
څلور ویشت ساعته په تهران کې
ولسمشر نیکسون او لومړۍ مېرمند ۱۹۷۲ زېږديز کال د مې په ۳۰ نېټه د سې شنبې په ورځ د مازیکر په ۴:۴۰ دقیقو په تهران کې چې لمر په کې پړک واهه له الوتکې ځمکې ته را کوز شو.د تهران په لوی ښار کې چې په سپینو واورو پوښل شوي غرونه ترې لکه یو دیوال را تاوو شوي وو، ښکلې یخه هوا چلېده. نیکسون او مېرمن ته یې د تهران د مهر اباد په نړیوال هوايي ډګر کې د شاه او د ملکې لخوا هر کلی وویل شو.له هوايي ډګر څخه دسعد اباد په ماڼۍ کې د ولسمشر د اوسېدو تر ځایه پورې ۱۵ میله لاره کې شاه او ولسمشرله شاه سره په یوه سر خلاصي موټر کې څنګ په څنګ ولاړ وو چې د شاوخوا ۲۵۰ زرو هغو کسانو مینه، لېوالتیا او خوښي وویني چې ددوی هرکلي ته ولاړ وو.دا هغه خلک وو چې امریکایان یې خوښېدل. نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړ چې( د امریکايي ولسمشر لپاره په لسګونو زره عامو ایرانیانو خوښي کوله، شاه او ولسمشر نیکسون ته یې لاسونه ښورول او د خوښۍ نارې یې وهلې.)یوه خبریال لیکلي ووچې( دا له شکه وتلې خبره وه چې د ډېرې خوښۍ دغه فوق العاده هرکلی په ۱۹۷۰ م کال کې له اروپا څخه د لیدنې وروسته تر ټولو پراخ ښه راغلاست وو چې ښاغلي نیکسون او دده مېرمنې ته په تهران کې وویل شو.)
دخلکو دومره را وتل د نه باور وړ وو. داسې ښکارېده چې په واټونو کې ددغو خلکو دومره منظم یو په یو را وتل، درېدل او د خوښیو نارې وهل ډېر لوی پلان ته اړتیا لري چې ورته نیول شوی او عملي شوی وو. هوايي ډګر ته پر لاره د دربار وزیر اسد الله علم وویل (هغه ډول چې موږ پلان کړې وه،خلک په سړکونو کې ښه منظم نه وو درول شوي. ما لارښوونه کړې وه چې د ښوونځیو زده کونکي د سړک په یوې خواکې باید ودرول شي، خوزما سپارښتنې نه وې عملي شوې. پر دې سربېره دسیاستوالو او حقوق پوهانو استازي ډېر لرې له ښار څخه بهر د هوايي ډګر دسړک په څنډو کې درول شوي وو چې زه په دې تړاو خپله غوسه نشم تشریح کولی.)
۵۰۰۰ کسان په چټکه توګه په ښار کې په بسونو کې داسې تنظیم شوي وو چې د ښار په دننه کې ګڼه ګوڼه تنظیم کړي. علم دارنګه وویل چې د ښه راغلاست د مراسمو په بهیر کې نرۍ باد چلېده او دغه باد د یوه بیرغ لېږدونکي له سره خولۍ والوځوله چې هغه یې په بد شاګوم ونیو.
د ایران شاه د خپل دربار له وزیر علم څخه وغوښتل چې له نیکسون سره د شخصي لیدنې په موخه دیوه سفر بندو بست برابر کړي. اوس نو شاه په دې فکر و چې د تېلو بیې هم لوړولی شي، شاه داسې فکر کاوه چې د ټویچل دوکتورین کاملا دده په ګټه را څرخیږي.د پاکستان له ماتې ۶ میاشتې دمخه ایران ته په ختیځ کې ټپي ګاونډی ورپاتې و چې د ایران مرستې ته یې سترګېنیولې وي چې غوړي به په دوی ور وڅڅوي. د ریښتینې لوبې بدلونکو، د امریکې ولسمشر نیکسون او کیسنجر ته هغه مهال اندېښنه ور زیاته شوه چې د ۱۹۷۲ کال د اپرېل په ۹ نېټه عراق له مصر او هند وروسته له شوروي اتحاد سره د ملګرتیا تړون لاسلیک کړ. د ایران شاه په پرلپسې توګه دوی ته خبر داری ورکاوه چې ایران له هرې خوا د کمونېست پلوه نظامونو لخوا کلابند شوی. اوس داسې ښکاري چې شوروي اتحاد په فارس خلیج کې دسمندري ځواک دحضور په پوله ولاړ دی. شاه وارخطا و چې د نیکسون تاوتریخوالي جوړونکي پالیسي، شوروي اتحاد هڅوي چې د خلیج د ګرمو اوبو په لوري خپل مزل تیز کړي. هغه له نیکسون څخه دا ډاډ غوښت چې د امریکا متحده ایالتونه به له شوروي اتحاد سره هېڅ داسې معامله نه کوي چې د ایران د خپلواکۍ پر سر په کې جوړجاړیشوى وي.
