
کورت اېګلهورن د داسې جرمني سوداګر لمسی دی چې په نړۍ کې یې د کیمیاوي توکو د تر ټولو سترې کمپنۍ بنسټ اېښی دی.
د نوموړي نیکه د «BASF» په نوم د کیمیاوي توکو د کمپنۍ بنسټګر دی چې اوس یو لوی ګروپ دی او ګڼې ګمپنۍ یې تر چتر لاندې کار کوي.
په ویکي پیډیا کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې بي. اې. اېس. اېف د اروپا، اسیا، امریکا او افریقا د لویو وچو د ۸۰ هېوادونو په ۳۹۰ سیمو کې تولیدي فعالیتونه لري.
په ۲۰۱۳ کال کې د هغو کسانو شمېر چې له دې ګروپ سره پر دندو بوخت وو ۱۱۲۰۰۰ کسانو ته رسېده چې ۵۲۵۰۰ یې یوازې په جرمني کې د کمپنۍ له څانګو سره کار کاوه. د کمپنۍ عواید تېر کال ۷۳،۹۷ میلیارده یورو وو.
کورت د همدې ګروپ د بنسټګر فرېدریک اېګلهورن لمسی دی. کورت اېګلهورن د ۱۹۲۶ زېږدیز کال د مې په ۲۵ نېټه د جرمني په مونیخ کې زېږېدلی دی. ده له ښوونځي تر فراغت وروسته د امریکا د متحده ایالاتو د تکزاس ایالت په پوهنتون کې د کیمیاوي انجنیرۍ برخه لوستې ده. نوموړي له پوهنتون تر فراغت وروسته د خپلو مشرانو په څېر کاروبار ته مخه کړې ده. اېګلهور د دری نیمو لسیزو لپاره د « Boehringer Manheim او DePuy» په نومونو د دارو درملو د کمپنیو مالک او مشر پاتې شوی دی. نوموړي په ۱۹۹۷ زېږدیز کال کې خپلې دواړه کمپنۍ په څه باندې لس میلیارده ډالره پر هوفمن لاروچ باندې وپلورلې.
اېګلهورن د دغو کمپنو ترڅنګ چې اوس یې پلورلې دي په یو شمېر هېوادونو کې جایدادونه هم لري چې له دې ډلې د فرانسې په کوټې ډي ازور سیمه کې یوه ویلا، د هسپانیې په کوسټا براوا سیمه کې یوه مزرعه او د سویس په ګستاډ سیمه کې یوه ودانۍ پکې د یادونې وړ دي.
نوموړي تېر کال ۶،۶ میلیارده ډالره پانګه درلوده؛ خو له دې ډلې دوه اعشاریه شپږ میلیارده ډالره یې خپلو پنځو اولادونو ته ور وېشلې ده.
دی اوسمهال څلور میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۷۴ ام او په خپل هېواد جرمني کې ۲۷ ام میلیاردر دی.
اېګلهورن خیرخواه میلیاردر دی او هر کال د هېډلبرګ په نوم د مطالعاتو له یوه مرکز سره څلور لکه ډالره مرسته کوي. دغه راز نوموړی د رېس- اېګلهورن په نوم د یوه موزیم مالي ملاتړ کوونکی هم دی.
کورټ له هایډرماري سره واده کړی او له هغه څخه پنځه اولادونه لري. دوی دواړه اوسمهال د سویس په کسټاد سیمه کې په خپل کور کې ژوند کوي.
دا لیکنه په (همیانۍ ) ورځپاڼه کې ځپره شوې ده.