
هغه کس چې د هرڅه په اړه زیات پوهېده
د ۱۹۷۲ کال په نومبر کې د نیکسون له بیا ټاکل کېدو وروسته هغه د خپلې کابینې له ټولو مامورینواو د ولسمشرۍ له کارونکو وغوښتل چې استعفا ورکړي. ولسمشر پلان لاره چې په دې کار سره په واشنګټن کې ادارې ته یو کلک ټکان ورکړي اوټولې دولتي ادارې او موسسې دده غوښتنو ته سر ټیټ کړي. د سي. ای. اې « CIA» مشر ریچارډ هلمس د ولسمشر په دغه لارښوود سترګې پټې کړې او داسې اشارې یې ور کړې چې باید د سي. ای. اې « CIA» او اېف. بي. ای FBI مشران باید د اداري بدلونونو پرمهال په خپلو پوستونو پاتې شي او د ولسمشر لارښوود یې وننګاوه، داسې یې په ډاګه کړه چې دغه ډول بدلون نه شي عملي کېدای. دهلمس دغه ډول مخالفت دقانون دعملي کولوپه تړاو د ولسمشر د تصمیم ښکاره نه تحمل کېدونکی سپکاوی وبلل شو.
نیکسون د نوامبر په ۲۰ نېټه اعتصاب وکړ.هغه د سي. ای. اې مشر کمپ ډیویډ ته وروغوښت چې د ولسمشر د استراحت ځای و. هلمس وايي چېکله چې هغه کمپ ډیویډ ته ور ورسېد نو ولسمشر له یوه کوچني کوچ څخه راجګ شو، موږ یوه اوبل ته لاسونه ورکړل او ښه مو سره وښورول او بیا زه په څوکۍ کښیناستم،دتل په څېرباب هلډمن د ولسمشر چپې خواته ناست وو. وروسته له ډېرو بې ربطو او ګډو وډو خبرو اونظرونو ښاغلي نیکسون ما ته وویل چې هغه فکر کوي په سي. ای. اې کې باید نوې وینه ورغړي. اوس ددې وخت دی چې یو لړشخصي بدلونونه په کې راوړو.
ریچارډ هلمس د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې د مشر په توګه فقط سوځېده نوریې څه نشوای کولی. نیکسون هېڅکله د سي. ای. اې او ددې ادارې دمشر له خوا ځپل شوی سپکاوی نه شو پټولی. د اشرافو د کورنۍ دغه ډیسکو ځواند همدې خپلې ادارې د مشر نیکسون سیاسي مشروعیت ته غاړه نه کېښوده. نیکسون غوښتل چې د سي. ای. اې دغه دبدبه له منځه یوسي او داخلي خودمختاري یې ماته کړي.(هلمس بلاخره له کمپ ډیویډ څخه رخصت شو.)نیکسون له ټاکنو څو اونۍ مخکې خپلې ادارې ته ټکان ورکړ او د ښامارانو له چنګال څخه ازاد شواو۴۰ په سلو کې کار کونکي یې کم کړل. خو دا معلومات بې ارزښته ښکاري. د سي. ای. اې په اړه د ښاغلي نیکسون ټیټ نظر د۱۹۶۰ م کال په ټاکنو کې جان اف کینډي ته د ټاکنو د بایللو پرمهال د هغه دزړه ماتېدو ته ور ګرځي. هغه تراوسه د استخبارتو پخوانی مشر الن ډولس تورنوي چې د هغو استخباراتي معلوماتو په خپرولو سره یې د کینډي د ټاکنو تله درنده کړه چې په کې دعوا شوې وه چې شوروي اتحاد له امریکا څخه د توغندیو په تولید کې مخکې شوی. نیکسون هېڅکله د خپلو تورونو د پیاوړتیا لپاره سند وړاندې نه شو کړی، خو د استخباراتو له ادارې څخه د هغه کرکه روښانه وه . په بله مانا بې احترامي دوه اړخیزه وه.
