غزل

 
چې ستا په ياد باندې لگيا شي زړگى
له خپله ځانه هم وريا شي زړگى

کله ساقي کله مُلا شي زړگى
کله مين کله اشنا شي زړگى

لکه په خوب کې چې الوت وکړي څوک
ستا په لېدو مې په هوا شي زړگى

د ستا د سترگو تصور کې اشنا
له ډېرې مينې په گډا شي زړگى

باران چې ووري ځمکه مينځي ساده
په ډېرو اوښکو هم صفا شي زړگى.

١٧/٠٦/١٣٨٥
حيدرآباد