په تهران کې د امریکا سفارتاو د امریکا استخباراتي ادارې سي. ای. اې په عین وخت کې په ایران کې په ناڅاپي ډول د ترهګرو فعالیتونو د راپورته کېدو لپاره لاره هواروله. د ۱۹۷۱ کال د فبرورۍ په ۸ نېټه د کسپین سمندرګي ته نژدې دشاه د رژیم یوې ډلې مخالفو،دسیکل په نوم سیمې کې د پولیسو په یوې پوستې خطرناک برید تر سره کړ. دغې بې پروا او غیر مسلکي برید په ایران کې له واکمن شاهي نظام څخه د اوږدې نا رضایتۍ څرکونه په ډاګه کړلاو داسې یې وښوله چې کېدای شي ددغه ډول بریدونو د لړۍ پیل وي. د شاه د رژیم زور او سخت ځواب وښووله چې دغه دول په نشت سمبال بریدونه د خپلو خلکو پر ضد د مردارې جګړې دوام نه شي ثابتولی. د نړیوالو حقوق پوهانو پلټونکي کمېسيون وروستهومنله چې (د ۱۳ هغو کسانو له ډلې چې د سیکل د پېښې له کبله مجرم او اعدام شول، دا امکان لاره چې۲ کسانو یې کېدای شي په هغو بریدونو کې هېڅ برخه نه درلوده چې تر دې مهاله په زندان کې وو). ګوریلايي یا غیانوداسې هڅې پیل کړې چې شاه په خپل نظام کې وشرموي.
جنرال زیدین فارسیوچې د ایران د نظامي محکمې مشر او د مخالفینود تحقیق مسئول و، د خپل کور د دروازې مخې ته په ډزو ووژل شو. د شاه وراره په په رڼا ورځ وتښتول شو او یرغمل کړی شو. د ۱۹۷۲ کال په جنورۍ کې په تهران کې یوه برید کونکي د امریکايي لارښود او د امریکا د سفارت په کمیسار د سولې د سازمان او کلتوريپه مرکز کې چې د امریکایانو لپاره د ایراني توکو د اخیستو یو مهم ځای و بمي برید وکړ. په را تلونکې میاشت کې په یوې حکومت پلوې سیاسي غونډې په برید کې یو تن ووژل شو او پنځه نور ټپیان شول. د امریکا سفارت رپوټ ورکړچې( پر متحدو ایالتونو نیوکېاو له واشنګټن څخه نا رضایتي په ایران کې په ډېرېدو ده. په ځانګړې توګه د زده کونکو په منځ کې داسې نښې نښانې نه شته چې دغه سیاسي وضیعت او د خلکو را پاریدلی نظر دې په نژدې راتلونکي کې بدلون وکړي.) سي. ای. اې ته په ډاګه شوه چې په وروستیوکلونو کې په ایران کې له واکمن نظام څخه یو شمېر نارضایتۍ لیدل شوې دي. دلته د ایران په وضیعت کې،واقعياو دبالقوهناخوښۍ نرمې نښې نښانې وې. په پوهنتونونو کې بیخي حالت خراب و. ګوریلايي جنګیاليوپه تهراناو د جګړې په ډګرونو کې د امنیتي ځواکونو په منځکې نفوذ کړی و. شاه ګوښه شوی و او په خواشینۍ سره شاه ته د حالاتو په اړهدخپلو وزیرانو له خوا کافي معلوماتنه ورکول کېدل. ان په بهر کې د ایران سفیران مخکې له دې چې شاه په رسمي توګه هغوی را وغواړي هغه ایران ته راغلي وو.چاپلوسانو په دربار کې په دې اړه بحثونه او تحلیلونه خاموشه کړل. (په هغه طریقه چې شاه شاهي کورنۍ په نظام کې ځای پرځای کړې وه، د خلکو نارضایتي یې نوره هم زیاتولهاو په راتلونکي کې یې د ډېرو پېښو احتمال را منځ ته کاو. د شاه دا لېوالتیا چې د وسلو په تر لاسه کولو ډېرې پیسې ولګوي سیاسي وضیعت یې نور هم پېچلی کاوه. (مالي ستونزې له همدې ډېرو لګښتونو راپیښې شوې وېاو دغه کار پرمختیايي پروګرامونو ته سخت زیان اړاوه چې ډېره ایراني انرژي یې له سیاسي تحولاتو یا تړاوونو نورو برخو ته اړوله. د ایران بنسټیزه اغېزمنتیایا ستونزه دا وه چې ټول واک په مرکز کې له شاه سره و. سي. ای. اې خبرداری ورکړچې(د شاه له کنترول پرته پهلوي دولت کېدای شي له دننه ړنګ یا رانسکور شي. د هغه مړینه به یو بدلون ته لاره هواره کړي، خو کېدای شي، هېوا له ګډوډۍاو هرج او مرج سره مخ شي.)
