
پاپي سپۍ په نرم سپنج زغلي.
د ۱۹۷۳ کال د جنورۍ میاشتې په یوه داسې شپه چې سپوږمۍ روښانه کړې وه، په تېلو یوه بار را رسیدلې ټانکري بېړۍ د نیویارک د ختیځ سیند غاړې په یوه زېرمه کې خپل خورا ارزښتناک بار خالي کاوه. له دغې بېړۍ څخه د سونګ تېل هغو ټانکرونو ته پمپ کېدل چې په لنګر کې کتار ورته ولاړ وو او تیاری یې نیوو چې په را رسیدونکي سهار په لویو ښارونو کې هټیو او کورونو ته د خرڅلاو لپاره تېل ور ورسوي.
نیویارک ښار په بې ساري توګه له غیرمعمول یخ ژمي سره لاس ګرېوان و او د طبیعي ګازو د لرلو او د ګرمونکو سونګ توکو د وېشلو او وړاندې کولو په برخه کې له پراخو ستونزو سره لاس ګریوان و. ټکسکو کمپنۍ چې په سیمه کې یې په ۳ هوايي ډګرونو کې خدمات وړاندې کول وار له مخه د الوتکو د تېلو په برخه کې له ستونزو سره مخ شوې وه. هغه مسافر وړونکې جټ الوتکې چې لویدیځو سواحلو ته الوتې باید په لاره کې یې بیا تېل اخیستي وای. د تېلو کمبود د هېواد په لوېدیځ او منځني لوېدیځ کې ډېر خطرناک و. طبیعي ګاز ډېرو ښوونځیو، فابریکو، کلیساوو او دولتي ودانیو ته په ایلونای، اوهایو، انډیانا، نبراسکا، لووا او کولراډو ایالتونو کې بند شو. په ډنوور ایالت کې ښوونځي وتړل شول، ځکه چې د ټولګیو د ګرمولو لپاره د سونګ توکي نه وو موجود. چارواکي د سټپلیټون په نړیوال هوايي ډګر کې د خپلو ځانونو د ګرمولو په هڅه کې وو چې د هوايي ډګر ترمینل تود وساتي. په اوهایو کې د بلفونټین ښارګوټی چې د جګړې زړو سرتېرو ته ورکړل شوی او تل به ترې د اور شغلې ترې پورته کېدې له ډېرې مودې راهیسې دومره اضافي ګاز نه درلودل چې یو کال دوه متوسط سایز کورونه پرې تاوده کړي.
د سویاکس په ښار کې د ۵۵ ودانیو دروازې په زور وتړل شوې، لامل یې داو چې د ګرمېدو لپاره یې د سونګ ګازاو تېل نه وو موجود. سوېل هم له دغه بحران څخه په امان کې نه و. په میامي کې وضیعت نور هم تیاره و. د تکزاس پوهنتون ۳۸ زره محصلینو صنفي تدریس د اوس لپاره وځنډول شو. د مسیسیپي ایالت د چرګانو د کباب پخوونې او چرګانو د تولید صنعت له ماتې سره مخ شو او دغلته د روغتونونو او شخصي کورونو د ګرمولو لپاره هېڅ نه وو موجود. د دغه بحران له کبله د بېکارو کسانو شمېر یوازې د جاکسون په سیمه کې ۴۰ زرو ته ورسېد. په ټینیسي سیمه کې بېړیو غوښتنه وکړه چې د ممپایس سمندري هوايي اډې او د ممپایس ښاري روغتون ته د سونګ توکو د وراستولو غوښتنه وکړه.
