د واک مساوي ویشل او د کرزي واکمنۍ ته یوه لنډه کتـنه   




 
ټول خبر یو چې د کرزي په مشری زمونږ هېواد په فساد کې په نړیواله سطحه دوهم مقام تر لاسه کړ. د لومړی مقام د تر لاسه کولو لپاره یې خپل ټول فکر په ټاکنو را منسجم کړ او پدې لاره کې یې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړې. لس کسه یې کاندیدی ته وهڅول او هر یوه ته یې په غوږ کې د ملاتړ وعده ور پو کړه تر څوهیڅوک هم په ټاکنو کې ونشې کړای چې ۵۰+۱ رایې وګټي. خبره دوهم ځل ټاکنو ته لاړه. دوهم ځل ټاکنو څه کم شپږ میاشتې واخېستې. پدې سره یې یو بل نړیوال ریکارډ هم ټينګ کړ. د خلکو ګوتې پرې شوې، ووژل شول، کارونه یې په ټپه ودریدل او د دولت خزانه تشه شوه. پایله دا شوه چې ګټونکی په بایلونکي بدل شو، هغه هم مخکې لدې چې د ټاکنو ( خپلواک) کمیسیون نتیجه اعلان کړي. واک په مساوي توګه سره وویشل شو او په (ملي) حکومت جوړجاړی وشو.
دا د کرزي منتر او جادو ؤ چې نه یې غوښتل چې د ده نه وروسته داسې حکومت مینځ ته راشي چې رښتینی عدالت پلی کړي او دوی ته دوسیې او جنجالونه جوړ کړي.
د دې لپاره چې د کابلبانک، عینو مېنې، د پلخمري د سمنټو فابریکې، د دولتي ملکیتونو د غصب او همدارنګه په سل ګونو نورو دوسیو ته لاس ور نه وړل شي، همداسې یوه کمزوري او ناتوانه حکومت ته اړتیا وه. پدې کې نه یوازې د زورواکانو بلکې د خارجیانو خیر هم ؤ. کرزی پدې لانجې کې سخت دخیل ؤ، بهتره به دا وای چې  د داسې حکومت مبارکي یې خپل ځان او خپلو غلو او خریصو جنګسالارانو ته ورکړې وای، نه عوامو ته چې هم یې ګوتې پرې شوي او هم ؤوژل شول.
 
که د کرزي د حکومت دواړو دورو ته ځیر شو، راته څرګنده به شي چې نوموړی له اولې ورځې نه د افغانستان خلکو ته پخپلو وعدو او عمل کې صادق نه ؤ بلکې تر پایه یې خپل چل، دوکې او مداریتوب ته دوام ورکړ. حتی له پخواني پاچا ظاهرشاه سره یې هم دوکه وکړه پداسې حال کې چې بابا یې بللو او لاسونه یې ور ښکولول.
 
تر ټولو لویه تېروتنه یې دا وه چې سربیره پردې چې د نظار شورا سره یې د رباني په دوران کې د باندنیو چارو په وزارت کې کار کړی ؤ او د فهیم څپېړې او وهل یې لا په یاد ؤ، بیا یې هم َځان په لوی لاس د دوی لمنې ته ور واچاوه او د یوه ضعیف او بې صلاحیته ولسمشر په توګه یې د نظار له شورا  سره چې د ستمیانو، ماؤیستانو او کارملیانو ګډه جبهه ده، پټې معاملې وکړې. کار یې اهل کار ته ونه سپاره، وزارتونه، ولایتونه، سفارتونه او نورې دولتي ادارې یې په تنظیمونو او جنکسالارانو ؤویشلې. د خصوصي کولو د پروسې په نوم یې د وږیو لېوانو په څېر په دولتی سکتور حمله وکړه او په لسګونو فابریکې او تصدي ګانې یې بې له داؤطلبې خصوصي او تر ستونې تیرې کړې. لدې سره سم په ټول هېواد کې د زورواکانو او جنګسالارانو له لورې په شنو ساحو، پارکونو، شهري ساحو، تاریخي ځایونو، څړ ځایونو او کرنیزو ځمکو چور او تالان ګډ کړ په داسې حال کې چې د هېواد په هره لوېشته خاوره د افغانانو وینې توی
 شوي او خپل سرونه یې پرې قربان کړي. پدې ټولو اقتصادي جرمونونو کې ټول همدا جنکسالاران شامل ؤ چې ویل یې چې په انتخاباتو کې درغلي شوې مونږ یې نه منو.
   
