
ل : ډاکتر احمد زیدان
ژ : حماد
سرېزه
دا لنډه څېړنه دبلوچستان د ستونزو په اړه ده ،چې په 1947 ز کې د زور له لارې له پاکستان سره یو ځای شوې . خپله بلوچان ،چې په پاکستان ، ایران او افغانستان کې تیت وپرک پراته دي داسې انګیري ،چې دوی دستراتیژیک موقعیت قرباني شوي دي .
دا څېړنه دبلوچو د ټولنې ستونزه هم رااخلي، چې د(سردارانو) له اړخه کنترولیږي دوی دمغولو دامپراتورۍ له مهاله تر ننه قبیلوي نظام لري ،چې بیابرتانوي نېواک (استعمار) لا پسې پیاوړی کړ . پردې سربېره دا څېړنه دبلوچو ترمنځ دبېلتون غوښتونې لېوالتیا ، چې دوسلوالو ډلو ، سیاسي ګوندونو په بهر کې میشتو بلوچ مشرانو ترمنځ ډېره شوې هم ده څيړي دوی ټول پردې باور دي ،چې د دوی سیمه دپاکستان دنورو سیمو په پرتله له پانګې او معادنو څخه برخمنه هغه ده ، خو حکومت په لوی لاس له پامه غورځولې ده او دپرمختګ کوم څرګ په کې نه لیدل کیږي پردې سربېره دا سیمه دتښتونې دپېښو ، ډله ییزو قبرونو او اجباري تبعید څخه هم ځوریږي .
څېړنه ټینګار کوي ،چې دهرې ورځې په تېریدو دبلوچستان کړکیچ لا پسې پیچلې کیږي او لامل یې ګوادر بندر دی او داسې اټکلونه شته ،چې دا بندر به په نږدې راتلونکې کې دسیمې له نورو سترو هغو سره دسیالۍ جوګه شي او له منځنۍ اسیا څخه به بهر ته دګاز دلیږد لنډه او اسانه لار وګرځي . ددې ترڅنګ دګوادر پر سر دچین او امریکا ترمنځ هم پټه سیالي شته چینايي شرکتونه دا بندر جوړوي او چین دا زمینه تر لاسه کړې ده په عرب سمندر کې ،چې دنړۍ 80% انرژي له همدې ځایه تیریږي خپل شتون نور هم پیاوړی کړي .
له بلوچ بېل غوښتونکو سره دپاکستان دودیز دښمن هند، دسیمې او نړۍ نورو هېوادونو مرستو هم دبلوچستان وضعیت ترینګلې کړې دی څېړنه دستونزې ټولو ښکیلولوریو ته ځینې سپارښتنې هم لري .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په 1948 ز کې دزور له لارې له پاکستان سره دبلوچستان یوځای کول د کورني او نړیوال کړکیچ لامل او دهغو ستونزو رېښه ده ،چې نن هم ورسره سیمه او بلوچستان لاس وګریوان دی . دپاکستاني تاج مرغلره (بلوچستان ) کې دواک دهر ډول عصري کېدو پر وړاندې واکمن قبیلوي شالید ، دکسرا او برتانویانو له مهاله نړیوال او سیمه ییز کړکیچ خنډ دی او دا ستونزه اوس هم پر خپل ځای ده ځکه ،چې قبیله اوس هم واکمنه ده .
په سیمه کې دکړکیچ لاملونه اوس هم ډېر دي ځکه ،چې طبیعي ګاز لري ، له عرب سمندر سره نږدې 470 میله سرحد لري د دوو مهمو ستراتیژیکو هېوادو افغانستان او ایران ته څېرمه پرته سیمه ده پردې سربېره دایران له بلوچانو سره نژادي اړیکې لري ، ګوادر بندر اوس دا وړتیا خپله کړې ده ،چې له نورو سیمه ییزو هغو لکه عباس بندر ، چابهار ، عمان او دوبۍ څخه ستراتیژیک ارزښت راپټ کړي .