هغه څه چې په لومړیو کې ولیدل شول یوه سیمه ییزه اړتیا وه خو د ۱۹۷۲ کال په ډسمبر او د ۱۹۷۳ کال په جنورۍ او فبرورۍ کې دغه اړتیا په ملي بېړني حالت بدله شوه. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې «که هر څوک تر اوسه پورې اسنادو ته اړتیا ولري چې د سونګ توکو د وېشلو او رسولو لپاره د دغه هیواد د جیرالډ جوړ کړی سیستم له منځه تللی ، شاوخوا ته دې وګوري.» فدرالي حکومت د سونګ توکو د کم کم (ځیره یي) وېشلو او عملي چاره عملي کړه. د سوداګرۍ بهر شوی پخوانی وزیر پیټي پیټر سن ومنله چې « موږ د ټيټ قیمت یوه ښه زمانه درلوده چې کم خطراو ډېره ګټه یې درلوده. خو پاپي سپي په نرم سفنج ځغاستل.»
هغه سختي او شدت چې د انرژۍ د بحران په توګه موږ ته په لومړۍ څپه کې معلوم شو دا و چې ددغې کیسې شروع له هغه وروسته پیل شوه چې ۲۵۰ زره ټنه امریکايي غنم د شوروي د اودیسا بندر کې په توره بحیره ور وغورځول شول او همدغو ټانکري بېړیو بېرته د امریکا ختیځو سواحلو ته د ورګرځېدو پرمهال د سونګ تېل او ګاز بار کړل. حتي نیکسون د ایران په باچا محمد رضا شاه تراندازې زیات نظامي وسایل وپلورل چې د فارس خلیج له شوروي لیوانو وژغوري او د تېلو لاره خوندي کړي . د نیکسون ادارې ومنله چې له شورویانو د سونګ تېل د بیړنۍ اړتیا د پوره کولو او د امریکایانو د کورونو د روښانولو لپاره واخلي او امریکا ته یې ولیږدوي. په مقابل کې یې سپینې ماڼۍ ومنله چې خپله ډوډۍ د روسیې په مېز کیږدي او روسي بازار ته یې له خپلو زېرمو د سب سایډي په مټ د خپلواضافي غنمو په وړاندې کولو سره امریکايي غنم د روسانو تر دسترخوانونو ورسول. پر غنمو او غلې د سونګ توکو د بدلولو چاره د ۱۹۷۲ تر ۱۹۷۳ کاله پورې تر سره شوه او موخه یې د کړکېچ د مخنیوي لپاره د خلکو د مورال لوړول و. همدغو ۲ نړیوالو قدرتونوچې خپلې سیمه ییزې زور لګونې او سیالۍ یې په خلیج کې د ایران او عرا ق په پیاوړي کولو او مخامخ کولو کې تر سره کولې دا ځل یې د غه سیالي د غلې دانې د دتبادلې له لارې یوه او بل ته ټکان ور کړ.
کله چې ولسمشر ریچارډ نیکسون د دويم ځل لپاره په سپینه ماڼۍ کې د لوړې مراسم تر سره کړل، د امریکايي ټوپکو شپېلۍ په سویلي اسیا کې را ښکته کړی شوې. په همدې میاشت کې د انرژۍ بحران هم داسې را مخې ته شو چې ویې ښوودله امریکايي اداره له دغه بحران سره د مبارزې لپاره قوي اقتصادي او جیو پولیټیک پلان نه لري او د دغه ناورین پر وړاندې ښه نه دی سمبال. هغه قوانین چې د ستر رکود لپاره تیار شوي وو تر دې مهاله یې د ګازو بیې ټیټې ساتلې وې او له کبله یې ساتنه او راوړنه کمه شوې وه. د برېښنا شبکه لا دمخه هغه مهال دړې وړې شوې وه چې د ۱۹۶۵ کال په نوامبر کې لویه شمالي برخه تیاره شوه، خو تر دې مهاله د دې شبکې د رغونې لپاره څه نه وو تر سره شوي. په واقیعت کې د امریکا د یوه پخواني ولسمشر جانسن ادارې یو کال وروسته یو داخلي رپوټ تیار کړ چې په کې دې پایلې ته رسیدلی وو« داسې برېښي چې د ټول ملت د انرژۍ منابع کافي دي او د دې پېړۍ د خلکو د رضایت وړغوښتنې په اندازه برېښنا او انرژي شته او دا یادونه په کې شوې وه چې اوسنۍ بیه دې وساتل شي.»
