غـوټۍ 

  د غوټۍ په لیمو کې اوښکې لپه را ډنډ وې ، د سهار پرخې هم ور سره په چیغو چیغو ژړل. د ګل په مړاوي بدن کې هم دمه پاتې نه وه. پداسې یوه حالت کې ژوند ته په برندو برندو کتل کیدل. زمونږ سره د ویلو هم څه نه وو، هغه الفاظ چې د ژوند په کږلیچونو کې مینې ته رنګ ورکوي هغه هم لادرکه وو او د ګهیځ په وږمو کې ورکه خاموشي هم د راز او نیاز له شوره وتي وه.
هو! غوټۍ د خندا په ژبه پوهیده، خو حالاتو یې ساه ور بند بند کوله.

                                         ۱۳۹۳/۶/۹