
موږ باید نیکسون ته انتظار وباسو چې بل حرکت تر سره کړي.
د ۱۹۷۲زېږديز کال د جولای په وروستۍ اونۍ کې یوه خطرناکه معامله او یوه پام وړ دسیسه د واشنګتن او تهران ترمنځ ترسره شوه. د جولای په ۲۶ نېټه د چهارشنبې په ورځپه هغه ورځ چې په واشنګټن کې د تهران سفارت د شاه دهغهسپین چک په اړه پوه شوچې وسلې پرې واخلي،دسپینې ماڼۍ سلاکارجانهیرلیچمن یو ځل بیا د ولسمشرد شخصي وکالت لپاره د پټو پیسو د زیاتولو د قانوني بنسټ څخه د هیربرت کالمبیچد بیاټاکل کېدو ډاډ ورکړ. پنځه اونۍ مخکې د جون په ۱۷ سهار وختي په واشنګټن کې دواټرګېټ په ودانۍ کېد ملي ډیموکراتیکې کمېټې د دفترونو د دروازو د ماتولو او بیاد ور دننه کېدو په تور ۵ تنه ونیول شول.پولیسو کشف کړه چېدغه کسان چې د DNCدفترونو دننه خبرې یې ثبتولې دا د ولسمشر نیکسون په بیا ټاکل کېدو پورې اړه لري. په داسې حال کې چې ددې غلا انګېزه او سبب معلوم شي، نیکسون او د هغه سلاکاران په دې هڅه کې و چې په دې تړاو پلټنې بندې شي چې ممکن دا پلټنې په دغه او ورته نورو سیاسي چارو اوفساد کېددوی ونډه هم په ډاګه کړي.ایرلېچمن، کالمبیچ ته وویل چې همدا اوس په سلګونو زره ډالرو ته بېړنۍ اړتیا ده چېد قانوني دفاع او نورو لګښتونو فیس ورکړو. هغه خبر دارئ ورکړچې که رسنۍ ددې غوښتنې او له ډالرو د ډکو بیکونو په اړه خبرې شي، دوی به زموږ په سرونو مېچنې را تاو کړي.
د جولای په ۲۷ نېټه دایران د دربار وزیر اسد الله علمد امریکا له سفیر جوزف فرلنډ سره د ایران د بیرجند په ولایت کې وو. دوی دغې سیمې کې د پوځ له تاسیساتو د درې ورځنۍ لیدنې په دویمه ورځ بوخت وو. ددې ۶ ساعته هوايي څارنې پرمهال د امریکا د راتلونکو ټاکنو مسئله راپورته شوه. هغه د خپلو یاداښتونو په کتابچه کې لیکلي چې نور څه پېښ شول.« کله چې د ټاکنو عملي برخې ته را وګرځېدو، سفیرله ما یوه غوښتنه وکړهان له اوس څخه ۵۰ کال وروستهبه هم زه ددې ویرې له کبله دا مسئله افشا کړمچې دغه مسئله به زموږددواړو دوستو هېوادونو ترمنځ اړیکې په نه جبرانیدونکي ډول خرابې کړي. بنا ددې لپاره ما د هغه پوښتنې ته تور او سپین ځواب ورنه شو کړئ.زه ویلی شم چې دا د نیکسون د ادارې او د ایران د شاه ترمنځ پر یوه او بل د باور او تکیې د لرلو ښکارندويي کوي او ولسمشر غواړي چې شاه ته یې پیغام ور سیږي.»
ښاغلي علم ژمنه وکړه چې د نیکسون غوښتنه به شاه ته ورسوي.هلته د جولای په ۲۸ د جمعې په ور ځ په داسې حال کې چې علم او سفیر فرلنډ د بیرجند له سفر څخه لا نه وو را ستانه شوي، په واشنګټن کېد نیویارک والي نیلسن روک فیلر د ماسپښین په ۲ بجو او ۵۸ دقیقو تېلیفون وکړ. نیلسن او کیسنجر په خپلو کې ډېرې ځانګړې اړیکې سره درلودې. «هغه په راکي باندې مشهور واو د راک فیلر سټنډرډ تېلو د کمپنۍ او پانګېلوړ پوړی وارث او دریاست لپاره همیشنی کاندید و. هغه د ایران له پهلويکورنۍ سره هم خورا تودې اړیکې پاللې او پر دې سربېره کیسنجر د هغهداسې شخصي ملاتړی ملګری و چې د یو کار د ترسره کولو امر یې پرې کولی شو.»
