
د پنج شنبې ماښامی و. د نورو پنج شنبو په شان راډيو ته روان وم. ښارته شاوخوا څلورکلومېټره لار پاتې وه. د سړک پر ژۍ د شنې برقعې واله ښځه د اته نهه لوڼو زمنو سره ولاړه وه. يو ژڼکی هم ورسره و. ژڼکي موټر ته لاس راکړو. وخت ناوخت و. پر سرک د موټرو امکان کم و. نو ورته ودرېدم او ټول راوختل.
ښځې اسويلی وويست؛ های خدايه! او زلمي ته يې وويل:
ته به په بازار کې مړۍ راواخلې او کور ته به ننوځې. وبه يې ګورې! که په حال و موږ به هم درننوځو او که په حال نه و نو بيا به بل چېرته لاړ شو.
بيا يې ماته وويل: ورکه! (ورورکيه) ستاسو کور په بازار کې دی؟
ــــــ ولې؟ څه مشکل دي؟
ــــــ هسې، دغه ووړکی به هلته په بازار کې ډوډۍ راواخلي. که يوه شېبه موټر راته ودروې؟ او بيا مو کور ته هم ورسوې؟ خوکه کور دې په بازار کې نه وي (له ښاره لرې وي) نو بيا تکليف نه درکوو!
ــــــ خير، دا دومره ګران کار نه دی! خو څه خبره ده؟ هلته په کور کې څوک ناروغ يا لېونی دی؟
ــــــ نه! نه! ناروغ نه دی! خو تر لېوني بدتر دی! د دغې ماشومې په غېږ کې ماشومه وينې؟ د پنځه څلوېښتو ورځو ده، دا مار چيچلې ده، څلور شپې بستر وه، نن پيسې راخلاصې شوې، له روغتونه پټ راووتو، کور ته ځو. خو مېړه مې نشيي (متعاد) دی. چرس او نشې کوي. د نشې په حال کې چې د شينکۍ (ګېډې) د ډکولو لپاره څه شی (ډوډۍ) ورته پيدا نه کړم د ماشومانو سره مې يوځای له کوره باسي!
ـــــــ نو په دا ماښام کې به بيا چېرته ځئ؟
ــــــــ هلته مو خپلوان شته، له هغوی کره ځو. سبا ته بيا يوڅوک له خپلوانو پسې راولم او هغه يې پخلا کړي.
ـــــــ نو ډوډۍ او خوراک له تا غواړي؟
ـــــــ هو! خدای(ج) دې ښه کړي! ګني خدای(ج) دې واخلي! ښځه خپل مېړه ته ښېرې نه کوي خو چاره مې نشته! الله(ج) مې دې په لوري شي!
ــــــــ خير دی، نشې خو به کوي، خو څه کاروبار نه کوي؟
ـــــــ نه! نه! کاروبار چرته کوي!
ـــــــ نو بيا خوراک او نور شيان له کومه کوی؟
ـــــــ دا لږه لويه ماشومه وينې! دغه مو دغې زلمي دغو ته ور وده کړې، له دوی څخه پيسې را اخلو او لګوو يې!
ښار ته ورسيدو. زلمي وچه ډوډۍ، اېشولې هګۍ او سره کړې ينه راواخيسته. د دوی د کور پرلوري مې موټر تاو کړو. په څو دقيقو کې ورسيدو. د اوبووړې کوڅې په سر کې رانه ښکته شول. موټر مې بېرته راتاو کړواو راډيو ته راغلم. خو نه پوهېږم چې دوی به چرسي له کوره ويستلې وي. که څنګه؟
۰۹ اسد ۱۳۹۳
خوست
کليد راډيو.
د کوچني اختر څلورمه