(فارن پالیسي) مجله  داشرف غني له بریا انکار کوي ؟

 
کله چې په جګړه کې اوربند، یا حتی متارکه، اعلان شی نو دا په دې مانا نه ده چط ښکېلې لښکرې وسلې وغورځوي او د غنیمتونو پر وېشلو له یو بل سره ونښلی. دا کړنې یوازې د هغو لښکرو دي چې بری د جګړې تر پایه محدودوي او نه غواړی چې پر شویو قربانیو د خبلې راتلونکې ښېرازۍ بنسټ کشېږدی. هغه مشران او لښکریان چې تر جګړې وروسته د خپاو دریځونو د سیاسی تحکیم چارو ته لازمه توجه نه کوي د خپلو راتلونکو نسلونو له پاره د نورو ناخوالو او تاریخي ماتو تخمونه کري. برعکس، هغه مشران او لښکریان چې لا یې د جګړې د زخمونو پټۍ نه وي وچې خو د خپلو کارنامو د تاریخ به لیکلو پیل کوي، د لاس ته راغلو بریاوو، که د نشت په شمار هم وي، د خوندي کولو او ځلولو چارې ته په ټوله مانا کار ووایي ډېر په اسانه خپلې ناکامۍ پر سیاسي بریاوو بدلولای شي.
د افغانستان د وروستیو انتخاباتي مبارزو عملي ګټونکي او بایلونکي خو مالوم دي، خو دا چې سیاسي ګټه به د چا په برخه وي، د دواړو لورویو د مشرانو په سیاسی درائت پورې تړلې خبره ده.
کله چې لومړی وار د ټاکنو د دویم پړاو پایلې اعلان شوې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم ټول مطبوعاتي فشا اشغال کړه او د بدولو او دوام ټيم دفاعي حالت خپل کړ، وړ د پړ په نقش کې ځان ښکېل کړ او بایلونکي د خق غوښتونکي مبارز ټيم جوله ونیوه. د رایو د بیا شمېرنې له کړکېچنې پروسې وروسته بیا هم د اصلاحاتو ټيم غلی نه دی ناست. د ولسمشر سره د منتخب صفت له کارولو سره په ښکاره مقاومت کوي او د امتیازاتو به غوښتلو کې له هېڅ ډول سیاسي، تاکتیکي او اوباشي هڅو مخ نه اړوي. پر وړاندې یې د بدلون او دوام ټيم د مشرتابه دعوه داران د خیر پر غونډۍ ناست دي او په دې تمه دي چې کومه ورځ به کوم منصف تاریخ لیکونکی د دوی بریا ته په درنه سترګه وګوري.
ډېره ښه بېلګه یې د فارین پالیسي لاندې لیکنه ده. فارین پالیسي چې ځان د خبرونو او افکارو نړۍواله جریده بولي، کورټ د اشرف غني له بریا انکار کوي او دا د یوې بې ساري درغلۍ پایله بولي. فارین پالیسي، او د دې لیکنې لیکوال – ښاغلی کریس مېسن – د خدای له پاره داسې خبرونې نه کوی. د دې ډول لیکنو تر شا ارومرو د کوم چا د شخصي اړیکو او مالي لګښتونو څرک شته. که د اصلاحاتو ټیم دا وړتیا لري چې په دې کچه اغیزمن واوسي او پر وړاندې یې د بدلون او تداوم تیم ګونګه خوله ناست وي یا یط غبرګون د کورني فېسبوک او د ملګرو تر ایمېلونو محدود وي نو بیا دې دا ومني چې تر دوو یا دریو میاشتو پورې به د نړۍ تر ټولو پاک انتخابات د نړۍ تر ټولو کثیف انتخابات معرفي شي. له دریو میشتو وروسته بیا څوک دې موضوع تع بام نه کوم او تاریخ به همداسې ولیکل شي لکه فارین پالیسي چې لیکلی دی.
دروهي ویبپاڼې محترم لوستونکي کولای شي دفارن پالیسي مجلې مقاله دلته ولولي :
د ولسمشریزو ټولټااکنو په پایلو ډير اړخونه خوښ نه دي. د رایو د تفتیش په بهیر کې داسې څرګنده شوه چې له دوه میلیون زیاتې رایې تقلبي وې، دا هغه څه و چې د افغان ولس اراده یې نه تمثیلوله. د ټولټاکنو په اړه اروپایي اتحادیې د څیړنو او پلټنو راپور تیار کړی مګر د سیاسي فشار او غبرګونونو له امله د رسنیو سره شریک نشول.
د امریکا د سمندري ځواک د مرکز یو شنونکی وایي: غني ټولټاکنې نه دي ګټلي، نوموړي تیر جولای ویلي و چې د دیموګرافۍ او شمېرو له لحاظه د غني لپاره د ټولټاکنو ګټل ناشونی کار و. نوموړی زیاتوي، له ټولټاکنو مخکې د متحده ایالاتو د احصایې مسلکي او تجربه لرونکو چارواکو د افغاني ټولټاکنو او رایه اچولو لپاره د مختلفو کمپیوتري ماډلونو کار واخیست، پایله یې دا راووته چې غني په تخنیکي لحاظ ټولټاکنې نشوای ګټلی. همدا لامل دی چأ عبدالله عبدالله له شکه پرته ټولټاکنې ګټلې دي.