د نیکسون د چال چلند ښه توضیح دادهچې په ځینو مواردو کې به داسې برېښیده چې هغهپه پټو سترګو قضاوت کوي. هلمس وروسته د پام وړ مسایل وړاندې کړل.هلمس د چپیانو په وړاندې په کوردننه او بهرد نیکسون په جګړه کې ښه پلی سر تېری وو. هغه د خپلې ادارې د متحد ساتلو په مسئله کې فعال و او کلهچې هغه سي. ای. اې د کورنیوجګړو ضدلاریون کونکوپرضد کړنو کې خپلواکه کړه نو قانون ماتونکي یې مهار کړل. هغه ددې مخالف نه وچې خپلو خلکو او کار کونکو ته دروغ ووايي.تر ننه پورې د واټر ګیټ د غلا او ددې مسئلې د پوښښ په اړه کافي او قناعت وړ معلومات ور نکړل شول. سناتور هاورډ بکر وايي« نیکسون او هلمس یو پربل ډېر لګېدل او یوه هم په ارامه له بل څخه نفس ونه کیښ».
یوځل چې نیکسون خپله وینا پای ته ورسوله ، هلمس اشاره وکړه چې د ادارې د قانون له مخې هغه لا دمخه مجبوره وچې په څلورو میاشتو کې د خپلې څلویښتمې کلیزې د را رسېدو په در شل کې استعفا ورکړي. هغه وپوښتل چې ایا کېدای شي چې ترهغه وروسته هم په خپله دنده پاتې شي. د نیکسون غبرګون ته کېدای شي هلمز دا ووايي چې ولسمشر د استخباراتو د ادارې د تګلارو په اړه حیران شو او هغه څه چې ما فکر کاوه دا زما دعمر تر ټولو نادره کیسه وه. نیکسون یوه داسې کس ته اور ورته کړ چې د تقاعد او د خپلې تقاعدۍ د اخیستو په لټه کې و.
دغه تېروتنه هغه مهال را منځ ته شوه چې ښاغلي هلمس د ولسمشر هغه اشاره سمه کړه چې هغه ګنې دسیا سي تړاوونو له کبله ګمارل شوی شخص و نه د مسلکي استخباراتي مامور په توګه چې دېرش کاله یې خپل هېواد ته خدمت تر سره کړى. دنیکسون له نظره هغه داسې یو څوک وچې د خپلې ارزونې پر بنسټ ښه قصاب نه و، له همدې کبله یې خپل اعصاب له لاسه ورکړل او دنده یې خوشې کړه. کله چې له هغه لاره ورکه شوه هغه ومنله چې هلمس دې د مارچ تر میاشتې پورې په خپله دنده پاتې شي. هغه دارنګه تصمیم ونیو چې اړتیا ویني چې هلمس د یوې مودې لپاه له هېواده بهر دنده تر سره کړي او یا بهر ته ولاړ شي. د سي. ای. اې د مشر مېرمنې سنتایا وروسته ددې مسئلې په اړه داسې توضیحات ورکړل:«نا ببره، دغه نوی نظر را پیدا شو، ډیک تر دې دمخه هېڅکله د ولسمشر نظر نه وو ارزولی.»
نیکسون پوښتنه وکړه « ایا غواړې چې د سفیر په توګه دنده تر سره کړې؟»
ډیک ورته وویل چې «هغه به په دې اړه فکر وکړي.»
نیکسون پوښتنه وکړه«که وغواړې چې د سفیر په توګه په یوه هېواد کې دنده تر سره کړې، نو چېرې غواړې ولاړ شې؟»
د نیکسوندغه نظر ډېر تود برېښېده.
ولسمشر سمدلاسه ورته وویل چې « د ماسکو په اړه څه نظر لرې؟»
هلمس د ماسکو د سخت ژمي او له شوروي اتحاد سره د سړو اړیکو په اړه خوشبینه نه و. دغه نظر چې د سي. ای. اې مشر دې په شوروي اتحاد کې د واشنګټن د ګټو استازیتوب وکړي ښووله چې ولسمشر د خپل دغه وړاندیز په اړه څومره کم فکر کړی واو له دغه ډول حساسو مسئلوسره هغه څومره ساده چلند کاوه. خو ډیک ور ته وویل:« زه نه پوهیږم چې د سفیر په توګه ماسکو ته زما په استولو سره به شوروي اتحاد څه ډول فکر وکړي.»
ولسمشر نیکسون سملاسي ومنله او ویې ویل «دا ډېرښه نظردی، خو دکوم بل هېواد په اړه څه فکر کوې؟»
هلمس په ځواب کې ورته وویل«تهران کېدای شي ترټولو د منلو وړانتخاب وي، خو زه ډاډه نه یم ، ولې دا وایم چې اوس ددغه وخت دی چې حکومت خوشي کړم او یو نوی کار پیل کړم.»
