
د میلیاردرانو په نوملړ کې هم هر کال بدلونونه رامنځته کېږي. یو شمېر کسان چې پانګه یې ډېرېږي په نوملړ کې پورته راځي او یو شمېر نور بیا د روسي میلیاردر الکساندر ابراموف په څېر ښکته ځي.
الکساندر په ۱۹۵۹ زېږدیز کال په روسیه کې زېږېدلی دی. نوموړي له ښوونځي تر فراغت وروسته د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د فیزیک او تکنالوژۍ انستېتیوت لوستی. ابراموف ۳۱ کلن و چې د فضايي او دفاعي چارو په برخه کې د یوه څېړونکي انستېتیوت مرستیال شو. په همدې وخت کې یو ظاهري شر چې د ده لپاره خیر و د هغه په ژوند کې د بدلون لامل شو. په ۱۹۹۰ کال د روسیې حکومت د دغه انستېتیوت مالي ملاتړ پرېښوود او دغه کار سبب شو چې ابراموف هم د خپل کاروبار په فکر کې شي.
د کار د پیل لپاره د نوموړي لپاره یو انتخاب دا و چې د انستېتیوت له لوري د جوړېدونکي تکنالوژۍ پلور ته مخه کړي. تر محاسبې وروسته ورته معلومه شوه چې دغه کار له څلورو تر اتو کلو وخت غواړي چې پر یوه ګټوره سوداګرۍ بدل شي له همدې کبله یې په دې برخه کې له پانګونې صرف نظر وکړ.
له څو تنو نورو روسي ساینسپوهانو او انجنیرانو سره په ګډه یې د اېواز مېټل په نوم یوه کمپنۍ رامنځته کړله، چې د اوسپنې د محصولاتو او د اوسپنې د روسي کمپنیو لپاره د لومړنیو توکو سوداګري یې کوله.
د دوی ګډې هڅې سبب شوې چې کاروبار یې پرمختګ وکړي او اېواز په روسیه کې د اوسپنې د تولید پر تر ټولو سترې کمپنۍ بدله شي. اېواز کمپنۍ چې مرکز یې په لندن کې دی اوسمهال په روسیه، برېتانیا، اوکراین، قزاقستان، اېټالیا، چک، امریکا، کاناډا او سویلي افریقا کې فعالیتونه لري.
شمېرې ښيي چې له اېواز سره تر ۱۲۵۰۰۰ ډېر کسان پر کار بوخت دي. په روسیه کې د تولیدېدونکې ټولې اوسپنې ۲۲ سلنه یې د همدې کمپنۍ له لوري تولیدېږي. د کمپنۍ پر وېبپاڼه په خپرو شوو معلوماتو کې ویل شوي چې اېواز په نړیواله کچه د اوسپنې په ۲۰ سترو کمپنیو کې راځي او په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې یې پنځلس اعشاریه نهه میلیونه ټنه اوسپنه تولید کړې ده.
په ځینو کلونو کې د کمپنۍ کلني عواید تر ۲۰ میلیارده ډالرو هم رسېدلي دي؛ خو تېر کال د کمپنۍ لپاره غوره کال نه و. د اوسپنې د بیو د ټیټوالي له کبله په ۲۰۱۳ کال کې کمپنۍ له دریو یوه برخه ارزښت له لاسه ورکړی دی او له همدې کبله یې د ونډه والو پانګې کمې شوې دي.
ابراموف چې له ۲۰۰۸ زېږدیز کال راهیسې د کمپنۍ د مشر په توګه ټاکل شوی دی اوس مهال څلور اعشاریه دوه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د روسیې ۲۸ ام شتمن او د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۶۸ ام کس دی. ده تېر کال د څلور اعشاریه شپږ میلیارده ډالره پانګې په لرلو سره د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۲۷۲ ام ځای درلود او په روسیه کې ۲۶ ستر شتمن و.
الکساندر چې په مسکو کې اوسي، واده کړی، دری بچیان او یوازې د روسیې تابیعت لري.
دا لیکنه په (همیانۍ) کې خپره شوې ده.