د کرزي په پاچاهې کې زورواکو که استعداد لرلو او که نه، هم وزیران شول، هم جنرالان، هم سفیران او هم ديپلوماتان.  د آمریکایانو قراردادونه او ساختماني پروژو د ټیکه داری کاروبار هم په دوی پوري اړه لرله. پداسې حال کې چې د هېواد تنکي بچیان د لوږې له لاسه ځان وژنه کوي، دوی لا پسې چاغیږي او پړسیږي. دا په کوم کتاب کې راغلي، آیا جهاد د همدې لپاره ؤ؟ آیا هېواد د همدې لپاره کنډواله شو؟ آیا دومره بې شمیره قربانې خلکو د همدې لپاره ورکړې وې؟
 
کرزي ځینې چوکې بیخي میراثي کړې وې. که څوک مړ شو سملاسي به یې زوی پرځای مقرریدی، که وړتیا به یې لرله او که نه.  اوس به خامخا د خپل بام واوره پر نورو ور آچوي. باید ووایم چې پدې باب د خارجیانو له مداخلې نه هم سترګې نه شو پټولی، خو که جوار یو څه لنده ؤ، باید ومنو چې ژرنده هم له اندازې زیاته پڅه وه.
کرزي هېواد په لوی لاس د کړنګ پر سر ودراوه او داسې شرایط یې را مینځ ته کړل چې په راتلونکي کې غیر له ده او یا هم د ده له کورنې نه بل څوک ونشي کولی چې افغانستان اداره او کنترول کړي.
 
له بده مرغه د ده په حکومت کې د لوړې کچې فساد او خیانت او همدارنګه د هغه د دواړو حکومتونو د ناسم مدیریت له کبله لوی امکانات له لاسه ووتل. د بین المللي ټولنې په سر کې د آمریکا د متحده ایالاتو په لس ګونو ملیارده ډالره مرستې په مختلفو اشکالو حیف ومیل شوې او د کړیدلو افغانانو هیلې له خاورو سره برابرې شوې. پاته دې نه وي چې لدې سره د کرزي محبوبیت هم په بې ساري توګه را ټيټ شو.
 
آیا د کابلبانک غله، د دولتي ځمکو، تصديو او فابریکو غصبوونکي چې د کرزي او مارشال فهیم د وروڼو نومونه یې په سر کې راځي محاکمه شي؟ آیا د عطامحمد نور په شان زورواکان به د هېواد له تجزیې نه لاس واخلي؟ آیا رشوت، فساد او خیانت به همداسې دوام وکړي؟ دا هغه پوښتنې دي چې راتلونکی به خامخا ځواب ورته وايي.
 
اوس چې د هیلو پرخلاف هرڅه پای ته ورسیدل، زمونږ دروند مشر آکاډمیک شخصیت اشرف غني خپل بری له عبدالله عبدالله سره شریک کړ، بې لدې چې پدې درنه مسولیت کې د بریالیتوب دعا ورته وکړو او ملاتړ یې وکړو بل څه ندي را پاته. ښه به دا وي چې یو ګیلاس یخې اوبه وڅښو، یوه ژوره  سا واخلو، ریلاکس یا آرام وکړو، د ټاکنو لانجې شاته پریږدو، او خپل عادی ژوند ته د پخوا په څېردوام ورکړو.
 
د ګران هېواد د آبادی او سوکالې په هیله
 ومن الله توفیق