
په ختیځ کې تر چینایانو وروسته هندیان خورا خواریکښ خلک دي. د همدې خلکو د خوارۍ پایله ده چې هند نن په اسیا کې یو ستر اقتصادي ځواک دی. برېج موهان لال مونجال یو خواریکښ هندی دی چې له ډېر کوچني کاره میلیاردر شوی دی. برېج موهان په ۱۹۲۳زېږدیز کال د برېتانوي هند د پنجاب ایالت په کامیله سیمه کې زېږېدلی چې اوس د پاکستان برخه ده. مونجال د منځي پوړ یوه کورنۍ وه چې د هند او پاکستان تر بېلېدو وروسته د اوسني هند امرتسر ایالت ته کډه شوه. مونجال څلور وروڼه و چې برېج یې درېیم و. امرتسر ته ترتلو وروسته وروڼو د خپلې استوګنې په سیمه کې د بایسکلونو د پروزو سوداګري پیل کړه. دلته تر څه مودې کار وروسته یې کورنۍ اړه شوه چې لودیانا ښار ته ګډه وکړي. لودیانو په هغه وخت کې د بایسکلونو او رخت د تولید ستر مرکز و. مونجال وروڼو خپل کاروبار ته پراختیا ورکړه او په څو کلونو کې یې خپل کاروبار د هېواد نورو سیمو ته هم غځاوه او په دې توګه یې کاروبار په هند کې د بایسکلونو د پرزو پر ستر برابروونکي بدل شو.
په ۱۹۵۲زېږدیز کال کې یې خپل کار له سوداګرۍ د تولید برخې ته وغځاوه. دوی په لومړیو وختونو کې یوازې د بایسکلونو هنډل، کنجغې او چینونه جوړول.
په ۱۹۵۶زېږدیږ کال کې د پنجاب ایالتي حکومت اعلان وکړ چې ۱۲نویو فابریکو ته به جواز ورکړي چې په لودیانا ښار کې بایسکلونه تولید کړي. مونجال وروڼو له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړه. له دوی سره د حکومت له لوري شپږ لکه کلدارې مرسته هم وشوه او د هیرو سایکل په نوم یوه کمپنۍ یې جوړه کړه.
د کمپنۍ کارونو په چټکۍ پراختیا موندله او په کال کې یې اووه نیم زره بایسکلونه تولیدول. وروسته یې د راک من سایکل په نوم یوه بله کمپنۍ جوړه کړه چې د بایسکلونو لپاره به یې چینونه او ټایرونه جوړول. بلاخره هیرو سایکل لومړنۍ هندۍ کمپنۍ شوه چې په لوړه کچه یې له هند څخه د بایسکلونو صادرات پیل کړل. په ۱۹۸۶زېږدیز کال دا کمپنۍ د ګینیس په کتاب کې په نړیواله کچه د بایسکلونو د سترې تولیدوونکې کمپنۍ په توګه ثبت شوه. په ۱۹۸۴زېږدیز کال کې یې له هانډا موټورز سره ګډه پانګونه وکړه او په دې توګه یې د موټرسایکلونو تولید پیل کړ. په ۲۰۰۲زېږدیز کال کې یې ۸،۶میلیونه موټرسایکلونه پلورلي وو او هره ورځ یې ۱۶۰۰۰موټرسایکلونه تولید کړي وو. له هانډا موټورز سره یې ۲۶کال ګډ کار وکړ؛ خو څلور کاله وړاندې سره بېل شول.
هېرو ګروپ چې اوس د برېج موهان د زامنو له لوري اداره کېږي له یوې اېټالوي کمپنۍ سره ګډه پانګونه کړې ده.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې برېج موهان لال مونجال اوسمهال څلور اعشاریه یو میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۷۷ام او په خپل هېواد هند کې شلم ستر شتمن دی. برېج تېر کال د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۷۰ځای درلود. نوموړي چې د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې ژوند کوي، واده کړی او څلور اولادونه لري.
دا لیکنه په همیانۍ ورڅپاڼه کې خپره شوې ده.