لوېدیځ په دې خبر وچې په ایران کې ورځ تر بلې نا ارامۍ زیاتیږي.په هغه شپه چې شاه تهران ته روانېده، کیسنجر، نیکسون ته وويل: (د شاه اصلاحات ددې لامل شوي چې په ایران کې کورنی خفګان نور هم زیات شياو دا کار په ایران کې د بدلونونو د تاریخچې پر ضد فشار زیاتوي. هغه ولسمشر ته وویلچې( شاه په خپله هم اندېښنه ښوودلې او ویلي یې دي چې د ایران ټیکاو او پرمختګ ډېر زیات د هغه د مشرتابه په شخصي چال چلند او د اداره کولو په ډول او سیستم پورې اړه لري.هغه ټولنې، ادارې او مشران چې په نظام کې شامل نه دي له دغه وضیعت څخه په بریالۍ توګه ووت، نو هغویبه هم په دولت کې ور ګډ کړل شي.) له سرمشریزې دمخه شاه خپلې ادارې ته خپلو دپنځو لویو هیلو یو نوملړ وړاندې کړ چې په کې هغه وویل غواړي (اول: د لایزر پر مټ کارېدونکي بمونه واخلي، دویم : د F-15 جنګي الوتکو درې سیستمونه یا ډولونهاو څو F-14 الوتکې له فونیکس توغندیو سره یوځای ولري، درېیم : مویریک توغندي تر لاسه کړي، چې خپل F-4 الوتکې پرې سمبال کړي، څلورم: دوه نورېF-4Es او F-5Es او پنځم هغه غواړي چېد سلګونو هغو امریکايي یونیفورم لرونکو متخصیصینو خدمات تر لاسه کړي چېد امریکايي وسلو ساتنه او کارونه تر سره کوي.
د امریکا ددفاع وزارت په اصولو کې لارښوونه وکړه چې لایزري لارښود بمونه دې وپلورل شي. خو سپارښتنه یې وکړه چې F-14s او F-15s جنګي الوتکې دې نه پلورل کیږي.بهرنیو هېوادونو ته د دغو پېچلو جنګي الوتکو د ورکړې پلانلا تر اوسه پارلمان نه دی پاس کړی او نه شي کېدای چې په دې برخه کې معامله تر سره شي. شاه یو ځل بیا په خپله احساس کړه چې باید خپله په دغه مسئله کې رامخ ته شي. هغه مهال چې له تړون سره سم الوتکې تولید شوې، په منځني ختیځ کې پخوانی ښه وضیعت په داسې ډولبدلون کړی و چې کېدای شوای ددغو الوتکو پلورل د امریکا د حکومت ګټو ته زیان رسولای واى. موږ ددغو الوتکو د خرڅلاو په تړاو د مثبت عمل یا چلندوړاند وینه کوو، خو دغه موضوع باید تر هغه وځنډول شي چې دغه پروګرام په بشپړه توګه ډاډمناو د ورکړې په تړاو یې ستونزې یوې خوا ته شي. ددفاع وزارت په راتلونکي کې د موریک توغندیو د پلورلو وړاندیز تایید کړ چې لاهم د ازموینې په پړاوو کې وو، او دارنګه یې د نوروF-4Es او F-5Es الوتکو ورکړه هم ومنله. خو ددفاع وزارت دپرمختللو وسلو د تخنیکي کار کونکو د روزنې په برخه کې یې د احتیاط خبره وکړه او ویې ویل چې دغه کار دې هرې اړتیا ته په کتو جلا جلا و ارزول شي او بیا دې یې په اړه پریکړه وشي چېایران ته یې استول لازم او اړین دي او که نه؟ځکه چې د امریکا متحده ایالتونه په خپله د تخنیکي نظامیانو او کار پوهو روزونکو له کمبود سره مخ دي. ددفاع وزیر لاییرډ په ایران کې د نورو یونیفورم لرونکو امریکايي متخصیصنو د ځای پر ځای کولو په اړه زړه نا زړه وو .
په ځواب کې یې کیسنجر یو تفاهم لیک طرحه کړ او هغو سپارښتنو ته یې پام ونه کړ چې ده ته شوي وو. موږ پوهیږو چې نیکسون هغه ولوست، ځکه چې د هغه یوه کاپي پرېنټ شوې وه او ولسمشر ولیده. کیسنجر سپارښتنه وکړه چې نیکسون د لایزري بمونو د ورکړې غوښتنه له پامه وغورځوله، ځکه چې (دوی زموږ د ډېر پرمخ تللي ټیکنالوژۍ استازیتوب کوي چې په سویل ختیځه اسیا کې ورته سخته غوښتنه موجوده ده.) د F-14/F-15 په تړاو ( موږ داسې وړاندوینه یا فکر کوو چې په ایران یې وپلورو، خو موږ غواړو مخکې له دې چې موږ یو شی تولید کړو په دې ډاډه شوچې ښه تولید لرو یا مو ارزښتناک شی جوړ کړي او که نه. دارنکه د امریکا متحده ایالات کېدای شي په شاه باندې هغه نور F-4Es او F-5Es سکواډ ډرون الوتکې وپلوري، خو کیسنجر د موریک میزاییلو یا توغندیو او دارنګه د بلو سویتر په نوم د امریکايي نظامي متخصیصینو د استولو هېڅ یادونه نه وه کړې. د کیسنجر د یاداښت تر ټولو مهربانه تفسیر او تحلیل دا وو چې هغه ډېر په بیړه سره تیار شوی و. له شاه سره په معامله کولو کې هغه خپل طلايي رول له یاده ایستلی و:(ددې لپاره چې وروسته د ناسم پوهاوي د رامنځ ته کېدومخه ونیول شي دقیقې او رڼې خبرې په دې تړاو چې تر کومې کچې د امریکا متحده ایالات په دې برخه کې ګام پورته کوي او یا یې نه پورته کوي خورا ډېرې مهمې دي.)
