داسامه له ملګري سره ځانګړې مرکه :

 
لومړۍ برخه :
له لندن څخه خپریدونکې ورځپاڼې " الحياة " داځل له  داسې یو کس سره مرکه کړې ده ،چې په پیل کې دالقاعدې  مشر بن لادن ته  نږدې باوري کس و ، خو وروسته  دیو عربي هېواد پر مرسته  داروپايي هېواد استخباراتي  سازمان سره یو ځای کیږي  او په ورته وخت کې دواړو ته  کار او فعالیت  کوي . 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دامنیتي  دلایلو له مخې  دا دوه مخی جاسوس  ځان رمزي  راپیژني  له بوسینا څخه نیولې ، تر چیچن ، افغانستان ، پاکستان  کې دالقاعدې پر فعالیتونو غږیدلې دی ، مرکه ډېره جالبه  ده په لومړي ځل یې داسې خبرې رابرسېره کړې دي ،چې د ډېرو لږو به ورته پام شوې وي . له رمزي  سره دا مرکه په لندن کې شوې ده  نوموړی په ارام احساس دا مني ،چې زه په  پیل کې یو جنګیالی وم وروسته بیا جاسوس شوم  مرکه  هم دجاسوس او جنګیالی په توګه ورسره شوې ده .
رمزی دمرکې په پیل کې  دخپل  کوچنیتوب  او په بوسینا کې  له  جنګیالیو سره  دیوځای کېدو ، هلته دعرب جنګیالیو د تجربو په اړه غږیږي  دا هم  یادوي ،چې په 1995 ز کې عرب جنګیالي څرنګه له بوسینا څخه وویستل شول ، عرب جنګیالیو څرنګه دپوځ مشران دیته رامات کړل ،چې دولسمشر علي عزت بیګوویتش پر ضد انقلاب وکړي ، خالد الشیخ  دسپټمبر دپېښې  نوښتګر څرنګه  دکسات پلان جوړ کړ ....
مرکه  : أمجد ابو العز
ژ : حماد
v     تاسې نه غواړئ ،چې په دې مرکه کې په  اصلي نوم  یادشې نو پر کوم نوم مو یاد کړو ؟
v     هو ، نه غواړم ،چې دامنیتي دلایلو له مخې مې اصلي نوم  واخستل شي ، خو کولای شئ ،چې درمزي په نوم راته غږ وکړئ ‎.
v     ولې  درمزي په نوم  ؟
v     دا نوم دسمبول او وقار  مانا ورکوي . زما هغه  کتاب ( القاعده او د وړاندوینې ځواک )،چې په نږدې وخت کې به په  انګلیسي ژبه  له چاپه راووځي  درمزي په  نوم وي .
v     تاسې دا نوم دخپلې دندې او کار پر مهال  کارولې دی ؟
v     هو ، له القاعدې سره د یو ځای کېدو او دڅارګرۍ پرمهال  مې دڅه وخت لپاره دا نوم کارولې  ، غوره بولم ،چې دهغه پړاو په اړه راسره بحث ونه کړئ .
v      دفعالیت او دندې  پر بدلیدو مو خپل نوم  بدل کړې دی ؟
v     هو .
v     دکوم هېواد لپاره مو، چې کار کاوه تاسې دهغه هېواد پاسپورت لرئ ؟
v     زه څو پاسپورټه لرم ، خو په بوسیناکې  او له القاعدې سره دکار پر مهال مې یو پاسپورټ درلود، دا پاسپورټ مې په بوسینا او افغانستان کې  نه دې کارولې ،ځکه پاسپورټه  په خوندي ځایونو کې ساتل کیږي او موږ دا نه درلودل  ځکه موږ په  روزنځایونو کې  استوګن  وو . کله به ،چې افغانستان ته ننوتم  له ځان سره مې پاسپورټ نه  اخست  دې هېواد ته  زما ننوتو هیڅ قانوني بڼه نه درلوده  او که سپینه یې ووایم  زه دیو عادي افغان په توګه  ورننوتم  او هغه هم د تورخم  له دروازې څخه .
