
درېیم فصل
د نکاح کولو ژمنه
(موږ دلته نه یوازې د یوه پخواني ملګري اود خپلو خلکو لپاره د پرمختګ غوښتونکي مشر، بلکې د لومړۍ درجې نړیوال مشرپه توګه تاسو ته هر کلی وایو)
—ولسمشر نیکسون1973
(نیکسون دازړورتیا لري ددې پرځای چې پر ما یو څه دیکتې کړي،ماته ووايي چې زما د هېواد د ګټو لپاره څه مه کوه .... زه وایم چې موږ خورا ځانګړې اړیکې لرو.)
رضا شاه پهلوي - ۱۹۷۳
دا هغه څه نه دي چې زه په کې کمه وړتیا لرم
د ۱۹۷۲ کال په اوړي کې تر هغه څو اونۍ وروسته چې ولسمشر نیکسون په تهران کې د ایران له شاه سره وکتلسعودي عربستان په ډاګه کړه چې دوی وغوښتل د تېلو د تولید د هغو امتیازاتو د شرطونو په اړهبیا خبرې اترې وکړي چې د ارامکو کمپنۍ ترې ګټه پورته کوي. (ارامکو د تېلو د استخراج عربي امریکايي کمپنۍ ده. په بله مانا د ایران د تېلو د را ویستنې د کمپنیو د کنسورشیم عربي بڼهچې سعودي ورته په بشپړه توګه د خپلو تېلو د استخراج د چارو د ملي کولو په سترګه کتل.ملک فیصل د تېلو له کمپنیو وغوښتل چې د سعودي له دولت سره د تېلو په برخه کې ګډه پانګونه او چارې تر سر ه کړي او ژمنه دې وکړيچې د لسو کلونو په موده کې د تېلو د را ایستنې په چارو خپل کنټرول د سعودي دولت ته سپاري. د سعوديانو او د ارامکو د کمپنۍ د امریکايي برخه والو ترمنځ د نوي تړون په شرایطو خبرې پیل شوې.د خبرو اترو را وتونکي کوچ د امریکا د ملي امنیت او دتېلو د انرژۍ لپاره د امریکا د اوږد مهالې تګلارې لپاره مهم مفهوم لاره. د امریکا او سعودي عربستان تر منځ لادمخه د انرژۍ ستراتیژیکه ملګرتیا رامنځ ته شوې وه.
په ۱۹۷۰زېږديز کال کې امریکا له سعودي عربستان څخه د ۱۳ نیم میلیون ډالرو په ارزښت تېل واخیستل، په ۱۹۷۱ کال کې له سعودي د تېلو واردات ۶ برا بره ( $76.8 ) میلیون ډالره شول، خو دغه واردات د ۱۹۷۲ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې له ۷۹ میلیون ډالرو واوښتل. د ۱۹۷۳ کال په مني کې سعودي عربستان د تېلو د تولید په ډګر کې د تمې خلاف پرمختګ وکړاو په نړیواله کچه د تېلو تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد شو. د تېلو د برخې یو تحلیل کونکی ډانیل یارګین هغه مهال د سعودي د تېلو ارزښت په نړیواله کچه ۲۱ په سلو کې د ټولو تولید شویوتېلو ښوولی و چې په دې توګه سعودي په نړۍ کې د خامو تېلو د تولید له اړخه مهم لوبغاړی شو. دایران د شاه په څېر د سعودي باچا ملک فیصل هم له واشنګټن څخه د پوځي مرستو غوښتونکی شو اود خپلو عربي دښمنو رژیمونو لیبیا، عراق او مصر په وړاندېیې د مرستو له اړخه د ډاډ ور کولو هیله وکړه.