د مې د میاشتې په ۳۰ نېټه د سعد اباد ماڼۍ ته له را رسېدو لس د قیقې وروسته مازدیګر ناوخته ولسمشر نیکسون، کیسنجر او شاه له خپل لومړي شخصي دوه ساعته یو په یو خبرو اترو له تر سره کولو په شا شول چې په کې هېڅ امریکايي او ایراني چارواکوي ته د ګډون اجازه نه وه. ددوی په لومړۍ ناسته کې د تېلو د تامینولو په لانجمنې موضوع او دارنګه په لوېدیځې اسیا کې د نا امنیو او لانجو پر موضوعګانو خبرې اترې وشوې او نظرونه پرې ور کړل شول.د ایران باچا رضا شاه وویل ( هغه هیله لري چې نیکسون به ایران ته هغه بلو سویتر امریکايي نظامي متخصیصین او ټکنالوژي ور واستوي چې دایرانپوځ په ځان ډاډه او بسیا شي .(د نیکسون حکومت باید هغه ته ډېرې پرمختللې او عصري وسلې ور کړي، ځکه چې ایران لکه اسراییل غوندې باید وتوانیږي چې په سیمه کې په خپلو پښو یوازې هر ګواښ ته په نره ودریږي.) دغو دواړو مشرانو دارنګه له عراق سره د شوروي اتحاد د ملاتړ په اندېښمنونکې مسئلې هم خبر ې وکړې. دارنګه د پراخو کردي سیمو په اړه یې هم خبرې وکړې چې د ایران، عراق او ترکیې په پوله کې پرتې دي چې د عراقیانو لخوا وخت نا وخته د ایران د ځورولو لپاره په خطرناک ډول کارول کیږي یا راپورته کیږي. دغه مشران په دې موافق شول چې یوه داسې لاره باید وموندل شي چې پاکستان ته امریکايي وسلې مخکې له دې چې د ګاندي لخوا زموږ په متحد (اسلام اباد) ور ټوپ کړي ور ورسول شي .
په همدې ماښام له دولتي رسمي مېلمستیا وروسته ، د ایران لومړي وزیر هویداکیسنجر له ځانه سره بهر کې یوه کلپ یا نڅا ځای ته بوتلو. په کلب کې یو ځل یوه ایرانۍ بالي (دجنسي او نورو اندامونو دښورولو خاصه کډا ده) نڅاګره د کیسنجر په غیږ کې د څو د قیقو لپاره کښیناستله. ایراني امنیتي چارواکي په دې ونه توانېدل چې ددې پیښې د تصویرونو د اخیستو یا فلم اخیستو مخه ونیسي.کیسنجر ددغې پېښې په اړه له خندا شین شو. دغه ښکلې او زړه را ښکونکې نڅاګره نادیناپارسا وه چې د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې ډېره مهمه وه او دغه ډول مهمو مېلمنو ته به یې خپله نڅا وړاندې کوله.
ما په دې تفسیر او تحلیل ډېر وخت ولګاوو چې پوه شم ولې تاسو اېس. اېس SS توغندي په Y ډوله تحت البحري توغندیو تبدیل کړل.د دربار وزیر اسد علم لاهمد خپل کار په دفتر کې و او په کیسنجر پسې سر ګردانه و، بلاخره هغه یې د شپې په ۳ بجو بېرته خپل هستوګنځي ته ورساو. کله چې کیسنجر په بهر کې د شپې لخوا د تهران له هوا خوند اخیسته، ولسمشر نیکسون او شا په قصر کې پټې دوه په دوه خبرې درلودې. د ولسمشر په رسمي ورځني تقسیم او قات کې له شاه سره د نیمې شپې د لیدنې وخت نه و ذکر شوی،خو شاه وزیر علم ته لارښوونه کړې وه چې ددوی او د نیکسون د یو په یو لیدنې لپاره یو وخت برابر کړي او د هغه هیلې تایید شوې چې په یوه جمله کې د کیسنجر په لومړنۍ یاداښت کې پټه نغښتې وه. :(د تقسیم او قات په اړه به ښا غلیه دا درته ووایم ،دا په دې نه ارزي،خو شاه پلان لري چې له تاسو سره تر ماښامنۍ وروسته ریښتینې خبر اترې وکړي) د معمول په څېرشاه خپله کورنۍ دندهتر سره کړه. رسمي دولتي مېلمستیا تر نیمې شپې پورې پای ته نه وه رسیدلې. ولسمشر لا له اوږده یوه ورځني سفر څخه ستړی او خسته و. هر ډول څښاک د ماښامنۍمېلمستیا پرمهال تیار شوي وو. نیکسون له ماټینیس ډوله څښاک سره مینه درلوده چې د الکولو یانې شرابو دکچې په ټيټوالي مشهور دي. د نیکسون نژدې سلاکار جان ایر لیچمن دا تایید کړه چې ( ولسمشر یوازې هغه مهال زیات څښاک وکړ چې د شپې پرمهال ملګري ور سره وو ....په لویه کې ډېر وخت نه وو تېر شوی چې ولسمشر له خپلو شرابو څخه بشپړ خوند واخیست. د ولسمشر شراب څښلو د هغه نور کارکونکي ډېر نا ارامه کړل،په ځانګړې توګه کیسنجر. په یوه فرصت کې کله چې نیکسون د کیسنجر دفتر ته له څو ساعتونو وروسته تېلیفون وکړ،د ملي امنیت سلاکار خپلو وېرېدلو کارکونکو ته دا زیګنال ورکړى و چې تېلیفونونو ته دې بیداراوسياو ښه غوږ دې ورته ونیسي چې ولسمشرڅه وايي او هله دې بېرته تېلیفون بند کړي چې دوضیعت په اړه یې پوره پوه شي. کیسنجر تېلیفون را واخیست چې نیکسون ته بیرته تېلیفون وکړي،زما د څښاک ملګرې: دغه مست لیونی له خپلو کوفتیيي ماغزو سره هره شېبه کولی شي چې نړی ته اور ورواچوي. په بله خوا کې د ایران باچا په ډېر نادره ډول یوې کارکونکې ته لاس ور وړ او د ټولو پام یې ځانته را واړاوه. ټول حاضر کار کونکي او مامورین په خپلو ځایونو کې دې ته په تمه وو چې کوم بل ناسم جدي پوهاوی به کله را منځ ته کیږياو یا به د ولسمشر لخوا په ۱۹۶۹ کال کې له سپینې ماڼۍ څخه د شاه د لیدنې پرمهال د شوې تېروتنې د برابرۍ لپاره کومه بله تېروتنه کیږي.
