څنګه له ځان نه «خاص کس» جوړ کړئ؟!

څنګه له ځان نه «خاص کس» جوړ کړئ؟!
ډیر کسان غواړي، چې د نورو په څېر واوسي، خو دا څنګه فکر دی؟! د امکان وړ دی؟!
په پیل کې همدا کفایت کوي، چې فکر وکړئ په دې خاورینه کره کې اوسی، یوازې یې او له نورو سره فرق کوئ. په دې پوهیږم، چې یو شمېر کسان له نورو سره ډېر تفاوت لري، خو موږ ټول خپلې ځانګړې تجربې او ځانګړنې لرو. دا د خلکو ترمنځ د حقیقي تفاوت یو ډول بیان دی.
که پام مو وي هېڅوک هم ستاسې په څېر ماغزه نه لري. څه چې ستاسې په فکر کې راګرځي، نور هغسې فکر نه شي کولای. دا څه معنا لري؟ معنا دا، چې په کوښښ سره له نورو سره متفاوت کیدای شئ.په فرهنګونو کې ډیر وړوکی تغییر ښيي، چې هر ملت له بل هغه سره متفاوت عمل کوي. دا ومنئ، چې په ځان پورې منحصر یی او پر خپل ځان کار وکړئ. په هرحال وګورئ، چې تاسې څوک یئ؟!
که غواړئ له نورو سره متفاوت او خاص واوسئ، تاسې باید پخپله «تاسې» وئ، نه د بل کس کاپي!
که تاسې په دې نه پوهیږئ، چې تاسې څوک یئ، خاص کیدل به درته ستونزمن وي. د ځان پیژندنې لپاره لومړی خپل ځان درک کړئ. څوک یئ؟ څه ډول یئ؟ څه مو خوښیږي؟ کله مو، چې شاوخوا نور څوک نه وي، څوک یئ؟!
دا ډیره مهمه ده، چې له ځان سره مینه وکړئ. که دا مونه خوښیږي، چې تاسې خپله تاسې نه وئ، په پای کې به د یوه بل چاپي فوټوکاپي وئ، یا به یو داسې څوک وئ، چې د نورو به نه خوښیږئ. تقلید نو د چا خوښیږي؟!!
هرکس له تفاوت نه خپل ځانګړی تفسیر لري. ستاسې له نظره له نورو سره تفاوت څه دی؟ چلند، خبرې اترې، فکر، خوب او خیال او که نور؟! په دې مساله ، چې وپوهیدئ، بل ګام یې ترلاسه کول دي. که فکر تفاوت وي، اوس به پر دې غور کوئ، چې څنګه متفاوت فکر وکړئ؟ څنګه د متفاوت فکر هدف ته ورسیږئ؟
غواړئ په ریاضي کې نابغه شئ او یا په ښکلو جامو ښه وخت تیر کړئ؟ دا هر یو انتخاب ستاسې خپل حق دی، ځکه تاسې په بیلابیلو ډولونو فکر کوئ. ( ژباړه)
دا ژباړه په (همیانۍ) ورځپاڼه کې خپره شوې ده