
نیټه ۱/۸/۱۳۹۳، ه،ش
د ګوډ تيمور نړیوالې ترهګریزې کړنې؛د مغلو د یاسا قانون، د تیمور د ترهګریزو کړنو لاعامل
چنګېزخان د یاسا اساسي قانون په اړه خپلو راتلونکو نسلونو ته ویلي دي:
«که چېرې مشران، نظامي قوماندانان، امیران چې په راتلونکي کې به وزیږیږي، د یاسا قانون په بشپړه توګه پلی نه کړي، د دولت زور به یې مات او له منځه به ولاړ شي.»
تيمور د چنګيز قانون (ياسا) چې دى يې د جګړې قانون بولي د اسلامي شرعيت د فقې په شان کارولى دى، چې په اړه يې وايي:
«... زه ښارونه داسې ورانوم چې په نړۍ کې بيا د هغې ښار اثر او نښانه پاتې نه شي ... د جکړې قانون دا دى چې، هغه ښار چې مقاومت کوي کله چې ونيول شي بايد وران او ويجاړ شي او د هغه ښار خلک دې له منځه يوړل شي، دا قانون ما نه دى رامنځ ته کړى بلکې زما نيکه چنګيز وضع کړى دى ... د هند د کليو خلک چې زموږ سره د جګړې په نيت راوړاندې شوي وو هغوى مي ټول له منځه وړي دي اوپه يو کلي کې حتىَ يوتن ژوندى نه دی پاتې شوى... .»
تيمور د چنګيز له ترورستې قانون (ياسا) سره سم هر ډول ترهګریزې کړنې ترسره کولې چې وروسته يې د قرآن آياتونه د دليل لپاره وړاندې کړي د قرآن عظيم احکام یې د خپلې خوښې سره سم اړول تر څو خپلو کفري او تروريستي کړنو ته اسلامي بڼه ورکړي او په جګړو کې يې ناروا ګټه ترې اخیستله، تېمور د نيشاپور د مسلمانانو ښځې د حربي کفارو په شان د غنيمت مال ګڼلى دى، او دا کار د خداى امر بولي په دې تړاؤ تيمور وايې: «د نيشاپور د ښار له نيولو او د هغه د حاکم امير حسين د سر وهلو څخه وروسته د خلکو د ټول وژنې امر مې وکړ چې د ښار د اوسيدونکو وژنې تر غرمې پورې روانې وې او بيا زما عسکرو زما په اجازه په لوټ تالان پېل وکړ... د نيشا پور ځوانې ښځې د عسکرو تر مينځ وويشل شوې ځکه چې خداى ويلي دي چې د فتح شويو ښارونو ښځې، وروسته له جګړې څخه د جګړه کوونکو لپاره حلالې دي.»
د اسلامي شریعت پر بنسټ د مسلمانانو تر منځ په جګړو کې د مسلمانانو ښځې د یو او بل لپاره حرامې دي، ګوډ تیمور د نیشاپور مسلمانان کفار بللي دي نوله دې امله د نیشاپور د مسلمانانو ښځې د ځان لپاره حلالې بولي، د کفارو د ښځو د اسارت او د هغوی د روا والي په اړه د قرآن کریم د نساء سورت، ۲۴، آیت؛ د ممتحنه سورت، ۱۱، آیت او د احزاب سورت په ۵۰ آیت کې ایشاره ورته شوي ده.
نوموړي د سبزه وار(اوسنى شين ډنډ) اوسيدونکي چې د شيعه مذهب پيروان وو د مرتدانو په نوم ووژل، خو د تاشکند خلک چې سُني مذهبه وو او د دوى د وژلو لپاره يې هېڅ ډول پلمه نه درلوده نو د جګړې د چنګيزي قانون ياسا د شرايطو سره سم يې د دوى ټول وژنه روا کړه تيمور وايي : «... وروسته له هغې چې د تاشکند ښار ونيول شو او د ښار اوسيدونکو زما له امر څخه سرغړونه کړي وه او د خپل حاکم پر وړاندې يې پاڅون نه ؤ کړى نو د دوى د ټول وژنې او لوټ تالان امر مې وکړ او ومې ويل چې د ټول ښار سړي ووژنى او ټول هلکان، جلکۍ او ځوانې ښځې يې ونيسى چې وروسته د جګړې له قانون سره سم پر افسرانو او سربازانو باندې وويشل شي او هغه خپل غلامان او مينځې کړي او يا يې ووژني، يا يې په بازارونو کې خرڅ کړي.»
وايي چې د تاشکند په ښار کې يو تن ځوان سړى پاتې نه شو ټول ووژل شول او هغو ښځو چې جګړه يې کوله هم ووژلى شوې... .
تيمور په پاى کې وايي: « اې هغو کسانو چې زما خاطرې لولى مه وايى چې زما په شان يو د فقې عالم (فقيه) ولې د تاشکند د اوسيدونکو د وژلو امر کړى دى، حکومت قوانين لري چې د نړۍ له پېل څخه رامينځ ته شوي دي او د نړۍ تر پاى پورې به پاتې وي چې تغير او بدلون نه په کې راځي... .»
دا شان ګوډ تيمور د ماورالنهر د يوه يرغل په باب یادونه کوي: «... ما خپلو درو تنو عسکرو ته امر وکړ چې د (امير ليک توتون) سر له تن څخه جدا کړي او د نيزې پر سر باندې يې وپيي او د ده عسکرو ته يې ورښکاره کړي تر څو هغوى پوه شي چې د دوى امير وژل شوى دى... .»
تیمور زیاتوي: «... دوه ورځې وروسته هغه عسکر چې د لوټ تالان لپاره مې (د امیرلیک توتون اړوند اونورو سیمو ته) ليږلي وو بيرته راغلل چې پنځه زره سل تنه ځوانې ښځې يې راوستلې او هغه ښځې مې په خپلو صاحب منصبانو او سربازانو وويشلې چې هر يوه ته يوه يوه مينځه ورسيده او پاتې نورې مې د ماوراءلنهر بازارانو ته د خرڅولو لپاره وليږلې.»
تیمور چې په جګړو کې یې پر مسلمانانو باندې د مغلو د یاسا قانون پلی کولو له دې امله يو شمير اسلامي پوهانو او مشرانو نوموړی کافر بللی او د کفر فتوىَ یې ورکړي ده.
د لیکنې پاتې برخې پرله پسې خپریږي