په نړۍ کې لس غوره پوهنتونونه

په نړۍ کې لس غوره پوهنتونونه
"Huffington Post"ورځپاڼې نن په خپلې ویبپاڼه کې دنړۍ دسلو غوره پوهنتونونو لړلیک خپور کړ  موږ یې لس غوره هغه ستاسې لپاره دلته  خپروو ، ورځپاڼې دغوره والي لپاره معیار دا ټاکلی ،چې دهر یو پوهنتون څومره فارغینو نوبل جایزه ګټلې او په عملي څیړنو کې یې ونډه څومره ده؟  د هغې ورځې په هیله او ارمان ،چې زموږ هېواد هم  دنړۍ سلو پوهنتونو لړلیک کې راشي .
۱- هارورډ : 

دا پوهنتون په 1636 ز کې رامنځته شوی دی ، تر اوسه ترې 62  ملیونران فارغ شوي دي ، دګردو فارغینو له ډلې څخه یې 150 تنو نوبل جایزه تر لاسه کړې ده.
۲- سټانفورډ پوهنتون 

دا یو له هغو پوهنتونو څخه دی ،چې دخپلو شاګردانو په  غوراوي او ټاکنه کې له ډېرې سختې کار اخلي ، په 1891 ز کې دامریکا په کالفورینا کې رامنځته شوې دی  ، داسې باور دی،چې انټرنیت هم په دې پوهنتون کې اختراع شوی دی .
۳-  MIT انسټیټوټ 

یاد انسټیټوټ په 1865 زکې جوړ شوی دی ، دا په ګرده نړۍ کې  له مهمو هغو دی ، یو شمېر مهم او دپاموړ اختراعات همدلته شوي دي لکه رادار ، کمپیوټر.
۴- کالیفورنیا پوهنتون : 

دا پوهنتون په  1868 ز کې په امریکا کې رامنځته شوی دی، دنړۍ مشهور سوداګر او پانګوال ورڅخه فارغ شوي دي  دفارغینو له ډلې څخه یې تر اوسه 72 نوبل جایزه ترلاسه کړې ده.
۵- کمبرج پوهنتون 

دا دانګلستان له مشهورو او لرغونو پوهنتون څخه یو دی ، په 1209 ز کې رامنځته شوی دی ، دنړۍ په کچه  درېیم  پخوانی پوهنتون دی ، دیاد پوهنتون 90  فارغینو نوبل جایزه تر لاسه کړې ده.
۶- پرینسټون پوهنتون 

یاد پوهنتون په 1746 ز کې دامریکا په نیوجرسي ایالت کې رامنځته شوی دی، 37 فارغینو یې نوبل جایزه تر لاسه کړې ده،  دمحصلینو او شاګردانو دشمېر له مخې دا تر ټولو بډایه امریکايي پوهنتون دی.
۷- دکلیفورنیا دټیکنالوژۍ انسټیټوټ : 

دا انسټیټوټ په 1891 ز کې جوړ شوی دی ، تر اوسه ترې 33 نوبل جایزې ګتونکي فارغ شوي دي، تر اوسه  دناسا دلابراتوارونو دڅار دنده ورترغاړې ده.
۸- کولمبیا پوهنتون :

کولمبیا پوهنتون په 1754 ز دامریکا په نیویارک ښار کې رامنځته شوی دی، تراوسه ترې 101 نوبل ګټونکي فارغ شوي دي ، یاد پوهنتون هر کال  په موسیقۍ ، ادب  او څیړنیز ژورنالیزم کې دپولیټرز مشهوره جایزه ورکوي.
۹-  شیکاګو پوهنتون 

شیکاګو پوهنتون په 1890 ز کې رامنځته شوی دی، په ټولنپوهنه، حقوق او اقتصاد کې  یې ونډه دپاموړ ګڼل کیږي  دا پوهنتون  دنړۍ په کچه  او له تاریخي پلوه لومړنی هغه دی،چې  لومړنی اتومي لابراتور په کې جوړ شوی دی.
۱۰-  اکسفورډ پوهنتون 

اکسفورډ پوهنتون په  یولسمه پیړۍ کې رامنځته شوی دی دا په نړۍ کې  له لرغونی پوهنتون دی ، تر اوسه ترې 58 نوبل جایزې ګټونکي او دانګلستان 26 لومړي وزیران فارغ شوي دي، پردې سربېره دنړۍ یو شمېر  مشران او سیاسي رهبرانو هم دلته خپلې زده کړې بشپړې کړې دي.