
نیټه: ۱۴/۱/۱۳۹۴،ه،ش
امیرامان الله خان اود انګریزانو د پټو اطلاعاتو سازمان، اس،آی،اس (SIS) Secret Intelligence Service) یا (ام، آی، ۶){MI 6} MilitaryIntelligence - section 6، کلتوري ترهګري:
په نړۍ کې د کلتوري تروريزم ډېرې بېلګې شته خو موږ يوازې د عثماني امپراتورۍ د يو جنرال مصطفىَ کمال پاشا او د انګریزانو هغه ترهګريز پلانونه چې د امیر امان الله خان د له منځه وړلو لپاره یې پخپله د امیر پر لاس باندې پلي کړل غږیږو.
جنرال مصطفىَ کمال پاشا د یهودو پر مرسته د عثمانيانو اسلامي خلافت له منځه يوړ او پر ځاى يې يو (سکولار= بې دينه) حکومت را منځ ته کړ، مصطفىَ کمال چې اوس په اتاترک مشهور دی په کال (١٩٢٣،ز) د اکتوبر په مياشت کې د ترکيې نظام جمهوري حکومت اعلان کړ، په کال (١٩٢٤م) کې يې د خپلې خوښې اساسي قانون رامنځ ته کړ چې په بنسټ يې خپلې ترورستي کړنې پېل کړې نوموړي په کال (١٩٢٥م) کې د اسلام دين ضد سياست غوره کړ، د عربۍ لیک تورو پر ځاى يې د لاتيني تورو کارول رايج کړل، د ښځو اسلامي حجاب يې منع کړ، او داسې نور غېرې اسلامي او غېرې ترکي کړنې یې ترسره کړې، نوموړى په کال (١٩٣٨م) کې وروسته له (١٥) کالو حکومت کولو څخه مړشو.
دا شان په افغانستان کې امير امان الله خان چې د افغانستان د ازادۍ پلار بلل کيږي او په غربي هيوادونو کې په دې نوم پېژندل کيده چې اميرامان الله شاه په نړۍ کې يوازنى کس دى چې د انګريزانو لويې امپراتورۍ ته يې ماتي ورکړي ده، اميرپه لمُړيو کې د مصطفىَ کمال پاشا له کړنو څخه اغېزمن شوى ؤ، چې د غازي امان الله خان د اغېزمنتوب سلسله بيا هم توطيه ګرو يهودو او انګريزي استعمارګرو ته رسيږي په دې مانا چې امير يې داسې وغولولو لکه انسان چې شيطان وغولوي، د اميرامان الله خان نيت پاک ؤ او له ښه نيته يې د خپلو خلکو او هيواد د پرمختګ غوښتونکى ؤ، خو له بده مرغه چې اميرامان الله خان په دې نه ؤ خبر چې دې ده ريفورمونه (اصلاحات) د افغانستان په شان په يوه اسلامي سخت دريزه ټولنه کې څه ډول پايلې لري او امير څه ډول د خپلو دښمنانو پلانونه د خپلې پاچاهۍ د تباه کولو په خاطر پلي کوي، انګريزانو پاچاه تر هغې پورې پر ځان باوري کړى ؤ چې، که امير ته به يو چا وويل چې د حکومت د ياغي ډلو او ټپلو په روزلو، پاللو او نورو دسيسو کې د انګريزانو پوره لاس دى نو امير به د هغوى په خبرو باور نه کولو، اميرامان الله په داسې حال کې چې د قبايلو له يوې ډلې سره يې د خپلو مسايلو په اړه خبرې کولې وويل: د برتانيې د حکومت غړي زما ملګري دي او هېڅوک بايد د داسې خوشو خبرو ته غوږ ونه نیسي چې برتانيه د ياغيانو ملا تړ کوي.
اميرامان الله خان له آره د بې سواده او نيمه ملايانو سخت مخالف ؤ او په دې عقيده ؤ چې دغه ناپوهه او بې سواده ملايان قرآن او احاديث په غلطه توګه مانا او ژباړي او خلک تېر باسي، خو پخپله له ماشومتوب څخه ښه متقي مسلمان سړى ؤ او خلکو ته به يې په مسجدونو کې د امامت لمونځونه هم ترسره کول، او په مسجدونو کې به يې واعظ او نصيحتونه هم کول، د يهودو توطيې چې د ننه د امير په دربار کې کارول کيدلې د هغو ترکانو لخوا پېل شوي وې چې د محمود طرزي ملګري وو، چې له دوى سره يې خاصې او احساساتي اړيکې درلودلې، دا هغه ډله ترکان وو چې ځانونو ته يې (ځوان ترکان) ويل او په دې هڅه کې وو چې خپل هېواد عصري کړي او خپل زاړه اساسي قانون ته تغير ورکړي... .
