
۱- د ځاځي میدان ولسوالې ته یوه لنډه کتنه:
ځاځي میـدان په سوله او له هېواد څخه په دفاع او سرښندنه کې د ټولو نه مخکې دی خو له بده مرغه په امتیازونو او بیا جـوړونه کې بیا له ټولو نه وروسته دی.
هو، د دې سیمې هر وګړی د دې خاورې یو پیاوړی عسکر دی چې بې له کوم امتیازه شپه او ورځ دهېواد پولې د خپل سر په بیه ساتي اونه پریږدي چې مزدوري، وسله والې او ورانکارې ډلې هېواد ته را د ننه شي او د ورانکارې کارونه سرته ورسوي.
د طالبانود اسلامي امارت له ړنګیدو وروسته د ځاځي میدان په هېواد مین ؤلس سملاسي د مرکزي حکومت ملاتړ وکړ، د هغه شاته ودرید او په یوه اتفاق یې وپتيله چې هیچاته به هم په خپله سیمه کې د خلکو د سوله ایز ژوند د ګډوډولو او د ورانکاریو د ترسره کولواجازه نه ورکوي. دوی تر اوسه لا په خپله ژمنه ټینګ ولاړ دي او پدې لاره کې یې له حده زیاتې قربانې ورکړي او ورکوي یې. د ځاځي میدان خلک د همدې ټینګ عظم، اتفاق او میړانې له برکته پخپل هدف کې په رښتیا هم بریالي دي او له همدې کبله په سوله کې د یوه ډاډمن ژوند څخه برخه من هم دي.
که څوک غواړي چې په سوله کې آرام او د عزت ژوند وکړي له همدوی څخه دې زده کړي، د دهشتګرو او ورانکارو ډلو پرخلاف دې سره یولاس اویو موټی شي او پرې دې نه ږدئ چې ورانکاره او تروریستي ډلې د دوی په شاؤخوا کې خپل فعالیتونه تنظیم او په لاره واچوي او د ورانکاری کارونه سرته ورسوي.
که چیرې خلک پخپلو کې په رښتیا د ورورګلوې او مرستې لاسونه سره ورکړي، دهشتګر او د پردو مزدوران به هیڅکله هم ونشي کولی چې د دوی یووالي او همدارنګه سوله ایز ژوند ګډوډ او زیانمن کړی.
له سولې څخه د ځاځی میدان دخلکوملاتړ د هېواد د دښمنانو سخته غوسه را وپاروله اود دې سیمې عام وګړی یې د خوست په عمومی لاره کې د باک، خلبیسات اویعقوبیو په سیمه کې پرله پسې تر بریدونو لاندې راوستل او ډېرې کورنې یې دغم پر ټغر کښېنولې. سربیره پر دې یې څو څو ځله پر امنیتي پوستو لویې حملې تر سره کړې، خو د سیمې خلک د خپلو سرونو په بیه د امنیتي پوستو دفاع ته په چیغه ورغلل او دښمن ته یې غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړل.
۲- اقتصادي وضعیت:
دځاځی میدان خلک د بېوزلې په ډېره ټیټه سطحه کې د ژوند له سختوناخوالو سره لاس اوګریوان دی؛ دبیاجوړونې لپاره هرډول امنیت او شرایط مساعد دي خو بیا هم د بیا جوړونې کارونه ځکه په نیشت حساب دی چې داسې کاراو پروژه چې د خلکواکثریت ترې ګټه واخلي او د دوی په اقتصادي حالت کې مثبت بدلون راولي، نه ترسترګوکیږی.
کرنیزې ځمکې کمې دي، بسیا نکوي اونفوس هم ورځ په ورځ په ډېرېدو دی.
مزري چې ددې سیمې غرونوته به یې په زړه پورې ښکلا وربخښله هم په خلاصیدودی. پکارده چې د دې سیمې د خلکو د ژوند د سطحې د لوړولوپه مقصد د نویو اوموډرنو لارو چارو په لټه کې شو چې دا بیا پخپل وارسره د پراختیایی پروژو له لارې عملی کیدلی شي.
۳- کرنه، مالداري او باغداري:
د ځاځي میدان خاوره او اقلیم د کرنې، میوه جاتو، سبزیجاتو، مالدارې او د مچیو د روزلو او پراختیا لپاره په زړه پورې امکانات لري.
