د ذهني چاپیریال پر وړاندې ستونزې او د هغې د حل لارې: 



۱ــ ناپوهي او د سواد نشتوالی:ــ په تېر بحث کې مو دا موضوع تشریح کړه چې پوهنه رڼا ده ؛ د دې جملې په مانا او مفهوم کې لویه فلسفه پرته ده ، په کومه ټولنه کې چې د علم او پوهې کچه لوړه وي ، هغه ډیره مهذبه ، متمدنه او د لوړ فکر لرونکي وي او په کومه ټولنه کې چې د پوهې او سواد کچه ټیټه وي ، دهغې سیاسي او فکري ظرفیت هم کمزوری او ټیټ وي . افغانستان هم یو دهغو هیوادونو له جملې څخه دی چې اوږدمهالو جګړو، د نظامونو بدلولو، پردیو هیوادونو ته مهاجرتونو سخت ځپلی دی ؛ هغه کورنۍ چې بهرته کډوال شوي ، د دې سره سره چې د انتقالي ادارې په رامنځته کیدو سره یې هیواد ته علمي پانګه راوړي ، خو ترڅنګ یې منفي فکرونه او پردی فرهنګ هم را نقل کړی ؛ اما هغه کورنۍ چې د جګړو په کالونو کې په وطن کې پاتې شوي ، هغه زمونږ د ټولنې اکثریت جوړوي او دغه لوی اکثریت په لوی لاس سره د علم او پوهې څخه لیرې پاتې شوی ، له یوې خوا دغه لوی اکثریت د جګړو قربانیان شول او له بلې خوا اقتصادي جبر سخت وځپل او تر ننه پورې دغه لوی اکثریت د یوه بد او سخت فکري تزلزل په لومه کې ایسار دی . زمونږ دغه لوی اکثریت په زیاته اندازه سره په کلیو او بانډو کې ژوند کوي او نظام تر اوسه پورې دغه لوی اکثریت ته په سمه سترګه ندي کتلي او د دغه لوی اکثریت د فکري ودې ، ښوونې او روزنې ، اقتصادي ستونزو او بې روزګارئ د له منځه وړلو لپاره یې لازم او پر ځای ګامونه ندي اوچت کړي ، نو پدې اساس سره زمونږ د ولس عامه ذهنیتونه په بله اوښتي او نظام ورته یو ډرماټیک سمبول بریښي.
د دې لپاره چې د ولس منفي ذهنیت او منفي لیدلوری په مثبت ذهنیت او لیدلوري واوړي ، نو لازمه ده چې د دغه لوی اکثریت د پوهنې او فکري ودې لپاره پرځای کوټلي او ګړندي ګامونه او چت شي ، ترڅو د ولس د فکري ویښتیا له امله نظام ټینګښت او باور حاصل شي.

۲ــ بې باوري او د ټولنیز عدالت نشتوالی:ــ د دولت د مور او میرې سلوک ولس په نظام باندې لا بې باوره کړ، هغه وعدې او لافې چې نظام خلکو ته ورکولې ، هغوی بې اساسه او بې حقیقته وختلې او دې کار د خلکو په ذهنیتونو ډیر ناوړه اغیز وکړ. نن ورځ عامه ذهنیتونه تردې رسیدلي چې ولس نظام خپل نه بولي او نه دولت ته د خپلو حقوقو د مدافع په سترګه ګوري ، بلکې دولت د فساد ، تبعیض او شخصي ګټو محور بولي . اوس پوښتنه دا ده چې ولې په ولس کې دا ډول منفي ذهنیت رامنځته شوی او د حل لار څه ده؟