او پخپله محمود طرزى هم د ترکانو تر لوى اغېز لاندې راغلي ؤ او له مذهبي دودونو سره يې له اوږدې مودې راهسى بېلتون درلود چې په امير باندې يې ډېره زياته اغېزه درلودله ځکه چې نوموړى د امير خسر او د سراج الخبار مسؤل ؤ.
د ترکيې يو قانون پوه چې له يو بل ترک جمال پاشا سره راغلى ؤ او(بدري بي) نوميده د ترکئې د قسطنطنيې د پوليسو پخوانې مشر ؤ، د افغانستان لپاره يې د قوانينو يوه ټولګه وليکله چې د ترکيې له قوانينو سره يې ورته والى درلود او د فرانسې د ناپليوني قوانينو د ټولګې پر بنسټ ليکل شوى ؤ.
دا شان په جلال آباد کې د دغه ترک قانون پوه بدري بي لخوا يوه ډرامه جوړه شوي وه چې له امله يې ملايان د حکومت پر وړاندې ودريدل، دا ډرامه داسې وه چې د يوه شهزاده په معنوي سقوط پورې يې اړه درلودله چې خپله مسلمانه ښځه يې د دې لپاره طلاقه کړي وه او يوه اروپايي لوبغاړي ښځه په نکاح کړي، د ښځينه لوبغاړي رول د يوې جرمنى ميرمنې لخوا ترسره کيده چې په حکومتي دستګاه کې يې کار کولو، په ډرامه کې طلاقې شوي مسلمانې ښځې چادرې په سر کړي وه. د ډرامې په يوه برخه کې يو تن ملا د يو غټ شرير تن په څير ښودل شوي ؤ چې په څرګند ډول د ټولو ملايانو د(سپکاوي)او تخريبولو د اصلي نمونې په توګه ليدل کيده، امان الله دغه صحنه خوښه کړه او خپله خوشالي يې وښودله نورو ننداره کوونکو هم دا صحنه خوښه کړه... وروسته ملايانو د جمعې په ورځ له منبرونو څخه د ډرامې پر هغې صحنې باندې چې مذهب ته يې په سپک نظر کتلي وو تبلیغات وکړل ... په پاى کې امان الله خان څو تنه ملايان بنديان کړل... .
سره له دې چې پاچا د طرزي تر اغېزې لاندې ؤ خو په ځينو مهمو او حياتي مسایلو کې یې د خپلې تُند مزاجې له امله ځينې مشورې نه منلې او خپل اصلاحي پلانونه يې په ډېرې بيړې سره پلي کول ، چې د امير دې دا شان بېړنيو ريفورمونو پلي کول د انګريزانو د استخباراتو شېطاني تکتيکونو مهمه برخه وه چې امير به يې ورته هڅولو، محمود طرزي امان الله ته مشوره ورکړي وه چې د مخه تر دې چې هڅه وکړي په افغانستان کې دومره زيات اصلاحات په زور سره منځ ته راوړي بايد يو ښه قوي لښکر په خپل شاوخوا کې ولري لکه څنګه چې مصطفى کمال درلود.
دا چې ترکانو اومحمود طرزي امير تر خپلې اغېزې لاندې راوستلى ؤ په اړه يې اعلحضرت نادر شاه داسې ويلي دي: هغه کسان چې د دې نا معقول حرکت زيات مسئول دي محمود طرزى چې په سراج الاخبار کې يې انتقادي او سياسي مطالب خپرول، او ترکى سرتيرجمال پاشا وو چې په خپل فوق العاده عصري افکارو سره يې د امير پام ځان ته اړولى ؤ.
د انقرې د اورګاډي په سټيشن کې د ترکيې مشر مصطفى پاشا امان الله خان په دواړو مخونو ښکول کړ، اتاترک هغه ډول کړنې د مخه تر سره کړي وې کوم چې امان الله غوښل چې تر سره يې کړي.