نیکسون وویل:« ایران زما په باور هم مناسب ځای دی او خوند به وکړي. زه په ایران کې د سفیر فرلنډ لپاره هم یو څه په ذهن کې لرم.»
نیکسون تصمیم ونیو چې هلمس ته له امریکا بهر یو ډیپلوماټیک پوست پیشنهاد کړياو داسې تصور یې کاوه چې کېدای شي په دغه ډول به یې د هغه د رخصتولو په تړاو خپل خام تصمیم جبران کړی وي، خو په حقیقت کې دا هم چالاکه تاکتیکي حرکت وو. هلمس د تېلو د کمپنیو سره نږدې پاتې شوی کس و چې د هغوی په اړه په ډېر څه پوهېده. د واټر ګیټ درسوايۍ دوام نور بیخي جوش کاوه. ولسمشر په دې پوهېده چې د جون په میاشت کې له هلمس څخه د هغه دمکسیکو د پیسو وینځلو د قضیې په اړه د اېف. بي. ای د پلټنو د درېدو په تړاو غوښتنه به دوی دواړه جنايي پلټنو سره مخ کړي. نو ښه داده چې هلمس په خپله خوا کې د خلکو له نظره ګوښه له ځانه سره ولرې، نه داچې هغه له خپلو هغو پټو معلوماتو سره له لاسه ورکړې چې له هغه سره دي.
هلس همغه ماښام خپلې مېرمنې ته وویل چې هغه په اروپا کې د سفارت د پر مخ بېولو پر ځای تهران غوره کړځکه چې (ایران داسې یو ځای دی چې هلته د ختیځ او لوېدیځ دواړو اغېز او ګټې شته دي. د لوېدیځ لپاره تېلو ته د اړتیا زیاتېدل او د شاه لپاره دا اړتیا چې د خپل هېواد دعصري کولو پلانونه یې عملي کول غوښتل، زما په فکر دا ډېره ننګونې مسئله وه چې په داسې مهمو حالاتو کې په تهران کې دنده ولرم.)ایران د داسې یوه کس لپاره د کار کولو ډېر ښکاره او مناسب ځای وچې کاري شالید، ملي ګټو او تجربې یې هم ددغه اړتیا غږکاوه چې په تهران کې دې دنده ورکړل شي، چې په دې سره د اجکس د عملیاتو بېرته فعالیدل هم شوني وو. د شاه تر مشرۍ لاندې ایران د لوېدیځې اسیا په ثبات او د فارس له خلیج څخه د امریکا د تېلو د وړلو د کرښې په خوندي ساتلوکې ډېرمهم اوخطرناک رول لوباوه. پر همدې اساس په سیمه کې د سي. ای. اې د پام وړ لېوالتیا او د پټ کارځایونه موجود وچې د عراقي کردیانو عملیاتو ته پام کول هم په کې را تلل.
په تهران کې د کار له پیل سره سم، هلمس په منځني ختیځ کې د تېلو د جګړې په لومړۍ کرښه تسلط در لود. ددې په خواکې شاه په نړۍ کې یوله هغوڅو دولتي مشرانو څخه ووچې د امریکا د جاسوسۍ د سترې او نوم بدې ادارې سي. ای. اې د پخواني مشرنوي کوربتوب ته خوښ وو. نوی سیاسي او ډیپلوماټیک ماموریت د هلمز لپاره په تهران کې ډېرمهم واوهغه ورته پراخ تیاری نیوو. سنتیا هلمس وویل: (ما او ډیک د ساعتونو ساعتونو لپاره له یوه او بل سره خبرې اترې وکړې.) نیکسون هم اړتیا درلوده چې قناعت یې حاصل شي. له هغه څو ورځې وروسته چې هالډمن ښاغلي هلمز ته تېلیفون وکړ چې د ولسمشرپه مهربانۍ سره تاسو پاس شوی. ښاغلي هالډمن وویل« ولسمشر ستاسو په اړه مثبت نظر لري او په رښتیا غواړي چې تاسو تهران ته د دندې لپاره ولاړ شئ.»