د ولسمشرۍ مېلمستیا له تېرې شپې څخه کړکېچن او ګواښونکي حالت سره مخ وو. لومړني بمونه د پيپسي کولا په کمپنۍ، د ېبرتانیې پر کلتوري مرکز، د اېټالیا د تېلو د کمپنۍ په دفترونو او د سهار په ۵:۴۵ په تهران کې د امریکې د متحدو ایالتونو د معلوماتي خدماتو په دفترونو کې وچوي. دغو بمونو د کړکیو ښيښې ماتې کړې، خو څوک یې ټپیان نه کړل. خو دیوه ډېر لوی بم غږ په ۶او۳۰ دقیقو واورېدل شو او د ښار خاموشي یې ماته کړه.دغه بد غږ د اسد علم پام ور واړاوه چې لا دمخه په ماڼۍ کې د خپل میز تر شاه ناست و.
علم په دې چاودنې شکمن شو او د ملي پولیسو مشر جنرال جعفر قولي صدري ته یېد چاودنې په اړه تېلیفون وکړ. صدري علم ته وویل، هو دا ډېره جدي خبره نه ده، د یوه موټر بریک کار ونه کړ او له غونډیه لاندې ولوېدهاوله یوه پیترولي ټانګر سره ولګید او هغه ټانکر اور واخیست، نو څه؟ په واقیعت کې چاودنې د امریکا د متحدو ایالتونو دهوايي ځواکونو د یوه برید جنرال هارولډ پرینس موټر له ځانه سره وسوځاوو. پرینس له دوو ماتو پښو او ټپي وضیعت سره وتښتېد، خویوه مور او ماشوم چې ددغه موټر په خواکې روان وو ووژل شول. تر دې چاودنې ۲ ساعته وروسته یوې بلې چاودنې داسې زیګنال ورکړ چې کوم لوی ترهګریز برید په پلازمېنه کې په پیلېدو دی. یوازې ۴۵ دقیقې مخکې له دې چې ټاکل شوې وه ولسمشر نیکسون د ایران د با چا د پلار په مرمرینې مقبرې د ګلونو ګېډۍ د سهار په ۹او۳۰ د قیقو کیږدي. امریکايي خبریالان او تصویر اخیستونکي لا دمخه همغې سیمې ته تللي وو چې د ګلانو د کېښودو ددغومراسمو بهیر ثبت کړي،خو یو زورورې چاودنې ددوی شاه وخوا ولړزوله، شاوخوا دیوالونه یې ونړول او سیمه په دوړو او د خښتوپه توټو کې پټه شوه.ډېر کم وخت د یوه لوی مصیبت مخه ونیوله.دغهمقبره د پهلوي شاهي خاندان د شاهانو دقوت، عصریتاو جاه او جلال نښه وه. مرحوم رضا شاه د محمد رضا شاه پلار په ۱۹۲۱ میلادي کال کې د نا لوستي، له هیلو ډک او قوي تمې لرونکي رضا خانچې د روسانو په لاس د روزل شوياو د فارس د کوساک د فرقې مشر و، واک ونیو. په ۱۹۲۶ کال کې د شاه په توګه د هغه په سر د پاچاهۍ تاج کېښودل شو او د پهلوي سلسلې د باچا په توګه ومنل شو. مشررضا شاه د ۱۹۲۰ مو کلونو یو ایډیال مشر او په اېس سپور قوي انسان وو چې ژمنه یې وکړه د خپل هیواد افتخار به بېرته را ژوندی کوي.