برتانويانو په شعوري توګه د امان الله خان هيلې او غوښتنې د دې په خاطر چټکې کړې چې د هغه د زوال پروسه ګړندۍ شي (تر څو د امیرامان الله خان شخصیت ترور کړي) او دې شي ته يوه انګريز بې ځايه هلې ځلې او پاريدنې ويلي دي.
انګریزي استخباراتو د امیر امان الله خان د پرځولو په اړه خپل طرحه شوی پلان په بریالي توګه پلي کړ چې په نتیجه کې یې امیر له واکه لیرې کړ، د انګريزانو د استخباراتو وتلى فعال ډګروال(Colonel) لارنس، مشهور په عربي لارنس د ننه په افعانسان او د ډيورنډ کرښې آ خوا کې د حکومت پر وړاندې د خلکو د پارونو په کارلګيا ؤ، لارنس په اړه وويل شول چې د ملايى په جامه کې د افغانستان شرقي سيمو ته ننوتى دى او د پاڅون اور يې بل کړى دى چې دا موضوع د شوروي او انګلستان په جریدو کې مطرح شوي وه.
پر عربي لارنس باندې په اخبارونو کې په هره ژبه بحث کيده او د ډېرو خلکو په فکر هغه په همغه بڼه چې په عربستان کې ګرځيدلو د افغانستان په غزني کې هم ګرځي چې پاچاهان له مينځه يوسي او پر ځای نې نور اونور رامنځ ته کړي، ... لارنس له ميرانشاه څخه په داسې چټکى سره بې ځايه کړى شو چې د هغه ګرمافون چې د (جورج برناردشاو) لخوا تحفه ورکړ شوى ؤ ورڅخه پاتې ؤ، د جنوري په نهم تاريخ په کابل کې د انګريزانو مختار وزير(سرفرانس همفريز) تيلګرام وکړ او په عصبانيت سره يې وويل چې، لارنس چيرې دى او په ځواب کې ورته وويل شول، هغه يوه ورځ دمخه له سرحد څخه تللى دى، لارنس اول لاهور بيا بمبى ته وړل شوى ؤ چې انګلستان ته ولاړ شي دا د هغه خپل انتخاب ؤ، اخبارونو په طبيعي توګه داسې پوښتنه وکړه که د لارنس موجوديت په هند کې کومه ګټه نه درلودله نو د هغه د بيرته ستنيدو په باره کې دغه ټول اسرار څه مانا لري؟. د دې اوازې نتيجه دا شوه چې هغه نفر بالاخره د بيړۍ به ذريعه په (ليموت) ته ورسيد لارنس نه ؤ بلکې د هغه مينوټ ؤ او ريښتينى لارنس لا په افغانستان کې دنده تر سره کوله.
په کابل کې د انګريزانو سفیر سر فرانس همفريز له وروستيو پيغامونو څخه يو پيغام داسې ؤ: زه بايد د تيلګرام په واسطه پوه شم چې لارنس چيرې اوسيږي او دا واک دې راته راکړى شي چې د هغو خبرو ځواب ورکړم چې وايي: هغه د سرحد په نږدې سيمو کې اوسيږي او يا دا چې هغه له افغانستان څخه ليدنه او کتنه کړي ده، همفريز ته ويل شوي چې لارنس په دې وختونو کې پيښور ته بدل شوى دى، ليکن بدل شوى نه ؤ او تر اوسه پورې په ميرانشاه کې ؤ.
د افغانستان له کيسو څخه يوه کيسه داسې وه چې د ختيزې سيمې په غرنيو سيمو کې يو پير د پاڅونونو په وخت کې ليدل شوى چې تر هغه وروسته بيا ونه ليدل شو، دا پير کله د پير کرم شاه او کله به د پير منشي شاه په نامه سره ياديده او داسې عقيده موجوده وه چې هغه لارنس ؤ... څلور تنه له رمزه ډک پيران په رښتيا سره د افغاني غرونو له لاروڅخه تګ راتګ کاوه دوى هغه استازي وو چې د کابل له استازيو سره په اړيکې کې وو او د هند له مسلمانانو څخه وو چې کولى يې شول له سرحد څخه تير شي، په لاهور کې په يوه مشهور پير باندې د قهر جنو هنديانو لخوا چې فکر يې کاوه هغه به لارنس وي بريد وشو او نږدې ؤ چې ويې وژني... .
