د ترهگرۍ ډولونه(دویم څپرکی؛ څلورمه برخه)

 

محمد انور(آڅړ)                                   نیټه ۳۰/۶/۱۳۹۳، ه،ش  
د ګوډ تيمور نړیوالې ترهګریزې کړنې؛(د خلکو له سرونو څخه منِارونه جوړول)
 
تیمور د سبزوار(شينډنډ) خلک چې شيعه مذهبه مسلمانانو وو مرتدان او حربي کفار بلل او د هغوى وژل يې فى سبيل الله جهاد اعلام کړى ؤ او بيا یې د همدغو شيعه ګانو مشر، شيخ حسام الدين سبزواري يو موحد او د پيغمبر(ص) پيرو بللى دى.
 تيمور د شينډنډ د خلکو په اړه متفاوتې خبرې کوي او دوه اړخیز دریځ لري نوموړی په دې باب وايي: ‌
« د سبزوار امير او زوى يې، مخکې له هغې چې ووژل شي خپلې ټولې کورنۍ يې په خپله ووژلې... کله چې د سبزوار امير او ځوان زوى يې ووژل شول پوه شوم چې د ښار سقوط حتمي دى، نو زما جارچيانو نارې کړې چې: هر څوک چې غواړي ژوندى پاتې شي د شيخ حسام الدين سبزه واري کور او (ميرمسجد) ته دې ولاړ شي، ما د ميرمسجد پناه ځاى اعلان کړ.»                                                      
تیمورزیاتوي:«... اې هغو کسانو! چې زما تير احوال لولى، ما ته ګوته مه نيسى چې ولې مې د شيخ حسام الدين سبزواري کور چې يو شيعه مذهبه دى د پناه ځاى اعلان کړ، کله چې پيغمبر(ص) پر مکه حمله وکړه د جارچيانو په واسطه يې نارې کړې، چې(د ابوسُفيان کور د پناه ځاى دى او هر څوک چې د ابوسُفيان کور او يا د کعبې کور ته پناه يوسي نه وژل کيږي)، سره له دې چې ابوسُفيان د پيغمبر لوى دښمن ؤ او د بتانو عبادت يې کولو، شيخ حسام الدين سبزواري د ابوسُفيان څخه ډېر ښه والى درلود ځکه چې ده د يوه خداى عبادت کولو او زموږ پيغمبر(ص) يې په پيغمبرۍ منلى ؤ.»                                                                              
وروسته له هغې چې تيمور  د شينډنډ ښار ونيو، شيخ حسام الدين سبزواري له تيمور څخه غوښتنه وکړه تر څو خپلو عسکرو ته ووايي چې د خلکو ښځې، هلکان او نجونې دې په اسارت نه نيسي او په غلامى دې نه بيايي، خو تيمور د شيخ د دغې غوښتنې په ځواب کې وويل: « دا کار نه شم کولى ځکه چې د سبزوار خلکو مقاومت کړى دى ( نو په دې بنسټ) دوى حربي کفار دي او د قرآن د اياتونو د(نصوصو) سره سم د دوى ښځې بايد ونيول شي او بوتلل شي.»                                                                                         
 تیمور د سبزه وار ښار د لُمړۍ جګړې او د ښار د اوسیدونکو پر وړاندې د خپلو ترهګریزو کړنو په باب وایي: « د سبزه وار ټول اوسيدونکي مرتدان دي، کله چې ما د سبز وار ښار ونيولو نو خپلو عسکرو ته مې وويل : د سبزوار د خلکو لس سرونه د یوه دينار په بدل کې پيرم (اخلم) ځکه چې زه مسلمان يم او فى سبيل الله مجاهد يم او په دې ايمان لرم چې، د اسلام دین د پاک شريعت سره سم هر هغه څوک چې مرتد شي، بايد ووژل شي، وروسته عسکرو زما حساب لرونکو ته (١٥۰،۰۰۰) يو سل او پنځوس زره سرونه راوړي وو او عسکرو پنځه لس زره دينار ترلاسه کړي وو، ییا مې دستور ورکړ چې له دغو سرونو څخه دې يو مِنار مخ په قبله جوړ شي تر څو د کعبې خداى پوه شي چې د ده د رضاء لپاره مرتدان له مينځهوړم،!! کله چې مِنار د دېرشو، ذراع(۱) د لوړ والي په اندازه جوړ شو امر مې وکړ چې د سبزوار د ښار کلا (حصار) وارنه کړي او لښکر ته مې د ښار څخه د وتلو حرکت ورکړ خو يوه ورځ وروسته بيرته نوموړي ښار ته راوګرځيدم، زه پوهيدم چې د سبزوار يو شمير خلک به په خپلو پټو ځايونو کې پټ شوي وي او کله چې دوى وګوري چې زما لښکرې تللي دي له خپلو پټو ځايونو څخه به راووځي چې زما وړاندوينه سمه وه او کله چې زه ښار ته په ناڅاپي توګه راغلم، هغوى مې غافلګير کړل او ټول مې ووژل.(۲)»
د سبزوار د دویمې جګړې د تباهيو او برباديو په اړه تيمور خپل جنايات (تروريستي کړنې) داسې يادوي: «هغه شپه تر سهار پورې د کفتارانو(۳) اوازونه اوريدل کيدل چې د سبزوار په ښار کې يې د وژل شويو انسانانو غوښې خوړلې او سهار وختي په آسمان کې (کجير مرغان) وليدل شول چې د ښار پر لور د مړيو د غوښو د خوړلو لپاره روان وو.»                                                                   
تيمور د خپلو ترهګریزو کړنو موخې په دې ډول بیانوی: « ما غوښتل چې زما غلبه د سبزوار په ښار باندې، د نورو لپاره د عبرت درس شي او پوه شي چې هر څوک چې زما پر وړاندې ودريږي نو د سبزوار د امير او د هغه ښار د خلکو په برخليک به اخته شي، هغه وو چې يوه ورځ وروسته مې امر وکړ چې د سبزوار ښار هغه اوسيدونکي چې ژوندي پاتې دي د خپلو وژل شويو خپلوانو سرونه دې د دوى له تنو څخه غوڅ کړي او يو شمير سرونه دې د ښار څخه د باندې ختيځ لوري ته يوسي او نور دې د ښار لويديځ خوا ته يوړل شي، ما غوښتل چې له سرونو څخه دوه مِنارونه جوړ کړم چې د هغوى هر يوه لوړ والى د (ګز) د يوې ونې په شان وي او د شپې لخوا د هغو مِنارونو پر سره څراغونه روښانه کړم ، کله چې د وژل شويو خلکو سرونه یې راټول کړل، راته ويې ويل چې نوي زره (٩٠،٠٠٠) سرونه راټول شوي دي.»
 