په را تلونکو ۲ لسیزو کې هغه د یو لړ سختو او بنسټیزو حقوقي اصلاحاتو بنست کېښود چې یو په بل پسې عملي کېدل او ټوټه ټوټه شوې ایراني ټولنه یې یو ځل بیا بېرته په حرکت راوستله او خوشحاله یې کړه. د هغه د تازیانې وهلو لاس خلکو ته داسې برېښېده لکه په ۱۷۰۰ مه میلادي پیړۍ کې د تزاري روسیې لوی پیټرچې خپل خلک یې د سلاویانو له شره خلاص کړل. یو ځل بیا یې د خپل هېواد نوم له فارس څخه په ایران بدل کړ.د دولتي او عمومي کارونو د تر سره کولو لپاره یې په رسمی ډول عربي قمري کال یې په فارسي لمریز کال واړاوو.ښځو ته له چادرۍ څخه ازادي ور کړل شوه او ټولو ایرانیانو ته لارښوونه وشوه چې لویدیځ ډوله جامې واغوندي. شیعیه ایراني عالمان یې د خلکو په عام ژوند کې له مداخلې منع کړل او ددوی رول یې محدود کړ.د نساجۍ ملي سیستم رامنځ ته شو، دعصري عدلي او قضايي نظام بنسټ کېښودل شو او له دولتي پانګې بیا لیدنه وشوه. رضا شاه په خپله شخصا د ایران داورګاډي دپټلۍ د غزولو له پروژې لیدنه کوله چې ایران یې سره یو کاوه. مهمو برېښنايي صنایعو ته پراختیا ورکړل شوه چې د ایران د استعمار لویې برېتانیې په لاس کې و. فابریکې جوړې شوې او د اوبو لګولو د سیستم لپاره کانالونه وکیندل شول. خو زوړ شاه د ایران د استعمارګرو برېتانیې او روسیې په لاس هغه ډول له منځه ولاړ چې راغلی و.له جګړې وروسته د هغه زوی محمد رضا شاهد خپل پلار جسد بېرته په سویلي افریقا کې له تبعید څخه ایران ته راوړ او بېرته یې په تهران کېپه درناوي په خپل نوم خاورو ته وسپاره. د پهلوي مقبره د ایت الله ګانو په زمانه کې د پهلوي ترخې زمانې د یوه یاداښت په توګه ساتل شوې وه.
ولسمشر لا دمخه په خپل موټر کې سپور شوی واو تیار وچې د باچا د پلار د مقبرې په لور حرکت وکړي خو نا څاپه خبر راغی چې چاودنې د سعد اباد ماڼۍ ته را ورسېدې. هغو پټو استخباراتي کړیو چې د بېړنیو حالاتو د پېښېدو د امکان لپاره یېکار کاوه ولسمشر نیکسون ته لارښوونه وکړه چې په همدې موټر کې تر هغه کیني چې دوی د روان وضیعت په اړه روښانه تصویر ومومي چې په تهران کې څه روان دي. اسد الله علم د ساواک(د ایران استخباراتي ادارې)په ادارې کلکې نیوکې وکړې او پړه یې پرې ور واچوله چې ویې نشوای کولی ددغو پېښو مخه ونیسي.هغه وویل چې ټول امتیازات او امکانات ور کړل شوي، خو تر اوسه دغه اداره نه ده توانیدلې چېان د کچالانو له یوې زیرمې ساتنه وکړي، د هېواد د پخواني مشر مقبره خو پریږده .هغه ( علم) وروسته له هغه ډېر په غوصه شو چې په دې پوه شو، د امریکا لومړۍ مېرمن پيټ نیکسون د سپرلۍ موټر په ناسمې خوا ناسم وضیعت کې ناسم لوري ته روان دیاو د نیوران له ماڼۍ څخه له ملکې پرته روانه شوې. په داسې حال کې چې د پلان سره سم باید د ایران ملکې او د متحدو ایالتونو لومړۍ میرمنې په ګډه د ماشومانو له روزنتون او کتابتون څخه لیدنه کړې وای.علم په شاه ټینګار وکړ چې ترهګرو ته اجازه ور نه کړي چې د ولسمشر تقسیم او قات خراب کړياو دغه کار به د نړۍ د سترګو په وړاندې د ایران د رژیم د شرم لامل شي. هغه د سعد اباد د ماڼۍ په لور ور روان شو چې نیکسون وویني چې له تېر شوي ساعت را هیسې په خپل موټر کې ناست و. هغه ولیده چې نیکسون په ډیر بې تابۍ په دې تمه ناست وو چې هغه ته ډاډ ور کړل شي چې هغه ته هېڅ ډول خطر نشته. بلاخره نیکسون ومنله او د سپرلۍ موټر یې روان شو.
د ولسمشر موټر له ماڼۍ څخه په داسېحال کې روان شو چې دوه درجنه په سرتېرو بار جیپ ګاډيترې مخته او شاته روان وواو دځانګړو موټر سایکلونو یوه تشریفاتي ډله هم مخته او وروسته روانه وه.د شاه د پلار په مقبرې د ګلونو دګیډۍ کیښودلو مراسم په ارامه فضا کې تر سره شول. د سپینې ماڼۍ مشر ران زیګلر دا رد کړه چې ګني هر ډول رپوټ شوې پېښې دې ددې لپاره شوې وي چې ولسمشر او یا د هغه د ګوند کوم غړي ته دې کوم ډول پیغام ور کړي .خو ډېر ژر دغه خبره دبهرنیو چارو د وزارت لخوا په واشنګټن کې رد شوه. د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کینګ ومنله چې د تهران دغه وروستۍ بمي چاودنې د هغو بریدونود لړۍ وروستي هغه وې چې په تیرو ۱۸ میاشتو کې په ایران کې تر سره شوې دي . هغه د سپینې ماڼۍ د معلوماتو د مشر هغه خبره رد کړه چې ګنې په ایران کې امریکا ضد احساسات نه شته. ( زه غواړم دا خبره رد کړم چې ددغو بریدونو تړاو د امریکا د ولسمشر له سفر سره نشته.)