په ۱۹۷۰زېږدیز کال کې لاهم د امریکا متحده ایالات د نړۍ تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد و. خو په همغه کال د امریکا د تېلو د ورځني تولید کچه ۱۱عشاریه۳ میلیون بېرلو ته لوړه شوه او د انفلاسیون د ټيټې کچې، د بیکارۍ د نشتوالي او د ژوند د معیارونو د پورته تلو د دوران خوښۍ یې پای ته ورسوله. ددې لپاره چې د نیکسون اداره د انرژۍ د اړتیا یا غوښتنې او د تولید ترمنځ مخ پر زیاتېدونکی واټن ډک کړي هغه د ولسمشر ایزنهاور د دورې په اندازه د تېلو واردول پیل کړل او په دغه برخه کې یې خپل دریځ نرم کړ او وروسته یې د اپریل په میاشت کې په بشپړه توګه خپل دریځ پرانیستی وساته. د بهرنیو خامو تېلو د وارداتو کچه په ۱۹۶۷زېږدیز کال کې په ورځ کې له ۲،۲ میلیون بېرلو څخه په ۱۹۷۳زېږدیز کال کې ۶،۲ میلیون بیرلو ته لوړه شوه. دغه شمېره هغه مهال نوره هم ډېره لوړه شوه چې د کورنیو مصرفونکو د فیصدۍ کچه له ۱۹ څخه په ۱۹۶۷ کال کې شپږ کاله وروسته ۳۵ په سلو کې نوره هم لوړه شوه چې د امریکا لپاره له هره اړخه ستونزې زېږونکې مسئله وه. په ۱۹۸۰زېږدیز کال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د تېلو واردات ۴۵-۶۰ په سلو کې له ستونزمنو لارو او خنډونو څخه تر لاسه کېدل.
د یوه کم وخت لپاره امریکا د نړیوالو تېلو په مقابل کې ډېره اغېزمنه شوه او ډېره تکیه یې په بهرنیو تېلو شوه چې د کمبود په حالت کې به له سختو ستونزو سره مخ کېده. د امریکا د پام وړ یا زیات پطرول د سویلي امریکا له وینزویلا څخه را وړل کېدل، خو د نړۍ ۷۰ په سلو کې د تېلو ثابتې شوې زیرمې په منځني ختیځ کې پرتې دي، په ځانګړې توګه د فارس په خلیج کې د نړۍ د اقتصادي سټې مرکز د خلیج شاهي دولتونو لکه ایران، سعودي عربستان، کوېټ او متحده عرب اماراتو ته لیږدول کېده. د ۱۹۷۳ کال په سپټمبر میاشت کې د امریکا متحده ایالتونو ۲۸ میلیون بېرله تېل چې د امریکا د ټولو وارداتو ۲۶ په سلو کې کېدل له عربي هېوادونو تر لاسه کړي وو. شمېرې ښيي چې د تېر کال ورته مودې په پرتله له عربي شاهانو د واشنګټن د تېلو په پېر کې ۳۵ په سلو کې زیاتوالی راغلی. شیکاګو ټربیون ورځپاڼه خبر دارۍ ورکوي چې « که د چا خوښه وي که نه، په راتلونکې لسیزه کې به د امریکا متحده ایالات یا د عربو هېوادونو زیات تېل وارد کړي او یا به له اقتصادي بحران سره مخا مخ وي.» خو د انرژۍ په نړیوال مارکېټ کې د امریکايي نهنګ ور داخلېدلو په دغه برخه نوې او نورې ستونزې را پېښې کړې. ارزانه تېلو ته د امریکا تنده په ډېرې چټکۍ سره ماته شوه او د وړتیا تر کچې یې ورته لاس رسی پیدا کړ. داسې پېچلې نقطې ته د تېلو د مارکېټ کشول، چې قیمتونه مخ پورته د حرکت په حال کې شي او د تېلو مصرفونکي هېوادونه ورسره له ستونزو سره مخامخ شي .