روک فیلر کیسنجر ته وویلچې یوه مهمه سیمه ییز هد دفاعي برخې قرار دادي کمپنۍ (ګرومن کارپورېشن)به هغه مهال دړې وړې شي، که هغه ته د F-14 جټ جنګي الوتکو او د اوږده مزل کونکو الوتکو د جوړېدو په څېر ستر تړون ور نه کړل شياو یا یې هغه تړون ونه ګټي. په ایسلڼد کې مېشت د ګرومن شرکت تر دې دمخه د فضايي الوتکو د جوړولو تړون بایللى واو را کفیلر وویل چې د ورته یوه تړون له لارې د نویوپیسو د نه و را رسېدو په صورت کې کېدای شي هغه بیخې له خدمت څخه وغورځیږي.روک فیلر په دې پوهېده چې د ایران شاه لېواله دی چې د امریکا له متحدو ایالتونو یو شمېر F-14 جټ الوتکې واخلي، خو تر ډېره هغه (شاه) ډېر لېواله وچې ۳ سکواډرون اېف ۱۵جنګي الوتکې له واشنګټن څخهپه بیه تر لاسه کړي. شاه د الوتکو د لېږد، هېڅ ډول الوتکه یا بیړۍ نه در لوده، نو د اېف ۱۴ جټ الوتکو اخیستل د شاهاو د ایران د هوايي ځواکونو لپاره ډېر لومړیتوب نه لاره، خو بیا هم دا کومه لویه مسئله نه وه، ځکه چې شاه له امریکا څخه د اېف ۱۴ جنګي الوتکو د اخیستو غوښتنه هم کړې وه. روک فیلر له کیسنجر څخه وغوښتل چې د ایران له باچا څخه وغواړي چې په کافي شمېر کې دF-14 جنګي الوتکو د جوړولو فرمایش ورکړي چې په دې توګه ددغو الوتکو د تولید سوداګریزه چاره دوام وکړي او دوی هم خپلې اړتیاوې پرې پوره کړلی شي. او بیا دې دا ترې وغواړي چې ددغه کار لپاره د ګرومن شرکت د ایران د خوښې وړ کمپنۍ په توګه غوره کړي.روک فیلر په ډیرې اسانۍ سره د امریکا د ملي امنیت له سلاکار څخه وغوښتل چې دفاعي تړون ته سر او سامان ورکړي. هغه په ډاګه کړه چې ددفاع وزیر لاییرډ غواړي چې دغه پلان په ستوني کې خفک کړي، خو د لویو درستیزانو د ګډې کمېټې مشر امیر البجر المو زامول هم لېوال دی چېF-14 الوتکې جوړېشي او په غیر مستقیم ډول د لاییر تر شا ددغه کار د عملي کېدو لپاره کار کوي.د ایران د شاه مداخله به په دغه برخه کې نورې ستونزې را پېښې او د زامویلټسد مبارزې لارې ته به تغیر ورکړي.
روک فیلر دا هم په ډاګه کړه چې د ګرومن شرکت ساتل ددغه لپاره هم ضروري دي چې د راتلونکي نوامبر په ټاکنو کې نیویارک د نیکسون د بري ټکټ شياو دخپل ایالت لړزیدلى اقتصاد وژغورلی شي. هغه وویل « ښاغلی کیسنجر؛دا کار به هم له سیاسي او هم له مالي دواړو اړخونو زموږ او ستاسيستر ساحلي ایالت نیویارک وساتلی شي. دا کار به دارنګه .... همدغه کمپنۍ هم له دیوالي کېدو بچ کړي.» کله چې کیسنجر هغه ته ځواب ورکړ چې هغه هم ددې چارې سخت لېوال دی، روک فیلر ډېر خوشحاله او سخت احساساتي شو. « اوه زما خدایه که دا کارهمداسې وشي نو دا به ډېرپه زړه پورې او خوندور کار وي چې له یو پلوه به د ګرومن کمپنۍ له ماتېدو وژغوري او له بل پلوه به د F-14 جټ الوتکو ژوند وژغوري چې ما یې د له لاسه تلو وېره درلوده.»
سبا د شنبې ورځ وهاو د جولای ۲۹ نېټه. د ماسپښین په یوه او۴۵ دقیقو د ملي امنیت سلاکار، روک فیلر ته ټیلیفون وکړ چې هغه ته دغه په زړه پور ې خبر ورکړي( موږ دغه وضیعت ته وکتل او ددفاع وزارت ته مو وویل چې دوی ددغو الوتکو د جوړېدو په مسئله کې مخ ته ولاړ شي او له ایرانیانو سره دې خبرې اترې وکړي، البته اوس نو دا په ایرانیانو پورې اړه لري چې غواړي دغه الوتکې واخلي که نه؟خو موږ په دغه برخه کې بند سړک پرانیست.)
د کیسنجر لهجه په دغه برخه کې ډېره روښانه نه وه. دا تصور چې کېدای شي د ایران باچا هغه وړاندیز رد کړي چې له خپلې اړتیا زیاتې F-14s جنګي الوتکې واخلي هغه نا سم را وخوت. دا داسې وړاندیز ولکه چې په یوه نایټ کلب کې تږي شرابي ته له شرابو ډک جام وړاندې کړې. کیسنجر او روک فیلر له شاه سره دغه خطرناکه او د ایران د اقتصاد ځپونکې لوبه پرمخ بېوله چې بلاخره د روک فیلر د سیاسي ژوند د پای سبب هم شوه. د دفاع یوه پخواني وزیر جیمز سچلیزنجر په خپلو یاداښتونو کې ویلي چې(د ایران شاه د عصري ټیکنالوژۍ د تر لاسه کولو په خپل بې اندازې غوښتنو کنترول نه لارهاو ددې وړتیا یې هم نه درلوده چې ددې خریدارۍ پر وړاندې ټینګ شي.)
