
تر تکنالوژۍ، طبیعي زېرمو او تجملي توکو وروسته د دارو درملو تولید او کاروبار د پیسو پیدا کولو ستره سرچینه ده. تاسې تر دې وړاندې هم د ځینو داسې کسان ژوند لیکونه لوستي چې له همدې برخې میلیاردران شوي دي. کاناډایی بېرنارد شېرمن چې په باري شېرمن مشهور دی یو له هغو کسانو دی چې د دارو درملو له کاروباره یې تر څلور میلیارده ډالره ډېرې پیسې پیدا کړې دي.
نوموړی په ۱۹۴۲ زېږدیز کال په کاناډا کې زېږېدلی دی. د خپلې استوګنې په سیمه کې تر لومړنیو زده کړو وروسته د تورنتو پوهنتون ته بریالی شوی دی. شېرمن د ۱۶ کلنو و چې دغه پوهنتون ته بریالی شو. دی په هغه وخت کې د یاد پوهنتون تر ټولو کشر محصل بلل کېده.
په پوهنتون کې د زده کړو پر مهال ډېر فعال و او له همدې کبله یې له پوهنتون څخه د فراغت پر مهال د ګورنر جنرال په نوم یو اېوارډ هم ترلاسه کړ.
شېرمن د تورنتو په پوهنتون کې د ساینس پوهنځي تر لوستلو وروسته د ماسوچوسېټ د تکالوژۍ له انسټېټیوت څخه دکتورا ترلاسه کړې ده.
دی لا په پوهنتون کې محصل و چې له خپل تره سره به یې چې د درمل جوړولو کمپنۍ یې لرله کار کاوه. ځینې وختونه به یې چې تره پر سفر و د کمپنۍ چارې به ده سمبالولې او دغه کار د نوموړي لپاره د کاروبار او سوداګرۍ په برخه کې د تجربې لامل شو.
ده هم د دکتورا تر بشپړاوي وروسته د درملو کاروبار پیل کړ. په لومړي سر کې له ده سره یوازې دوو کسانو کار کاوه. وروسته یې کاروبار پراختیا وموندله او د اېمپایر لابراتوریز په نوم د خپل تره کمپنۍ یې وپلورله. شېرمن په ۱۹۷۰ کلونو کې د خپل یوه امریکايي ملګري په مرسته په نیویارک کې د باري لابراتوار په نوم پر یوه بنسټ پانګونه وکړه. ده وروسته خپل کاروبار نور هم پراخ کړ تر دې چې له دوو کارکوونکو سره په ګډه پیل کړی کار یې اوس د اپټکس په نوم پر یوه ستره کمپنۍ بدل شوی دی.
دا کمپنۍ اوسمهال په کاناډا کې د عمومي درملو د تولید تر ټولو ستره کمپنۍ ګڼل کېږي چې د کلني پلور کچه یې یو میلیارد ډالرو ته رسېږي. اپټکس ۳۰۰ ډوله درمل تولیدوي او خپل تولیدات د نړۍ ۱۱۵ هېوادونو ته صادروي. له دې کمپنۍ سره چې له دوو کسانو یې کار پیل کړی و اوس مهال شپږ نیم زره کسان پر دندو بوخت دي. کمپنۍ د شمالي امریکا په عدلي بنسټونو کې د قوانینو د نه مراعت له کبله ځینې دوسیې هم لري. دغه راز په ۲۰۰۷ کال کې د شېرمن د تره زوی هم په کمپنۍ کې د ونډو له کبله پر ده دعوه کړې وه.
فوربس مجله وايي چې باري شېرمن اوسمهال څلور اعشاریه یو میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۷۲ ام او په خپل هېواد کاناډا کې اتمه ستر شتمن دی. ده واده کړی، څلور بچیان لري او تورنتو ښار کې ژوند کوي.