بېرته په سلطنتي ماڼۍ کې دواړو مشرانو د وروستي پړاومذاکرات پیل کړل چې د سهار لهلسم نیمو بجو د ماسپښین تر ۱ بجې پورې روان و. نیکسون له رواني پلوه ټپياو نا ارامه وو.پوښتنه داده چې دغه سفر د ولسمشر نیکسون لپاره څه لرل ؟
ولسمشر نیکسون په لومړي ځل په ۱۹۵۳ کال کې له ایرانهلیدنه کړې وه. د پهلوي ادارې لپاره د نیکسون راتلل لویه لاسته راوړنه وه او فکر یې کاوه چې دا د ۲ ملتونو ترمنځ د برابرۍ په مانا ده او په دې سره هغه اشتباه ګانې او ناسم فکرونه پای ته ورسېدل چې دده په اړه رامنځ ته شوي وو. ددې لپاره چې یوه مسله مهمه شي، داسې خبر را ورسېد چې څو ساعته مخکې د فلسطیني پلوه جاپانيانو لخوا په یوزیات شمېر توریستان یا سیلانیا نو د اسراییلو په لوډ هوايي ډګر کې خطر ناک برید وشو چې د خپلو وسایلو د را ښکته کولو په حال کې وو . د لوډ هوايي ډګر ترمینل داسې وو لکه د قربانی ځای، ځکه چې د( پویرتو ریکن) یهودي مذهبي سیمې د ۱۷ تنه زیارت کونکو په ګډون څه باندې سل تنه په دغه برید کې وژل شوي وو.
د کیسنجر د ملاقاتونو یادښتونه ښيي چې شاه خبرې اترې د ترهګرۍ پر مسئلې او له چپ اړخه پر ترهګرو د فشار اچولو پر موضوع پیل کړې.هغه ټینګار وکړ چې په عراق کې د شوروي پر ملاتړ رژیم تر ډېره ددغو خطرناکو پېښو تر شا دی. د سعودي عربستان په راتلونکي بحث، پر دې مسئلې پسې مطرح شو. هغه وویل:«د السعود کورنۍ پر شا روانه ده، د اصلاحاتو نښې نښانې په کې نه تر سترګو کېږي. زه په دې باوري شوی یم چې که د اسراییلو ستونزه رامنځ ته شي نو سعودیان د مصریانو له خوا له فشار سره نه شی مخ کېدی. دوی لویې ستونزې لري، خو دوی ډېر سپږن جنګیالي دي.» د بحث په بله برخه کې دواړه مشران د منځني ختیځ د سولې پر پروسې و غږېدل. شاه په ډاګه کړه چې (اسراییل د ایران طبیعي متحد دی.) د نیسکون خواخوږي پټه پاتې نه شوه او شاه ته یې د بیا ډاډ ورکولو لپاره په ډاګه کړه چې امریکایان به یې په خواکې ودرېږي. دکیسنجر د یادښتونو پر بنسټ کله چې وروستۍ ناسته په تهران کې د پای خواته نږدې کېده نیکسون په خورا درب او دروب یا افتخار سره اعلان وکړ چې هغه پرېکړه کړې (ایران به په لایزري بمونو سمبال کړي او دارنکه به F-14s او F-15s جنګي الوتکې هم خپل دغه مهم دوست ته ورکړي.) پر دغو دواړو موضوعګانو د ایران او امریکې تر منځ لانجه وه او امریکایانو نه غوښتل چې خپلې دغه پرمختللې الوتکې خپل کوم ملګري هېواد ته ور کړي، خو د ایران شاه له ډېره وخته له امریکا ددغو الوتکو او بمونو پرله پسې غوښتنه کوله. بې له شکه چې دا د تهران لپاره ډېر په زړه پورې خبر و.
نیکسون شاه ته وړاندیز وکړ چې د امریکا پر پالیسۍ ځان وپوهوي.
هغه وویل ((ما وساته)) ولسمشر بېرته ځواب ورکړ:((هغه شیان چې تا ضعیفه کوي هغو ته د تاوتریخوالي د پیدا کولو په نظرمه ګوره، خود امریکې د متحدو ایالتونو د اغېز پیدا کولو د یوې لارې په توګه ورته ګوره.))
د نیکسون سیاسي کړنلاره یا دوکتورین داسې وو چې امریکا د خپلو ملګرو په مرسته یوه نوې اوږدمهالې تګلاره جوړه کړي.