همفريز داسې تيلګرام ورکړ: هغه اروپايى سړى چې ساختګي ږيره يې درلودله او په دې وختونو کې د خوست په متون کې نيول شوى دى ممکن يو جرمنى سړى وي چې سپارلينګ نوميږي... نوموړى څو اونۍ د مخه له کابل څخه ورک شو... دا هغه اروپايى دى چې افغانان وربآندې د لارنس شک کوي... داسې ښکاري چې د لارنس کيسه به له مينځه ولاړه شي که چيرې سپارلينګ لاس ته راشي ، ليکن په متون کې د هغه نيول به دا موضوع مشکله کړي چې موږ په خپلو قبايلو کې بې طرفه پاتې شو.
همفريز خپل حکومت ته د امير امان الله په باب داسې وليکل: امان الله خپل چانسونه لا لاسه ورکړي دي ... همفريز ټينګار کولو چې د پُستې کڅوړې دې وګرځول شي او د سقاؤ زوى ته دې ورکړل شي، نوموړي ټينګار کړى ؤ چې د سقاؤ د زوى استازي دې په ار- اې- اف الوتکه کې نادر ته ورسول شي، او دا غوښتنه يې هم کړي وه چې د امان الله استازي چې نادر ته ورغلي وو له هند څخه وباسي ... .
امان الله خان د هزارګانو سره خواخوږي درلورله اوهزاره ګان هم د پاچا په پلوۍ ټينګ ولاړ وو د دې لپاره چې هزارګان چې شعيه مذهبه دي د افغانستان پر سني مذهبه پښتنو باندې وټکوي او کندهاري او نور پښتانه د امير امان الله خان څخه خوابدي کړي د انګريزانو يو جنرال ولفردميلسن (welfered Malleson) چې د پروپاګنډې او تبليغاتو يو خاص ماشين یې درلود، په کندهار کې يې يوه (د دروغو) آوازه خپره کړه چې هغه شعيه ګان چې شمير يې په ختيز افغانستان کې لږ او په هرات کې زيات دى يو سُني هلک وژلى دى او د هغه مړى يې د کثافاتو په ډېران کې اچولى دى سُنيان د خونړي کسات په فکر کې شول چې په پاى کې څوک نه پوهيدل چې هلک به په ريښتا وژل شوى وي کنه مګر د میلسن پروپاګند چيانو په ټول هرات کې د سنيانو د يرغلونو کيسې کولې او په هرات کې نا ارامي پيدا شوه او د انګريزانو پر ضد د امان الله د جهاد پلويان کم شول.
د انګریزانو استخباراتو داسې تبلیغات هم خپاره کړل، هغه وخت چې پاچاه د اروپا په سفر بُخت ؤ او په ځينو لاس ته راوړنو باندې به خلک خبريدل نو کله چې ملايانو د صابون جوړولو له ماشين څخه خبر شول ځينو يې وويل چې امان الله خان خيال لري چې د مسلمانانو جسدونه ويلې(ذوب) کړي او بیا صابون ترې جوړ کړي.
څه موده وروسته د پاچاه د دښمنانو لخوا بيا داسې آوازه خپره شوه چې پکې ويل شوي وو: امان الله خان په جرمني کې يو داسې ماشين رانيولى دى چې د انسانانو جسدونه سوزوي، دا آوازه د صابون د جوړولو د پخوانۍ آوازي بله بڼه وه، چې اوس د پېسو په بدل کې د انسانانو سوزول وو هغه داسې چې: د مالدار سړي د سوزولو لپاره ديرش روپۍ، د غريبانو سوزول په وړيا توګه او د مکروبونو د خپريدو د مخنيوي په خاطر د ټولو ملايانو سوزول.
