جیري جونز؛  له ۱۶۷ میلیاردرانو مخکې شوی

 
لوبې په ځانګړي ډول د فوټبال په څېر مشهورې لوبې د پیسو پیدا کولو پر سترو سرچینو بدلې شوې دي. تر دې وړاندې مو هم په همیانۍ کې د ځینو داسې کسانو ژوند لیکونه لوستي چې له لوبو سره له اړوندو برخو یې پیسې پیدا کړې دي. د دې ګڼې میلیاردر « جیري جونز» هم یو له هغو کسانو دی چې له لوبو یې میلیاردونه ډالره پانګه پیدا کړې ده.
جیري جونز د ۱۹۴۲ زېږدیز کال د اکټوبر په ۱۳ نېټه د امریکا د متحده ایالاتو د کلفورنیا ایالت په لاس انجلس کې زېږېدلی دی. وروسته یې کورنۍ ارکنساس ایالت ته تللې ده او همدلته یې د نارد لېټل راک های سکول په نوم ښوونځي کې لومړنۍ زده کړې ترسره کړې دي.
 وروسته یې د ارکنساس ایالت په پوهنتون کې زده کړو ته دوام ورکړی دی. دی په پوهنتون کې د زده کړو پر مهال د فوټبال د یوه ټیم مرستیال کپتان و.
له پوهنتون تر فراغت وروسته یې په میسوري ایالت کې د «Modern Security Life of Springfield» په نوم د خپل پلار له کمپنۍ سره د اجرایوي رییس د مرستیال په توګه دنده پیل کړه. له دې دندې سره په یو وخت یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او په ۱۹۷۰ کال کې یې د سوداګریزې ادارې په برخه کې ماسټري ترلاسه کړه. ده د فوبټال په برخه کې د پانګونې تر څو ناکامو هڅو وروسته په ارکنساس ایالت کې د ګازو او تېلو پر استخراج ‎پانګونه وکړه. له دې کبله چې له ماشومتوبه یې له لوبو په ځانګړي ډول له فوټبال سره مینه درلوده د تېلو او ګازو له کاروباره په ترلاسه کړو پیسې د فوټبال یو مشهور ټیم وپېره. دی وتوانېد چې د ۱۹۸۹ زېږیږ کال د فبرورۍ په ۲۵ نېټه د « ډالز کوبای» په نوم د فوټبال ټیم په ۱۴۰ میلیونه ډالره وپېري.
همدا چې ټیم یې واخیست څه موده وروسته یې د ټیم مربي چې د اوږدې مودې لپاره یې ټیم رهبري کړی و، له دندې ګوښه کړ. څه موده وروسته یې عمومي مدیر چې هغه هم د ډېر وخت لپاره پر دې دنده پاتې شوی و له دندې ګوښه کړ.
د جیري جونز له لوري رامنځه شویو اصلاحاتو د فوټبال دغه ټیم پر یوه لویه سوداګرۍ بدل کړ چې له برکت یې نوموړی نن میلیاردر دی.
 پر جونز په رسنیو کې ځینې نیوکې هم شوې دي. پر ټولنیزو رسنیو ځینې داسې انځورونه خپارل شوی چې ښيي جونز ځینې غیرې اخلافي کارونه کړي دي.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې نوموړی اوسهال څلور اعشاریه دوه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوالو نوملړ کې ۳۶۷ام او د امریکا په متحده ایالتو کې ۱۹۰ ام میلیاردر دی.
نوموړي د فوربس د تېر کال په نوملړ کې ۵۲۷  ام ځای درلود.
جیري جونز واده کړی، دری بچیان لري او د متحده ایالاتو د تکزاس ایالت په ډالز سیمه کې ژوند کوي.