د امریکا د هغه وخت ادارې ویلي چې ملک فیصل دا رد کړه چې ګنې تېل د سیاسي بلک مېل کولو د قوې په توګه کاروي او غواړي چې په معتدله اندازه د تېلو بیې پورته شي. (شاه ټینګار وکړ چې تېل کومه وسله نه ده،بلکې دا یو اقتصادي ځواک دی چې پر مټ یې موږ کولی شو وسلې واخلو چې په جګړه کې یې وکاروو.) د سعودي عربستان د پیټرولو او منرالي منابعو وزیر ذکي یمني د تېلو د بیې په اړه د خپل حکومت دریځ داسې په ډاګه کړ:(زموږ اصلي ویره داده چې که موږ د تېلو بیې ډېرې اوچتې کړو، موږ به په را تلونکي کې د تېلو اړتیا په حقیقت کې کمه کړي وي. ما تل داسې احساس کړې ا و راته ثابته شوې چې د تېلو بیې په کمه کمه اندازه باید پورته شي.له دې ټول سره سره د لوېدیځ سیاسي او اقتصادي ټیکاو موږ ته ډېر زیات مهم دی.یو ناڅاپهاو د تېلو د بیو ډېر اوچتوالی د یوه هېواد اقتصاد خرابوي.پړاو په پړاو د تېلو د بیو پورته کېدل کېدای شي د هېوادونو لخوا جذب شي او اقتصاد یې ور سره زیان ونه ویني.د تېلو ټکان ورکونکي پورته تلل د ټولو ښکېلو غاړو لپاره ډېره خطرناکه ده.)سعودیانو د ارامکو له کمپنۍ سره خبر و ته د زور له دریځه ور دننه شول.
د تېلو لپاره اړتیا په لوړېدو وه، بیې هم مخ پورته روانې وېاو د انرژۍ مارکېټونه هېڅکله ډېر ټینګ نه وو. د تېلو کمپنیو له سپینې ماڼۍ څخه په دغه لانجه کې د مرستېغوښتنه وکړه او تمه یې وکړه چې امریکا دې دوی ته ډاډ ورکړي چې واشنګټن ددې مسئلې په اهمیت پوهیږي. پر ولسمشر او د هغه په نږدې کسانو دوی باورله لاسه ور کړی و. په ۱۹۷۲ کال کې د سپینې ماڼۍ ټولې کورنۍ او بهرنۍ لارې او تګلارې په نوامبر میاشت کې په ټاکنو کې د بري د ډاډمنیدو دلویې موخې لپاره تیارې شوې وې.
د نیکسون ادارې ددې مسئلې لپارهنه په ملي کچه د انرژۍ پالیسيدرلوده او نه یې هم بهرنۍ اقتصادي تګلاره درلوده. د نیوزویک مجلې رپوټ ورکړچې( د سون توکو پاليسي له بېلا بېلو خواوو سرچینه اخیستې وه، لکه د کانونو له ادارې، د اتومي انرژۍ له کمېسیون، دچاپیریال ساتنې له ادارې او په ټوله کې له ۶۴ بېلا بېلو ادارود لید لوري پر بنسټ دغه تګلاره جوړه شوې وه.د ولسمشرپهشاوخوا کې هېچا دا غږ پورته نه کړچې د پیترولو اقتصاد وده کوي اود امریکا وده په زیاتېدونکي ډول د منځني ختیځ په تېلو باندې ډېرېږي. د فدرالي خزانې مشرارتور برنزدهغې ناستې جزییات ورکوي چې په سپینه ماڼۍ کې جوړ شوی و اود کیسنجر،کونالي او دنیکسون د ادارې او بودجې ددفترمشرجورج شولتز لخوا را بلل شوی و. موږ دغلته وو، برنز په خپله محرمه کتابچه کې لیکلي دي (کیسنجریوبااستعداده سیاسي تحلیل کونکی و، خودا اعتراف باید وکړوچې په اقتصاد او اقتصادي مسئلو یې سرنه خلاصېده، کوناليپه بشپړه توګه سر بداله او مغشوش سیاستوال.... شولتز اماتور او غیر مسلکي مغشوش اقتصاد پوه او زه یوازینی څوک وم چې په موضوع مې سر خلاصېده.خو تر اوسه زه داسې ریښتینی کار پوه نه یم چې د نړیوالو ستونزو په ځینو اړخونو وپوهیږم. خو کومه لاره ده چې موږ یوې پرېکړې ته ورسیږو. د بهرنیو چارو له وزارت څخه په دغه ډله کې له موږ سره څوک نه وو او په تخنیکي برخه کې همداسې څوک نه وو چې له موږ سره مرسته وکړي.