لکه چې د تېلو د برخې یوه تحلیل کونکي ډانییل یارګین روښانه کړه چې «په ۱۹۷۰م کال کې په نړیواله کچه د امریکا له متحدو ایالتونو بهر هره ورځ ایله په ایله ټول ټال ۳ میلیون بېرلو تېلو ته د لاس رسي وړتیا وه چې ډېرو زیاتو یې د منځني ختیځ د تېلو زېرمو ته سترګې نیولې وې او له همدې ځایونو یې تېل تر لاسه کول.» خو تر ۱۹۷۳زېږدیز کاله پورې «ایله ۵۰۰ زره بېرله تېل په ورځ کې په دغه شمېر ورزیات شول چې دا اندازه په نړیواله کچه د ټولو تولیدېدونکو تېلو یو په سلو کې وه.
د امریکا متحدو ایالتونو اوس له جاپان او په اروپا کې له خپلو متحدینو سره په سیالۍ بوخت وو چې د منځني ختیځ په یوه برخه کې د تېلو او ګازو ډکو زېرمو ته لاس رسی ومومي. هغه څه چې په تاریخي ډول بدل شوي دا دي چې د اخیستونکو مارکېټ اوس د خرڅونکي په دم او خوښه چلیږي. پخوا به اخیستونکي خپل فرمایشات وړاندې کول، خو اوس یې خرڅونکی شرطونه وړاندې کوي. په ۱۹۷۳ میلادي کال کې د منځني ختیځ د تېلو مارکېټ لا له وړاندې اغېزمن کړی و چې دلایل یې «یو لړ مهمې پېښې وې چې سیمه او نړۍ یې ولړزوله، لکه جګړه، د تېلو بندیزونه، ترهګرییز بریدونه، سخت اقلیمي وضیعت او د یخنۍ زیاتېدل، بېلا بېلې سیاسي تګلارې وي.
د ایران شاه په ډېرې لېوالتیا د ارامکو د تېلو د استخراج د شرکت نا امیدي، محاصره کېدل او د نیکسون د ادارې تصمیمونو ته په ځیر ځیر کتل چې د نورو لارو د موندلو په لټه کې وو. د پورته پورته غورځېدو لوبه پیل شوې وه او هرې غاړې خپل ګامونه ګزول. د ایران شاه په خپل هېواد کې د تېلو په را ویستو له بوختو لوېدیځو کمپنیو څخه په طبیعي توګه د نسبتا مناسبو شرایطو غوښتنه کوله چې د ایران د پطرولیمو ډېرې برخې د دوی په واک کې وې. هغه غوښتل چې په ایران کې د کورنیو تېلو د تولید کمپنۍ (د ایران د تېلو ملي کمپنۍ) دې په ټوله کې د ایران د تېلو په زېرمو او د را ویستنې په چارو کنټرول تر لاسه کړي او تمه یې داوه چې د تېلو د کنسورشیم د ۱۵ غړو رول په غیر فعال او د ایران د تېلو په اخیستونکو تبدیل شي. خو د شاه وخت نور پای ته رسیدلی و او ده د دغه کار لپاره ناوخته کړې وه. په واشنګټن کې سپینې ماڼۍ بلاخره تصمیم ونیو چې د انرژۍ د ملي پالیسۍ جوړولو ته اړتیا ده. د ۱۹۷۳ کال د جنورۍ په ۱۹ نېټه په سختو زشتو کلیمو کې ولسمشر نیکسون یو لیک خپل کلک متحد ته ولیکه او ټینګار یې وکړ چې په خپل وړاندیز یو ځل بیا فکر وکړي او له هغه یې وغوښتل چې « زموږ او تاسو د اوږدو اړیکو په رڼا، ستاسو په سیمه کې د ټیکاو په اړه زموږ دواړو اندېښنوته په پام سره، زما اندېښنه داده چې ستاسو د اعلی حضرت د حکومت تر ټولو وروستۍ وړاندیز لیک به په جدي ډول په ټوله سیمه اغېز وکړي او له کبله به یې زموږ په ټولو شته اړیکو منفي سیورۍ وغوړوي.»
