د مور غېږ

 
د مینې دا لویه نړۍ د ژوند په هیلو ډېره مهربانه ده، ګل ته د ګل په ژبه خاندي او اغزي هم مړاوي توب ته نه ورکوي. هڅه کوي چې په نرمه موسکا یې عادت کړي.
 د ژوند درسونه هم له همدې ځایه پیل کیږي او د سبا هیلې هم همدلته را ټوکیږي.
د مینې او درنښت جذبې هم په همدې ځای کې پالل کیږي او د عواطفو د ا زانګو خوریدنه هم په همدې ډول درواخله.
د دې هرڅه سره سره د مور غېږ یوه لیونۍ مینه ده چې ګل او اغزی ترې یو ډول خوند اخلي.

                                            ۲۰۱۴/۹/۲
                                    شېخ زاید پوهنتون، خوست