نیکسون په دې باوري شوی و چې د هغه د ملي امنیت سلاکار د تېلو له پالیسیو او د انرژۍ د امنیت سره د مبارزې لپاره کافي تخصص نه لري او په دغه برخه کې په ډېر څه نه پوهیږي.کله چې ولسمشر نیکسون پیټر پیټرسن د نړیوال اقتصاد په برخه کې خپل ځانګړى سلاکاروټاکه، هغه ته یې خبر داری ورکړچې (اقتصاد داسې یوه برخه وه چې کیسنجر یې په اړه هېڅ معلومات نه درلودلاو دواړو سلاکارانو د دغې پالیسۍ په تړاو په وار وار په خپلو کې شخړې تر سره کړې دي. کیسنجرخپلو همکارانو ته یوځای په وینا کې وویل: (ښاغلی پیټر سن: دغه چارهناچیزیا کم پام ته اړتیا لري، خو ښاغلي پیټرسن په ځواب کې وویل:ښآغلی هنري کیسنجرستا لپاره یوتنزیل او له کاره ګوښه کېدل دي، ځکه چې تاسو هراقتصادي حرکت یا پروژې ته په کوچني نظر ګورئ.) کیسنجروروسته روښانه کړه چې هغه تمه لري د نیکسون د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې هغه ته د بهرنیو چارو د وزارت پوست ور کړل شي.
نیکسون ډېر محتاط و(هغه په واقیعت کې نه غوښتل چې هنري کیسنجر ته د بهرنیو چارو وزارت ورکړي.)هغه وروسته دغه مسئله داسې روښانه کړه (په حقیقت کې ما داسې احساس کړه چې موږ د بهرنیو چارو په وزارت کې یوه اقتصاد پوه ته اړتیا لرله ما فکر وکړ چې کیسنجر په رښتیا هم له جیوپولیټیک اړخه کوم سیال نه درلود، خو داواقیعت ده چې اقتصاد د هغه د تخصص ډګر نه و.)
بلخوا په عراق کې د کردي بغاوت په موضوع کې د تګزاس پخوانی والي جان کونالي د سپینې ماڼۍ ا و د ایران د نیوران ماڼۍ ترمنځ د استازي په توګه رول لوباوه. هغه دارنګه د سعودي او ارامکو د کمپنۍ تر منځ خبرو کې د نیکسون مرکزي لوبغاړی و. دخپلو خاطرو په دویم، دري جلدي کتاب کې کیسنجر دا رد کړې چې ګنې هغه د سعودي د حکومت او د تېلود کمپنیو ترمنځ په وروستي پړاو خبرو اترو کې نېغ په نېغه ښکېل و.وروسته هغه د سعودي دولت له یوه استازي سره په خبرو کې داسې لیکلي وو چې ( ما دسعودي او ارامکو ترمنځ په خبرو اتروکې ګډون نه درلود، خود کمپنیو دغوښتنې پر اساس ما اوږدې خبرې او مذاکرات تر سره کړي دي.) کیسنجر ډېرمتواضع اولرې فکرکونکی انسان و. د کیسنجر د ثبت شویو تېلیفوني خبرواترود لیکل شوي متن څخه په ډاګه شوه چې هغه او ښاغلی کونالي د سعوديانو او د ارامکو د کمپنۍ تر منځ په خبرو اترو کې ژور ښکېل وو چې نه یوازې د تېلو امریکايي کمپنیو د سعودي عربستان د نفت په صنعت کې خپل ستراتیژیک شتون ټینګ کړ، بلکې په سلګونو میلیون ډالره مالي تاوان یې هم ثابت کړ. ددوی لاس وهنې په پراخه کچه د تېروتنو سبب شوې.