کیسنجر روک فیلر ته وویل چې زموږ له سفیر سره پټه همکاري وکړه. یانې له سفیر جوزف فارلنډ څخه وغواړه چې له ښاغلي علم سره په دې اړه پټې خبرې اترې وکړي. اسدالله علم چې د ایران د دربار وزیر و د شاه له ډېرو نږدې باوري دوستانو څخه واو دارنګه د هغه او دامریکا د سفیر ترمنځ مناسب منځګړی و.نو وپتېل شوه چې دا ډېرمناسب وخت دی چې سفیر فرلنډ له ښاغلي علم سره د بیرجند په سفر کې همدا شېبه یوازې دی. دارنګه د جولای په ۲۹ نېټه اسد علم نوشهر ته الوتنه وکړه چې شاه ته د خپل ترسره کړي سفر په اړه معلومات ورکړي. هغه د خپلو یاداښتونو په کتابچه کې لیکلي چې هغه دا سفر ددې لپاره تر سره کړ چې د نیکسون ځواب تر لاسه کړي. کله چې شاهدا واورېدل هغه ژر دغه معامله ومنله او د تر سره کېدو لارښوونه یې وکړه. د وروستني چینل هڅو د اګست تر ۱۴ نېټې پورې دوام وکړ او وروسته دغه مسئله سړه شوه.
امریکایان تر دې وروسته د دوبي په موسم کې په نویو پېچلو او سختو لوبو کې په ښکېلېدو وو. فرلنډ او اسد الله علم د ولسمشر نیکسون د ټاکنیز کمپاین په مسئله بحثونه وکړل او د همدې ۷۲ ساعتونو په دوره کې کیسنجر تهران ته د اېف ۱۴ جنګي الوتکو د تړون وړاندیز وکړ، هغه تړون چې روک فیلر خورا مهم سیاسياو اقتصادي خوځښت ګڼلی و.روک فیلر کیسنجر ته وویل چې د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د ایران لخوا د جنګي الوتکو د اخیستو وړاندیز به د هېواد پنځم ستر دفاعي قراردادي شرکت له ماتې وژغورياو دنیویارک د اقتصاد له ښه کېدو سره به مرسته وکړي چې د جمهوریت غوښتونکو کلک سیاسي ډګر دی اود نوامبر میاشتې په ټاکنو کې به ددغه ګوند دریځ په دغه ښار کې پیاوړی کړي.ګرومن کمپنۍ هم د ۱۹۷۲ کال په ټاکنو کې د ولسمشر نیکسون د ټاکنیز کمپاین د پرمخ بیولو لپاره یو میلیون ډالرمرسته وکړه چې نیکسون بیا ولسمشر شي.د په لاس راغلو اسنادو پربنسټ چې تر ټولو باوري هغه یې د علم له رازونو ډګه د خاطرو کتابچه ده چې هغه په کې ویلي، ګډې هڅې روانې وې چې د اېف ۱۴الوتکو د اخیستو تړون تر سره شي، ځکه چې دا کار د دواړو تهران او واشنګټن په ګټه بلل کېده.البته تر هغه چې کیسنجر او فرلنډ یې تصور کاوو دغې معاملې زیات سیاسي اهمیت وموند، شاید په دې مانا وي چې په دې کار سره ولسمشر نیکسون د خپل دیمو کراټ سیال پر وړاندې خپل بری باوري کړ او د بیا ټاکل کېدو له خطره ډکه چاره یې په دغه ایالت کې یقیني شوه.د نیکسون ملګري شاه بلاخره د ۸۰ اېف ۱۴ جنګي الوتکو د اخیستو امر ورکړ چې د ګرومن کمپنۍ دې ورته جوړ کړي چې ټول ارزښت یې ۲ میلیارد ډالره شو. دا یادونه باید وکړم چې له ۱۹۷۲ تر ۱۹۷۳ کاله پورې د ایران د تېلو کلني عواید ۲ عشاریه۸ میلیارد ډالرو ته رسېدل. هغه فشار چې د شاه دغې معاملې د ایران په اقتصاد غورځاو د محاسبې وړ نه و.