په بلوچستان کې 17 سترې قبیلې دي ،چې هر یو یې خپل مشر لري او دسردار په نوم یادیږي ددې تر څنګ 400 نورې کوچنی قبیلې هم شته ،چې دکشر سردار له اړخه اداره کیږي ځینې سترې قبیلې (مري ، بوګټي ، راسي ، ډومبکي ، کاسي او لانجو ) دي . برتانویانو په سیمه کې دخپلې واکمنۍ پر مهال دچارو د لا اسانتیا په موخه د(شاهي جرګې ) په نوم سیستم ،چې بنسټ یې مغولو ایښې و ، کاروه و او غړي یې دقبایلو سرداران و.
د زرګونو بلوچي ځوانانو تری تم کېدل او دقضاء کمزورتیا ،چې ددوی برخلیک مالوم کړي ددې لامل شوې ،چې دبلوچانو ترمنځ غوسه زیاته او دمرکزي حکومت پر ضد دریځ ونیسي . پردې سربېره نه پاملرنه ،ګوښیتوب ، له بشرحقوقو څخه سرغړونه هغه ستر خنډونه دي ،چې مذهبي تاوتریخوالي ، فساد ، سرکښۍ او په بلوچستان کې پرلپسي نظامي عملیاتو ته لار پرانېستې ده .
تاریخي شالید
تر تېرې پیړۍ پورې بلوچستان داسې سیمه وه ،چې تاریخي او ستراتیژیک ارزښت ته یې اړتیا درلوده او دتاریخ په اوږدو کې دهغو وګړو پناځای و ،چې له قانون او دسیمې له امپراتوریو به په تېښته کې و ، بلوچان نوي ورته راغلي دي ان ځینې تاریخپوهان وايي : بلوچان له اره عرب توکمه دي ، دبلوچي تاریخ متخصص برتانوی تاریخپوه مارټین اکسمان وايي " زما له انده ، دبلوچستان دپیژندنې لپاره غوره داده ،چې ووایو دا سیمه دهیچا نه ده ، هیچا بلوچستان ته پاملرنه نه کوله ځکه ،چې ټوله سپېره دښته وه او نه یې کوم څرګند تاریخي ارزښت درلوداو دهغو وګړو پنا ځای و ،چې هندي او ایراني امپراتوریو کې نه ځای پر ځای شوي دا وګړي بلوچستان ته ولیږدیدل او هلته یې دځان لپاره استوګنځایونه جوړ کړل او خپله بلوچان پردې باور دي ، چې د دوی عرب توکمه انسانان دي . (1 )
ولسي او مشرانو جرګو غړو دخپلواکۍ پریکړه کړې وه ، خو دبلوچ مشر خان قلات غوره ګڼله ،چې له پاکستان سره خبرې پیل شي او بیا ورسره وروسته یو ځای شي ، خو د یو ځای کېدو لپاره له ځواک څخه کار واخستل شو (2 ) په لندن کې میشت مخالف بلوچ هریبار مري هم په دې باور دی " دپاکستان له لورې بلوچستان د برچې په زور نیول شوی دی ، دا سیمه هیڅکله دپاکستان برخه نه وه په 1948 ز کې پاکستانی پوځ په زوره ورننوتې دی او خان قلات ،چې هغه مهال دبلوچستان مشر و اړ ویستې ،چې له پاکستان سره دیوځای کېدو تړون لاسلیک کړي ، همدا لامل دی ، چې موږ ټول تردې دمه دا نه منو ،چې بلوچستان دې دپاکستان کومه برخه وي ، بلکې موږ پردې باور یو ،چې دا غصب شوې ځمکه ده (3 ).
بلوچان دا انګیري په تېرو څو لسیزو کې دتاوتریخوالي او نا ارامۍ لامل په زوره له پاکستان سره دبلوچستان یو ځای کول دي .
