
د روهي وېب پاڼې ښاغلو او آغلو مینه والو!
د افغانستان د ملي سرود پر اړه مې د دې مقالې ډېرۍ برخه لا پخوا لیکلي وه خو د ځینو نه حل شویو پوښتنو له امله، له خپریدو څخه پاتې وه چې دا دی له ډېرې مودې وروسته خپریږي:
د هیواد د خبري رسنیو له لارې خبر شوم چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، له شاعرانو څخه غوښتنه کړي ده چې د ملي سرود لپاره خپل شعرونه د هیواد د اساسی قانون پر بنسټ ترتیب او وروسپاري.
ما هم د افغانستان د ملي سرود لپاره یو شعر جوړ کړ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مُعینیت سکټریت ته مې وروسپارلو او هم مې په خوست کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اوونیزې خپرونې (د سباوون زېری) ته ورولېږلو، چې د نوموړي اوونیزه په څلورم مخ، پنځمه ګڼه ۱۳۸۳ ه، ل، کال د لړم په څوارلسمه نیټه چاپ شو او د ملي سرود لپاره زما د لُمړي شعر متن په لاندې ډول دی:
لمُـــــــړی شــــــــعر
دا وطــن افـغـانـســــتـــان دی= هـــــر وګــــــړی یې افــغـان دی
قهرمان یې زوړ اوځوان دی= لوړیې نوم په درست جهان دی
هــم یې خــاوره ده ســـره زر
الله اکــــــــبر، الله اکــــــــبـر
پــښــتـانـه کــــه تـاجـــکـان دي = هـــــــزاره یــا ازبــکـــان دي
ترکمانان که بـلــوڅان دي = نــورستان که پــشــه یـان دي
قــزلبـاش دي کــه ګــوجـــــر
الله اکـــــــبر، الله اکـــــــبر
دا ایــمـاق کــه عــربان دي = قــرغـیزیـان، بـراهـــویان دي
واړه وروڼه افغانان دي = ټول د دې خــاورې بــچیان دي
ســره یــو دي لـر او بــر
الله اکـــــبر، الله اکــــــبر
هرانسان زمونږه وروردی = په رنګ سپین دی اوتوردی
دا نـړۍ د ټـولــو کــور دی = حــرام شوی ظـلم زور دی
حق د ژوند لري بشر
الله اکبر، الله اکبر
دا هیواد زموږ جنت دی = چې نظام مو جمهوریت دی
کړی موږ ملي وحدت دی = یو افغان دی یو ملت دی
یــو مــو مــشر او رهـــــــــبر
الله اکــــــــبر، الله اکــــــــبر
کله مې چې پورته شعر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وروسپارلو، نو څه موده وروسته مې د جمهور ریس له علمی او فرهنګي مشاور، ښاغلي زلمي هیواد مل څخه پوښتنه وکړه، چې د ملی سرود لپاره موږ هم یو شعر ورلېږلی دی، کار یې تر کوم ځای پورې ورسیده، ایا تاسې په جریان کې یاست او که څنګه؟
هیوادمل صاحب وویل: د ملي سرود په شعر کې هغه توري او جملې باید نه وې چې غېر پښتانه یې نه شي لوستلی او شعر باید ډېر لنډ هم وي.