دې او دېته د ورته پوښتنو ځواب د دولت په بې عدالتۍ کې لټولی شو، په حقیقت کې دا او دېته ورته پوښتنې معقول او منطقي حل ته هم اړتیا لري ؛ کله چې زمونږ په ټولنه کې قانون حاکم شي او ټولنیز عدالت رامنځته شي ، نو عامه ذهنیتونه هم ورسره بدلون مومي ، ځکه د عدالت په رامنځته کیدو سره خلکو ته خپل حقه حقوق رسیږي او کله چې دولت د ولس د حقوقو مدافع او عدالت تطبیقوونکي مرجع وګرځي ، نو د ولس باور هم په نظام باندې زیاتیږي او بالاخره د ولس ذهنیت د منفي لیدلوري څخه په مثبت لیدلوري اوړي . همدارنګه د باور د رامنځته کیدو لار په کار او عمل کې هم نغښتي ده ، کله چې د دولت شعار په کار او عمل باندې بدل شي ، نو عامه ذهنیتونه هم ورسره بدلیږي او بالاخره ولس یوې حقیقي نتیجې ته رسیږي . خو نن ورځ د عامه ذهنیتونو د ورانۍ یو لامل ټولنیزه بې عدالتي او د دولت د مور او میرې سلوک دی . دولت به هغه وخت  د محرومیت مفکوره د منخه یوسي چې قانون او اصولو ته لومړیتوب ورکړي ، دا اصول او قوانین باید د ولسمشر او ولس کشر لپاره یو ډول وي ؛ خو نن ورځ د دغو ټولو ناخوالو او دعامه ذهنیتونو د خرابۍ لامل همدغه موجوده نا انډوالي ده ، ترڅو چې په ټولنه کې غیر مساوات موجود وي ، نو د ولس ذهنیتونه به ترهغې همدا ډول وران او ګډوډ وي ، نولازمه ده چې نظام د یوه ویښ ، فعال او عادلانه تفکر د رامنځته کولو لپاره پرځای ګام واخلي . 
 
۳ ــ بې روزګاري او د اقتصادي ستونزو شتون:ــ لکه څرنګه چې د دې کتاب په ډیرو برخو کې په بې روزګارئ او اقتصادي ستونزو رڼا اچول شوي ، خو څرنګه چې د کتاب ټولې برخې یو له بل سره د ځنځیر د کړیو په شان تړل شوي او هره برخه یې د بلې برخې څخه نه بېلیدونکي ده ، نو ځکه لازمه بولو چې دلته بې روزګاري او د اقتصادي ستونزو شتون د ولس په ذهنیتونو باندې د یوه اغیزمن فکتور په توګه تر څیړنې لاندې نیسو.
زمونږ په ټولنه کې بې روزګاري او اقتصادي ستونزې هغه مسائل دي چې په نظام باندې یې د ولس باور کمزوری کړی ، او ولس ته نظام یوازې یو سمبولیک شکل او د څو محدودو کړیو د ګټو خوندي کوونکی ښکاري ، ځکه ولس د دې سره سره چې د خپل برخلیک د ټاکلو په هکله اوږد او ژور فکر لري ، خو لومړیتوب یې هغه څه دی چې فعلا ورته اړتیا لري . زمونږ ولس اړتیا نن ورځ د سولې ، امنیت ، ثبات او پوهنې ترڅنګ  د اقتصادي جبر د منځه وړل او د یوه سالم مصروفیت موندل هم ده ، ترڅو چې ولس بې کوره ، بې اوره او بې تنوره وي او د بیګا او سبا د نفقې د موندلو لار نلري ، ترهغې د نظام ملاتړ ته هم پاملرنه نشي کولای او نظام ته د مدافع او خواخوږي په سترګه نشي کتلی . پدې اساس سره زمونږ وړاندیز همدا دی چې نظام دا د خلکو د سالم مصروفیت د موندلو او کاري بوختیا لپاره لازمې لارې چارې رامنځته کړي . زمونږ هغه کلیوال او بزګر وروڼه چې شپه او ورځ د حلالې نفقې د ګټلو لپاره خویلې تویوي ، د هغوی د اغیزمن روزګار موندلو په برخه کې دې جدي پاملرنه وشي ، ځکه نظام د ولسونو په ملاتړ کیږي او بې د ولس له ملاتړ څخه نظام پایښت نشي موندلای ، خو د ولس باور په نظام باندې هغه وخت زیاتیږي چې نظام د ولس لپاره د کار او عمل مرجع وګرځي. 