یو امکان چې کېدای شي اوس یې رد نه شو کړیداوچې فرلنډ د ایران د دربار له وزیر علم څخه غوښتني وو ددې پرځای چې ډېرېF-14 جټ الوتکې واخلي، ښه داده چې د مختلف ډول الوتکې را ونیسئ. له کلونو کلونو راهیسې داسې اوازې وې چې د شاه د تېلو پیسې په یوې لارې د واټر ګېټ له چارو او په ۱۹۷۲ کال کې د نیکسون د ولسمشرۍ د ټاکنیز کمپاین سره تړل شوې وې. هغه مهال چې فرلنډ له ښاغلي علم سره د بیرجند ولایت په سفر بوخت وو ایرلچمن او هاربرت کالمبیچ په دې خبرو بوخت وو چې د واټر ګېټ دپېښې د دفاع او غلې کولو لپاره په بېړنۍ توګه د پټو پیسو را تلو ته سخته اړتیا ده. د واټر ګېټ د ودانیو د دفترونو د ماتېدواو غلا کېدو پېښې ته د نیکسون د ټاکنیز کمپاین پټې لس میلیون ډالره پیسې ور کړل شوې چې د مکسیکو ښار د یوه بانک لخوا دغه تورې پیسې سپینې شوې. دغه پیسې چې سویلي پولو ته واستول شوېورته د نیکسون د مکسیکويي وینځلو نوم ورکړل شو. بانک د واټر ګیټ د غله برنرډبارکر لپاره چې د سي. ای. اې یو پخوانی کار کونکی او د کیوبا د یرغل پرمهال په ۱۹۶۱ کال کې د پیګ په ټاپو د برید مشر پلانونکی وهغه ۸۹ زرو ډالرپه مکسیکو ښار کې د بانکو انټرنېشنل بانک څخه د۴ چکونو له لارې نغد وویستل. د واټر ګیټ د غلا د ورځو په جریان کې سپینې ماڼۍ په ډېرې بېړې سره د FBI د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې د هغو پلټنو د بندیدو هڅه وکړه چې د مکسیکو يي پیسو په اړه وې چې لکۍ یې ان سپینې ماڼۍ ته رسېده. د سپینې ماڼۍ سلاکارانو اېچ. ار. باب هلډمن، ایرلیچمن اود سي. ای. اې مشر هلمس سپینې ماڼۍ ته ور وغوښت او هغه ته یې وویل چې ( د ولسمشر غوښتنه داده چې سي. ای. اې دمکسیکو په ښار کې د اېف. بي. ای کارونه او پلټنې ودروي، خو دایې ورته ونه ویلي چې ولې.دوی له ښاغلي هلمس څخه وغوښتل چې په درواغو یوه جعلي کیسه جوړه کړي او داسې دې ووايي چې ددوی د ډلې تحقیقات به د هغه د ادارې یو پټ عملیات له خطر سره مخامخ کړي.
مقاله لیکونکی جیک انډرسون د واټر ګیټ بانک وهونکي فرنک سټور جیس ته نژدې شو. په هغو میاشتو کې چې دغله تعقیب روان وانډرسون ته داسې معلومات ور رسېدل پیل شو چې ښکاروله یې د ایران پیسې په یوه ډول د نیکسون د مکسیکو د مردارو پیسو سره اړیکه لري.دوو پخوانیو لوړ پوړو غمجنو ایراني حکومتي چارواکو خبریال انډرسون ته وویل چې( شاه په سلګونو زره ډالر د نیکسون د کمپاین لپاره واستول)هغه په دې اړه پلټنې ژورې کړې. د سویس د بانکونو منابعو ښاغلي انډرسون ته تایید کړه چې ( د ایران شاه څه باندې یو میلیون ډالرپه سویزریچ بانک کې له خپل شخصي اکونټڅخه په مکسیکو سیټي یا د مکسیکو په پلازمینه کې د بانکولانګریسي مکسیکو بانک ته واستول.) دغه کار یو حس رامنځ ته کړ، ځکه دا معلومه وه چې د نیکسون له کمپاین سره د مرستې لېواتیا کمه شوې وه او داسې تصور کېده چې د یو میلیون ډالرو په اندازه مرسته به کمه شوې وي. د سنا پلټونکو هم خپلې پلټنې پیل کړې وې، خو د ایران اړخ ددوی لپارهلکه د انډرسون په څېر لومړیتوب نه لاره. سره له دې چې دوی ډېرې هڅې وکړې،خوپه دې ونه توانېدل داسې اسناد ومومي چې وښيي شاه د نیکسون په چټل حوض کې په لامبووهلو کې شریک وو که نه. خو شک لاپاته وواو د واټر ګېټ په پیښه کې د شاه د پوره ښکیلتیا دامکان پوره حقیقت اوس داسې ښکاريده چې را په ډاګه کیږي.یوه پلټونکي انډرسون ته ویلي وو چې (دا له رمزه ډکه مسله ده).
وروسته په ۱۹۷۴ کال کې انډرسون د ایراني ډیپلوماټانو او د نیکسون د بهرنیو چار د پخواني وزیر ویلیم روجرز لخوا له سخت فشار لاندې راغی چې اوس یې حقوقي شرکت د شاه استازیتوب کاو. انډرسون لیکلي دي چې(زموږ په پلټنو کې بهر ته لکه تهران، جینوا، بن، مکسیکو سیټياو نورو لرې پرتو سیمو ته شوي تېلیفونونه هم شامل وو چې ښکاره شوه ایرانیان په کې ډېر بې میله و. ( نا ببره موږ وموندل مخکې له دې چې موږ تېلیفون وکړو ایراني چارواکي زموږ تېلیفو ن ته سترګې په لار و و. ) انډرسون دغه ډول پرمختګ یا لاسته راوړنې ته ډېر خوشحاله وو.
په ۱۹۷۲ کال کې د سي. ای. اې مشر ریچارډ هلمس خپل ۱۶ کسان ددې لپاره وګمارل چې د خبریال انډرسون او د هغه د تحقیقاتي خبریالانو جاسوسي وکړياوان خبریال انډرسون دې غرمنۍ ته را وبولياو له هغه څخه دې د پلټنو د پیاوړتیا په موخه مشخصې پوښتنې وکړي. د سي. ای. اې څارونکي عملیات (چټل عملیات) هغه مهال پای ته ورسېدل چې انډرسون د سي. ای. اې د جاسوسانو میزته داسې مهال راغی چې خپل ۹ تنه ملګري یې په کمرو سمبال کړي وو چې ددوی د هرې شېبې تصویرونه واخلي.
