د فقر د کمښت په اړه د ملګروملتونو او نړیوال بانک غولونکي ګامونه

 سرچینه: الجزیره
اقتصادي کچه او د ژوند معیار بېوزله ولسونه له شتمنو څخه بیلوي. پرمختللي، مخې پر ودې او وروسته پاتې هغه اصطلاحات دي چې هره ورځ مو په رسنیو کې تر سترګو کیږي. د اسیا او افریقا بېوزله برخلیک ښایي نور لاملونه هم ولري مګر تر ټولو خطرناک هغه یې تر ډېره  د لویدیځ تر استعمار لاندې پاتې کیدل دي او په ځینې ساحو کې د طبیعت جبر دی. کله چې وروسته پاتې نړۍ د برېتانوي، فرانسوي،.... ښکېلاک څخه تش په نامه ازادي تر لاسه کړه، د سیمې او هېوادونو په اړه کوم داسې ځانګړی پروګرام نه و چې پر مټ یې د بې برخلیکه ولسونو د برخلیک، فقر کمولو او سیاسي هویت د پیدا کولو لپاره هلې ځلې شوې وی.  لویدیځې نړۍ د اقتصادي پرمختګ او سیاسي برم د تر لاسه کولو لپاره له ډېرو پړاونو تېره شوه، د لوېدیځ صنعتي انقلاب، شین انقلاب او داسې نور هغه څه و چې له امله یې اوسمهال لویدیځ د ټیټې نړۍ اقتصادي او سیاسي برخلیک ټاکي.
په نړۍ کې د فقر د کمښت او نورو بشري موخو په اړه ځیني لویدیځ پلوه ادارې وخت نا وخت د فقر په ګرداب کې پرتو ولسونو ته داسې تاثر ورکوي چې ګویا همدا مالي ادارې دي چې فقر او نورو بشري ستونزو ته یې پام دی. هر کال د همدې ادارو له لورې په شاتو پوښل شوي شمېري او احصایې داسې څرګندوي چې ګویا نور له نړۍ د فقر ټغر په ټولیدو دی او ډېر زر به وروسته پاتې ولسونه د نورو د سیالۍ شي. مګر دا هر څه افسانوي بڼه لري، د دوی د پروګرامونو او اټکلونو برعکس زیاتیدونکی فقر په وروسته پاتې نړۍ کې د نفوس ستره برخه اوس هم ګواښي. په لاندې مقاله کې د فقر د کمښت او زیاتوالي په اړه د ارښتیني انځور وړاندې کولو هڅه کوو:
لومړی ګام:  ملګروملتونو داسې اټکل کړی و چې غربت د کمښت په اړه د (Millennium development goal) پروګرام پر مټ به تر 2015 پورې په نړۍ کې غربت تر نیمایې ډېر راکم کړي. ملګري ملتونه ادعا کوي چې یادې موخې ته له وخت مخکې رسېدلې دي. په حقیقت کې ملګرو ملتونو غربت تر دې کچې نه دی راټیټ کړی مګر یو لړ داسې تکتیکونه او بې مفهومه ریاضیکي محاسبې یې په لار اچولي چې پر مټ یې غواړي  خپل پروګرامونه کامیاب څرګند کړي. په 1994 زېږدیز کال کې په روم کې د خوراکي توکو په اړه یوه غونډه کې د نړۍ ځینې هېوادونو وپتیله چې تر 2015 پورې به د کم تغذیه وګړو شمېر له نیمایي راکموو، هغه مهال دا میکانیزم ځکه تر یو لړ نیوکو لاندې راغی چې د ځینې اقتصادپوهانو په اند، اغېزناکې اقتصادي تګلارو کولای شول دا کچه له نیمایي هم راکمه کړي. مګر ملګرو ملتونو د دې پر ځای چې دا ډول پروګرامونه نور هم پیاوړي کړي، د غولوونکو ګامونو اخېستل یې پیل کړ. د همدې پروګرام د لاسلیکولو پر مهال یې لومړنۍ دوکه دا وه چې د بېوزله وګړو د مطلق شمېر(836) د کمښت پر ځای یې د یادو وګړو د تناسب د کمښت په اړه طرحه وړاندې کړه.
له دې وروسته د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د یاد پروګرام په اړه دوه نور غولونکي وړاندیزونه وشول:  لومړی یې په هغه دریځ پښې کېښودلې چې له مخې به یې په نړۍ کې بېوزلي تر نیمایي ډېره راټیټوي، پر ځای یې داسې دریځ غوره شو چې د ټولې نړۍ پر ځای به په وروسته پاتې نړۍ کې غربت تر نیمایي ډېر راکموي. د غربت په ضد د ملګرو ملتونو دا پروګرام په 2000 کال کې پیل شوی و، دویم غولونکی ګام یې دا پورته کړ چې په فرضي ډول یې دا پروګرام له 1990 راهیسې پيل حساب کړ، د یادونې ده چې چین له نویمو کلونو راهیسې کوردننه ډېری چینایي وګړي د غربت له ټغره راپاڅولي، لوېدیځ په دې پلمه غوښتل چې بېوزلۍ سره د مبارزې په برخه کې د چین پرمختګونه هم د ځان پسې ولیکي. په دې ډول ملګروملتونو هڅه وکړه چې د خپل پروګرام په بر کې لږ وګړي راونغاړي مګر له غربت څخه د ډېرو وګړو ادعا وکړي. په همدې اساس ځینې اقتصادپوهان وایې چې په نړۍ کې غربت نه دی کم شوی. د ملګرو ملتونو اړونده ادارې هڅه کوي چې خلکو ته درواغجنې هیلې او ناسمې شمېرې وړاندې کړي.
