د ترهگرۍ ډولونه(دویم څپرکی؛دریمه برخه)

 

محمد انور(آڅړ)                               نیټه ۲۶/۶/۱۳۹۳، ه،ش
                   
 د ګوډ تيمور نړیوالې ترهګریزې کړنې؛(د وینوڅښل؛د وینو دارې(فؤارې) او په وینو لمبل(غسل)
 
د وینوڅښل:                                                                                 
 کوټوال(کارتار) چې په هندوستان کې د يوې جنګي کلا(لوني) مسؤل ؤ او د تيمور زوى سعدوقاص يې په جګړه کې ژوندى نيولى ؤ او بيا يې پوستکى د بوسو ورډک کړ، له دې امله تیمور د خپل زوی د غچ اخیستل او د کارتار د وينو څښل په دې ډول يادوي:                                                                               
«... بيا مې په خپل لاس د تورې په يوه ګوزار سره د هغه سر له تن څخه جدا او خپله خوله مې د هغه د وينو د شاهرګ فوارې ته ورنږدې کړه او دوه غوړپه(ګوټ) مې د هغه د وينو څخه د خپل وژل شوي زوى سعدوقاص په بدل کې وڅښله او امر مې وکړ چې پوستکى يې وباسئ او له بوسو څخه يې ډک کړى، کله چې د لوني د کلا جګړه پاى ته ورسيده د کلا له ساتونکو څخه يوازې دوه سوه شپږ تنه ژوندي پاتې شوي وو او نور ټول زموږ په لاسونو ووژل شول، زما په امر د ټولو وژل شويو کسانو څخه سرونه جدا شول او د هغو له سرونو څخه مې يو مِنار جوړ کړ او د کوټوال کارتار سر او د بوسو څخه ډک پوستکى يې د منِار پرسرباندې ودرولو.»
د وینو فؤارې:
کله چې تيمور د لُمړي ځل لپاره د انسان د شاهرګونو د وینو دارې(فوارې) ولیدلې د بخارا د آمير د سر وهل وو، دغه وینې څښونکی سړی خپل وحشت داسې بیانوي:
«کله چې د بخارا پر آمير باندې مې د تورې وار وکړ سر يې له تن څخه جدا شو او پر ځمکه پرېوتلو، غوښتل مې چې د بخارا خلکو ته ښکاره کړم چې په راتلونکي کې زما څخه اطاعت وکړي او هم دا چې د بخارا د آمير د غوڅ شويو شاهرګونو د وينو د دارو منظره ووينم او کله چې د هغه د وينو فوراې تر يوې نيمې ذراع (تقرباً يونيم ګز) پورې د آسمان پر لوري پورته شوې نو زه له ډيرې خوشالۍ څخه په خندا شوم.»
دا شان ګوډ تيمور د ايران د پاتاق سيمې د ظالمانه جګړې د وینو تویول داسې بيانوي:
« د وينو د فوارو د ليدلو سره مې داسې د جګړې احساسات پاريدلي وو چې فکر مې کولو د الوتلو وزرونه مې شوي دي  او په آسمان کې الوزم، په هغه وخت کې ما، له ټولو څخه لوړ(مافوق) ځواک احساسولو چې له ماسره يو ځاى کيدلو او پخوا له ما څخه بل داسې سړى نه ؤ چې زما په شان زورور وي او وروسته به زما غوندې بل څوک هم پيدا نشي چې زما په شان توره ووهي او جګړه وکړي او يا د هغه توره زما په شان شاهرګونه غوڅ کړي او د وينو فوارې پورته کړي، په هر ځاى کې زه او زما د سپرلى آس په وينو رنګين کیږو او زه په زړه کې پر ځان وياړم چې له سر نه تر پښو پورې د پسرلي د غاټول ګلانو پر ارغواني رنګ باندې ښکلى شوى يم... پوه شوم چې جګړه پاى ته رسيدلي ده او ټول هغه کسان چې زما سره په جګړه کې وو ټول وژل شوي او نور تښتيدلي وو او زه خواشينى شوم ځکه چې نور به نو د غوڅ شويو شاهرګونو فوارې ونه وينم او په تورو باندې د وهل شويو ټپياونو آهونه او زګيروي نه شم اوريدلى، ما غوښتل چې هغې جګړې ته ادامه ورکړم... تر څو نور خوند هم واخلم... زه حيران يم چې مۍ پرستان چې ځانونه د شرابو په څښلو باندې نشه کوي ولې توره په لاس نه اخلي او د وينو د تويولو لپاره د جګړې ډګر ته نه ځي تر څو پوه شي چې د جګړې نشه سل ځله د شرابو له نشې څخه خوندوره ده او د شرابو مستي له نيمې ورځې وروسته خمار وي او انسان له منځه وړي، خو د جګړې نشه او د وينو تويول په جګړه کې خمار نه  لري او د سستۍ سبب نه کيږي بلکې سړى غښتلى کوي.»
 دا ډول ګوډ تيمور وړاندې ځي او وايي: «... زه د خپلو دښمنانو د وينو تويولو څخه خوند اخلم داسې خوند چې نور يې د شرابو له څښلو څخه اخلي خو زه يې د خپلو دښمنانو د وينو تويولو څخه احساسوم، زما د ژوند له ډېرو خوندونو څخه یو هم د شاهرګونو د وینو دارې دي، کله چې زه خپل دښمن په خپل لاس ووژنم د هغه د وينو د تويولو له امله مې د خوند اخيستل لاپسې زياتيږي... او هم د وينو په بهولو باندې خپل هيواد اداره کوم چې نن ورځ د درې زرو جلادانو نومونه او رسمونه په کتابونو کې لیکل شوي دي... .»