د امریکا ولسمشر د ایران له باچا څخه وغوښتل تر څو پورې دغه وړاندیز یا عمل وځنډوي چې هغه په سویلي اسیا کې د سولې خبرې اترې پای ته رسوي او وروسته به خپل ټول پام پر دې مسئلې را ټول کړي. « په دغه مسئله کې یو اړخیز ګام پورته کول چې د دواړو خواوو قانوني ګټو سره اړخ نه لګوي کېدای شي هغو موخو ته کلک زیان ورسوي چې موږ دواړه یې په ګډه د تر سره کولو لپاره هڅې کوو.»
د ایران باچا په رښتیا سخت په غوصه و. هغه له ولسمشر نیکسون سره مرسته وکړه چې په دویم ځل ټاکنو کې بریالی شو خو د څه لپاره؟
ددې لپاره چې د یوه ګوډاکي په څېر چلند ورسره وکړي؟ سره له دې چې رضا شاه ته یې د دربار وزیر اسد علم د زغم کولو مشوره ورکړه ، خو شاه په ډېرو ترخو ټکو کې د نیکسون د لارښوونې غندنه وکړه او هغه یې د ایران په کورنیو او ملي چارو کې د امریکا لاسوهنه وبلله . . . هغه وویل چې «زه له دغه یار سره ځانګړې اړیکې غواړم، نه له دغه دوست یا دښمن څخه نورې ډېرې لارښوونې .»
د ایران شاه په همغه اونۍ کې چې ولسمشر ریچارډ نیکسون د دويم ځل لپاره د لوړې مراسم تر سره کول خورا ترخې خبرې وکړې. د جنورۍ په ۲ نېټه د سپین انقلاب د لسمې کالیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته چې ۵ زره ایراني کارګرو او بزګرانو په کې برخه درلوده د ایران شاه اعلان وکړ چې په ایران کې د تېلو په را ویستلو د بوختو کمپنیو تړونونه به نوي نه کړي چې د دغه هېواد د ۹ په سلو کې تېلو د استخراج مسئولیت لري. البته ددغو کمپنیو تړونونه په ۱۹۷۳ کال کې پای ته رسېدل. پر ځای به یې هغوی ته ۲ بېړني انتخابونه وړاندې کړي. په دې اساس دوی کولی شي چې د ۱۹۵۴زېږدیز کال د موافقتنامې د شرایطو له منلو سره سم په ایران کې خپل کار ته دوام ور کولی شي چې د هغه تړون پر بنسټ له دوی څخه غوښتل کېدل چې د خپلو تېلو تولید په ورځ کې دوه برابره، له ۴ میلیون بېرلو څخه ۸ میلیون بېرلو ته لوړ کړي او په ارزانه بیه یې په بازار کې نشي پلورلی. د تېلو د کمپنیو کنسورشیم د دې پر ځای د شاه دویم وړاندیز یا انتخاب ته زړه ښه کړ: دوی ومنله چې د ایران د تېلو ملي کمپنۍ ته په دې شرط له دوی سره د ګډ کار کولو اجازه ورکوي چې د ایران دولت به له دوی سره د ۲۰ کلونو لپاره د ایران د تېلو د زېرمو د لاس رسي په اړه مناسب تړون لاسلیکوي چې دوی تولیدېدونکي خام ایراني تېل په نړیوال مارکېټ کې په خپله خوښه وپلوري.