په ۱۹۷۲کال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس علي خلاتبري وواو په واشنګټن کې یې دغه مهال سفیر امیر ارسلان افشار نومېده.دغه یو هم د شاه د کورنۍ کړۍ غړي نه وو. اردیشیر زاهدي ټینګار کاوه چې کله هغه د بهرنیو چارو وزیر او یا سفیر په توګه خدمت کاوه هېڅکله هم د شاه پیسو د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو اغېز نه لاره. په بله مانا دی ردوي چې د شاه نغدي مرسته دې امریکا کې له یوې غاړې د ملاتړ په موخه ټاکنیز کمپاین کې کارول شوي وي. په داسې حال کې چې په ۱۹۷۲زېږديز کال کې په سیاسي ډکر کې د زاهدي نشتونهم مهاله و د نیکسون اوشاه ترمنځ له سخت تړون سره. که د شاه لخوا د نیکسون د ټاکنیز کمپاین لپاره پیسې هم استول شوې وى دا به په دې مانا وي چې ښاغلی زاهدي په تیاره کې ساتل شوی و. د اسد الله علم یاداښتونه ښيي چې هغه او سفیر فرلنډد نیکسون تر بیا ټاکل کېدو پورې تړلو مسئلوکې په ګډه غیر مستقیم کار کاوه. کله چې د خبریال انډرسون تورونه دوه کاله وروسته په ډاګه شول، ښاغلی زاهدي په واشنګټن کې ددويم ځل لپاره د ایران د سفیر په توګه دنده ترسره کوله. هغه له ښاغلي روجرز څخه وغوښتل چې خبریال انډرسون تر قانوني پلټنو لاندې ونیسي، خو دغه موضوع یې تر هغه وروسته بېرته پرېښوده چې روجرز په ځواب کې ورته وویل، که غواړې چې داسې وشي نو د ایران باچا باید د یوه شاهد په توګه په محکمه کې حاضر شي. انډرسون په تېروتنې سره په دې باور وچې د ایران د سفارت د چارواکو او د روجرز د دفتر لخوا د تندو قهریدلو تېلیفونونو ورکېدل په خپله یو سند دی چې شاه د پیسوپه ورکړه کې ګناهکار دی. په واقیعت کې تېلیفون دښاغلي زاهدي لخوا ددې لپاره کېده چې د شاه نوم له دغې مسئلې پاک کړي.
موږ کېدی شي هېڅکله هم ددې مسئلې په حقیقت پوه نه شو. په هره پېښه کې د انګېزې پوښتنه نه شي مطرح کېدای. د واټرګېټ د قلفونو ماتېدلو وښووده چې کله دغه مسئله سیاسي شوه، نو ریچارډ نیکسون سخت وارخطا او بې سېکه و.د فدرالي زېرمې مشر ارتر برنزپه خپله کتابچه کې لیکلي چې( دټاکنو په اړه د ولسمشر تشویش ما وېروي.)( ایادلته داسې څه شته چې هغه د بیا ټاکل کېدو لپاره نه وي تر سره کړي؟ زه په هغه باندې خپل باور له لاسه ورکوم، او زما زړه ناروغه او خفه دی.) که نیکسون د ۱۹۷۲ کال د جولای په وروستۍ اونۍ کې اړتیا پیدا کړې وي چې پیسې ومومي،نو د پوښتنې ځای نه شته،ځکه چې هغه د پیسو موندلو لپاره مناسب کس ښاغلی فرلنډ لاره.فرلنډ لا دمخه له چین سره د خبرو اترو د پرانیستې پرمهال د نیکسون او کیسنجر دحساسو غیر مستقیمو اړیکو د ټینګولو په برخه کې خپل ارزښتاو وړتیا ثابته کړې وه. په تهران کې د فرلنډ کاري ریکارډوښووله چې هغهپه مستقیم ډول له ښاغلي کیسنجر سره څومره پراخې اړیکې لرلې. د ۱۹۷۲ کال د فبرورۍ د یوې تېلیفوني اړیکې متن د کیسنجر د مجبوریت اندازه ښيي. ( ښاغلی فرلنډ موږ باید یو څه پیدا کړو، هغه په چین کې له موږ سره مرسته وکړه او هغه ډېر بد وخت لاره او موږ ورسره ژمنه وکړه چې له دغه وضیعته به یې را وباسو.) فرلنډ دټاکنو د کال پرمهال د تهران لپاره ډېر ښه مناسب دیپلومات و. کلونه وروسته د هغه یو پخوانی همکار له هغه سره ویني او پوښتنه ترې کوي چې بیرجند ولایت ته له ښاغلي اسد الله علم سره د سفر پرمهال یې پر څه له هغه سره بحث وکړ؟ هغه په ډېره تند او خشن ډول په ځواب کې وویلې چې ( زما شونډې مهر شوې دي.)
