
د ښاغلي ولسمشر ډاکټر محمداشرف غني احمدزي او ښاغلي ډاکټرعبدالله عبدالله تر منځ د ملي وحدت حکومت په نوم تړون، چې د روان کال د سنبلې میاشتې په ۲۹/ نیټه لاسلیک شوی ؤ، وروسته له هغې قانوناً په حقوقي لحاظ باطل او له منځه ولاړ، چې د افغانستان منتخب ولسمشر ښاغلي ډاکټر محمد اشرف غني او ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د اساسي قانون د (۶۳) مادې او (۷۴) مادې، پر بنسټ لوړې وکړې چې: د اساسي قانون او د افغانستان د نورو قوانینو رعایت(ساتنه او څارنه) به کوي او د افغانستان د خلکو حقوق او ګټې به خوندې ساتي، نو کله چې ښاغلی ولسمشر او ډاکټر عبدالله د افغانستان د اساسي قانون ساتنه او رعایت وکړي، نو په لُمړي قدم کې، ولسمشر د اساسې قانون پر بنیاد دا حق او واک نه لري چې خپل واکونه ډاکټر عبدالله او یا بل چا ته ورکړي؛ یا دا چې، د افغانستان د خلکو حقوق او ګټې ( چې ده ته یې رایې ورکړي دي) خوندې نه کړي.
د ولسمشر د لوړې متن:
درې شپتمه ماده: ... .
[بسم الله الر حمن الر حیم]
«د لوی خدای (ج) په نامه لوړه کوم چې د اسلام د سپیڅلي دین پیروي او ساتنه وکړم، اساسي قانون او د نورو قوانینو رعایت او د تطبیق څارنه وکړم، د افغانستان د خپلواکۍ، ملي واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه او د افغانستان د خلکو حقوق او ګټې خوندې کړماو د لوی خدای(ج) له دربار څخه د مرستې په غوښتلو او د ملت په ملاتړ د افغانستان د خلکو د پرمختګ او هوسایۍ په لاره کې خپلې هڅې جاري وساتم.»
دا شان ډاکټر عبدالله ته د ولسمشر لخوا هغه لوړه ورکړل شوه چې په اساسي قانون کې د حکومت وزیرانو ته ورکول کیږي، د لوړې په یوه برخه کې ډاکټر عبدالله قسم وکړ، چې: د اساسي قانون او د افغانستان د نورو قوانینو (ساتنه) او رعایت به کوی،نو که چېرې داسې وګڼو چې، نوموړي ته د یو وزیر په توګه لوړه ورکړل شوه او ده هم د قرآن کریم پر وړاندې (چې د ده مخې ته پر مېز باندې ایښی ؤ) او د افغانستان جمهور رییس او افغان ملت پر وړاندې یې ریښتنی قسم تر سره کړی وي، د اساسي قانون له مخې د اجرایي ریاست او یا د صدرعظم پُست دعوه نه شي کولی او نه یې غوښتلی شي، د افغانستان په جارې قوانینو کې د اجرایي ریاست(= صدراعظم) د پُست ذکر، قطعاً نه دی شوی؛ د افغانستان دولت یو ریاستي نظام دی او د افغانستان د اساسي قانون په لُمړۍ ماده او نورو مادو کې راغلي دي:
لومړۍ ماده:
«افغانستان، خپلواک، واحد او نه بېلیدونکی اسلامي جمهوري دولت دی.»
هغه لوړه چې ډاکټر عبدالله عبدالله تر سره کړه، چې له امله یې د وږی میاشتې د ۲۹، نیټې لاسلیک شوی تړون منسوخ شو، لاندې لیکل شوي ده:
څلور اویایمه ماده: ... .
[بسم الله الر حمن الر حیم]
« د لوی خدای (ج) په نامه لوړه کوم چې د اسلام د سپیڅلي دین د حکمونو حمایت، د اساسي قانون او د افغانستان د نورو قوانینو رعایت،د اتباعو د حقوقو حفاظت، د افغانستان د خپلواکۍ، ځمکنی بشپړتیا او د خلکو د ملي وحدت ساتنه وکړم او په خپلو ټولو اعمالو کې خدای (ج) حاضر ګڼم او خپلې راسپارل شوي وظیفې په ریښتینولی سر ته رســـــــوم.»
په پای کې د اساسي قانون (۵۶) ماده د بې خبرو کسانو د خبریدو لپاره لیکو:
شپږ پنځوسمه ماده:
«د اساسي قانون د حکمونو پیروي، د قوانینو اطاعت او دعامه نظم او امنیت رعایت د افغانستان د ټولو خلکو وجیبه ده؛ د قانون له حکمونو څخه بې خبري عذر نه ګڼل کیږي.»
په درناوي
۹/۷/۱۳۹۳
محمد انور(آڅړ)