د ایران د شاه دا پرېکړه چې د تېلو د کنسورشیم د فعالیتونو کنټرول تر لاسه کړي په ملي کچه د شاه لپاره ډېره ګټه وکړه او پرهغه یې د خپلو خلکو باورلوړ کړ. د ایران حکومت د راتلونکو ۵ کلونو لپاره د ۳۲نیم میلیارد ډالرو په ارزښت یو پراخ اقتصادي پرمختیايي پلان مطالعه کاوه چې د مارچ په ۲۱ نېټه د ایران د نوي کال په ورځ یې اغېز ته په تمه وو. د دغه پلان موخه دا وه چې د هېواد د اقتصادي ودې کچه لوړه شي چې د تمې سره سم په کلني ډول په لومړي کال کې۱۱عشاریه۴ په سلو کې او همداسې په ټولو پنځو کلونو کې نوره هم زیاته شي. یو ځل بیا د ایران شاه ثابته کړه چې د ده تر لاس لاندې د اقتصادي پلانونو عملي کېدل د تېلو د عایداتو له لوړولو پرته امکان نه لري او د ده خزانه یې ځواب نه شي ویلی. کله چې شاه د تېلو لویو غاړو ته د دې اجازه ورکړه چې د ایران تېلو ته پراخ لاس رسی ولري، شاه د ایران اقتصاد ته بل نا معلومه برابري ورکړه چې عواید یې کم؛ خو د اقتصادي پلان لګښت یې ډېر و. د تېلو کمپنیو ونه غوښتل چې دایران تېل واخلي. کېدای شي لامل یې د تېلو په مارکېټ کې راغلی بدلون وي چې دوی د خپل خرید فرمایشات بدل کړل چې په خپل وار سره کېدای شي دا کار په دې مانا شوی وي چې د ایران شاه دغه تېل ونه شي پلورلی او پر هغه دغه تېل وربار یا تاوان شي.
په واقیعت کې د نیکسون لیک شاه په غوسه کړ او د هغه اعصاب یې نور هم ورګډ وډ کړل. د وېتنام د جګړې په درشل کې د امریکا متحده ایالتونه داسې ښکارېدل چې د زور په مټ د ګواښ د له منځه وړلو وړتیا یې له لاسه ور کړې. خو تر اوسه پورې دا پوښتنه پر خپل ځای پاتې ده چې « د ایران شاه تر کومې کچې پورې کولی شوای له کرښې په ور تېرېدو سره خپل یو متحد باندې فشار راوړلی شي؟ د نیکسون دوکتورین یا سیاسي اوږدمهالې تګلارې ډېر نور جرات هم ورکړ چې په دې اړه خپل مانور اجرا کړي، خو د دې احتمال امکان یې هم زیات کړ چې هغه په کوردننه او یا بهر خپل اغېز نور هم پراخ کړي. هغه لادمخه داسې حرکتونه کړي وو چې خپل ګاونډی عراق یې تحریکاوو. د اسدالله علم د خاطراتو کتاب وايي چې د ایران شاه هېڅکله هم په ولسمشر نیکسون او کیسنجر پوره باور نه درلود. ځکه هغه پوهېده چې دوی د ایران یو ګاونډی پاکستان چې د امریکا کلک ملګری او متحد وو پرېښود چې دهندي مشر ګانډي لخوا دوه ټوټې شي. دوی دارنګه پر خپل بل ملګري او د سویلې وېتنام په ولسمشر فشار راوړ چې د سولې داسې یو تړون لاسلیک کړي چې د ځان وژنې د سند مانا یې لرله. شاه دارنګه په مراکش کې د ولسمشر نیکسون لاس لرل هم لېدل چې باچا حسن په ظاهره د کودتا له څو د سیسو ژوندی پاته شوی. د ولسمشر دایمس خونړۍ پای هېڅکله هم د هغه له خاطرې نه وه وتلې. «خو که دا امریکایان وي چې تور پرې ولګول شي، ولې هغوی زما د خپلواکۍ مخنیوی کوي؟»
پهلوان باید خپل ځانته متوجه وي یا ځانته پام وکړي. د همدغو ۱۲ میاشتو په دوران کې چې د ایران باچا د ایران د تېلو درایستنې کنټرول خپل کړ ولسمشر نیکسون ومنله چې په تهران کې د ټولو هغو پرمختللو وسلو په پلور بندیز لګیدلی پرېښود. «د ایران لخوا د تېلو د اخیستو وړاندیز په ۱۹۷۲ کال کې له ۵۰۰ میلیون ډالرو څخه د یوه کال په دننه کې ۲نیم میلیارد ډالرو ته پورته شو. شاه په داسې لاره روان و چې ځان یې مطلق العنان مشر جوړاوه، تر څو هېڅوک ترې د هېڅ شي پوښتنه ونشي کړی.
