
راشه را وآ لوزه په دنګو دنګو غرونو سولې
د ارمانونو سولې
په شنو درو وآ لوزه
کلیو بانډو وآ لوزه
هم په ښارو وآ لوزه
له سپيرو دښتو شه را تېره په سیندونو سولې
د ارمانونو سولې
ټول یتیمان د وطن
پېغلې ځوانان د وطن
لوی او کوچنیان د وطن
مړه شول د ستا په انتظار کې له کلونو سولې
د ارمانونو سولې
لږ اندیښمنه یې ته
په زړه خوږمنه یې ته
هم ګېله منه یې ته
ته یې ویشتلې په ټوپکو او توپونو سولې
د ارمانونو سولې
راځه ډاډمنه راشه
بیخي بې غمه راشه
مونږ کوو ژمنه راشه
آچوو غاړه کې دې حار د سرو ګلونو سولې
د ارمانونو سولې
پښتون، بلوچ او تاجک
هندو، ترکمن او ازبېک
نورستاني او هم سېک
ټول به شي خلاص له مصیبت او کړاؤنو سولې
د ارمانونوسولې
چې د سیالانو سیال شو
د پر مختګ په خیال شو
او په هر څه سمبال شو
افغانان ځکه طرفدار د بدلونونو سولې
د ارمانونو سولې
عـثمان رسولي