د ۱۹۷۲ کال د اګسټ په ۲ نېټه کونالي کیسنجر ته تېلېفون وکړاو ترې ویې وغوښتل چې د شاه فیصل لخوا په رې وروستیو کې له وراستول شوي پلاوي سره د خپلو تر سره کړو خبرو اترو په اړه معلومات ورکړي.د سعودي دنفتي موادو مرستیال وزیر شهزاده سعود الفیصل واشنګټن ته را ورسېد اوله ارامکو شرکت سره د خبرو اترو په موخه یې دسپینې ماڼۍ دې لارښوونې ته په تمه وو. کونالي کیسنجر ته وویل: (ما ښاغلي السعود ته وړاندیزوکړچې په دې تړاو هرډول خبرې اترې که زموږ تر ټاکنو وځنډوي. ما ښاغلي فیصل ته په ښکاره وویل چې هرڅه داسې پړاو ته رسېدلي چې موږ نه غواړو په داسې وخت کې امریکايي نفتي کمپنۍ د بهرنۍ پالیسۍ په اړه خبرې اترې وکړي او ما ورته وویل چې زه او ته د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې ژور ښکېل یو.) هغه وویل چې شهزاده فیصل ته یې وویل (چې د امریکا متحده ایالات بې سرپوښه او بې سر پرسته شوی او نه غواړي چې د تېلو او انرژۍ په برخه کې ډېرې مشخصې تګلارې رامنځ ته کړي، خو دغه ولسمشر ( نیکسون)غواړي چې دا کار وکړي اوموږهم غواړو چې دا کار وکړو. خوموږ په راتلونکو۱۲ اونیو کې دا کار نه شو تر سره کولی( سعودیانو ددغه کار د عملي کېدو لپاره یو ضرب الاجل وټاکه).موږ له تاسو نه غواړو چې داسې کوم عمل تر سره کړی چې له کبله یې تاسو مجبوره شئ له موږ سره په حتمي تقابل کې راشئ، ځکه چې موږ غواړو دتېلو ستر اخیستونکی هېواد واوسو.
موږ په نړۍ کې د تېلو سترپلورونکی ملت یو او تاسو غواړئ په نړۍ کې د تېلو سترتولیدونکی هېواد و اوسئ. په بله مانا تاسو همدا اوس په دغه موقف کې یاستئ. که په ډاګه ووایو موږ نه غواړو چې تاسو په داسې لاره روان کړوچې په راتلونکي کې له تاسو سره په دې برخه کې معامله ناممکنه کړې او یا ونشو کولی ګډې پالیسۍ رامنځ ته کړو.
ارامکو په لومړي پړاو کې سعوديانو ته د تېلو د استخراج په معامله کې د۲۰ په سلو کې برخې پلان تیارکړ. خو سعودیان پوره څلورمې برخې ونډې اخیستو ته له دې ژمنې سره لېواله وو چې بلاخره به یې ټول وروسپاري.د تېلو مهمو دلالانو په سپینه ماڼۍ کې ځان ته کمپاین وکړ چې واشنګټن باید د سیاسي پوښښ په لټه کې شي. هغوی دې موخې ته ونه رسېدل. په داسې حال کې چې په ضمني ډول کمپنیو ومنله چې د شریک کېدو په اړه به د سعودي عربستان غوښتنې ته غاړه کیږدي، خو کمپنیو هغه ډول مکمل تړون رد کړ چې په کې د تاوان اخیستو پراخه ټولګه نه وي موجوده. د تېلو د کمپنیو ستر او مهمولوبغاړو کیسنجر ته خبر دارئ ورکړچې سعودي عربستان غواړي چې موږ ښه وزبیښي نو د خپل منځګړتوب په وړاندیز سره دې ددغه کار مخه ونیسي.
کیسنجر غوښتل چې خبرې اترې کنټرول کړي. هغه د تېلو کمپنیوته د ستونزې د زېږونکو په سترګه کتل. د اګسټ په ۵ نېټه هغه د نیو جرسي د سټنډرډ د تېلو د کمپنۍ له مشر کین جمایسون سره د تېلیفوني خبرو پرمهال هڅه ونه کړه چې خپله غوصه پټه کړي.کیسنجر وویل:( ماته هغه لارې را معلومې دي چې تاسو له لاسه ورکړې او په رښتیا یې غواړئ). جمایسون کیسنجر ته ور یاده کړه چې د تېلو کمپنیو ته باید د سعودي دولت د کړي، زیان مناسب تاوان ورکړي او دارنګه دې د سعودي د خامو تېلو تولیداتواو د استخراج ډګرونو ته ددغو کمپنیود لاس رسي ددوام ضمانت وکړي. «هغه څه چې موږ یې غواړو، کافي اندازه تاوان او وروسته د پیټرولو د تولید په برخه کې یوه اندازه امنیت دی.»
کیسنجر ورته وویل:«خوکله چې موږ وویل،تاسو نه غواړی هغه څه موږ ته ووایاست چې تاسو یې په ذهن کې لرئ. »
جمایسون وپوښتل:«ستاسو هدف له تاوان څخه دی؟»
کیسنجربېرته په ډېرې ځیرکۍ سره ورته وویل:«زه شخصا په دغه برخه کې لږ څه هم نه شم کولی، ځکه دا کوم داسې شی نه دي چې زه دې په کې د څه کولو وړتیا ولرم.»
