
شعر او شاعري مې ډیرخوښیدل، خیال مې تل د رحمان بابا د تصوف د ښوونځي یو تنبل زده کوونکی باله، خو د یوې شوخې ښاپیرۍ له خندا مې زهد ته زړه نه کیدو.
د تورې او قلم پر قوت نه پوهیدم، پرعقل او تفکر مې د نیمګړي پوهې دود پروت وه، د وخت په غیږ کې لوی نوښت او بدلون پټ ؤ.
ژوند او مبارزه لکه د پښتو ادب دوې سترګې وې، او دواړه د یو او بل د مرستې نیمګړي ؤ، هغوی ته مې د امید په لپه کې اوبه ورکړې، خو د ژوند میوه د مبارزې پرمت پخیده.
رحمان او خوشال ترننه پورې زمونږ د ولس لارښوونه پرغاړه لري؛ حجره، جومات او جرګه یې د وعظ غولي دي، ملأ صیب یې د منبر پر سر په خطبو کې د خلکو د لارښوونې لپاره زرینې مرغلرې په تار پېیي.
نو داسې چې ده، هغوی زاړه شول، تر برید ورسیدل او د ژوند سندرې یې د وخت د جابرانو پر وړاندې ترنم کړې، اما هغه شور، جذبه او الهام چې د دوی په ترانو کې پروت ؤ، هغه تر اوسه زمونږ د ولس په منځ کې غورځنګونه وهي.
خو هغه ښاپیرۍ چې زه یې زهد او تقوی ته نه پریښودم او د ژوند په کږلیچونو کې یې د خپلې اووه رنګه څیرې په لیدو پسې ستړی او ستومانه ګرځولم، هغه نن زما د ژوند استاده ده او له هر رنګ څخه یې بیلابیله رڼا څرک وهي، او زما د ژوند ځیږې ګوتې پر خپلو تنکیو شونډو موښي.
۲۰۱۰/۱/۲۷
خوست