v     کولای شې دخپل ماشومتوب  او ژوند په اړه  راته یو څه ووایئ ؟
v     زه دعربي نړۍ په  یو سمندري ښار کې ستر شوې یم ، پاپند ماشومتوب و ، پلار مې ټیکه دار و ، مور  مې یوازې زموږ پالنه کوله ، له هماغه ماشومتوبه  مې له دین او پوهې سره تړاو درلود ، کورنۍ مې دینداره وه ، مور مې زښته زیاته  دینداره وه .
v     تاسې هم دینداره یاست  ؟
v     هو ، لمونځ کوم ، روژه نیسم ، دقران حافظ یم ، ټول لمونځونه  پر وخت اداء کوم ، فرایضو ته ژمن یم ، الکول نه څښم  ان سګریټ نه څکوم ، زه ځان دینداره ګڼم  دلیبرال  روستاړی مې نه خوښیږي .
v     له نړیوال جهاد سره مو لېوالتیا څنګه  پیدا شوه ؟
v     دتېرې پیړۍ په نویمو کلونو کې  مې له کورني او بهرني  سیاست سره لېوالتیا زیاته  شوه دا نو دخلیج جګړې ، دفلسطینیانو او اسرائيلو دسولې  دخبرو او داسلامپالو او عربي حکومتونو ترمنځ  داخ وډب  مهال  یا پړاو  و په دې  پړاو کې  له اسلامي ډلو سره یو ځای شوم ، ما په  مسلسله توګه  دالشیخ سلمان العوده ، الشیخ سفر الحوالی ویناوې او لکچرونه  اوریدل  په ځانګړې توګه  دالشیخ سلمان العوده د( صناعة الموت  او صناعة الحیاة ) لکچر هغه  مهال  دخوله ور خطیب  عبدالوهاب الطریري  ویناوو او لکچرونو زه تر خپل اغیز لاندې راوستې وم  نوموړی به تل په  بوسینا کې  دنژادي او دیني جګړې په اړه ویناوې کولې  په بوسینا کې به یې د ټولوژنو په اړه له احساساتو ډکې ویناوې  برابرولې  ددی سړی ویناوو زه  پر احساساتو راوستم  او د یوه مسلمان په توګه  مې پر خپل دین ، امت  غیرت  پسې واخستم  او درضاکار په توګه  له  ( هيئة الاغاثة الاسلامیة العالمیة / دنړیوالو اسلامي مرستو ټولنه ) سره یو ځای شوم  دا ټولنه  د ( الرابطة العالم الاسلامي ) یوه څانګه وه او دبوسینايي مجاهدینو لپاره یې بسپنې راټولولې .
د وخت پر تېریدو  مې له ځانه پوښتل : زه ،چې څه کوم دا بسنه کوي ؟ ځواب مې  نه و . په 1994 ز کې زما دماشومتوب  یو ملګري په پټه  دجهاد لپاره بوسینا ته سفر کړې و ، له بوسینا څخه راستون شوې غوښتل یې ،چې دبوسینايي مجاهدینو لپاره راټولې شوې بسپنې له ځان سره واخلي زه یې هم لیدو ته ورغلې وم  هلته مې ورته وویل : لېوالتیا لرم ،چې له تاسې سره یو ځای په بوسینا کې جهاد وکړم . هغه مهال زه دشپاړلسو کلونو وم . ملګري مې وویل : ته باوري یې ؟ جګړه اسانه،  نه ده له ستونزو ډکه ده . ما ورته وویل : پوهیږم چې سخته ده بیا یې راته وویل : ایا ته  پردې ګومان یې ،چې جهاد تاسې ته اړتیا لري ؟ ما ورته  وویل : نه  ، جهاد ما ته اړتیا نه لري  بلکې زه جهاد ته اړتیا لرم  ورته مې وویل : دمسلمانانو په توګه  موږ جهاد ته اړ یو  نه برعکس . موږ بښنې ته اړتیا لرو هغه مهال او اوس هم د ډېرو له انده جهاد دبښنې او جنت لنډه لار ده  ، له جهاد څخه زما موخه  هغه رښتیني  او پيژندل شوې جهاد دی ،چې ټول شرطونه یې پوره وي . په سورت محمد کې ایت دی (وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ ثُمَّ لا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ/ که  چیرې تاسې له خپل دین څخه وګرځئ  الله عزوجل به  بل قوم  رامنځته کړي ،چې ستاسې په څېر به نه وي ). زما ځواب  دهغه نظر بدل کړ او شک یې  لرې شو او دا قناعت مې ورکړ ،چې زه دجهاد پر ماهیت او مانا پوهیږم .
