نفاق


د یوې ټَولنې جوړښت او بنیاد هغه وخت پوخ وي چې ټینګ ټولنیز تړون ولري. د ټولنیز تړون اساس او بنسټ یووالی دی.
د یوې ټولنې وران وضعیت ډېر خطرناک وي، خو بیا دې وضعیت ته خوا مه بدوئ،ځکه چې هره پدیده یو لړ لاملونه لري، که چیرې د ټولنې د وران او ویجاړوضعیت لامل جګړه ، اقتصادي جبر او یا دې ته ورته نور څه وي، نو دا داندېښنې وړ خبره نده، ځکه ژوندي او ویښ ملتونه کولای شي چې د جګړې مخنیویوکړي او د ژوبلو په ټپونو د مرهم پټۍ وتړي. که چېرې جګړه وغځیږي، نوقرباني یې زمونږ فکرونه پخوي. همدا ډول مونږ کولای شو چې چنګ نسونه وګرځواو د لوږې په وړاندې روژه ونیسو، خو لویه بلاء او غټه اندېښنه چې په یوهکورنۍ یا ټولنه کې لوی افتونه زیږوي نفاق دی، نفاق سرونه له تنې بیلوي،نفاق د ژوند هستي بې مالګې کوي.
زمونږ د سیمې خلکو به په پخوا وختونو کې چې له چا سره ستونزه راغله، نوهغې به بده دعا ورته نه کوله، هغې به نورو ته د ښو میړونو  د زیاتواليدعا کوله، هدف به یې دا وو چې په کورنۍ کې یې من سړي زیات شي. کله چې په یوه کورنۍ کې من سړي ډېرشي، نو په فکرونو کې هم د اختلاف او نه
منلو روحیه پیاوړي شي، د دې مرض په اساس کورنۍ په لوی مصیبت اخته شي اوبالاخره دښمن ته د دې موقع برابره شي چې یو یو یې غر غره کړي.