د لیکوال په اند، دا ځل افغان ولس سره په پراخه کچه دوکه وشوه، د 2009 کال ټولټاکنې هم له پراخه درغلیو ډکې وې مګر هغه مهال عبدالله عبدالله، تلونکي ولسمشر کرزي ته له ولسمشرۍ تیر شو، ولسمشر کرزي عبدالله ته ډاډ ورکړی و چې د 2014 ټولټاکنو کې به ورته د ګټون فرصت برابروي. مګر ددې هر څه سربیره د روانو ټولټاکنو په بهیر کې د عبدالله عبدالله د وژلو هڅه وشوه، ددې برید پړه طالبانو په غاړه وانخیست ښایي د لیکوال اشاره د کرزي په حکومت کې داسې کړبو ته وي چې عبدالله یې په صحنه کې نشو زغملی.
د جولای په څوارلسمه د ټاکنو له مرکزونو تړل کیدو نه پس د اروپایې اتحادیې څارونکو د اټکل له مخې د ټولو رایه پهورکونکو شمېر شپږ میلیون ښودل شوی و مګر له همدې اعلان لږه شیبه وروسته د کرزي له لورې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایه ورکونکو شمیر اته میلون ته لوړ کړ، دوه میلون اضافي رایې ټولې د اشرف غني په تله کې پریوتې د لیکوال له نظره کرزي په دې ډول د غني د رایو سلنه لوړه کړه ځکه په پښتون میشته سیمو کې د رایه ورکونکو سلنه له دیرشو زیاته نه وه له دې امله د اتنیکي لحاظه غني ته د ټولټاکنو ګټل ناشوني و، د اروپایي اتحاديې د راپور له مخې د رایو شمیرل د سیاسي فشارونو په فضا کې په خورا غیر مسلکي ډول تر سره شو. لیکوال د ټولټاکنو په بهیر کې د ضیا الحق قضیې ته هم اشاره کړې او زیاتوي چې د یوې دسیسې له مخې یې غني سره په ګډه د افغانستان سویل ته ل درغلیو ډک صندوقونه استول، که څه هم اشرف غني د ټولټاکنو په بهیر کې د ضیا الحق امرخیل سره هر ډول تماس نیول رد کړل مګر دعبدالله ټیم ضیا الحق امرخیل په درغلیو تورن کړ چې وروسته بیا استعفا ته هم اړ شو.
لیکوال وایې چې په کابل کې یو شمیر بهرني دیپلوماتانو دا منلې چې په ټاکنو د ملګروملتونو دفتر یوناما د ټاکنو د کمیسییون او اشرف غني اړخ نیولی و. لیکوال وړاندې لیکې چې د یوناما له لورې د سل فیصده رایو بیا شمیرلو او تفتیش خبره د افغان وګړو تیر ویستنه ده د لیکوال وایې که حقیقت ته وګورو نو یو سلنه رایې هم نه دي شميرل شوي، د رایو بیا شمیر د عبدالله په اړخ څه ور زیات نکړل له همدې امله د عبدالله ډلې سخت غبرګون وښود. د رایو د بیا شمیرلو په بهیر کې یو امریکایي څارونکي نیویارک ټایمز ته ویلي چې: دا زما لپاره ډیره سخته ده چې په خپل راپور کې ووایم، د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د یوناما د پریکړو په اړه د غني ټیم هیڅ شکایت نلري.
متحدایالاتو باید د افغانانو د ارادې او پریکړې درښت او د دیموکراسۍ پیاوړتیا ته لار هواره کړې وه مګر ددې برعکس د اوباما ادارې د قانون له چوکاټه بهر د اجرایوي رییس چوکۍ ته لار پرانیسته او په افغان ولس یې د ملي وحدت په نوم بې اغیزه حکومت تحمیل کړ. پخوا هم د ملي حکومت په نوم اوسنۍ صحنې جنګسالاران او لوبغاړي سره راتول شوي و مګر پایلو یې افغان ولس له ستر ناورین سره مخ کړ. د امریکا د څارګرې ادارې یو شنونکی Paul Pillar وایې چې په افغانستان د ملي حکومت جوړولو نظریه ولسي ملاتړ نلري له همدې امله پایلې به یې وژنې،کورنۍ جګړه او کړکېچ وي. د لیکوال په وینا، اشرف غني باید د درغلیو له تورونو وروسته له ټاکنو لاس په سر شوی و. اوس چې دا کار و نشو، نو امریکا باید اروپایي اتحادیه دې ته اړ کړي چې د ټولټاکنو په اړه په خپل راپور کې عبدالله ولسمشر اعلان کړي. لیکوال وړاندې لیکي، غني په افغانستان کې د طالبانو په پرتله کم ملاتړ لري، له دې امله یې ټولټاکنې بایللې دي د لیکوال د اټکل له مخې، په تیرو ټولټاکنو کې اشرف غني ټولټال دولس سلنه رایې تر لاسه کړي.
د افغانستان د راتلونکي انځور په اړه وایې چې په راتلونکو څو میاشتو کې به طالبان د افغانستان سویلي برخې تر خپل کنترول لاندې راولي، په ورته وخت کې امریکا پلان لري چې په ختیځ افغانستان او شمالي پاکستان کې د تروریزم په ضد عملیات وکړي، له دې امله داسې یو ځواک ته اړتیا لري چې د طالبانو په ضد د امریکا ملا وتړي. د لیکوال په اند، شمال ټلواله کولای شي په لېولتیا سره یاد رول تر سره کړي.