دځنګلونو او باغدارې د یوې څانکې شتون ته پدې سیمه کې ډېره اړتیا لیدل کیږي. نوموړې څانګې ته پکار ده چې د ځنګلونو او باغدارې د پراختیا او ترویج په برخه کې په لاندې ډول فعالیت او څېړنې وکړي:
۱- د کندهاري آنارو د باغونو رواجول او پراختیا ورکول.
۲- داینځرو د باغونو رواجول او پراختیا ورکول.
۳- د نارنج، لیمو، مالټواو بادامو تجربوی روزنه او د ښو پایلو د لاس ته راوړلو په صورت کې پراختیا ورکول.
۴- د ځاځیمیدان په غرونو کې په پراخه توګه د زیتونو د ځنګلونو احداٍث او پراختیا. ۵- له نوموړو زیتونو څخه د غوړو ایستلو او همدارنګه د آچارو جوړولو لارې چارې.
۶- د غوزانو روزنې ته پراختیاورکول.
۷- د شاتو د مچیو روزنې ته پراختیا ورکول.
که څه هم مالدارې په پراخه توګه رواج لري خو په دې برخه کې هم ډېرې ستونځې شتون لري. تر ټولو لویه ستونځه د حاصلاتو کموالی دی. د دې سیمې د شلوغواؤحاصل شاید د یوې اصلاح شوې غوا له حاصل سره برابر وي. ځکه خو د غواوو نسل اصلاح کولو ته سخته اړتیا ده.
د دې لپاره چې د مالداری په برخه کې په زړه پورې لاسته راوړنې ولرو، د حیواناتو د نسلګیرې یوې څانګې ته پدې سیمه کې سخته اړتیا لیدل کیږي تر څو وشي چې په سیمه کې د شیدو د غواوو اصلاح شوی نسل رواج او پراختیا ومومي.
۴- روغتیا پالنه:
د روغتیا پالنې په برخه کې یوه طبي لابراتوار او څو تنو ډاکترانو او ولادي او نسايي نړسانو ته سخته اړتیا لیدل کیږي. پاته دې نه وي چې د طبي پرسونل لپاره د هستوګنې د کورونو جوړولو ته هم اړتیا ده.
۵- بدني روزنه یا سپورت:
د ځوانانو لپاره هیځ ډول سرګرمي وجود نلري. په داسې حال کې چې په ځاځي میدان کې د کریکټ د مینه والو شمیر زرګونو ته رسیږي او تر مینځ یې بې شمېره استعدادونه شتون لري خو له بده مرغه تر اوسه د دې لوبې یو لوبغالی هم وجود نلري. پدې معنی چې د ځاځي میدان په مختلفو سیمو کې څو کوچنیو لوبغالو ته اړتیا لیدل کیږي.
سربیره پر دې د ځوانانو د علمي او معلوماتي سطحې د لوړولو لپاره د یوه کتابتون اړتیا هم یوه له مهمو اړتیاؤ څخه ده.
ځاځي میدان یوه سرحدي ولسوالي ده چې اکثره وخت د ډیورنډ کرښې بلې خواته پرتو وروڼو قومونو سره د ځینو ستونځو د حلولو لپاره دوستانه غونډې او جرګې کوي. د دې لپاره د غونډو او جرګو یوه تالار ته هم اړتیا لیدل کیږي.
د ځاځیمیدان غیور او په هېواد مین ؤلس او همدارنګه مدني ټولنې چې د ؤلسمشری په انتخاباتو کې یې په بې ساري توګه برخه آخېستې د افغانستان له راتلونکي حکومت څخه هیله کوي چې په یادو شویو برخو کې د ځاځی میدان له ولسوالې سره مرسته او همکاري وکړي. تر څو وکولی شي چې له یوې خوا زمونږ باتوره ځوانان چې خپله انرژي د خلیج په ملکونو کې په ډېره ارزانه بیه پلوري، هېواد ته را ستانه او یاده شوې انرژي د هېواد په آبادې کې په کار واچوي او له بلې خوا د دې سيمې په اقتصادي او ټولنیز ژوند کې په زړه پورې بدلونونه مینځ ته راولي.
د دا ډول پروژو پلی کیدل به د دي ښکلې اوستراتیژیکی سیمې په امنیت ، سمسورتیا اوپرمختګ کې مهم رول ولوبوی.اوخدای دې نکړی، که داسیمه ناامنه شی تاثیربه یې نه یوازې پر خوست اوپکتیا، بلکې پرپلازمېنې کابل هم پرېوزی.
په ګران هېواد کې د سولې، آبادې او سوکالې په هیله.
ومن الله توفیق