هغه ځینې شیان د برخلیک د اړتیا په اړه ویلي چې نوی نومول شوی سفیر ریچارډ هلمز د فبرورۍ په ۱۴نېټه د چهار شنبې په ورځ له غرمې مخکې په ۱۱بجو او۱۶دقیقو ولسمشر نیکسون لیدلی چې اوس هغه د ساعتونو سړی و او تاریخ بېرته را ګرځېدلی و. د نوي کال یوه بهتري دا وه چې د ښاغلي هلمس ټاکنې ته په دې سترګه کتل کېدل چې یوه ډېره ځیرکه ستراتیژي د ولسمشر لخوا تر لاسه لاندې ده. د تېلو د امریکايي شرکت ارامکو پر ضد د سعودي دولت د ګامونو پورته کول، د ژمي پرمهال د سونګ توکو کمښت، د تېلو د کمپنیو پر کنسورشیم د ایران د باچا برید، د تېلو د نړیوال مارکېټ سخت وضیعت او د خامو تېلو لوړو بیو یوه او بل ته لاسونه سره ورکړل او په لوېدیځ کې یې د کړکیچن وضیعت د پراخولو او د اندېښنو زیاتېدو ته لاره هواره کړه. خو ایا داسې څوک شته چې د سي. ای. اې له دغه پخواني مشر ریچارډ هلمس څخه دا بهتري ولري چې له امریکايي ادارې سره مرسته وکړي چې داسې یو پلان برابر کړي چې ازادې نړۍ ته د خوندي تېلو اصلي لاره خوندي کړي ؟ هلمس ولسمشر نیکسون ته د هغه د سفر د پلان او الوتکې په اړه په داسې مهال هغه ته معلومات ورکړل چې یوازې د ولسمشرخاص یاداښت لیکونکي جنرال برینټ سکوکرافټ ورسره و. هلمس وویل« له جان کونالي او د برېتانیې له حکومت سره د تېلو د سوداګرۍ په اندېښنو، تېلو او په فارس خلیج کې د سیمه ییز امنیت په اړه وغږېدم.» شاه د مارچ تر۱۵ نېټې پورې په سیټ موریټز کې و. په تهران کې د سفیر په توګه ښاغلي هلمز مخکې له دې چې د ایران باچا ښار خوشی او د ایران د نوي کال په جشن کې د ګډون لپاره کېش ته وخوځیږي هغه شاه ته خپل اعتبار لیک وړاندې کړ. نیکسون خپل نوي استازي ته لارښوونه وکړه چې «خپل ټول پام په منځني ختیځ او د امریکا د تېلو د لارو په خوندي کولو را ټول کړي». نیکسون ، هلمس ته وویل « زه له تاسو غواړم چې نه یوازې د سي. ای. اې په پخواني بګرونډ یا شالید فکر وکړې، دا مهمه موضوع ده ، خو په مجموع کې خپل ډېر پام د تېلو په ستونزو را ټول کړه.» اوس پوښتنه دا ده چې ایا د امریکا متحده ایالات به وکولای شي د حکومتونو ترمنځ له یوه تړون پرته به په کافي اندازه خپلې ملي ګټې په سیمه او ایران کې خوندي کړی شي؟ نیکسون خپله لارښوونه بیا تکرار کړه«د تېلو ستونزو ته کلک پام ولره.» هغه څه چې نیکسون د هلمس لپاره په فکر کې درلودل داو چې خپله دنده داسې تر سره کړي چې د سفیر تر کړنو ور هاخوا باید یو لړ چارې مخته یوسي. هغه له هلمز نه وغوښتل چې په فارس خلیج او لویدیځه اسیا کې د پاکستان په ګډون د پوره واک لرونکي او د هغه د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړي .
