
هندی سوباش چندرا داسې میلیاردر دی چې د ژوند له کیسې یې ډېر څه زده کېدای شي. نوموړی د ۱۹۵۰ زېږدیز کال د نومبر په دېرشمه نېټه په یوه سوداګره کورنۍ کې زېږېدلی دی. چندرا د شمالي هند په یوه لرې پراته کلي او داسې کورنۍ کې را لوی شوی چې ۸۶ غړي یې درلودل. سره له دې چې کورنۍ یې سوداګري درلوده خو تر بېلتون وروسته ډېر پوروړي شول. دا نو داسې وخت و چې چندرا د ښوونځي په ۱۲ ټولګي کې ناکام شو او له زده کړو سره یې خدای پاماني وکړه. دی مجبور و چې له خپلې کورنۍ سره د پورونو په پرې کولو کې مرسته وکړي او دا مرسته له کار پرته ناشونې وه. چندرا په داسې حال کې چې تر یوه ډالر لږ پیسې یې په جېب کې وې له خپل کلي د ډيلي پر لور روان شو. په ډيلي کې یې په ډېرو ستونزو دومره پیسې پیدا کړې چې له کورنۍ سره د پورونو د پرې کولو په برخه کې مرسته وکړي. وروسته یې په سپما کړو پیسو د وریژو سوداګري پیل کړه. له دې لارې چې یو څه پیسې پیدا کړې د هند تر ټولو ستر سوداګریز ښار ممبيي ته ولاړ.
نوموړي په ممبيي کې د خلتو«ټیوب» د تولید کار پیل کړ او د اېسل پروپک په نوم د خلتو د تولید کمپنۍ یې اوسمهال په دې برخه کې په نړیواله کچه د فعالو کمپنیو په سر کې راځي.
چندرا خپل کاروبار پراخ او د رسنیو برخې ته وغځاوه. په هندي رسنیو کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې چندرا له سي. اېن. اېن څخه په الهام اخیستو یو لوی قمار وواهه او Zee TV په نوم لومړنی هندي تلوزیون چې پر سټلایټ یې خپرونې درلودې رامنځته کړ. کورنۍ له دې کبله په تشویش کې وه چې شاید لږ او ډېرې پیسې یې چې پیدا کړې په دغه کار سره له لاسه ورکړي. د چندرا یو ملګری او د زي ټي وي مرستیال بنسټګر اشوک کورین وايي په داسې شرایطو کې د دغه ډول تلوېزیون رامنځته کول په حقیقت کې د مرګ د درې پر لور حرکت و. دغه مهال په هند کې د سټلایټ له لارې د خصوصي تلوېزیون کوم خپرونکې بنسټ نه و، نو له همدې کبله یې کاروبار په هانګ کانګ کې پیل کړ.
د هند حکومت په ځلونو له ده څخه د دغه چینل د بندولو غوښتنه وکړه؛ خو ده یې غوښتنه رد کړه. اشوک وايي د کار په لومړنیو وختونو کې همهالي له ۴۰ بېلابېلو ستونزو سره مخ وو، خو دې ستونزو د چندرا اراده بدله نه شوی کړلی.
نوموړی اوسمهال د اېسل په نوم د کمپنیو یو ګروپ لري چې په بېلابېلو برخو کې فعالې ګڼې کمپنۍ یې تر چتر لاندې فعالیت کوي.
یوازې زي انټرټاینمنټ یې د ۳۴ چینلونو له لارې په ۱۶۹ هېوادونو کې ۷۰۰ میلیونه لیدونکي لري. زوی یې پونېټ چې د زي کمپنۍ مشر دی وايي چې د لیدونکو شمېر به یې تر ۲۰۲۰ زېږدیز کال پورې یو میلیارد کسانو ته ورسېږي.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې سوباش چندرا اوسمهال څلور اعشاریه دوه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۷۲ ام او په خپل هېواد کې ۲۵ میلیاردر دی.
نوموړي واده کړی، دری بچیان لري او په ممبيي کې ژوند کوي.
ياده لیکنه په همیانۍ ورځپاڼه کې خپره شوې ده