وروسته له هغې چې د هیوادمل صاحب خبرې مې واوریدلې نو له هغه لُمړي شعر څخه مې هغه توري او جملې وایستلې چې غېر پښتانه یې نه شي ویلی او ورسره مې دوه نور شعرونه هم جوړ کړل او د دوهم ځل لپاره مې اړونده ادارې ته وروسپارل او هغه اصلاح شوی شعر دا دی:
اصلاح شوی شعر
دا وطــــن افـغـانـسـتان دی = قــهـــرمـان یې هـــر افـغــان دی
پاکــــه خــاوره یې سره زر
الله اکـــــــبر، الله اکــــــبر
پـښـتانـه کــه تــاجـــــکــان دي = هــــزاره یــا ازبــکــان دي
تــرکـمـنــان کــه بـلــوڅــان دی = نـورستان که پشه یان دي
قــزلبـــاش دي کـــه ګــوجــــــر
الله اکـــــــبر، الله اکـــــــبر
دا ایـماق کــه عــربــان دي = قــرغــیــزیـان، بــراهـــویـــان دي
دا قومـونـه افـغــانـان دي = ټـول د دې خـاورې بـچـــیان دي
ســـــــره یـو دي لــــــر او بــر
الله اکــــــــبر، الله اکـــــــــبر
هرانسان زمونږه وروردی = په رنګ سپین دی اوکه تور دی
دا جـهان مشـترک کور دی = حـــرام شـــوی ظــلــم زور دی
حـــــق د ژوند لــــــري بشـر
الله اکــــــبر، الله اکـــــــبر
***
دویم شــــــــعر
دا وطن د لوی افغان دی = دا جنت په دې جهان دی
ســمـه غـــر یې دُر ګــوهــر = الله اکــــبر، الله اکــــبر
پښتانه او تــاجــکان = هــزاره هـم ازبکان
ترکمنان او بلوڅان = پشه یان نورستانیان
قـزلــباش هم عربان = ایماقان او قــرغیزیان
هم ګوجر براهویان = افغانان دي له یو سـر
الله اکبر، الله اکبر
***
دریــــــم شـــــــعر
دغه ځمکه دا آسمان دي د افغان= په کې اوسي شهبازان او سره زمریان
پاکــه خــاوره یې ساتــو په مـال او سر = په یو نوم باندې د الله اکـــبر
پښتانه تـاجـک ازبــک او تـرکمنان= هـزاره نـورستانیـان هــم بـلــوڅـــان
قــزلــباش او پشـه یان هم عــربان = ایماقان، قــرغــیــز، ګـوجر براهویان
افغانان دي لر او بر، یو برابر
مومنان دي وایې الله اکــبر
(۱۱/۸ /۱۳۸۳، ه، ل)
وروسته له ډېرې مودې څخه خبر شوم چې د ملي سرود لپاره د ښاغلي حبیب الله رفیع لخوا یو شعر چې یوه برخه یې د خدای بخښلي عبدالرووف (بېنوا) د پخواني ملي سرود ده او نور د رفیع صاحب لخوا ترتیب شوی دی اتنخاب شو او زه یې په خبریدو سره خوشاله شوم ځکه چې د پخواني ملي سرود هغه بېتونه چې د بینوا صاحب جوړ شوي وو، ډېر د لوړې کچې شعر ؤ، خو وروسته بیا خبر شوم چې یاد شوی شعر ونه منل شو او څه وخت وروسته مې بیا له رادیو څخه واوریدل چې د ملي سرود لپاره د ښاغلي عبدالباري جهاني شعر وګمارل شو او دا چې د جهاني صاحب انتخاب شوی شعر مې واوریدلو او لمُړۍ مسرۍ یې ټکي په ټکي زما د شعر په شان وه، حیران پاتې شوم او څو شیبې په اندښنه کې ډوب شوم چې دا څه ډول دولت دی چې په هر څه کې خیانت او غلا، په شعر او لیکنو کې هم خیانتونه کیږي!
کله چې کابل ته راغلم نو هیوادمل صاحب ته مې وویل: د ملی سرور لُمړۍ مسرۍ او ځینې نورې برخې زما د شعر دې زه غواړم دعوه وکړم، دا دعوه په چا باندې وکړم او سند یې هم په لاس لرم هغه دا چې زما شعر ډېر پخوا د خوست په یوه اخبار کې چاپ شوی دی، چې نه هلته د جهانې صاحب له شعر او نه د نورو له شعرونو څخه موږ خبر وو.
هیوادمل صاحب په ډېره سړه سینه راته وویل: نه، نه چا لاس نه دی په کې وهلي، کله چې ستاسو شاعرانو شعرونه کمیسیون ته راځي نو د شاعرانو نومونه تري څيري کوي تر څو څوک واسطه نه شي، پریږده چې اوس دا ملي سرود جنجال یوې خوا شي په دې باندې خو ډېر حفګان جوړ شول.
کله چې هیوادمل صاحب دا خبرې وکړې نو زه غلی پاتې شوم او راتلونکي ته منتظر شوم چې اخېر به لمر پرې راوخیږي، یوه ورځ مې دا موضوع له ډاکټرصاحب خوشال روهي سره شریکه کړه، روهي صاحب راته وویل: د ملی سرود پر سر باندې خو څو تنه درانه درانه لیکوالان او شاعران خوابدي شول، هغه داسې چې جهاني صاحب ډېره سخته نیوکه کړی ده او هغه شعر چې د ملی سرود لپاره یې وړاندې کړی ؤ پرې خوښ نه دی.