هنري کیسنجر په دغه برخه کې په هېڅ نه پوهېده. نیکسون لاهم تر دې مهاله په کیسنجر باندې په غوصه وو چې ولې یې د وېتنام د سولې د مسئلې او تړون په اړه وار له مخه خبرې اترې وکړې، او په تیره میاشت کې یې په ډاګه کړه چې « د سولې تړون تر لاسه لاندې دی». په داسې حال کې چې د سولې تړون د عملي کیدو په درشل کې وو، نیکسون یو ځل بیا په کیسنجر تور ولګاوو چې د سویلي وېتنام لپاره د ښې معاملې په برخه کې یې ضعیفه چلند کړی.هغه رد کړه چې کیسنجر ته تېلیفون وکړي او کمپ ډیویډ ته یې را وغواړي. هالډمن او ایرلیچمن داسې اوازې خپرې کړې چې ګنې کیسنجر له کنټرول څخه بهرشوی او ګواکې په ولسمشر نیکسون یې د خبرو اترو د له منځه وړلو تور لګولی او ویلي یې دي چې هغه یانې ولسمشر نور د کار کولو وړتیا نه لري . هالډمن نیکسون ته وویلې چې ( هغه یانې کیسنجر باید تر څار لاندې ونیسي، ځکه چې هغه په دې وروستیو وختونو کې یولړ نا اشنا کارونه ترسره کوي . دا نظر په داسې خونړي اتوموسفییر کې ور کړل شو چې کیسنجر د کمپ ډیویډ په اسپن لوډج کې له پټو تر سره شویو خبرو اترو خبر شو . ممکن هغه دا وېره در لودلې وي چې هغه به د خبرو اترو اصلي موضوع وي او هغه د زړه له تله غوښتل چې په دې ژر پوه شي چې په رښتیا د ولسمشر په شاوخوا او د هغه په ذهن کې څه روان دي. کیسنجر د ملي امنیت د شورا په غونډه کې له ښاغلي هلمزسرهمخ شو. ښاغلي هلمس دهغې مخامختیا په اړه داسې توضیحات ورکړل: ( زه د یو شېبې لپاره غلی شوم، ځکه ما فکر وکړ چې هغه په رښتیا پوهیږي او ما ونه غوښتل چې د ښاغلي نیکسون دا غوښتنه چې زه د خپلې ګوښه کېدا په اړه باید څه ونه وایم ناسمه ثابته کړم. خو زه په دې نه پوهېدم چې کیسنجرقصدا په تیاره کې ساتل شوی او زما د ګوښه کېدو په تړاو نه دی خبر.خو بلاخر هنري یو څه را پورته شو او دغه سکوت یا چوپتیا یې ماته کړه او را ته یې وویل: که ته ماته ونه وايې زه به ښاغلي هالډمن ته تېلیفون وکړم).
خو له دې ټولو سره سره کیسنجر هلډمن ته تېلیفون وکړ. ددوی خبرې اترې د ۱۹۷۲ کال د نوامبر په ۲۸ ماښام وشوې. خبرې د هلډ من په شکایت پیل شوې چې دنیکسون لخوا په بروکسلز کې د ناټو په مقر کې د امریکا د سفیر په توګه نومول شوی کس د یو لړ امتیازاتو غوښتنه کړې. غوښتنه داوه چې د کابینې د یوه غړي په سویه به یې امتیاز وي او په بروکسلز کې به یو لیموزین موټر ورکوي او یو بل نوی موټر به په واشنګټن کې ور سره وي او شخصي الوتکه به هم کاروي. هلډمن فکر وکړ چې دغه غوښتنې یو څه بې بنسټه او د خندا وړ دي او کیدی شي (دغه کاندید د قدرت لیونۍ او یا بل څه وي).تر دې وروسته د دواړو خبرې پر ویتنام را وڅرخېدې او د کیسنجرموخه داوه چې خبره بیرته اصلي موضوع ته را واړوي او په دې ځان پوه کړي چې ولې یو په یو د هلمس د لرې کېدو خبر ور کړل شو او بېرته په تهران کې سمدلاسه څه ډول ورته د نوي ډیپلوماتیکې دندې وړاندیز وشو یانې د سفیرپه توګه وګمارل شو.هغه وویل (یو بل شئ چې ډېر ستر هم نه دی دا به درته ووایم، دلته داسې یوڅوک شته چې زه ور سره کار کوم، هغه ته د یو څه وړاندیزشوی – اجازه راکړه چې هغه څه درته ووایم چې زما په ذهن کې دي ـ ما نن له ډیک هلمس سره په یوه ناسته کې ولیدل، وروسته هغه راته وویل چې غواړي تر دې وروسته له نژدې له ماسره کار وکړي. لکه چې هغه ته په ایران کې د سفارت د چارو د پرمخ بیولو وړاندیز شوی او زه فکر کوم چې هغه به هلته دنده ترسره کړي او ولاړ به شي.)
