
ټولې وسلې واړه اټومي بمونه دي
څلور ورځې وروسته، د ۱۹۷۲ کال د جون په ۵ نېټهسترجنرال ایلیس ویلیمسون چې په ایران کې د امریکايي ځواکونود ماموریت دمشر همیلټون تویچلزځای ناستی و د شاه لخوا د نیوران ماڼۍ ته ور وبلل شو. هغه ولیدل چې شاه په احساساتي موډ کې دی. د هغه دغه غوصه د بهرني دولت د یوه مشر له کبله وه، نه د خپل حکومت له کبله. جنرال ویلیمسون د وخت په احساساتي خبر پوه شو. ( ایران به ټولې هغه پېچلې وسلې تر لاسه کړي چې واړه اتومي بمونه یې بللی شو. ویلمسون دارنګه وویل چې له شاه سره ژمنه شوې چې د پېچلو وسلو د روزنې او سیستمونو د سمبالولو کافي تخنیکې کار پوهان به ایران ته استول کیږي چې د امکان تر کچې په بیړې سره خپل وسله وال ځواکونه وروزي اوپر ځان متکي شي.) له شاه سره په خبرو اترو کې، هغه ته معلومه شوه چې نیکسون په پټه له شاه سره ژمنه کړې وه چې په ایران کې به د امریکايي نظامي تخنیکرانو شمېر، په مصر کې د شوروي اتحاد د تخنیکي کار کونکو شمېرې ته رسوي. شاه له واشنګټن څخه تمه درلوده چې پنتاګون ایران ته څه باندې ۲۰ زره مسلکي تخنیکران ور واستوي چې دهېواد اړتیاوې یې پوره شي. ایران د نیکسون له سفر څخه بشپړه ګټه تر لاسه کړهاو شاه په بشپړه توګه له دغه ورتګه راضي و. او د نړۍ په دغه برخه کې یې ډېر رواني اغېز وکړ. د تهران او واشنګټن تر منځ اړیکې تر بل هر وخته ډیرې خوږې او مزه دارې وې .
د جنرال ویلیمسون لپاره بله ټکان ور کونکې مسئله داوه چې کله د ایران هوايي ځواکونو هغه ته یو پلان وړاندې کړ او د امریکا د نظامي تخنیکي پر سونل څخه یې وغوښتل چېد ایران دامنيتيځواکونو په ډلګیو کې عملیاتي دندې ترسره کړې ده. په تهران کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت له سپینې ماڼۍ څخه وغوښتل چې په دې تړاو خپل دریځ روښانه کړي. سفارت دا پوښتنه وکړه چې (ایا ولسمشر نیکسون د ایران له شاه سره دا ژمنه کړې چې د امریکا ځانګړي پوځي ټولګي به د ایراني ځواکونو د جګړه ییزو عناصرو په فعالولو کېبرخه اخلي؟) داسې تصور کیږي چې په دې برخه کې کوم ناسم پوهاوی را منځ ته شوی.د ایران تګلاره ډېره نا اشنا وه.د امریکا د کانګرېس مفهوم او نظر ډېر روښانه و، هغه داچې که امریکا له تهران سره دا ډول لاس اوږد کړي نو دا خطر شته چې امریکا به په سیمه ییز کړکیچ کې ښکېله شي. دغه عمومي نظر د نیکسون د دوکتورین روح له منځه یو وړ. د ایران لپاره د امریکا نوی سفیر جوزف فرلنډ په دغه مسئله کې له کیسنجر څخه د لارښوونې غوښتنه وکړه.هغه او کیسنجر په دغه موضوع ښه پوهېدل. په پاکستان کې د سفیر په توګه فرلنډ دکمونیستي چین لپاره دکیسنجر د پټ دیپلوماتیک پلان داسانتیاوو د برابرولو په برخه کې کافي مرسته کړې وه. فرلنډ تر دې دمخه د تحقیقاتو د فدرالي بیرو(ډلګۍ) مامور و او له سي. ای. اې او له ریچارډ هلمس سره یې په مخکیني بهرني ماموریت کې ډېر له نژدې کار کړی و. دکیسنجر ځواب دغیر عادي معاملې په اړهچې ولسمشر نیکسوناود شاه ترمنځ پوخ شوی و غیر مستقیم و. هغه فرلنډ ته تایید کړه چې (دا مسئله یوه له هغو مسئلو ده چې د تر سره کېدو ژمنه یې په بهر کې تر سره شوېاو بې له کوم مشخص ادرس او جزییاتوڅخه دغه کار تر سره شوى دی. خو کیسه داسې ده چې امریکاييامنیتي پرسونل به د ایران له امنیتي ځواکونو سره په عملیاتي چارو کې برخه نه اخلي.) دا ډېره مهمه وه چې دا کار په داسې لاره نه وای شوی چې دولسمشر له راتلونکي ځواب څخه ناسمه ګټه پورته شي.
