څنګه ځان ښه ځای ته رسولی شو؟!

څنګه ځان ښه ځای ته رسولی شو؟!
په یوه مسلک، اداره او شرکت کې پرمختګ کول، سخت کار دی. هېڅ داسې ځانګړی فورمول نه شته، چې په پرمختګ کې مو بری تضمین کړای شي. یوازې له خپلې وړتیا نه په سمه توګه کار اخستل تاسې بریالي کولای شي. ډېر کسان به داسې فکر کوي، چې په اداره او کمپنۍ کې ددغه او هغه پوست وړ دی، خو داسې نه ده. یوازې په څو کارپوهانه نظرونو نه څوک والي کېدای شي او نه څوک وزارت ورکوي. ددوی په څېر لس نور هم دا فکر کوي، خو دغو څوکیو ته هغه څوک رسیږي، چې د حصول عملي ګامونه یې واخلي.یوڅوک که په خپل وخت کار نه ترسره کوي، یا د وخت او کار پایبند نه وي، طبیعي ده، چې په اداره کې پرمختګ هم نه کوي.په دفتر کې مو، چې هیڅ کار هم نه وي، ځان ته کار پیدا کړﺉ او وخت مو خوشی مه تېروﺉ. لږ ترلږه مطالعه وکړﺉ، ورځپاڼه ولولئ، په انترنېټ کې پلټنه وکړﺉ او علمي پرمختګونه او د مسلک اړوند څیزونه ولولئ. یوڅوک، چې یوازې انجنیر وي ښه دی او که د انجنیرۍ تر څنګ، په خپل مسلک کې د نظر او فکر پنځونې څښتن هم وي؟ دویم انتخاب غوره انتخاب دی. یوازې په دې اکتفا مه کوﺉ، چې انجنیر یاست او ښه پروژه او نقشه جوړوﺉ. کوښښ وکړﺉ د پروژې جوړونې فکر نورو ته ولیږدوﺉ او په نورو کې هم د تخلیق او ابتکار فکر وروزﺉ. یو شمېر کسان په دې له نویو زلمیانو سره کینه کوي، چې ددوی د دلایلو پر وړاندې دلایل وړاندې کوي. نړۍ نن په چټک ډول پرمخ ځي، هره شیبه نوي څیزونه راوځي او که ځان ورسره عیار نه کړﺉ شاته، بلکې بې سواده پاتې کیږﺉ. هغه ډاکټر، چې په یوه لرې سیمه کې له انټرنېټ او طبابت د نویو پرمختګونو محروم په کتنځي کې ناست وي، څو کاله وروسته بې سواده کیږي او دده او درملتون والا ترمنځ فاصله له منځه ځي. که تاسې څو میاشتې په پرله پسې ډول انګریزي ورځپاڼې او رسنۍ ونه ګورﺉ، ډېر داسې مخففات او توري به مو تر سترګو درشي، چې په سر او پای به یې نه پوهیږﺉ. په موضوع او مساله کې کارپوه کېدل ستونزمن کار نه دی، خو مسلکي کېدل ستونزمن دی. کارپوهي او مسلکي توب یو تربله توپیر کوي. ما بېګاه په یوه ټلویزیون کې د احصایې د یوه کارپوه خبرې اورېدې، چې پر وړاندې یې د احصایې معیین ناست و. د کارپوه استدلال خورا کمزوری و او زما پر وړاندې خو یې حیثیت بیخي دوو روپیو ته را ولوېد. دی کار پوه و، پنځه کتابونه او د احصايي ځینې فورمولونه یې یاد کړي وو، خو له یوه مسلکي کس سره یې بحث درلود. کارپوهي مهم اړخ دی، څومره مو، چې وس رسیږي په هره برخه کې ځان کارپوه کړﺉ، خو دا حتمي په دې معنا نه ده، چې ستاسې نظر ته مسلکي بڼه ورکړای شي. مسلکیان ستاسې نظر اوري او ارزښت ورکوي، خو سل په سلو کې یې د پليتابه هڅې نه کوي. زموږ ټلویزیوني کارپوهان دې په دې نه خپه کیږي، چې حکومت یې خبرې نه اوري، خبرې یې اوري، خو سل په سلو کې یې پلي کول د نظام تباه کول دي. ستاسې کارپوهي تر نظر، وړاندیز او نیوکې پورې محدوده ده، حل لارې، پالیسۍ او ستراتیژۍ ورته مسلکیان جوړوي. داسې هم نه ده، چې کارپوهان مسلکي کېدای نه شي. په مسلکي مطالعې او زده کړو سره برابر ځای نیولای شي، خو موږ د مسلکي کارپوهانو په نامه ډېر کم کسان لرو، نور اکثریت هغه په هره موضوع کې غږیږي.
دا لیکنه په (همیانۍ ) ورځپاڼه کې چاپ شوې ده