کږلیچونه


هغه وخت چې ټکنالوژي نه وه او خلکو لیږد رالیږد په څارويو باندې کاوه، د غرونو سرته ختل هم د ډیرو ستونزو او کړاوونو ډک وو.
شپانه به چې سهار له کوره وتل او رمې به یې د څړ لپاره د غرونو لمنو او څړ ځایونو ته بوولې او ماښام به کله چې بیرته کور ته را راسیدل، نو په ټوله ورځ کې به یې ډېرې ناخوالې او ستړیاوې لیدلي وې.
لوږه ، تنده، په ټکنده غرمو کې مزل او نور ورته کړاوونه یې په مخه وو، چې دا به یې هره ورځ او په کلونو کلونو ګالل.
د څه لپاره؟
د دې لپاره چې دا یې ورځینی کار او مسلک وو؟
او که د دې تر شا کوم راز پټ و؟
هو! د ژوند کږلیچنې لار وهل او پدې کږلیچونو کې مزل کول بې هدفه نه وي.
د رمې څښتن موخه دا وي چې ژوي ماړه کړي او سبا ډېره مادي پانګه په لاس راوړي.
د عقل او فکر څښتنان هم هر وخت او هره شیبه په یوه خاص هدف پسې منډې وهي.
پدې اساس سره د ژوند کږلیچونه بې هدفه نه وي، پدغو کږلیچونو کې مزل کول ډیر ستونزمن او له کړاوونو ډک وي، پدغو کږلیچونو کې هغه څوک مزل کولای شي چې د عمل اراده او زغم ولري.

                                                       ۱۶/۹/۱۳۹۳ 
                                                      شاه شهید، کابل