
سوداګریز نوم یا Brand يوازې د مالونو فزيکي مفهوم نه راښيي، بلکې پر فزيکي بڼې سربېره د يوه خدمت او توکي په اړه د پيرونکو ذهني مفهوم او تصور هم راښيي.
موږ ډېر داسې محصولات او تولیدات وینو، چې د هغه په نامه او نښې سره، مشهور دي. د بېلګې په ډول ټویوټا، کرولا مشهورې کمپنۍ، چې په همدې برانډ او نامه سره خپل تولیدات کوي. یا په افغانستان کې بیلابیل شرکتونه تر خپل ځانګړي سوداګریز نوم لاندې محصول او تولید وړاندې کوي او په همدې نامه شهرت پیدا کوي.
سوداګریز نوم او نښان د بازار موندنې د ستراتیژۍ یوه مهمه برخه ده.
سوداګریز نوم د محصول، یا تولید د پېژندنې سمبول ګڼل کیږي او مخاطب یې له لیدو سره سم اړوند تولید ذهن ته راوړي. که تاسې ته څوک د پیپسي نوم واخلي، د محصول له لیدو پرته مو پر وړاندې د پیپسي څښاک بوتل او برانډ تصویریږي. له پیپسي پرته موږ د غیر الکولي څښاک ډېر نور نومونه هم لرو، لکه کوکاکولا، ډیو، فانتا او ... خو د دې ټولو له منځه پیپسي د هغې په نامه او برانډ سره پېژندلای شو. د سوداګرۍ د چارو پوهان د تولید او محصول لپاره د ښه نوم انتخاب د محصولاتو بریالیتوب ګڼي. که تاسې د اپل کمپنۍ نوم وانخلى او یوازې یې د یو اړخ خوړل شوې مڼې نښه وینئ، پوهیږﺉ، چې محصول د اپل کمپنۍ دی.
له بده مرغه، یو شمېر شرکتونه د خپلو محصولاتو د پلور په ډېرېدو سره د سوداګریزو نومونو شمېر هم ډېروي.
دا کار ښايي په محدود وخت کې ګټور ثابت شي، خو د وخت په تېرېدو سره د سوداګریزو نومونو تعدد ددې لامل ګرځي، چې پر اصلي محصولبرانډ تمرکز کم شي او د پلور کچه یې را وغورځي. په افغانستان کې دا ستونزه موږ د انرژی سیور ګروپونو او د کالیو مینځلو د پوډرو په برخه کې تر هرڅه زیاته محسوسولای شو، ځکه په دې لسو کلونو کې په ګڼو نومونو د رڼا دا ډول ګروپونهد کالیو مینځلو پوډر تولید شوي، خو تراوسه یې یوه هم داسې ځای نه دی نیولای، چې د یوه اعتماد وړ سوداګریز نوم او نښان حساب پرې وشي.
پر برانډ سربېره د هغه پیغام هم خورا مهم دی.
د نوکیا شرکت پیغام ( Nokia: connecting world ) د موبایل شرکتونو ترټولو غوره پیغام ګڼل کیږي. یا د ایل جي(Life is Good)، یا په افغانستان کې د روشن مخابراتي شرکت پیغام ( روشن نږدې کېدل)، هر یو د مخاطب په راښکون کې رول لري. څومره، چې د یوه شرکت د محصول نوم او پیغام راښکونکی وي، په همغه کچه د مخاطب په راښکون کې هم رول لوبولای شي.
په مجموع کې د محصول او تولید لپاره سوداګریز نوم ټاکل په ورته نامه د نورو محصولاتو او تولیداتو د راوتلو یا جعل او لاسکارۍ مخه هم نیسي.
دا لیکنه په (همیانۍ) ورځپاڼه کې خپره شوې ده.