په 1958 ز کې ،چې کله په بلوچستان کې ګاز راڅرګند شو. شپږ کاله وروسته دپاکستان خان قلات بندي کړ دا مهال نو په ټوله مانا ناارامي رامنځته شوه او نوروز خان دپاکستان پوځ پر ضد خپله وسلواله مبارزه پیل کړه او دوه کاله پسې وغځیده ،چې له دواړو لوریو سلګونه مړي او ټپیان پاتې شول ، سره له دې پوځ دنوروزخان مبارزه له منځه یوړله ، خو په 63_1962 ز په خونړۍ بڼه بیا پیل شوه ، پوځ دتېر په څېر دبرچې په زور له منځه یوړله . کله ، چې سردار محمد داودخان په افغانستان کې دسپینې کودتا په ترڅ کې واک ته ورسید دنوروزخان مبارزه د درېیم ځل لپاره په 1973ز کې بیا پیل او تر 1977 ز پورې یې دوام وکړ .
پاکستان ،چې دسیټو او سینټو تړون کې دامریکا ملګری و ، مسکو دافغانستان له لارې دبلوچو او پښتنو په چارو کې دلاسوهنه کوله ،چې پاکستان اړباسي او دمسکو غوښتنې ومني . ذوالفقار علي بوټو ،چې کله په 1974ز کې دافغان جنګیالیو مشران برهان الدین رباني او ګلبدین حکمتیار خپل حضور ته ومنل دا مهال نو معادله سرچپه شوه او بلوچان دافغانستان او پاکستان ترمنځ دجګړې قرباني شول .
په 1977ز کې پوځ دجنرال ضیاء الحق په مشرۍ نظامي کودتا وکړه داسلام اباد او بلوچو ترمنځ یې تاریخي - وروسته بیا ثابته شوه ،چې دا لنډمهاله وه - سوله وکړه ،بلوچ سیاستوال یې ازاد کړل او حکومتي دندې یې ورکړې ، بلوچ مخالفین په افغانستان کې میشت وو کله ،چې په 1997 ز کې طالبانو کابل ونیوه نو ډیری بلوچ له خپلو کورنیو سره بیرته بلوچستان ته ستانه شول .
دپخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف دواکمنۍ پرمهال بلوچ مخالفت بیا سر راپورته کړ او لامل یې په (سوی ) سیمه کې دپوځ لخواپر 400 هکتاره ځمکې دنظامي قشلو او مرکزونو جوړول و ، بلوچان ډاریدل هسې نه ،چې پوځ دا مرکزونه زموږ پر ضد ونه کاروي او پردې سربېره د ډیموګرافیک بدلون اندېښنه هم ورسره وه چې پوخ دا ځمکې له بلوچو پرته نورو ته ورکړي . په 1935 ز کې حکومت د ډیموګرافیک بدلون په موخه غوښتل بلوچستان کې نور لږکي میشت کړي ،چې دبلوچو له مخالفت سره شو او دتاوتریخوالي په پایله کې نږدې 60 زره وګړي له منځه ولاړل .
دکورني کړکیچ لاملونه :
بلوچان دولس او ایالت په توګه دهغه محرومیت له کبله ، چې دوی ورسره لاس وګریوان دی خپله غوسه نه پټوي ، پردې سربېره ددوی دایالت جغرافیوي پراختیا ،چې دپاکستان 43%هغه جوړوي او د 200 میلوني پاکستان کې دبلوچانو شمېر ایله څلور میلونو ته رسیږي بیا هم محروم او بیوزله دي .
کله ،چې دکورني کړکیچ پر لاملونو غږیږو دوه مهم لوبغاړي او هغه هم دقبیلې تر چتر لاندې ملي سیاسي ګوندونه او وسلوالې ډلې باید په پام کې ونیسو .
په 1976ز کې دپاکستان دپارلمان هغه پریکړه له ماتې سره مخ شوه ،چې په بلوچستان کې یې دسردار نظام ناقانونه وباله او هر هغه څوک ،چې دسردار په توګه واک چلوي نوموړی به پر دریو کلونو بند محکومیږي ، خو هند دخپلې ازادۍ پر شپه توانیدلې و ،چې د565 په شمېر دراجا نظام له منځه یوسي .