دا چاره په داسې مغلق چاپیریال کې را منځ ته شوه چې د ۱۹۷۲ کال د جون په ۱۵ نېټه د بهرنیو چارو وزیر ددفاع وزیر ته معلومات ورکړل چې ولسمشر نیکسون ( په اصولو کې غواړي چې په ایران F-14 F-15 جنګي الوتکې او په لایزر کاریدونکي بمونه وپلورياو دارنګه د نیکسون اداره غواړي چې ایران ته د امریکايي په خدمت بوختو د تخنیکي یو نیفورم لرونکو سرتېرو شمېر زیات کړي چې ایراني ځواکونه وروځي. خو کیسنجر ایران ته د ځانګړو تخنیکي امریکا يي کار پوهانو د هغې ژمنه شوې اندازې له ذکر کولو په څنګ تېر شو چې نیکسون ویلي وو چې په مصر کې د بوختو شوروي کارپوهانو په اندازې ځانګړي متخصیصین به ایران ته استوي.د کیسنجر دغه یاداښت تر اوسهد دفاع د وزیر لاییرد په میز لکه چاودونکي بمب په څېر پروت دی او په حاشیه یې لیکلي وو( واو) حالات په بله لومړۍ کرښه کې هم په ډېرې چټکۍ پرمخ روان وو.
د جون په لومړیو کې د تګزاس ایالت پخوانی والي جان کونالياو په سپینه ماڼۍ کې د هغه د خوښې وړ ځای ناستۍ تهران ته واستول چې له شاه سره شخصي لیدنه کتنه وکړي.کونالي دا رنګه د نیکسون د بیا ټاکل کېدو د کمپاین لپاره د پیسو د را ټولولو او تنظیم جنجالي چارې هم مخ ته بیولېاو د هغه د کمپاین د مالي چارو مسئولیت ور دې غاړې وو. هغه دایران باچا ته وویل چې ولسمشر سي. ای. اې ته لارښوونه وکړه چې هغو کردي یاغیانو ته د وسلو د ورکړې چاره پیل کړي چې د عراق د حکومت پر ضد جنګیږي. ښاغلی نیکسون د هغه پټ تړون د عملي کولو چاره تر سره کوي چې ۶ اونۍ مخکې دواړو مشرانو په تهران کې پرې خبرې وکړې. د کردي یاغیانو د مرستې او عملیاتو مسئلې ته په خورا حساس انداز کتل کېده.دڅلویښتمې کمېټې غړو ته چې د امریکايي ادارې د اوچتې کچې متخصصین په کې راټول شوي وو او د عملیاتو د پټولو او تر سره کولو واک یې لاره، یوه پاڼه ورکړل شوه چې د یوې مهمې پروژې په اړه یې یو پراګراف متن لاره چې یوازې په کېدوی پوښتل شوي وو. ددوینظر البته نه وو غوښتل شوی.شاه کردیانو ته د وسلو د ور کولو په اړه نیکسون ته له تېرو څو کلونو را هیسې ډېرځله ویلي وو او په دغه برخه کې یې کافي منډې ترړې کړې وې .
په تهران کې د امریکې سفیر مک ارتراو سي. ای. اې لا دمخه په عراق کې د بېلتون پالو هیلو د هڅونې د چارې د سموالي په اړه شک لاره.اندېښنه داوه چېدغه ډول چاره کېدای شي شوروي اتحاد وهڅوي چې په سیمه کې را میدان ته شي.
دغې کمیټې وویل: ( پر دې سر بېره دغه لاره پای نه لري او که چېرې موږپرېکړه وکړه چې دا چاره پیل کړو اوبېرته بیا ترې بهر شو په دې صورت کې کېدای شي په سیمه کې زموږ د دلیل په اړه ناسم تعبیر وشيچې کېدای شي زموږ له متحدینو سره زموږ په اړه ناسم اغیز واچوي.کله چې د سي. ای. اې له یوه لوړ پوړي مشر احتمالا ددې ادارې له مشر هلمس څخه د ۴۰ نمبر کمېټې لخوا پوښتنه وشوه چې (ولې ددې ادارې منفي نظر په ډیر قوت سره نه وو وړاندې شوی ).هغه ځواب ور کړچې کمیټه باید په دې پوه شي چې( سي ای اې ته ویل شوي وو چې یوه پاڼه ځواب او نظر باید تیار کړي چې دغه پروژه باید څه ډول تر سره شي او یا کیدی شي هېڅ یې تر سره نه کړي.)