اوس دنغدو پیسو او باور یا ضمانت وخت دی
نیکسون او کیسنجر په دې باور وو چې دوی په تهران کې له خپل شریک ملګري سره مهم باور رامنځته کړى دی اوښه ملګرتیا یې جوړه کړې. دوی د ایران شاه ته ددې چانس ورکړ چې د تېلو د بیو په پورته کولو کې مخ پر وړاندې ګامونه پورته کړي. دوی د وسلو د خرڅلا محدودیت پر تهران لرې کړ او په دې یې موافقه وکړه چې د شاه د غوښتنو لیست ته به مثبت ځواب ورکوي لکه د لایزري لارښود بمونه،پرمختللي توغندي، جټ جنګي الوتکې بلوسویټرز تخنیک اوپه عراق کې له یاغیانو سره د سي. ای. اې ملاتړ. د اېف ۱۴ الوتکو تړون د عملي کېدو په درشل کې و. دوی دارنګه په دې هم موافقه وکړه چې د تهرن او د امریکا د لس انجلس د ښار ترمنځ چې ډېر ایراني تبعیدیان په کې ژوند کوي د الوتکو تګ را تګ هم پیل شي. په دې سره بیا ولیدل شو چې نیکسون او کیسنجر یو ځل بیا د ایران شاه ته په کم نظر وکتل.
د ۱۹۷۲ کال د اکټوبر په ۲۰ نېټه د امریکا د ولسمشرۍ له ټاکنو ایله ۱۷ ورځې دمخه نیکسون او کینسجر تصمیم ونیو چې د خپلو معاملو پیسې نغدې کړي. سفیر فرلنډ ته د سپینې ماڼۍ لخوا د بهرنیو چارو د وزارت په مټ یو یاداښت ور ورسېد چې هغه ته په کې لارښوونه شوې وه چېد ایران له باچا رضا شاه سره بېړنۍ ناسته وکړي. هغه ته وویل شو( داسې وښيه چې تاسو د ولسمشر د لارښوونو پر اساس کار تر سره کوئ) په تېلیګراف کې روښانه شوې وه چې ولسمشر ریچارډ نیکسون په یوه ډېره بېړنۍ مسئله کې د ایران د شاه عاجله مرسته غواړي چې په کې د کیسنجرپټې ډیپلوماټیکې هڅې شاملې دي چې د امریکا د ټاکنو له ورځې د مخه د وېتنام روانه جګړه پای ته ورسوي. تر دې یوه ورځ دمخه کیسنجر په جګړې کې د امریکې له متحد د سویلي وېتنام له ولسمشر نګوین وان تایو سره د ترسره شوي کار د باور د روان را پیښیدونکي وضیعت په اړه خبرې وکړې. کیسنجرپه پټه د شمالي وېتنام له مشرانو سره د سولې په ټینګښت د سویلي وېتنام د ولسمشر له شا خبرې وکړې.کله چې ښاغلي وان تایو ته د سولې د معاملې شرایط او څرنګوالی روښانه کړی شو هغه وویل چې (زه غواړم چې دکیسنجر خوله ور ماته کړم).کیسنجر یوازې له تروجن هورس څخه د سایګون د ښار تر پایه پورې د سیمې د برابر والي څارنه او کنټرول تر سره کوي. کله چې دکیسنجر خپلو کارکونکو د معاملې د اخلاقو په اړه شک راپورته کړ، هغه (کیسنجر) په دوی غږ وکړ(تاسو نه پوهیږئ. زه غواړم چې ددوی شرطونه ووینم،زه غواړم چې دغه جګړه د امریکا له ټاکنو دمخه پای ته ورسوم.دا کار تر سره کېدای شي او دا کار باید وشي).
ددې لپاره چې د سولې د ټینګښت شرطونه د سوېلي ویتنام ولسمشر ته د منلو وړ شي، سپینې ماڼۍ په ډېرې بېړې سره په نړیواله کچه پټ عملیات تر سره کړل. په دغو عملیاتو کې د ۲ میلیارد ډالرو په ارزښت سوېلي ویتنام ته د هوا له لارې د پوځي وسایلو لېږد شامل و چې د سولې د تړون تر عملي کېدو دمخه چې ممکن د وسله والو ځواکونو د تجهیز او پر وسلو د نور سمبالښت مسئله په کې کېدی شي ودرول شي، دولسمشر تایو دفاعي قابلیت لوړ کړي.د ایران شاه ته هم لویه تمه وه چې سوېلي ویتنام ته د نظامي وسایلو د ورکړې په دغو سترو عملیاتو کې د امریکا د یوه نږدې ملګري په توګه خپله ونډه ترسره کړي.
له شاه څخه وغوښتل شول چې دوی له سوېلي ویتنام سره د پوځي وسایلو مرسته وکړي او امریکا دا ژمنه کوي چې ددوی ددغو وسایلو په بدل کې به نوې پرمختللې وسلې او مشینري ایران ته ورکوي. په دې لانجمنه مسئله کې د شاه رول ښکارېده چې له نیوکو ډک دی.کیسنجر په پټه په غیر رسمي ډول د یران پر شاه غږ وکړ چې د خپل هوايي ځواک ۹۰ پروازه F-5As الوتکې موږ ته را کړي. دا ډېره ستره او فوق العاده غوښتنه وه. دغه الوتکې په ډېرې بېړې سره بېرته ترمیم او ژر به یې سوېلي ویتنام ته واستوي.