 دا رنګه د (قبچاق) د جګړې د ترورستي حالاتو په اړه تیمور لیکلي دي:                                                                                         
«ومې غوښتل چې په خپله په جګړه کې برخه واخلم او د شاهرګونو د وينو فوراې له نږدې څخه وګورم او د هغو کسانو زارۍ او زګيروي واورم چې په تورو او تبرونو باندې وهل کيږي او هم د دښمن هغه جسدونه چې زما د آسونو تر پښو لاندې کيږي ننداره وکړم... .»                                                                                                                                                                                  
تيمور د نشيا پور د جګړې وحشت او د وینو تویول په ډېر وياړ سره بيانوي او وایي:                                 
«کله چې لمر د آسمان نيمايى ته راورسيد زه د نيشاپور ښار ته له غربي دروازې څخه ورغلم، نو ومې ليدل چې کوڅې د مړيو څخه ډکې دي او کوڅې په وچو وينو باندې پوښلي دي، او کله چې د ښار مينځ ته ورنږدې شوم د ښار په ځينو کوڅو کې مې د وينو په ويالو(لښتيو) باندې سترګې ولګيدلې، پوه شوم چې وژنې همداسې روانې دي او تازه وينې د وينو لښتيو ته توييږي، کله مې چې د وينو ډکې کوڅې وليدلې نو زړه مې وغوړيده ځکه چې زه له ځوانى نه راپدې خوا د خپلو دښمنانو د وينو له ليدو څخه ډېر خوند اخلم او هر څومره مې چې د عمر کلونه زياتيږي نو پوهيږم چې وينې تويول د قدرت او عظمت د لاس ته راوړلو ښه وسيله ده، څوک چې وينې روانې نه کړي نشي کولى چې د خلکو پر زړونو کې ويره واچوي.»                                        
په وینو لمبل(غسل):
لکه چې ومو لوستل چې ګوډ تيمور له هر څه نه د وينو ليدل، تويول او په وینو لمبل ډېر خوښول د وينو لمبل یې له بل هر ډول غسل څخه پاک او لوړې درجې ته رسيدل بللي، چې د ډيلي په جګړه کې يې خپلو ځانمرګو ملګرو ته داسې کېسه کړي وه:«... متوجه شوم چې زما اوسپنيز لباس(زغره) په وينو سره ده داسې چې تا به وي چې زه يې د وينو ډنډ ته ورغورځولى يم او بيا يې په هغه ځاى کې راپورته کړى يم، کله مې چې شاوخوا ته وکتل پوه شوم چې څوک راسره دي نو ومې ليدل چې يو شمير زغره لرونکي سربازان چې د مرګ داوطلبان (ځانمرګي) وو او ټول زما په شان له سره تر پښو پورې په وينو لړلي وو، هغوى ته مې وويل: نن شپه تاسې له ټولو څخه د پاکى (طهارت) لوړې درجې ته رسيدلي ياست ځکه چې په وينو باندې مو غسلونه کړي دي او د جګړن سړي لپاره د وينو له لمبلو څخه بل هېڅ بهتر غسل نشته... .»
د تيمور د پېښو ليکونکی نظام الدين شامي چې کله يې تيمور له سره تر پښو پورې په وينو سور وليد، نو تیمور ته یې وویل: «اى آميره ! تا نن داسى کار وکړ چې نه آفراب سياب کړى دى نه رستم ... داسې ښکارې لکه چا چې د وينو په ډنډ کې غوپه کړى وې.»                                                                          
تېمور زیاتوي: « کله مې چې خپل ځان، سينې او خېټې ته وکتل، ومې ليدل چې ټول په وينو لړلى يم او تازه وينې د وچو وينو پر سر ليدل کيدلې.»
 د سلطانيې اسقف، د تيمور د بې رحميو او د هغه د وينو خوښول په دې ډول یادونه کوي: «يو ځل مې ناببره توګه، د تيمور بېک ګډون، په جګړه کې او د جګړې له ډګر څخه بېرته راتګ وليد، زه دا منم چې دا سړى د دې زمانې او د نړۍ له زورورو کسانو څخه دى، په هغه ورځ چې د جګړې له ډګر څخه راستون شو، ومې ليده چې له سره تر پښو پورې په وينو سور ؤ، او توره يې د وچو شويو وينو له کبله چې د ده پر توره پورې وچې شوي وې تکې(د تورې پوښ) ته نه ور دننه کيدله او کله يې چې د جګړې لباس له ځانه وايستلو څو ځايه ټپي شوی ؤ او د هغه ټپونه يې وروتړل او د ده د جګړې لباس يې د منځلو لپاره اوبو ته يوړ.»
د لیکنې پاتې برخې پرله پسې خپریږي