دا شان په کال (٨٠٣،ه) کې وروسته د څلويښتو ورځو محاصرې څخه د بغداد پر ښار باندې د تيمور لخوا لويه حمله ترسره شوه چې تيمور د بغداد د خلکو د عام وژنې وحشيانه فرمان صادر کړ او ويې ويل چې، هر څوک چې  په ښار کې پاتې وي ښځې، سړي، زاړه او واړه ټول ووژنى.
ابن عرب شاه چې د تيمور معاصر او د تيمور د پيښو ليکونکى ؤ او پلار يې عرب شاه د ګوډ تيمور له نږدې کسانو څخه بلل کيده، د بغداد وحشت يې په دې ډول ليکلى دى. تيمور وويل:                                              
« هر هغه څوک چې په لښکرو او عسکرو کې شميرل شوي وي د دوو تنو پر سر دې د بغداد د خلکو يو سر راوړي، نو ډله ډله او يو يو سرونه يې د بغداد له خلکو څخه پرې او راوړل شول، چې د دجلې درياب د وژل شويو انسانانو له وينو څخه ډک شو، نوي زره (٩٠،٠٠٠) کسان ووژل شول او د مړيو تنې يې په ډګرونو کې وغورځولې او د هغوى له سرونو څخه يې منِارونه جوړ کړل، هغو عسکرو ته چې د بغداد د خلکو سرونه په لاس نه وو ورغلي د شام او نور اسيران چې د دوى سره په لښکرو کې ساتل شوي وو (د دې لپاره چې عسکرو له مسؤليت او سزا څخه ځانونه ژغورلي وي او خپلې دندې يې سرته رسولي وي) د اسيرانو سرونه يې غوڅ کړل، ځينو نورو ته چې د سړيو سرونه یې نه وو موندلي، د بغداد د ښځو څخه يې سرونه پرې کړل او هغه کسان چې د ښځو له سرونو څخه هم بې برخې شوي وو(او خپل سرونه يې په خطر کې وو) نو خپل ملګري به يې غولول، هغوى به يې په پټه وژل او سرونه به يې ترې غوڅول، د دوست او دښمن توپير يې نه کولو... او ډيرو خلکو د دجلې په درياب کې ځانونه غرق کړل....»
دا ډول تيمور د اصفهان په ښار کې خپلو کسانو ته ويلي وو چې اويا زره سرونه  راټول کړى، وايي چې کله يې چې د سړيو سرونه ختم کړل او د سړيو سرونه نه پيدا کيدل، نو د ښځو سرونه يې، له ويښتانو څخه کلول او بيا به يې ترې غوڅول او مسؤلو کسانو ته به يې ورسپارل.
--------------------------------------
۱ــ د سړي د لاس له ګوتو نه تر څنګلو پورې اوږدوالى، تقريباً د يو ګز په اندازه اوږدوالى.
۲ــ دا ډول ترورستي عمل چنګېز په کال (۶۱۹،ه) کې د هرات له خلکو سره هم تر سره کړی ؤ؛ د نړیوالې ترهګرۍ په لمُړۍ برخه کې یې وګورئ.
۳- د سپي په شان حيوان دى چې د وژل شويو ژويو او انسانانو غوښې خوري.
               
د لیکنې پاتې برخې پرله پسې خپریږي