v     کله ،چې تاسې بوسینا ته دسفر پریکړه وکړه خپله کورنۍ مو خبره کړې وه ؟
v     نه ، زه پوهیدم که  خبره یې کړم  له ماسره مخالفت کوي  له خپل هېواد څخه له وتلو وروسته او بوسینا ته  له ننوتلو وړاندې مې پر ټیلفون خبر ورکړ .
v     له ملګري سره مو یو ځای سفر وکړ ؟
v     هو ، په کرواتیا کې مې ویزه تر لاسه کړه او لیوبلیانیا ته  روان شوو هلته دوه ورځې  تم شو دګډوالو  له  روزنځای څخه مو هم لیدنه وکړه . بیا په کراواتیا کې  سبلیټ ښار ته لاړو  دا ښار بوسینا ته  ډېر نږدې  دی  په همدې ښار کې  مو د(بنسیون ټومي ) په نوم  هوټل ته مخه کړه  داد هغو عرب جنګیاليودېره ده  ،چې بوسینا ته  ننوځي . په هوټل کې مې پر دولسو تنو عرب جنګیالیو سترګې ولګېدې ،چې بوسینا ته یې دتګ هوډ کړې و او خپل نوبت ته  سترګې پر لار و . دبوسینا سرحد له دې ځایه  په موټر کې ایله  45 دقیقې  لیرې و . ددې لپاره ،چې  دخلکو له سترګو مو ځان ساتلې وي او هر څه  همداسې محرم او راز پاتې شي  موږ به د ورځې ایله پنځه  یا څلور تنه  بوسینا ته  ننوتو . کرواتیانو به  له  ننوتلو ایسارولو او له بل پلوه دبوسینا پولې  دبوسینايي کراواتیا په کنترول کې وې  او دوی له مجاهدینو سره دښمني درلوده .
زینیټسا ښار ګوټي دحکومت تر کنترول لاندې  و او دمجاهدینو  یوې ډلې ته  یې هم ځای ورکړې و ، شمېر نږدې 400  تنه و او دوسپنې په یوې پخوانۍ کارخونې کې میشت وو . له رسیدو سره مې  دنورو مجاهدینو په څېر له  ابو عیسی المصري سره لیده کاته وشول  او موخه یې داوه ،چې زما تجربه  او فکر  وارزوي .
کله مې ،چې له ابو عیسی المصري څخه واوریدل ،چې دمجاهدینو شمېر  دوی  به ( عرب مجاهدین او انصار بلل ) له 380 څخه نه اوړي  خوله مې  له حېرانتیا  نه راټولیده په دې کې  عرب ، ترکان ، برتانویان ، امریکایان  او پاکستانیان شامل وو . دلته  دګردې نړۍ جنګیالي راټول شوي و ، په دوبي کې یې شمېر ډېریده ، موږ به  په دوبي کې ددوی جهاد ( دجهاد سیاحت ) باله  ځکه دا جنګیالي به  د دوبي  او کلنیو رخصتیو پرمهال دلته راتلل  ډېری یې دخلیج په ځانګړې توګه  دسعودي عربستان ، قطر ، بحرین  ، کویټ او مصر وو. پردې سربېره  دشمالي افریقا مجاهدین به له ایټالیي څخه  راتلل ځکه  دا یې لنډه لار وه .