۴ــ اوږد مهاله جګړې او مهاجرتونه:ــ جګړې او مهاجرتونه هغه څه دي چې د ولس په ذهنیتونو یې ژور اغېز کړی ؛ د جګړو له امله زمونږ بې شمیره هیوادوال بهرنیو هیوادونو  ته کډوال شول او د مهاجرت په دوران کې یو نوی نسل رامنځته شو او دې نسل مختلفې مفکورې او ایډیالوژۍ زده کړې ؛ هغوی چې په پاکستان او ایران کې را لوی شول ، د پاکستاني او ایراني چاپیریالونو تر تاثیر لاندې راغلل او هغوی چې په امریکایي ، اروپایي او یو شمیر نورو هیوادونو کې را لوی شول هغوی هم دهماغو محیطونو تر اغیز لاندې راغلل.
زمونږ هغه نسل چې د جنګ او جګړو په دوران کې په هیواد کې را لوی شو، هغه هم په لوی لاس د جنګي مفکورې او هر اړخیز محرومیت په دائره کې پاتې شو او دې نسل ته هیڅ پاملرنه ونه شوه ، پداسې حال کې چې دې نسل په هیواد کې ډیرو ترخو شرائطو ته اوږه ورکړي او ترننه پورې د جګړو او بدو شرائطو قرباني دي ، نو پدې اساس سره جګړو او مهاجرتونو په خپل وار د ولس په ذهني ګډوډۍ کې لوی رول لوبولی او د ولس مثبت فکري او ذهني چاپیریال یې په منفي ذهني او فکري چاپیریال اړولی.
جګړې په حقیقت کې زمونږ هیواد ته ستره ، مادي ، معنوي او بشري غمیزه راوړه او د ملت په منځ کې یې په خپل وار سره لوی نفاق وشینده ، چې دا ټول کار د بهرني دښمن د پلان په اساس ترسره شو . په هیواد کې ژبني ، مذهبي ، او سمتي مخالفتونه ټول د جګړو او کډوالیو په اساس رامنځته شول او د ولس واحد او یو موټی فکر او دریځ یې سره بیل کړو . د جګړو له امله زمونږ بې باوري نه یوازې د نظام او وګړو تر کچې ورسیده بلکې دا بې باوري د قومونو را نیولي تر کورونو هم ورسیده . د دې لپاره چې د ولسونو ترمنځ او هم د نظام او ولس ترمنځ باور او همکاري رامنځته شي ، نو لازمه ده چې نوی فکري بدلون رامنځته کړو ، خو دا فکري بدلون کار کولو ته اړتیا لري ، مونږ باید یووالی ، همغږي او فکري رغونه خپله تګلاره وګرځوو ، تر څو وکولای شو چې یوه سالمه ټولنه رامنځته کړو. 
فکري رغونه او فکري بدلون زمونږ د ټولنې لپاره ډیر اړین څیزونه دي او بغیر د فکري رغونې د ولس او نظام ترمنځ باور نشي رامنځته کیدای؛ نظام باید خپله حقیقي څیره ولس ته ورښکاره کړي او لکه څه ډول چې د خلکو غوښتنې او اړتیاوې دي ، هماغه ډول باید ولس ته کار او خدمت وکړي . نن ورځ جګړه هغه پدیده ده چې زمونږ ولس یې په هر لحاظ وځپه ، له یوې خوا جګړو بشري غمیزه رامنځته کړو او له بلې خوا یې د مادي غمیزې ترڅنګ فکري او معنوي غمیزه رامنځته کړه . زمونږ د خلکو سره د باور او بې باورۍ مختلف فکرونه مل دي او عامه ذهنیت په منفي تمایل ولاړ دی، خو باید ووایو چې دا عامه ذهنیت یوه دائیمي پدیده نده بلکې د مثبتو شرائطو په رامنځته کولو سره بدلون کولای شي ، خو دا مثبت بدلون کار ، عمل او وخت ته اړتیا لري ،  که چیرې دولت په واقعي توګه وغواړي چې مثبت فکري بدلون راوړي ، نو دا بدلون شونی دی ، خو د مثبت بدلون د رامنځته کولو لپاره یو بل مهم څیز د سولې او ثبات را منځته کول او د شخړو او جګړو پای ته رسول دي ، تر څو چې جګړې ، کورني مخالفتونه او بې باوري موجوده وي ، تر هغې د ولس په ذهني شرایطو کې د پام وړ بدلون رامنځته کول ستونزمنه خبره ده.