د جولای په ۱۲ نېټه له تهران څخه فرلنډ چې د کیسنجر د شاتنۍ لیکې ملاتړي، شکایت وکړ چې جنرال ویلیمسن لېواله نه دی چې متحده ایالات وهڅوي نظامي وسلې خرڅې کړي،په ځانګړې توګه تر هغو وروسته چېدلته په یوه ډاډ منه کچه یو معین نظر موجود دی چې د امریکا متحده ایالات باید هر هغهڅه وکړي چې د امکان تر کچې له امریکا څخه د ایران د وسلو د اخیستو مخه ونیسي. د فرلنډ په نظریه کې راغلي وو چې( ایران کولی شيله مالي کبله وسلې او پاخه تېل تر لاسه کړي، زموږ لپاره هېڅ دلیل نه شته چې مارکېټ له لاسه ور کړو،په ځانګړې توګه کله چې زموږ نظر د پیسو د ور کړې د بیلانس یا انډول د سره رنګ په اړه مشخص شو.) د شاه وروستۍ پرېکړه چې له برېتانیې څخه یې د ۲۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د ۸۰۰ ټانکونو د اخیستو پرېکړه وکړه د ویلیمسن د غیر مسولانه احتیاط پایله وه. فرلنډ غوښتنه وکړه چې ویلیمسن ته دې له همدې کبله مشوره ورکړل شي.
شاه همدارنګه په سپینه ماڼۍ باندې خپل فشار ساتلو ته دوام ورکړ.هغه اسد الله علم ته ویلي وو، غواړي پوه شي چې کله به نیکسون خپلې هغه شخصي ژمنې پوره کړي چې غواړي په ایران دوسلو د پلورلو په تړاو په ټولو امریکاييوسله پلورونکو محدودیت لرې کړي.« خو د کیسنجر په اړه باید څه فکر وشي؟»شاه لومړي وزیر هویدا ته وویل:« نیکسون به ما ته هغه ټولې امریکايي وسلې راکړي که زه یې ترې وغواړم.»
د ملي امنیت د شورا هغه چارواکي چې له ایران سره یې معامله کړې وه، هغه هرولډ ساونډرس وو. هغه د فرلنډ او ویلیمسن ترمنځ د رامنځ ته شويو بحثونو د ساده حل وړاندیز وکړ.د نیکسون ادارې ویلیمسون ته لارښوونه وکړه «ددې لپاره چې د ایران د دولت لپاره څه واخیستل شي،په دې اړه دې خپل تصمیم ونیسي او خپله خوله دې ونیسياواطمینان دې ور کړيچې د ایران حکومت زموږ لخوا هغه ټول تخنیکي وسایل ترلاسه کولی شي چې ددغو وسایلو د کارولو وړتیا ولري.»
ساونډرس د ۱۹۶۰ مو کلونو په لومړیو کې له سي. ای. اې څخه اېن. اېس. سي ته تبدیل کړی شو. هغه تهران ته د سفر پرمهال له ښاغلی کیسنجر سره ملګری و.هغه د اقتصادي پرمختیا او د وسلو د پلورلو ترمنځ د اړیکې په برخه کې خورا حساس وو. «هغه تصمیم چې شاه ته یې ددې اجازه ورکړه چې هرڅه غواړي هغه واخیستی شياو یا هغه پرېکړه چې اقتصادي پرمختیا ته دې کتنه نه وي، دغو ټولو مسایلو تقریبا څلور که درې کاله نظام او پرمختیا وروسته واچوله.» هغه وروسته په ډاګه کړه «ما د سپین چک په اړه خبرې ولیدې چې د حالاتو دیوه ساده موافقتنامې په ډول وې.»
په دغه مسئله کې لوی حقیقت پروت و. کیسنجر د ساوڼدروس سپارښتنې ونه منلې او داسې وړاندیز یې وکړچې «هغه ډېر زیات لیدلي چې پر ایران د وسلو د اخیستو په برخه کې د محدودیت رامنځ ته کول کوم منطقي بنسټ نه لري.»
