
ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې په جوزجان کې د « کلفت» په نوم بندر یو ځل بیا فعال شي، چې په دې توګه به د نفتي توکو او تېلو واردات زیات او بیې به یې راټیټې شي.
دغه بندر چې د هېواد له لرغونو بندرونو شمېرل کېږي، په قرقین ولسوالۍ کې موقعیت لري او افغانستان د اوبو له لارې له ترکمنستان سره نښلوي.
د جوزجان مرستیال والي عبدالرحمن محمودي وايي وړاندې تر دې چې په بلخ کې د حیرتانو بندر په ۱۹۶۰ زېږدیز کال کې جوړ شي، کلفت مهم بندر و چې افغانستان او ترکمنستان یې سره نښلول او له دې لارې یې سوداګریزې راکړې ورکړې کولې.
دی وايي د حیرتانو بندر له فعالېدو وروسته د کلفت فعالیت کم شو؛ خو لا هم د دغه بندر له لارې راکړه ورکړ کېده ولې د طالبانو د ریژیم په راتګ سره په بشپړ ډول وتړل شو.
د جوزجان د والي مرستیال ویلي چې دغه بندر یو ځل بیا فعالېږي او لومړني کارونه یې لکه ګدامونه او د نفتي توکو د ساتنې لپاره د ځایونو جوړولو کارونه پیل شوي دي.
دی وايي د دغه بندر په فعالېدو سره به یو ځل بیا په جوزجان کې سوداګري رونق پیدا کړي.
محمودي ویلي چې د جوزجان او ترکمنستان ترمنځ د موټرو د تګ راتګ لپاره به یو پل هم جوړ شي.
اوسمهال پر امو سیند یو نری پل تړل شوی چې د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد وړتیا نه لري او توکي د کښتیو په وسیله لېږدول کېږي.
د جوزجان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال انجنير الله بردى سُرخي وايي د کلفت بندر په ۱۳۱۳ زېږدیز کال کې په رسمي ډول د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پرانیستل شوی.
دی وايي چې هغه مهال به د دغه بندر له لارې له ترکمنستان څخه افغانستان ته تېل خاک چې هغه وخت ډېر کارېدل واردېدل او له دې لوري پخته دانې، پخته، شریرین بویه او د قرقل پوستکي صادرېدل.
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې ده وویل: « د حیرتان بندر له لارې واردېدونکي نفتي توکي په لوړه بیه تمامېږي، خو د کلفت بندر په فعالېدو سره دغه توکي نېغه په نېغه جوزجان ته راځي چې دغه بدلون د نفتي توکو په بیو کې د پام وړ کموالی راوستلی شي.»
انجنیر سُرخي ویلي چې د کلفت بندر په فعالېدو سره به افغانستان ته خوراکي توکي هم وراد شي او له دې لوري به پنبه دانه، د قرقل پوستکي او مېوې صادرې شي.
دی وايي د دغه بندر په فعالېدو سره سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابرېږي او د شمالي ولایتونو د خلکو له اقتصاد سره ډېره مرسته کولی شي.
د نفتي توکو د تصدۍ مشر انجنیر فریدالله شیرزی وايي د دغه بندر د جوړېدو تړون د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او د ترکمنستان ترمنځ لاسلیک شوی دی.
شېرزي د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د دغه ګام ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دغه بندر به په نږدې راتلونکي کې پرانیستل شي.
دا لیکنه په (همیانۍ ) ورځپاڼه کې خپره شوې ده.