دبلوچانو دوسلوال سرکښۍ په اړه چې خبرې کیږي نو دوه ځواکونو دژبو پر سر وي لومړی :
دبلوچستان دازادۍ پوځ ،چې د تښتونې ډیری پېښې دوی کوي او مشران یې دبلوچستان خپلواکي ، دپنجابیانو له منګولو ځان خلاصول او دبلوچانو لپاره دسوکاله او هوسا ژوند برابرول غواړي (4 ).
دویم مهم وسلوال ځواک دبلوچستان دازادۍ ملي جبهه ده او هغه مهال په ډېر قوت راڅرګند ه شو ،چې کله یې په 2011ز کې دملګرو ملتونودګډوالۍ چارو استازی " جون سوليټک " وتښتوه .
پاکستان تور لګوي ،چې یو شمېر هېوادونه لکه افغانستان ، هند ، روسیه او کله نا کله ایران له بلوچ وسلوالو سره مرسته کوي ، خو تر اوسه یې په دې برخه کې څرګند لاسوندونه نه دي وړاندې کړي او یوازې دا دلیل وړاندې کوي ،چې زموږ پولو ته څېرمه له اړتیا پرته دهند یو شمېر کونسلۍ شته او موږ ځینې مخابروي پیغامونه کشف کړي دي او دا دلاسوهنې دلیل دی.
دتېر کال په پای کې زلزلې دبلوچستان ځینې برخې وځپلې دپاکستان دمرستندویه ادارو ځینو مامورینو دخپل نوم نه ښودلو په شرط وايي : زلزلې دپاکستان پوځ دا زمینه برابره کړه ،چې دمرستې په پلمه دوسلوالو هغه مهمو مرکزونو نه ځانونه ورسوي ،چې پخوا یې اټکل هم نه شو کېدای .
په اسلام اباد کې دستراتیژیکو مطالعاتو مرکز بلوچ څیړونکی شیرباز کیتران په دې باور دی ،چې بهرنۍ کړۍ په دې سیمه کې تاوتریخوالي ته لمن وهي او دخپلې خبرې دزباد په موخه دپاکستان مشرانو جرګې ته په بلوچستان کې دپوځ دقومندان جنرال اعجاز دوینا ځینې ټکي رااخلي : " زموږ ځواکونوپه تېرو دریو کلونو کې له 16زره زیات بهرنیان نیولي ،چې په بلوچستان کې یې په ورانکارۍ او ترهګریزو هڅو کې ښکیل دي په دې کسانو کې ایرانیان ، تاجکان ، ترکان ، بنګالیان المانیان او افغانان شامل دي " چنرال اعچاز زیاتوي : یو شمېر هېوادونه لکه هند ، ایران ، افغانستان ، روسیه او امریکا په بلوچستان کې تاوتریخوالي ته لمن وهي (5 )
دبلوچو ډیری سیاسي او تاریخي مشران بهر ته شړل (تبعید) شوي دي نو دبلوچانو په اړه دهرې مهمې پریکړې پر مهال دوی شتون نه لري . دنواب اکبر بګټي قبیله ،چې تر اوسه دخپل مشر دویر پر ټغر ناسته ده او پر جنرال مشرف یې دخپل مشر دوژنې دعوه کړې ده ددې قبیلې دجنګیالیو شمېر 10 زرو ته رسیږي ."نواب بخش مري " دانجینرۍ په برخه کې زده کړې په مسکو کې کړې دي دکمونیستانو دواکمنۍ پرمهال دمسکو او کابل له ملاتړه برخمن و دنوموړي دوسلوالو شمېر 12 زره رسیږي او دواک سیمه یې (کهولو ) نومې سیمه ده او داسې ویل کیږي ،چې دچریکي جګړې نږدې دېرش رونیز مرکزونه اداره کوي .
بلوچ سیاسي ګوندونه سره له دې ،چې یو مشر یې عبدالمالک بلوچ په ایالت کې دنواز شریف په حکومت کې دمشر وزیر په توګه ټاکل شوې دی ، خو دوی اوس دمرکزي حکومت په اړه بې باوره دي او دا بې باوري خپل لاملونه لري .