ددې لپاره چې هغه پوه شودغه بهیرپه بشپړه توګه نه شي کنټرولولی، کیسنجر ترجیح ورکړه چې په بشپړه توګه له دغې لانجې لاس ووینځي. هغه کونالي ته یوځل تېلیفون وکړاو ورته وویل چې دتېلو کمپنۍ «موږ اوتاسو وکاروي اوغواړي چې یو څه ورته وکړو او دوی غواړي چې په کور دننه دا چاره ترسره کړو. دوی کولای شي ماته یوه شمیره را کړي چې ددوی په پام کې نیولې معاملې څخه ۱۰ میلیون ډالره زیات وي.»
هغه څه چې کیسنجر او کونالي پرې په پوهېدو کې پاتې راغلل داوو چې سعودیانو د خبر اترو وخت ډېر په دقتټاکلی و، ځکه دوی پوهېدل چې سپینه ماڼۍ به په دغو شپو ورځو کې دولسمشر د بیا ټاکل کېدو په کمپاین ډېر بوخت وي. د نیکسون د ادارې لخوادسیاسي ډیالوګ ردېدل ددې لامل شوچې ارامکو د سعودي په وړاندې سرکښته کړي. سعودي عربستان د تېلو په کارو بار کې نه یوازې خپل ۲۵ په سلو کې برخه تضمین کړه بلکې لس کاله وروسته په ۱۹۸۲ کال کې یې پر سعودي تېلو د ۵۱ په سلو کې مالکیت تړون هم له ارامکو سره لاسلیک کړ. شاه فیصل په دغه برخه کې ډرامټیکه بریا تر لاسه کړه. د سعودي باچاهانو د خبرو اترو تګلاره د ایران د باچا پرخلاف یا برعکس وه، خو کله چې خبره د تېلو د صنعت د ملي کېدو او تېلو د بیې د پورته مسئلې ته را ګرځي دواړو باچاهیو ورته اهداف در لودل. یوه د کیشپ او بل د سوی رول لوباوه. په هر حال که نږدې وي که لرې د تېلو لوېدیځ مشتریان به د تېلود تر لاسه کولو لپاره ډېره اوچته بیه پرې کړي.
کلونه کلونه وروسته کیسنجر د جمایسون اودهغه دهمکارانو لخوا له سعودي سره د تېلو په تړاو تر سره کړو خبرو باندې ډېرې نیوکې وکړې. د سعودي شرطونو ته د سر کښته کېدل په دې مانا دي چې کمپنۍ باید د ملت وسایل وي چې دهغوی ګټې حتمي نه دي چې له موږ سره برابرې وي. خود کیسنجرد تېلیفوني اړیکو ثبت شوی متن بل څه وايي: هغه داسې باورکوي چې کونالي په واقعيت کې شهزاده سعود الفیصل ته شین څراغ ورکړ چې په سعودي کې د تېلو دامریکايي کمپنیو پرضد ګامونه واخلي.
پرهمدې مهال هغه (فیصل) ته داسې ویلي وو چې دا به د سعودي په ګټه نه وي چې د امریکا متحده ایالات له ځانه لرې یو خوا ټېله کړي، ځکه چې (که دوی«سعودیان» له موږ «امریکا» سره ځان مواجه کړي، دوی به له مجبوریته پرداسې هېواد تکیه وکړي چې دهغوی ګټو ته به سخت زیان ورسیږي.» کیسنجرپه رښانه ډول دا ومنله چې «دکونالي دا ډول حرکت زموږ په ګټه نه وچې پر سعودیانو داسې پرېکړې یا معاملې ته مجبور کړي چې هغوی د نورو هېوادونو په پرتله خطرناک کارونه تر سره کړي،ځکه چې موږ ددوی ټیکاو ته لېواله یو.) دا د کیسنجردنظر څرګندولوطریقه وه. شاه فیصل په دې خبر و چې د نیکسون اداره په دې پوهېده چې سعودي د خپلو نظامي برخو دجوړولولپاره دخپلو تېلو دعوایدو لوړولو ته اړتیا لري او په دې باوروچې واشنګټن پوهیږي چې موږ پر کمپنیو د سخت وضیعت د تحمیلولو او د وېرې د غچ اخیستنې له لارې خپله دا اړتیا نه پوره کوو.