
له کلونو مساپرۍ وروسته کابل ته راغلم. ښار ته په يوه کار پسې تللی وم، سوالګره مې وليده، چې ماشومان يې ترې راتاو وو او يو څه شيريخ يې ورته اخيستی و. د شيريخ پر یو ګيلاس باندې دوه درې راټول شوي وو او په خوند خوند يې خوړلو. ما ته خپل کوچنيوالی رایاد شو او هم مې بچيان سترګو ته ودريدل، چې په ژوند کې څومره توپير دی.
زه چې کوچنی وم زموږ کور په داسې سيمه کې و، چې خاوره يې شوره (مالګينه) وه، له بانجانو او لمرګلو پرته نور څه نه په کې زرغونيدل. د هغو بانجانو خوند بېل شانته و؛ اوس مې هم نه هيريږي، هر مازديګر به چې له ښوونځي راغلم، يو غټ او سور به مې وشکولو او له ډوډۍ او مالګې سره به مې د بام په سر خوړولو او له لاسونو به مې اوبه روانې وې. له بام نه به مې سيل او څار هم کولو، چې کله مې بابا جان (پلار) راځي.
بابا جان مې يو د څرمنې ډير نری بکس درلود، سهار به يې د بايسکل ميل ته ځوړند کړ او مازديګر به يې له ډيرې سودا نه دومره ډک کړی و، چې ښه به پړسيدلی او په سختۍ به يې بند کړی و.
ما به په ظاهره د مرستې په پلمه مخې ته ورمنډه کړه، تر سلام وروسته به مې بکس راوخيست، خو په اصل کې به مې تلوسه وه، چې په بکس کې به يې څه راوړي وي.
هغه مهال ډيره غريبي وه، خو هر څه طبعيي وو. د ماشومانو لپاره چې اوس کوم راز راز بسکيټونه، کولا، فانتا، جوس، شکولاد او نور راز راز خوراکي توکي موجود دي، هغه مهال نه وو.
موږ په کور کې يوازې راډيو درلوده يو څو سترنجۍ، کټونه او بسترې او يو د ګنډولو ماشين مو له څو تورو ديګونو او مسي غوريو سره ټول اسباب وو.
راډيو کې به مو له سندرو نه خوند اخيستلو او د ماشومانو کوم ځانګړي پروګرامونه نه وو او کنه په یادبه مې پاتې وای. خو بابا جان مې ډير مهربانه و او هره شپه به يې موږ ته کيسۍ هم اورولې. د ده ټول کړه وړه مې خوښ وو بې له درس راکولو؛ هر سهار او ماښام به يې راباندې درس ويلو، خور او ورور به مې په شوق سره لوستلو خو ما ته يې خوند نه راکولو.
پلار سره زموږ د ټولو مينه ډيره زياته وه، د کيسيو تر څنګ به يې لوبې هم راسره کولې چې زما مور ته به لږ شانته غيرعادي ښکاريدې؛ مالومدار، ځکه کليواله ښځه وه.
د جمعې ورځې ته به تر ټولو ډير خوشاله وو، که بازار ته به يې بوتلو نو روټ او يا کلچې به يې رانيولې او موږ به په لاره خوړلې کله نا کله به يې سينما ته بيولو او يا کوم بل د ميلې ځای ته. حضوري چمن ته د تګ لپاره به هم ډير خوشاله وو، کله به پر هغه لرګينو اسونو سپاره شو، چې له يوه محوره به راتاويدل او يا به په ډوليو کې کيناستو.
په عادي ورځو کې به مو خپله ځانونه مصروفول؛ تيلنګۍ (لولکه) مې درلوده، چې ښايي په ورځ کې به مې لس کيلومتره ځغلولوه، له نورو ماشومانومانو سره به مو راز راز لوبې کولې. کله ناکله به له رنجو (لتو) نه چا توپ هم جوړ کړ، چې تر څو به مو ليتاړې ليتاړې نکړ تر هغې به مو ورسره لوبه کوله.
لوی شوم، زلمی شوم، زده کړې مې هم وکړې او پر افغانستان باندې راغلې توپانونو او سيلابونو د نړۍ بل ګوټ ته ورسولم.
واده مې وکړ، د بچیانو څښتن شوم او الله ته مې شکرونه ايستل. دغه ماشومان لويدل او لا هم لويږي، د کوم څه ځانګړې کمښت يې نشته؛ د بريښنا او اوبو نه شتون تصور هم نشي کولی، زما درس وروکولو ته اړتيا نشته، ښوونکي يې هم سپارښتنه کوي، چې د ميندو او پلرونو د زده کړو ميتودونه پخواني دي، درس مه ورکوئ!
کور ته چې راشي، چې پر دسترخوان څو ډوله خواړه وي خو يو، يو څه نه خوري او بل بل څه! ژر يخچال ته ورشي او کوم بل شی د ځان لپاره راوخلي. په ميوه دانۍ کې څو ډوله ميوه او الماريو کې راز راز خوراکي توکي تل شتون لري.
زما کيسيو ويلو ته خو هېڅ اړتيا نشته، تلويزيون کې د ماشومانو او نور راز راز پروګرامونه، په کمپيوټرو او «پلې شټېشن» کې انلاين په زړه پورې لوبې، په سمارټ فونونو کې چت، لوبې، فیس بوک، يوټيوب او راز راز نور، د کورنۍ غړي په کوټو کې سره ويشلي. يو بل نه سره وينو! موږ خو بډايه نه يوو خو د هماغه هېواد له معيار سره مو ځانونه عيار کړي.
عجيبه ده، هر څه شته خو بیا هم د يو شي کمی احساسوم، لکه يو څه دې چې ورک کړي وي! هو رښتيا، دغه کمښت د مينې دی، مينه نشته ! يا هغه ډول نشته، چې موږ د مور او پلار سره درلوده. ښايي دا به تصادفي نه وي، چې په نړۍ کې ډير شتمن خلک ځانوژنې ته مخه کوي، ځکه کوم ارمان يې په زړه نه وي پاتې او د نړۍ له نعمتونو خوند نشي اخيستی.
داسې ښکاري، چې غريبۍ کې هم حکمت شته!!!