امريکايۍ ليکواله او ژورنالسته (ريه تالي سټيوارت) چې (اور په افغانستان کې) کتاب يې ليکلى دى د انګريزانو د هغو اسنادو د پټولو او نه افشا کولو په اړه وايي: د امان الله د قضيو په باب ټولو افغانانو يوه مفکوره لرله هغه دا چې برتانويانو په مشورې سره توطعيه جوړه کړي وه چې د هغه له شر څخه ځان خلاص کړي، کله چې زه لندن ته د هندي دفتر کتابخانې ته ولاړم چې د هغو وختونو اسناد مطالعه کړم، ما غوښتل چې هغه ليک ووينم(چې انګريزانو پکې ليکلي وو)} راځى چې د امان الله له شر څخه ځان خلاص کړو{خو د ارشيف کارکونکو اجازه نه وه ورکړي چې هغه اسناد وويني، نوموړي زيانوي: انګريزانو د امان الله د سقوط کنټرول په خپل لاس کې درلود... د انګلستان حکومت داسې تبصره هم کړي وه:...دا به هم ښه نه وي چې موږ د ملايانو پر وړاندې خپل موجوده ښه شهرت له لاسه ورکړو او (دا شکر دى چې د اسلام ضد ريفورمونو منځ ته راوړونکي پيژندل شوي نه يو.)
له بل پلوه د انګريزانو لخوا هغه بدناموونکي ډول ډول دسيسې په کار اچول شوي وې چې د امير پر وړاندې خپل خلک راوپاروي چې د استخباراتو په ژبه کې (بدناموونکي اسناد) ورته وايي، د دا ډول اسنادو له جملې څخه، د افغانستان د غرنيو قبايلو په سيمو کې د(ملکې ثريا) داسې يو انځور د خلکولاس ته لويدلى ؤ چې سر يې د اميرامان الله خان د ميرمنې ملکې ثريا ؤ او تن يې د يوې نيم بربنډې رقاصې ښځې ؤ چې په دې کار کې د بريتانيې د لاس درلودلو ثبوت ليدل کيده ځکه چې (په هغه وخت کې) د داسې انځورنو چاپول ځينو مخصوصو الاتو او سامانونو ته ضرورت درلود.
کله چې امير امان الله خان د اروپا په سفر تللى ؤ کله چې د فرانسې هيواد ته ورسيد، ملکې ثريا چې فرانسوى ژبه يې زده کړي وه وويل (بانجور= bongouur) خپل لاس يې اوږد کړ، د فرانسې جمهور ريئس د ثريا لاس ښکل کړ، عکاسانو په دې شيبه کې ژر ژر عکاسى وکړې، د افغانستان د ملکې د لاس ښکلولو صحنه د يو بهرني سړي لخوا د هند او افغانستان ترمينځ د هغو ټولو غرونو په لړۍ کې ټکان ورکونکي څپې منځ ته راوړې چې ويرونکي قبايل په کې اوسيدل، دغه ټکان ورکوونکي څپې تر بمبيى پورې ورسيدې او هلته يو اخبار يو کارتون چاپ کړ چې يو ملا د ملکې د مخ لوڅي عکس په ليدو سره په تشويش کې لويدلى ؤ.
له بلې خوا انګريزانو د امان الله د راپرځولو او مورال ضعيفولو لپاره د يو شمېر ملايانو، پيرانو، ملنګانو، غلو او رهزنو څخه هم په حيرانونکي توګه کار واخيست، چې له هغو څخه يو تن ملنګ د کابل په مسجد کې پيدا شوى ؤ، په داسې حال کې چې د افغانستان ټولنه پاريدلي وه، دامير مورعليا حضرتې ته يې د يو فوق العاده فقير په باره کې خبر ورکړ چې د کابل په جومات کې يو داسې فقير پيدا شوى دى چې په خاموشى سره منځ ګړيتوب کوي د دې فقير عادت دا ؤ چې د ٢١ ورځو لپاره به په منظم ډول غلى او چُپ ؤ بيا به د يوې ورځې لپاره د خبرو کولو په خاطر را ولاړيده او په يويشتمه ورځ باندې به هغه ټولې خبرې وړاند وينې کولې... نوموړى فقير عليا حضرتې وروغوښت او فقير وروسته خپل سر راپورته کړ او عليا حضرتې ته يې وويل :( ستا زوى امان الله به د حبيب الله په واسطه تاج او تخت له لاسه ورکړي.)
-------------------------------------
اخځ لیکونه:
احمد ساجدي؛ سازمانهاى جاسوسی دنيا.
ريه تالي سټيوارت؛ اور ته افغانستان کې.
میرغلام محمدغبار؛ افغانستان در مسير تاريخ.
نورې برخې وار په وار خپریږي.