ هولټ د کمپنۍ اجرایوي مشر دی.
د نوموړي کمپنۍ به د ۲۰۱۴ کال د اولمپیک د ژمنیو سیالیو پر مهال د ژبو په برخه کې خدمات وړاندې کړي. دغه راز یې په ۲۰۰۸ کال کې د بیجېنګ د اولمپيک سیالیو پر مهال ورته خدمات وړاندې کړي وو. ده د خیریه چارو په لړ کې په سویډن کې له هغه ښوونځي سره ډېره مرسته کړې چې د « دیسلېکسیا» له کبله د لیک او لوست په برخه کې د ستونزه لرونکو ماشومانو د زده کړو لپاره د نویو لارو چارو د پیدا کولو په برخه کې څېړنې کوي. بیرټل په ۲۰۱۰ کال کې خپله مجلله کښتۍ او الوتکه د سویډن شهزاده او ملکې ته ورکړل چې هغوی خپله هاني مون په کې تېره کړي.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې بیرټل هولټ اوسمهال څلور میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۷۹ ام او په خپل هېواد سویډن کې ۱۲ ام میلیاردر دی.
ده واده کړی، څلور اولادونه لري او د سویډن په لوسرن سیمه کې ژوند کوي.
دا لیکنه په (همیانۍ) ورځپاڼه کې خپره شوې ده.