هلډمن وویل: ( نه ، نه ،هغه ایران قبول کړ، زه په دې تړاو پوره خبر یم زه به له تاسو سره په ګډ کار وکړم چې دغه کار عملي شي، ځکه چې موږ ټول باید په دې اړه هڅې وکړو، تاسو څرنګه ....)
کیسنجر وویل:(زه فکر کوم دا ډیر ښه انتخاب او ښه ګمارنه ده.)
هلډمن وویل:( زه پوه شومهغه ماته نن سهار تېلیفون وکړاو ماته یې وویل، زه هم باید تاسو خبر کړم، خو زه غواړم دغه کار چې هلته در ورسېدم، ستاسو په مټ تر سره کړم.) هلډ من له کیسنجر څخه وغوښتل چې باور دې وکړي چې دا خبر یوازې ده په خپله اورېدل او دا د ولسمشر ریچارډ نیکسون نظر وو چې ښاغلی هلمس تهران ته د سفیر په توګه واستوي . تیرو تجربو ته په کتو سره هلډمن کیدی شي ډیر زیات وارخطا شوی وای چې که کیسنجرددغې غمجنې پیښې په ټول حقیقت پوه شوی وای چې په اسپین لوج کې رامنځ ته شوه. هغه له ځانه سره وویل چې د واشنګټن پوسټ ګډونوال به ددې موضوع په اړه سبا د سهار چای څښلو پرمهال په خپلو کورنو کې ټوله کیسه ولولي. ددویخبرې اترې تر هغه وروسته پای ته ورسېدې چې کیسنجر ومنله چې په راتلونکې شنبې یا خالي ورځ به په فلوریدا ایالت کې له ولسمشر نیکسون سره یو ځای کیږي. په راتلونکې اونۍ کې په ناټو کې د امریکا د سفیر په توګه د ډونالډ رمزفیلډ د ګومارنې اعلان وشو.
د ایران شاه په تهران کې دسفیر په توګه د سي. ای. اې د مشر هلمس په ټاکنه خوښي وښوده، خو د دربار وزیر ښاغلي علم په دې اړه خپل شک درلود.د ایران فارسي او انګلیسي ژبې ورځپاڼې د نوي سفیر د ګمارنې خبر په خپل لومړي مخ کې په غټو تورو خپور کړی وو. د ښاغلي علم اندېښنه داوه چې د سي. ای. اې مشر به په ایران کې څه ډول ډیپلوماټیک ماموریت تر لاسه کوي.امریکايي ډیپلوماټانو واشنګټن ته تېلیفون وکړ چې ورته ووايي(موږ په دې پوهیږو چې یو لړ خبرونه سیمه ییزو رسنیو ته ور کړل شوي چې د ښاغلي هلمس پخوانۍ دندې ته په کې هېڅ اشارې نه دي شوي) کله چې د دسمبر په ۹ نېټه اسدالله علم د امریکا سفارت ته تېلیفون وکړچې تلونکي سفیر جوزف فرلنډ ته په را تلونکو کلونو کې د هغه د بري هیلې وړاندې کړي.( سفیر په ظاهرا ډېر په غوصه ښکارېده.) دوه اونۍ وروسته هم سفیر فرلنډ سختې هڅې کولې چې د خپل برخلیک په اړه په رسمي ډول له مشرانویوڅه واوري. د عیسویانو له مذهبي اختر کریسمس دمخه هغه ښاغلي کیسنجر ته تېلیفون وکړ او ترې ویې غوښتل چې (زه نن ستاسو ۱۵ دقیقې وخت نیسم. زه غواړم له تاسو سره د خپل پلان او ښاغلي هلمس په اړه خبرې وکړم.)
دارنګه د ډسمبر په ۱۵نېټه ښاغلي کیسنجر او ښاغلي هلمس هم په خپلو کې بیا خبرې اترې وکړې. کیسنجر هڅه وکړه چې د سي. ای. اې مشر ته ډاډ ورکړي او ورته ویې ویل چې ( زه پوهیږم تاسو د استخباراتو یو با استعداده متخصص یاست ..... تاسو پوهیږئ چې تاسو تر ټاکل شوې یا پلان شوې مودې ۳ کاله ډېر په دغه دنده کې پاتې شوي یاست.)