کیسنجر وايي، هغه ددې غوښتنې د اهمیت دڅرنګوالي په طبیعت پوهېده، چې د ډېرې مهمې مسئلې لپاره یې وړاندې کړې وه. هغه ټینګار وکړ چې په ۲۴ ساعتونو کې د تهران د شاه له ماڼۍ څخه ځواب ته په تمه دی. سفیر فرلنډ ته سپینې ماڼۍ په معمول ډیپلوماټیکه ژبه وویل چې داسې په روښانه ډول خپله غوښتنه له ایران څخه وکړي چې سبا د ناسم تفسیر لپاره په کې ځای نه وي پاتې((اوس د دې وخت دی چې نغدې پیسې او پور ترلاسه کړو، موږ ددې ضمانت نه شو کولی چې د ویتنام د سولې تړون به په دغه حرکت سره ډاډمن شي، خو له دې پرته به د سولې سناریو اساساً تیاره وي.))
د یران باچا رضا شاه پهلوي احساس کړه چې هغه په دې معامله کې برلاس لري او پرېکړه یې وکړه چې دغه سخته لوبه پرمخ یوسي. هغه ټینګار وکړ چې غواړي په سوېل ختیځه اسیا کې د سولې په ټینګېدو کې مرسته وکړي. خو هغه تیاری وښود چې نیکسون ته د ۳۲ سکواډدرون F-5A الوتکو له ډلې یوازې دوه دغه ماډل الوتکې ورکړي.
هغه د امریکې سفیر فرلنډ ته وویل چې د ډېرو جنګي الوتکو ورکړه او له هوايي فعالیت څخه د هغو ایستل به د ایران دهوايي ځواکونو د روزنې نوی پیل شوی پروګرام له فشار سره مخ او اغېزمن کړي.دتاوان په بدل کې یې هغه له امریکا څخه وغوښتل چې ((ایران ته دې واشنګټن د نظامي وسایلولکه: نویو F-5A او F-4A الوتکو او دځینو نورو وسایلو د تخنیک د ورکړې چارې ته چټکتیاورکړي او واشنګټن دې هغه ژمنه پوره کړي چې په امریکا کې د ایراني پیلوټانو د روزنې دشمېر دزیاتولو په اړه کړی.))
د کیسنجر د پېژندګلوۍ د لیکونکي والټر ایساکسون په خبره چې له پخواني ولسمشر سره یې مرکه کړې، نیکسون تیاری ونیو چې د سولې بهیر د ټاکنو له ترسره کېدو سره سم په څنډه کې وساتي. خو سوېلي ویتنام ته د پوځي تجهیزاتو د ورکړې لوی عملیات په خپل درز کې روان وو او کیسنجر دوسایلو د لېږد دغه چاره پرمخ روانه کړې وه.
د اکټوبر په ۲۵نېټه نیکسون په غوسه او هغه مهال حیران شو چې کیسنجر د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال ته دا پټ خبر ورکړ چې هغه په سوېل ختیځه اسیا کې د سولې پر شرایطو خبرې ترسره کړې دي. په دا سبا ورځ کیسنجر را ولاړ شو او د تلویزیوني کمرو پر وړاندې یې په ډراماتیکه توګه روښانه کړه چې: ((موږ په دې باور یو چې سوله زموږ په لاس کې ده. موږ په دې باور یو چې په دې تړاو یو تړون د رامنځته کېدوپه حال کې دی.)) د سولې د تړون خبر هېواد ته برېښنايي ټکان ورکړ؛ د اسهامو مارکېټونه پورته وختل او د نیکسون د رایې ورکوونکو شمېر یې یو په یو لوړ کړ. سره له دې چې کوم تړون تر اوسه نه وو وروستی شوی خو بیا هم امریکايي رایې ورکوونکو غبرګون وښود او دغه خبر ته یې مثبت ځواب ور کړ.
د سوېلي ویتنام ولسمشر تایو په خپله ماڼۍ کې غمجن و او هڅه یې کوله چې دغه معامله ښه ترسره شي او واشنګټن تر فشار لاندې راولي چې په دې سوله ییزه معامله کې ډېر امتیاز ورکړي.
د اکتوبر په ۳۰مه نېټه له ټاکنو ایله یوه اونۍ مخکې په تهران کې د امریکې سفیر ته لارښوونه وشوه چې بیا نیوران ماڼۍ ته ورشي او د نورو ۱۶ الوتکو غوښتنه هم ترې وکړي. د امریکې د سفیر فرلنډ او شاه ترمنځ په دې تړاو ناسته د سبا ورځې د ماسپښین په ۳ بجو تنظیم شوه. د فرلنډ د غوښتنې په ځواب کې شاه یو ځل بیا د خپل هوايي ځواک د روزنې د ګډوډېدو اندېښنې ته اشاره وکړه او بیا یې زیاته کړه چې د زیاتو جنګي الوتکو ورکړه به د ایران دهوايي دفاعي ځواک نظم کمزوری کړي او هېواد به یې د عراق د ناڅاپي برید پر وړاندې اغېزمن کړي.
فرلنډ د شاه دغه پلمه داسې و انګېرله چې باید د شاه خوله په نورو چاکلېټونو خوږه کړی شي. کله چې هغه له شاه څخه بهر کېده هغه د شاه پر مېز یوه پاڼه کېښوده چې په کې د هغو شیانو لېست ذکر شوی و چې امریکا غوښتل ایران ته یې ورکړي.