 
دویم ګام:  د فقر کرښه د ملګرو ملتونو دویم ښکار وګرځېد. استرالیاوي اقتصادپوه Martin Ravallion د نویمو کلونو په سر کې په نړۍ کې د فقر د اندازه کولو لپاره د (ورځې یو ډالر) د فقر ټیټه کرښه وټاکله، د همدې کرښې په بنسټ ملګرو ملتونو د 2000 په کلني راپور کې کښلي و، د هغه کسانو شمېر  چې د ورځې په یو یا له یو څخه په کم ډالر خپل ژوند کوي په زیاتېدو دی،  دهمدې کرښې پر اساس، ښایې تر 2015 پورې د بېوزله کسانو شمېر څه کم دوه میلیادرو ته لوړ شي. تر دې مخکې ملګروملتونو او نړیوال بانک په نړۍ کې د فقر د کمښت لپاره د ازاد بازار او اصلاحاتو وړاندیز کړی و، که ازاد بازار غربت کمولای شوای نو اوس به د نړۍ دوه میلیارده وګړي د غربت له ټغره پورته شوی وای دا خبره ددې څرګندوي کوي چې نړیوالې مالي ادارې په کومه کچه د تناقضاتو ښکار دي. د دغه راپور د خپرېدو نه وروسته ملګروملتونو نورې مسخه شوې شمېرې جوړې کړې او په هغه کې یې داسې وښودله چې د ازاد بازار پاللو په برکت له 1981 څخه تر 2001 پورې څلور سوه میلیون وګړي د غربت له حالت وتلي دي. په 1993 نړیوال بانک او ملګروملتونو د فقر کرښه له 1.02څخه 1.08 ته لوړه کړه دا هم یو تکتیک بلل کیږي ځکه په 1993 ددې مقدار څخه د انفلاسیون اغېز وباسو نو په حقیقت کې له 1.02 څخه کمیږي دې ګام هم له نړیوال بانک سره مرسته وکړه تر څو د غربت د کمښت په اړه مثبت انځور وړاندې کړي. په 2008 کې یو ځل بیا د فقر کرښه بدله شوه، مګر  دا ځل هم د انفلاسیون له اغېز پرته په حقیقت کې د تېر په پرتله کمه وه نو ځکه ملګري ملتونه وتوانیدل نړۍ ته څرګنده کړي چې د غربت په کمښت کې بریالي روان دي مګر رښتونی وضعیت سرچپه و.
د غربت په اړه رښتونی نظر: ملګروملتونو او نړیوال بانک د پنځلسو بېوزله هېوادونو وضعیت ته په کتو د فقر اوسنۍ کرښه ټاکلې ده. که یوازې همدار کرښه موخه وګرځي نو ښایي بېوزله ولسونه تر پیړیو پورې په غربت کې پاتې شي. دا ډول کرښې په وروسته پاته هیوادونو کې د هغه حکومتي چارواکو له لورې ټاکل کیږي چې د ټولنول رښتوني اقتصادي وضعیت خبر نه وي بله مهمه خبره داده چې ملګري ملتونه په شتمنو هیوادونو کې د غربت  د کرښې په باره کې هیڅ مالومات نه ورکوي. د بیلګې په ډول، په 1990 کې په سریلانکا کې د فقر د اندازه کولو په اړه یوه سروې وشوه چې له مخې یې په سریلنکا کې پنځه دیرش سلنه وګړي بیوزله و، مګر د نړیوال بانک د راپور له مخې په همدې کال په سریلنکا کې د بیوزله وګړو کچه څلور سلنه وه له دې مالومیږي چې نړیوالې مالي ادارې غربت ته د یوې حساسې مسئلې په توګه نه ګوري.
د فقر د اندازه کولو اوسنی معیار (1.25) ډالر دا مانا ورکوي چې یو کس په امریکا کې پرې خپل ورځنی ژوند تیرولی شي مګر هغه کسان چې په امریکا کې ژوند کوي، ستونزمنه ده چې په دې اندازه پسو باندې شپه سبا کړي. په 2005 د امریکا حکومت وپتیله چې امریکایي وګړو ته د ژوند د منځنۍ کچې معیار وټاکي، د محاسبې له مخې هر امریکایي وګړی د ورځې 4.5 ډالرو ته اړتیا لري چې د یوې ورځې خوراکي اړتیاوې پوره کړي. که یو کس په امریکا کې د ورځې څلورنیم ډالرو ته اړتیا لري، د کوم اټکل له مخې د نورې وګړي باید په یونیم ډالر ژوند وکړي؟
د اقتصادپوه  Peter Edwards په اند، که ملګري ملتونه غواړي خلکو ته د نارمل ژوند کولو زمینه برابره کړي، حد اقل د فقر کرښه باید 2.5 ډالر وټاکي. مګر که فقر کرښه 2.5 ډالر وټاکل شي، له مخې به یې په نړۍ د بیوزله وګړو شمېر نور هم زیات شي ځکه ډیر خلک به د فقر دایرې ته ننوځي. که 1.5  ډالر معیار له پامه وغورځوو، نو دا څرکندیږي چې ډیر وګړي په نړۍ کې د فقر له ګواښ سره مخ دي. ځينې اقتصادپوهان وړاندیز کوي چې د فقر کرښه باید حداقل پنځه ډالر وټاکل شي که همدا معیار په نظر کې ونیسو نو نن ورځ  د نړۍ اتیا سلنه یا پنځه میلیارد وګړي د فقر په حالت کې ژوند کوي او کچه یې په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو ده.
 دا لیکنه په (همیانۍ ) ورځپاڼه کې خپره شوې ده