1- بلوچان دپلازمینې له تګلارې ډاریږي په ځانګړې توګه له پنجابیانو څخه ،چې دپاکستان 65% نفوس جوړوي ، پلازمینه او پنجاب هڅه کوي دنظامي قشلو او دنورو لږکیو دجذب په موخه دسترو پروژو په رامنځته کولو سره دبلوچستان ډیموګرافیک جوړښت بدل کړي . ددې نظامي قشلو جوړونه پر اور دتیلو پاشل دي .له همدې ځایه دبلوچستان ازادۍ جبهې خپلو عملیاتو او بریدونو ته زور ورکړې دی ان ،چې په 2004ز کې یوازې په کوټه کې نږدې 30 چاودنې شوې دي او موخه یې دپنجابیانو له واک څخه دځان خلاصول دي (6 ).
2- بلوچستان دمحرومیت او ګوښیتوب له کبله ځوریږي پردې سربېره دا ایالت دپاکستان دګاز زیرمه ګڼل کیږي ، خو خپله بیا همدې ګاز ته اړ دی . بلوچستان د مساحت له مخې دپاکستان 43% جوړوي ، خو دپراختیا او ودې په موخه ورته لږه بودیجه ځانګړې کیږي ځکه بودیجه دنفوسو دشمېر له مخې وي نه د مساحت .
دایالت دمشرتابه لپاره دمشهور بلوچ سیاستوال ټاکنه او بیا د 175 ملیونو ډالرو په اندازه دپراختیایي پروژو په موخه دبسپنې اعلان به دبلوچو غوسه یو څه راکنترول کړي (7 )
3-په دولتي ادارو کې دبلوچو برخه ډېره کمه ده او لامل یې دپراختیايي او تعلیمي پروژو کمزورتیا ګڼل شوې ده ، خو حکومت بیا وايي : بلوچ سرداران دي ،چې دپرمختګ او پراختیا مخه یې نیولې ده . بلوچان بیا ټینګار کوي ترسره شوې پرمختیايي پروژې دسردارانو دواکمنۍ پر مهال بشپړې شوې دي (8 ).
4–دنیولو او تښتولو دپېښو په اړه ځینې بلوچ مشران وايي : نږدې اتلس زره وګړي تری تم دي او دا اټکل هم شته ،چې ځینې به یې وژل شوي هم وي (9 ).دبلوچ محصلینو ټولنه ،چې شمېر یې دتېرې پیړۍ په اتیایمو کلونو کې د6 - 10 زرو ترمنځ و دبلوچ جنګیالیو لپاره دسرکښۍ او مبارزې نظامي او ټولنیز بستر برابروه (10 ).
دپاکستان ایسارول
پاکستان اوس هم داسې انګیري ،چې هند په عملي توګه دپاکستان پر ازادۍ اعتراف نه دی کړی نو ځکه یې دترینګلتیا لپاره هڅې کوي او هند بیا ورته خبره کوي ،چې پاکستان په کشمیر کې له وسلوالو ډلو څخه ملاتړ کوي . اوسمهال دا دهندنیکمرغي ده ،چې د سترو او سیمه ییزو هېوادونو ګټې اوس دا ایجابوي ،چې ټول – ښکاره یا پټ - دپاکستان پر ضد شي ، پاکستان دا هم وايي : هند ، روسیه ، افغانستان او ایران ترمنځ یو ډول همغږي شته ( په دې اړه په بلوچستان کې دپاکستان دسرحدي ځواکونو دمشر څرګندونې یادې شوې دي ).
هند پردې باور دی ،چې په بلوچستان کې دپاکستان بوختول به اسلام اباد اړباسي ،چې په کشمیر کې دوسلوالو ډلو په اړه له نوي ډیلي سره معاملې ته رامات شي پردې سربېره که چیرې له بلوچستان څخه دایران یا ترکمنستان ګاز نللیکې تېرې شي ، یا منځنۍ اسیا ته دسوداګرۍ لار شي او یا دګوادر پروژه بشپړه شي دا ټول هغه څه دي ،چې پاکستان معاملې ته راماتولای شي او په ورته وخت کې د پاکستان داقتصادي پیاوړتیا پر ځای دکمزورۍ لامل ګرځي .