په دې ډله کې دا ژمنه هم شوې وه چې د ایران نظامي اړتیاوو ته به امریکا ډېر پام وکړي او ډېر لګښت به پرې وکړي. سفیر فرلنډ واشنګټن ته ولیکل چې: ((موږ باید شاه ته یو لړ نور هڅونکي شیان هم وړاندې کړو، چې د هغه ملاتړ ترلاسه کړو . ... باور لرم چې موږ باید هغه هڅې وکړو د شاه سخاوت ترلاسه کړو او که موږ له شاه څخه نورې الوتکې غواړو باید په مقابل کې یې هر څومره ژر چې کېدی شي تهران ته نورې الوتکې ورکړو چې د دغو الوتکو د ځای د خالي کېدو بهانه یې له منځه ولاړه شي.
درى درجنه الوتکې لا دمخه د ویتنام سایګون ښار ته استول شوې وې او د اېف5As الوتکو وروستۍ جوپه چې له ایران څخه باید ور استول شوې وای د هغو په اړه لاهم له ایران سره خبرې روانې وې او د نوامبر په لومړۍ اونۍ کې کله چې ددفاع وزارت په تېروتنې سره داخبره خلکو ته په ډاګه کړه خو د نظامي وسایلو د ور استولو د عملیاتو جزئیات یې پټ وساتل.
په تهران کې د امریکې سفیر فرلنډ د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه استول شوي لیک کې وویل، چې شاه پر دې مسئله ډېر غوسه شوى و. په دې کې شک نشته چې شاه به ددې لپاره په غوسه و چې د هغه باور ته زیان ورسېد، خو داهم سمه ده چې د دربار وزیر اسد علم هېڅکله فرصت د لاسه ورنه کړ او د سفیر دغه تېلیګراف ته یې پکه ووهله.
هغه او رضا شاه د کیسنجر د سولې د پلان د په ډاګه کېدو له فرصت څخه ښه ګټه پورته کړه او هڅه یې وکړه چې له نیکسون څخه ډېر نور امتیازات هم ترلاسه کړي. خو سفیر فرلنډ دشاه په درد او خفګان قانع شوی و او واشنګټن ته یې د یوه احساساتي لیک د استولو ډز وکړ او داسې یې په کې ولیکل: ((د ښه نیت فضا او زموږ د وړاندیز په اړه د شاه د همکارۍ را تلونکو هیلو ته سخته صدمه یا زیان رسېدلی دى.)) د شاه باور په دغه کار سره زیانمن شوی (د نه باور وړ تېروتنه)
د کیسنجر د سولې ستراتیژي د۱۹۷۲ کال د نوامبر د ۷مې نېټې په ټاکنو کې د نیکسون په بیا ټاکل کېدو سره مرسته وکړه. پر همدې مهال ناببره سوېلي ویتنام د نړۍ څلورمه درجه پیاوړی هوايي ځواک ترلاسه کړ. کله چې ټاکنې پای ته ورسېدې د بهرنیو چارو وزیر الکسیز جانسن په تهران کې خپل سفیر ته وویل چې د تهران د الوتکو موضوع خوشې کړي. هغه له شاه سره هغه بحث پرېښود چې ویل یې که ۱۶ الوتکې له خپل هوايي سیستم څخه بهر کړي د عراق پر وړاندې به یې دفاعي قابلیت اغېزمن شي.
پنتاګون مخکې له دې چې دغه غوښتنه وکړي په دغه موضوع څېړنې کړې وې. جانسن خپل سفیر ته په اشارې وویل چېعراق غواړي هغه مهال پر ایران برید وکړي چې خپل لږه کي کردیان یې د سي. ای. اې دمرستو لپاره غېږه پرانیزي. یو لړ نور عوامل چې د عراق لخوا د برید احتمال رامنځ ته کوي هغه د صدام حسین او د هغه د سیال ترمنځ جګړه، دمالي ستونزو له کبله د تېلو دعایداتو کمېدلاو د عراق او سوریې تر منځ لانجه وه.جانسن فرلنډ ته ډاډ ورکړچې د امریکا متحده ایالات به د شاه غوښتنو ته هم مثبت ځواب ووايي او دF-5Es او F-4Es نویو الوتکو د ورکړې او وراستولو د بهیر په تیزولواو د ایراني پیلوټانو لپاره د روزنې د برخې د پراخولو له لارې به د ایران شاه ارامه کړي. پر دې سربېره په ایران کې د امریکې سفیر ته دا ژمنه ورکړل شوه چې شاه ته ووايي د نیکسون اداره پلان لري چې پر تهران د موریک میزاییل د ۱۹۷۴ کال په پسرلي کې وپلوري. سره له دې چې دغه مسئله د امریکا او ناټو په هوايي ځواکونو منفي اغېز کوي. دارنګه دا هم ورته ویلی شې چې امریکا به شاه ته هغه پخواني پلورل شوي وسایل په ارزانه ورکړي چې ټول ارزښت یې $16,564,000 میلیون ډالره کیږي.
سفیر فرلنډ شاه ته خبر ورکړ چې د دويم ځل ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو وروسته به نیکسون هغه ټول شیان تهران ته ورکړي چې غوښتنه یې کړې. خو له دې سره سره باید یو اندازه دقیق و اوسو چې له دغې مسئلې سره د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټه مخالفت ونه کړي چې مشر یې سنا تور جي ویلیم فولبرایټ وو چې د منځني ختیځ د انرژۍ په پالیسیو کې برخې اخیستو ته ډېر لېواله وو.