د هلمز دنده داوه چې له محمد رضا شاه پهلوي سره مرسته وکړي چې د یوه داسې ستراتیژیست په توګه را مخې ته شي چې تهران د سیمې نوی مرکزي لوبغاړی او پلازمېنه شي. هلمز وروسته په ډاګه کړه « هغه ته لارښونه شوې وه چې په سیمه کې د نیکسون د سترګو او غوږونو په توګه دنده تر سره کړي. یو حقیقت دا و چې کله زه تهران ته ولاړم ماته ولسمشر نیکسون په شفاهي ډول وویل چې هغه غواړي زه د ټول فارس خلیج په سیمه نظر ولرم. . . . ولسمشر نیکسون له ما څخه د فارس خلیج د روانو سیاسي او نظامي پرمختیاوو او روان وضیعت په اړه زما د نظر منظم رپوټ غوښت چې زه څه فکر کوم.»
په ۱۱او۴۰ دقیقو ولسمشر نیکسون له خپل خاص یاداښت لیکونکي سکووکرافټ څخه وغوښتل چې له خونې بهر شي او هغه غواړي چې له ښاغلي هلمز سره یوازې خبرې اترې وکړي. خو د دغه ۱۲ دقیقییزو خبرو اترو کوم ثبت یا لیکلی ډول نه شته چې دوی پر څه بحث وکړ. خو کېدای شي دوی دواړو پر هغو مسئلو او پېښوخبرې کړې وي چې ۷ ورځې مخکې په کپیټول هیل ماڼۍ کې د سفیر کېدو د تایید په توګه د ښاغلی هلمز د خفګان لامل شوی وو .
په یوه غیر معمول حر کت کې ، سناتورانو د تړلو دروازو تر شاه د استماعیه غونډې د رابللو پریکړه وکړه او هغه ته یې په خپل مذهبي کتاب قسم ور کړ او له هغه څخه یې د واټر ګیټ په مسله کې د هغه د معلوماتو او ښکیلتیا ، په کوردننه د امریکایانو د لپاره د سي ای اې د خدمتونو او د چیلي هیواد د کودتا په پلان کې د سي ای اې د ښکیلتیا د ادعاوو د رپوټونو د سموالي او نا سموالي په اړه اختنې پوښتنې(استنطاق) و کړ.هلمز د ډیرو مسلو جزییاتو ته د ور دننه کېدو او د سناتورانو د پوښتنو سختۍ او پیچلتیا هک حیران کړ. هغه هرڅه رد کړل او ځان یې سپین وباله .
تر دې وروسته هلمز له ښاغلي هلډمن سره د سپینې ماڼۍ په حویلۍ کې مخامخ شو. هلمزترې وپوښتل:«د څو اونیو لپاره زما د بهر کولو د ځنډیدو له مسلې سره څه وشول؟)
هلډ من ځواب ور کړ:«اوه ، زه فکر کوم موږ له یاده وویستل.»
هلمس وویل:«د هغه پر مخ ډیره کمه موسکا ښکاریده.»