دا مطمینا د موضوع په اړه د نیکسون احساس ته انعکاس ورکوي. خو کله چې کیسنجرفارلنډ ته په تېلیفون د جولای په لومړۍ نېټهلارښوونه کوله،تر دې هم څو ګامه مخکې ولاړ او هغه ته یې وویل « د امریکايي وسایلو اخیستل وهڅوه» هغه خپل استازي یا ډیپلوماټان د وسلو د اخیستونکو په رول کې ځای پر ځای کړل. د سېلاب دروازه پرانیستل شوه. دوه ورځې وروستهسفیر فرلنډ د ایران د دربار له وزیر اسد الله علم سره ملاقات وکړ او د وسلواو هغو توکو خرڅول یې ورسره وروستي پړاو ته ورسول چې شاه یې غوښتنه کړې وه. په دغو وسایلواو وسلو کې نوې لاک هیډ 10-12s, F-15s, اوF-111s الوتکې هم شاملېوې. وروستي دوه ډوله الوتکې (F-15sاو F-111s)لاهم د ډیزاین په پړاو کې وې.پر دې سربېره سپینې ماڼۍ ومنله چې د ایران د ملي هوايي شرکت الوتکې لاس انجلس ته الوتنې پیل کړي چې د ډېرو ایراني متخصیصینو او د پهلويرژیم د انتقاد کونکو کور و. پر ایراند وسلو د خرڅلاو په تړاو د نیکسون تګلارې د ۱۹۷۲ کال د جولای په ۲۵ نېټه هغه مهال رسمي تحقق وموند چې کیسنجرپه سختو ټکو کېد ولسمشری لارښود وزیرانو لاییرډ او روجرز ته واستاوه او په کې د F-14 او F-15 الوتکو، د لایزر لارښوودو بمونو او ځانګړو نظامي تخنیکي متخصیصینو د خرڅولو او استوولومعامله تایید کړه. ددې لپاره چې خپل نظر پر هغو وتپي، کیسنجر دواړو وزیرانو وویلچې په لویه کې له همدا اوسه د ایران حکومت ته د نظامي وسایلو او وسلو د ورکړې لومړنۍ چارې د عملي کېدو وړ دياو دا نو اوس په شاه پورې اړه لري نه په دوی پورې چې دا پرېکړه وکړي چې هغه دغه شته معینې وسلې اخلي که نه. کیسنجر دوی ته دنیکسون د لارښود د ۲ کلیمو په کارولو ( په مجموع کې اوپه اصل کې)دوی دواړه په یوه داسې تنګي کې را ایسار کړل چې هېڅ یې د ښورېدو چانس نه درلود، خو په دې کې هم شک نه وو چې ددوی هر یوه په مغزو کې به دا تېرېدل چې دا څه پېښ شول؟ اوس داسې تصور کېده چې د ټویچل دوکتورین ناورینو رامنځ ته کړ.د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي په افتخاروویل چې« د سپینې ماڼۍ لارښوود موږ ته بیخي نا محدود اختیار په لاس را کړ چې د دفاعي تړونونو ا و وسلو د پلورنې له اړخه خپل تجارت تیز یا پراخ کړو.» یوه بل ډیپلوماټ د فرمان یوه کاپي په خپل دفتر کې په یوهخوندي ځای کې ځانته اېښې وهاو هر وخت به یې هغه ته مراجعه کوله او د پالیسۍ په توګه یې کاروله.
وروسته تر دې چې د امریکا متحده ایالات په ایران وسلې خرڅول پیل کړل نو د ایران د اقتصاد په شاخص کې یوه داسې برخه نه وه چې حساب دې پرې وشي. د ایران شاه په دې ښه پوهېده چې د هغه د هېواد ملي ګټې په کوم کار کې نغښتې دياو اداره به یې همغه لاره خپله کړي او خپل منزل ته به ځان ورسوي. په داسې حال کې چې غیر واقعي فضا،اداره محاصره کړې وه، پالیسيو تایید کړه چې په همدې میاشت کېد مصر ولسمشر انور سادات په رسمي توګه ټول ۲۰ زره روسي تخنیکي کار کونکي له مصر څخه بهر کړلاود مسکو او قاهرې ترمنځ یې د دوستۍ لاسلیک شوی تړون څېرې کړ. د سادات دغه تریخ او زیږ حرکت د ایران د شاه هغه غوښتنه تر خپل سیوري لاندې راوسته چې له امریکا یې کړې وه چې په مصر کې د شوروي تخنیکي متخصیصینو په شمېر کار پوهان ایران ته ور واستوي. خو امریکا له دې سره سره ایران ته نظامي کارپوهان ور واستول.