دهند دنیت په اړه دپاکستان شک دهرې ورځې په تېریدو لا پسې زیاتیږي ځکه ،چې په افغانستان کې اسلام اباد خپل نفوذ او اغیز له لاسه ورکړې دی او دا هم پټه نه ده ،چې داسلام اباد په پرتله افغان واکمن هند ، ایران او ان روسیې ته ډېر نږدې دي .
هند بیا پردې باور دی ،چې په بلوچستان کې دخپل شتون پر مټ کولای شي ناارامي او ترینګلتیا رامنځته او په ګوادر بندر کې دچین دپانګونې مخه ونیسي ، که چیرې په سیمه کې د دوو اتومي دښمنانو ترمنځ جګړه رامنځته شي ګوادر بندر په ډېره اسانۍ دکراچۍ هغه ځایناستې کېدای شي .
په 2011ز کې دامریکا ددفاع اوسني وزیر چاک هیګل په کامیرون پوهنتون کې دې خبرې ته اشاره کړې ده " هند افغانستان ددویمې جبهې په توګه دپاکستان پر ضد کاروي او په تېرو څو کلونو کې یې په پاکستان کې له ستونزو ملاتړ کړې دی او په څو نورو جبهو کې ورته هڅې کولای شي " (13 )
دبلوچستان پخوانی لومړی وزیر جام یوسف بیا پر هند تور لګوي " هندي استخبارات پولې ته څېرمه له څلویښتو ډېر روزنځایونه لري ، هند له ډېره پخوا دپاکستان مخالفین زموږ پر ضد کاروي ، هند غواړي ،چې پر پاکستان په دې برخه کې فشار راوړي ،چې له کشمیر لاس په سر شي " (14 ).
ویکیلیکس څه موده وړاندې هغه ټیلګرام خپور کړې و ،چې هندي ډیپلوماتانو دا منلې وه ،چې موږ په بلوچستان کې ځکه لاسوهنه کوو ،چې پاکستان یې په کشمیر کې کوي او زموږ ملاتړ دروسیي او چینايي وسلو په بڼه دی او زموږ ډیری لیدنې او کتنې په دوبۍ کې ترسره کیږي (15 ).په واشنګټن کې دپاکستان سفیر جلیل عباس وايي : نوازشریف له خپل هندي سیال سره په نیویارک کې هغه لاسوندونه اوشواهد وڅیړل ،چې له مخې په بلوچستان کې دهند ښکلتیا ثابتوي (16 ) .
دامریکا په ګانکرس کې دبلوچانو دبرخلیک په اړه بحث او دګانګرس دځینو غړو دا غوښتنه ،چې بلوچان حق لري ځانته جلا هېواد ولري ، دې څرګندونو دپاکستان اندېښنې زیاتې کړې دي (17 ) له بل پلوه واشنګټن نیت لري ،چې په بلوچستان کې کونسلګري پرانیزي ، خودا دغوښتنه داسلام اباد له مخالفت سره مخ شوې ده او لامل هم هغه اندېښنې او ډار ښودل شوې ،چې هسې نه دا ګونسلګري دبلوچ بیل غوښتونکو دملاتړ پر اساسي مرکز وانه وړي .
چین هم ځان دعرب سمندر خولې ته ځان رارسولې دی دنړۍ دانرژۍ 80%سرچینې همدلته دي . دچین دې پرمختګ او دې وړاندوینو ( په راتلونکو 40څلویښتو کلونو کې دعربي نړۍ تیل کېدای وچ شي ) واشنګټن یو څه اندېښمن کړې دی ، واشنګټن اړ دی ،چې دمنځنۍ اسیا ، افغانستان او ایران پر زیرمو ډډه ولګوي او دا مهال بیا دا اړتیا لیدل کیږي ،چې چین له سیمې څخه ګوښه شي (18(
دبندرونو پټه جګړه
له کومې ورځې ،چې پاکستان چین ته داجازه ورکړې ده ،چې په عرب سمندر ګوادر بندر (هوايي دروازه / دخلیج سترګه )جوړ کړي ، په سیمه کې کې دبندرو پټه جګړه پیل شوې ده . ایران او هند لګیا دي دچابهار په نوم بندر جوړوي ،چې منځنۍ اسیا – سیمې او نړۍ ستره جایزه - ته دصادراتو او وارداتو په موخه سمندري دروازه جوړه کړي .