ښاغلي هلمس ځواب ورکړ: (هو زه فکر کوم ستاسو خبره سمه ده. زما هڅه دا وه چې سوله ټینګه کړم.)
کیسنجروویل : هغه له ولسمشر نیکسون سره یوه ورځ مخکې خبرې وکړې. «ما له هغه سره په نوې دنده کې ستا د رول په اړه خبرې وکړې. دارنګه زه غواړم له تاسو سره هم د ځینو مسئلو او شیانو په اړه خبرې وکړم چې موږ فکر کوو باید تر سره شي. زه به خوشحاله شم که تاسو نن وخت پیدا کړ او زما دفترته مو یو ځل تشریف راوړ چې سره ووینو.) دوی دواړه موافقه سره وکړه چې د کیسنجر په دفتر کې به د ماسپښین په ۳ بجو سره وویني. په دې سره د امریکا- ایران په ډیپلوماسۍ کې نوی څرخ په تاویدو شو، خونیکسون دا اړتیا احساسوله چې له دغه امریکايي استخباراتي ډیپلوماټ سره د وروستي ځل لپاره وګوري. ریچارډ هلمس د ۱۹۷۳ کال د فبرورۍ په ۲ نېټه د سي. ای. اې له مشرۍ څخه له خپل رسمي تقاعد ۶ اونۍ دمخه نوې دنده واخیسته. پر دغه مهال هغه ته یو تېلیفون راغی او ورته ویې ویل چې جیمز سچلیزینجر د هغه پر ځای د لوړې مراسم تر سره کړل. هغه کافي وخت درلود چې له خپلو پخوانیو همکارانو سره خدای په اماني وکړي، خپل بکسونه د نوې دندې لپاره وتړي او خپل میز پاک را پاک کړي.
هلمس غیر پلاني او تصادفي سفیر و. داسې تمه وه چې په دې سره به یو تیاره حرکت رامنځ ته او د یوه غیر منطقي تصمیم لپاره یوه بهانه پیدا شي. ډېرو دا استدلال کاو چې په تهران کې د سفیر په توګه د ښاغلي هلمس ټاکنه د نیکسون پر ادارې د نیوکو د دوام لپاره یو منطقي دلیل و چې غوښتل یې د ایران په کورنیو سیاسیونو اغېز ولري. د ښاغلي هلمس د ژوند لیک لیکونکي توماس پاور ویلي چې په کمپ ډیویډ کې د نور یا رڼايي سیستم موجود نه و. هلډمن، نیکسون اوهلمس دریواړه د مرګ په حالت کې وو. دوی دریواړه بلاخره په یوه رسوايۍ کې ښکېل وو چې د درواغو ویلو تور هم په کې شامل و. هلمس د دروغو ویلو په تور تورن و. خو هغه خپلې مېرمنې سینتیا ته اجازه ورکړه چې خپلې خاطرې خپرې کړي او په دې پوهېده چې دغه محدوده اندازه درواغ و. په دې هم پوهېده چې یوه ورځ به را ورسیږي چې دوی به ټول درواغجن ثابت شي. یوه خبره روښانه وه چې دغو۲ کسانو چې له یوه او بل څخه یې سخته کرکه درلوده د نیکسون لپاره درواغ ویلي وو چې هغه د ټاکنو پرمهال له رسوايۍ وژغوري. نور موجود معلومات د کمپ ډیویډ په ناسته کې د ښاغلي هلمس د څرګندونو ډول تاییدوي. د اسد علم د خاطرو کتاب او د کیسنجر د تېلیفوني اړیکو متن دا خبره تاییدوي چې دغه وروستۍ ګمارنه بې پلانه ترسره شوې وه او ټول یې حیران کړي وو. دا خبره هم باید په ذهن کې ولرو چې نیکسون، هلمس او کیسنجر په دې باور نه وو چې پر ایراني سیاستوالو دې اغېز در لودلو یا اچولو ته اړتیاوي.
د ښاغلي هلمس ټاکنې دا خبره روښانه کړ چې حقیقت دا دی چې تر پښو لاندې لویدلی ښکاري.