موږ چې په خوست کې د انټرنټ اسانتیاؤ ته لاس رسی نه درلود او جهاني صاحب خپله لیکنه په انټرنټ کې خپره کړي وه، ومې نه لوستل شوه او د روهي صاحب د خبرو له اوریدلو وروسته زما شک لا پسې زیات شو او فکر مې وکړ چې جهاني صاحب هم په خپل شعر باندې نیوکه لري خامخا زما په شعر او د جهاني صاحب په شعر کې چا ترکاڼي کړي ده او بیا هم د پخوا په شان منتظر شوم، خو کله چې کابل ته راغلو او د انټرنټ اسانتیاوو ته مو لاس رسی پیدا کړ، نو یوه ورځ مو د جهاني صاحب دا لیکنه (ملي سرود هم یو داستان لري) ولوستله او وروسته له لوستلو څخه مې له زړه څخه هغه ټول شکونه او تشویشونه له منځه ولاړل چې له ما سره پیدا شوي وو او پوه شوم چې، زما شعر د جهاني صاحب شعر ته ورته دی. یـــو افــغــــان دی یـــو مــلـــت
په هر حال زه دا ويلی شم چې دا ویاړ لرم چې زما شعر د جهاني صاحب له شعر سره شباهت لري او په پای کې به د جهاني صاحب او زما شعر څنګ په څنګ ولیکو او تاسې ښاغلي لوستونکي یې سره پرتله کړئ.
د عبدالباري (جهاني) شعر د محمد انــور(آڅــــړ) شـــــــــعر
دا وطــن افغـــانستان دی دا وطــن افـغـــــــــانـســــتـــان دی
داعـزت د هــر افغان دی هـــــر وګــــــړی یې افــغـان دی
کور دسـولي کور دتوري لوړیې نـوم په درست جهان دی
هـر بچــی یې قهرمان دی قـــهرمـان یې زوړ اوځـــوان دی
دا وطـــن د ټولوکـور دی هــم یې خـــــــاوره ده ســــره زر
د بلـــوڅـــــو د اوزبکــــو الله اکــــــــــــبر، الله اکـــــــــــبـر
د پــښـتـون دهـــــزاره وو پــښـــــتـانـه کــــه تـاجـــــکـان دي
د تـــرکـمــنو د تاجــکـــو هــــــــــزاره یـــا ازبــــــــکـــان دي
ورسرهعرب، گوجر دي تـــرکـــــمانـــان کـــه بـلــوڅان دي
پامـیریان ، نــورســتانیان نــورستان کــــه پــشــه یـان دي
براهـویی دي، قرلباش دي قــــــــزبـاش دي کــــه ګــوجـــــــر
هــم ایمــاق هــمپشـه یان الله اکــــــــــــبر، الله اکــــــــــــبر
دا هیواد به تل ځلــــېږې دا ایــمــــــاق کــه عــــــربان دي
لکه لمــــر پر شنه اسمان قـــــــرغــــیزیـان، بـراهـــویان دي
په سینه کـــی د اسیـــا به واړه وروڼـــــه افـغــــــــــانـــان دي
لـــکه زړه وی جــــاودان ټـــول د دې خـاورې بـچیان دي
نــوم د حــق مـو دی رهبر ســــــره یــــــو دي لـــــر او بــــر
وایو الله اکبر وایو اللهاکبر الله اکـــــبــــــر، الله اکــــــبــــــر
*** هــــرانــســــان زمـــونــږه وروردی
پـــه رنــګ سپین دی اوتــــوردی
دا نــــړۍ د ټــــولـــــو کــور دی
حـــــــرام شـــــوی ظـلم زور دی
حــــــــق د ژونـــد لـــــري بشــــر
الله اکـــــــــبــــر، الله اکــــــــــبر
دا هـــــــیواد زمــــوږ جــــنت دی
چـــې نــظام مــو جمــهوریت دي
کــــړی مـــوږ مــلي وحدت دی
یـــو افــغــــان دی یـــو مــلـــت دی
یــــــو مــــــو مــشر او رهـــــــــــبر
الله اکــــــــــــبر، الله اکــــــــــــــبر
شلمه ماده: د افغانستان ملي سرود په پښتو ژبه دی، د الله اکبر او د افغانستان د قومونو نومونه به په کې راځي.
څلورمه ماده: د افغانستان ملت له پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، پشه یي، نورستاني، ایماق، عرب، قرغیز، قزلباش، ګوجر او براهویان دي.