د ریچارډ نیسکون تروشې ټنډې د سفر وروستۍ ننداره چې ولسمشر او مېرمن یې دهغوی د اوسېدو پر ځای (د سعداباد په ماڼۍ)کې چې د غرمنۍ لپاره د ۲۱ امریکايي او ایراني استازو کوربانه وو بې خونده کړه. ترهګريزو بریدونو ظاهراً د نیکسون لپاره ډېره بده خاطره رامنځته کړه.د غرمنۍ پرمهال ولسمشر نیکسون خپلو مېلمنو ته په خطاب کې هغه د جګړې ضد امریکايي زده کوونکي وغندل چې په امریکا کې دي او ویې ویل چې دوی د ملي ګټو پر ضد کارونه کوي او زیاته یې کړه:((هغه غواړي چې مجرم اعدام شي.))
مېرمن نیکسون حیرانه وه چې ولې لکه د اسراییلو د لوډ د هوايي ډګر د خونړۍ پېښې په څېر عاموژنه په کوم کمونیستي هېواد کې نه پېښېږي. د ایران د دربار وزیر اسدالله علم هغې ته ډاډ ورکړ چې ازادي ترلاسه کول یا لرل دغه ډول خطرونه له ځان سره لري او یوازې په کمونیستي هېوادونو کې تورن کسان بې له محاکمې وژل کېږي.د ښاغلي علم منطق ښه ارتباط لاره. یوازې یوه اونۍ مخکې پنځه ځوان ایرانیان چې د ورانکاریو او توطیه جوړوونکو فعالیتونو په تور دیوې پټې نظامي جنجالي کلیوالي محکمې له خوا تورن شوي وو، اعدام شول. د ایران مخفي پولیسو (ساواک SAVAK) دټولو ورځپاڼو، مجلو، راډیوګانو او تلویزیونونو د خبرونو محتوا سانسوروله، د حکومتي دندو غوښتونکي یې څارل،د پاسپورټ د ورکوونکو او اخیستونکو تایید یې کاوو، په کور دننه د جاسوسۍ او جاسوسۍ ضد فعالیتونو کې ښکېل وو او هغه کسان به یې کړول چې په زندانونو کې به وو.
نیکسون ودرېد چې د خپل ایراني سفر په اړه وروستۍ اشارې وکړي.
د اسد علم په وینا،نیکسون دا په ډاګه کړه:((کرملین کېدی شي یوه ماڼۍ وي خو هلته ۸ ورځې اوسېدل په رښتیا چې لوی عذاب و. یوازې اوس د شاه په شخصي هستوګنځي کې هغه وتوانېد چې یو ځل بیا په ازاد ډول نفس وکاږي.په واقعيت کې ولسمشر نیکسون ته ایران ډېر خوندور کړی و. هغه له خپل سیټ یا څوکۍ څخه د لومړۍ مېرمنې د اوسېدو د ځای د منظرې ننداره کوله. علم خپله هغه حیرانتيا په یاد لري چې یوه بهرني مشر څومره په بې پردې ډول خبرې کولې. وروسته شاه را پاڅېد او ورته تاوده احساسات یې له ولسمشر سره شریک کړل.
له دې وروستۍ وینا وروسته نیسکون او شاه په یوه لوی کاروان کې له ماڼۍ څخه د هوايي ډګر پر لور روان شول، کله چې ددوی منظم کاروان د تهران پوهنتون سیمې ته ورسېد، محصلینو وځغاستل له شاوخوا سیمو، بامونو او دېوالونو یې د ولسمشر نیکسون په کاروان د ډبرو او خښتو ګوزارونه وکړل او د خدای په امانۍ لپاره یې سړک د ګلانو پرځای په ډبرو پټ کړ. د کاروان د مخې موټرونه چې نیکسون هم په کې سپور و، بختور و چې له ډبرو او د خښتو له ټوټو بچ شول، خو پاتې نور چې د دربار دوزیر اسدالله علم موټر هم په دې ډله کې و، د خښتو او ډبرو پر ټوټو بې دریغه ولګېدل.په دې توګه د ولسمشر نیکسون لپاره له ایرانه وتل ډېر په عزت او شان او شوکت سره نه، بلکې برعکس ترخه خاطره وه چې له ځانه سره یې سپینې ماڼۍ ته یووړه.
د نیکسون د سپرلۍ ۷۶م نمبر الوتکه د تهران د مهراباد له هوايي ډګر څخه د مې میاشتې په ۳۱مه نېټه د ماسپښين ۶باندې۲ بجې د چهار شنبې په ورځ د پولینډ د وارسا پر لور والوته.امریکايي پلاوی له ایرانه خالي لاس نه ولاړ، د ایران پاچا د دربار وزیر علم ته لارښوونه وکړه چې:((ډاډه کړي نیکسون او ورسره پلاوي په ځانګړې توګه کیسنجر ته هغه ډالۍ ورکړل شوې چې په دغه فرصت یا ناستې برابرولو ارزي. په دا بله ورځ وزیر علم، ښاغلی رضا شاه په ډېر خوشحاله انداز کې ولید: ښاغلي علم په خپلو خاطراتو کې لیکلي: ((ښکارېده ولسمشر نیکسون زموږ له هغو ټولو غوښتنو سره موافق و، چې هغه ته مو وړاندې کړل. دا کومه مبالغه نه وه، دامریکې ددفاع د وزارت د وینا پر اساس ولسمشر نیکسون تهران ته د خپل سفر په ترڅ کې منلې وه چې امریکا به په ایران د اتومي انرژۍ بټۍ او د سونګ مواد پلوري.