دکارپوهانو له انده چابهار بندر له دوو نیمګړتیاوو سره مخ دی .
لومړی : له منځنۍ اسیا څخه لرېوالې او دویم داوبو کموالې سترې بیړې نه شي کولای ،چې دلته لنګرونه واچوي ، خو ګوادر بندر بیا منځنۍ اسیا ته نږدې او ډېرې ژورې اوبه لري ،چې بیړې په اسانه په کې لنګرونه اچولې شي .
دې ځانګړنو په سیمه کې نوې سیالي رامنځته کړې ده ځینې باوري دي ،چې ګوادر بندر دسیمې دنورو بندرونو لکه دبی او عمان پر ارزښت خپل سیورې وغړوي ، داسیا پرمختیايي بانک وايي : ګوادر بندر کولای شي ،چې ددولسو هېوادو اړتیاوې پوره کاندي پردې سربېره دا بندر به په سیمه کې دچین شتون او رول لا پسې پیاوړې او دامریکا هغه به لا کمزوری کړي .
ګوادر بندر دامریکا له نظره " دچینايي سمندري بندرونو دستراتیژۍ مهم مرکز دی ،چې پر مټ یې چین کولای شي په سیمه کې ټوله سوداګري کنترول کړي او پردې سربېره چین کولای شي دسمندري غلو اونړیوالو سیالیو څخه څخه خپلې ګټې وژغوري " (19) خوپاکستان دلته له تلوار څخه کار اخستې ،چې دا بندر یې یوازې چین ته ورکړې دي که دا یې څو شرکتونو ته په ګډه ورکړې وای دګواښ کچه به یې راکمه کړې وای .
دانرژۍ پر سره شخړه
انرژۍ ته نړیوالې تندې دپاکستان جغرافیوي موقعیت ته ارزښت ورکړې دی ځکه دا منځنۍ اسیا ته ،چې اوبو ته لار نه لري نږدې هېواد دی ، پاکستان دچین لویدیزې برخې ته ،چې بیوزله او وروسته پاته ده هم نږدې دی . دپاکستان موقعیت دپیوستون مرکز دی ځکه له منځنۍ اسیا، ایران او قطر څخه هند او لرې ختیځ ته ګار له همدې ځای تیریږي ، ددې تر څنګ پاکستان دا وړتیا لري ،چې په سیمه کې دامریکا نفوذ پیاوړی یا کاواکه کړي ، دا پاکستان و ،چې هند او لرې ختیځ ته یې دایران دګازو نللیکه له ستونزو سره مخ کړې ده او همدا لامل دی ،چې نړیوالو شرکتونو دافغانستان په تیلو او ګازو کې پانګونه داوس لپاره بنده کړې ده .
که چیرې دګازو دنللیکې پروژه پیل او بشپړه شي خپله پاکستان هم دانرژۍ په برخه کې له ستونزې او نیمګړتیا څخه خلاصیږي اوس دانرژۍ دکمښت له کبله دپاکستان اقتصاد او زراعت دواړه کاواکه دي پردې سربېره ډېرو پاکستانیانو ته به کار زمینه شي او هر کال به نږدې یو ملیار ډالر دګازو دنللیکې دتېریدو حق العبور اخلي (20 ).
دشخړې ګانده
ځینې وخت زبر ځواکونه دخپلو ګټو او موخو لپاره کوچني هېوادونه ګوماري ،چې ددوی په استازیتوب ځینې چارې ترسره کاندي ، خو کله دا کوچني هېوادونه ناکام شي بیا خپله لاسوهنه کوي . اوس خو په بلوچستان کې وضعیت دپاکستان له کورني وضعیت سره تړاو لري . ایا حکومت به وتوانیږي ،چې کورنی خپګان له منځه یوسي او بهر ته اجازه ورنه کړي ،چې خپله ځانګړې تګلار پلې کړې .