څلویښت توري

(څلوېښت توري، څلوېښت بېتونه)
دا چې مــا د خــــوږ زړګي لیکلو حــال نن = ژبـه وچـــه د قـــلم پـــریــوت بې حـ‎ال نن
هر یو توري ته ور پورې سرې لمبې شوې= د هر یو په کورد ویرسورې نارې شوې
هسې ویر یې پــه ویرانــه ځمکه جوړ که = چې یې هر ژوی له خپله ژونده مــوړ که
الـــف: پــر یــوتلـــو تــيـېک لـــه ډېــره زوره = شــول چــــاپیر زمــــا غمونـــــه یې لــه دوره
ب: نه ولــویـــدلـــو زړه لانـــدې پـــه ځمکــــه = سپکـه شــــوه د بـــاد پـــه مــــخ لکــه بڼکه
پ: په ویر باندې اخــته شـــوله ژړیـــږي = ځکه درې درې اوښکې لاندې ترې بهیږي
ت: تــه راغــلل لــه آســمانــه دوه تــنـــــدرونــــه = لکـــه مــا تــه چې راغــلـــي دوه  مـرګـونـه
ټ: ټـپـي شـــــوه هم یې زخــم شو ناسور بیا = ســوزیـدلـه پـه سـره اور کې د تـنـور بیا
ث: هـــم وینې پــه درې ځـــــایـه واچــــولې= زما پـه شـان یې پـه سـر خاورې بادولې
ج: له درده کج او کوب شــو په اور ســـولـو = د ویــښــتــه غــــونــدې لــه اوره تــاویــدلـو
ح: او (خ) زمـا پـــه غـــــم ویــرونه وکــــــړل = (چ) او (څ) ورسره ســم مخونه شنه کړل
ځ: نــه پـورتــه شــول لــه ســـره تور دودونـه = چــې یې ولــــیدل د (چ) او (څ) مخــونـه
د: او (ذ) له حیـــرت پاتې شول خوله وازي = شول بې دمه پـه دوی وشولې ناسازې
ډ: شـــو ډوب لـکــه ډبــره پــه اوبــو کــــې = وې یې وســــوم د غـمـــونــو په لمــــبو کـې
ر: لــه خــپــله ځــایــه ولاړلــه یــاغـــي شـــوه = بـیــا رانــه غـــله لیـــونــــۍ بیابـــانــي شـــــــوه
ړ: پـــه خپــــــله ځــــان ور واچـــولو اور ته = چې تـرې ولاړل همـراهان واړه تور ګــور ته
ز: نـــه ســر کـــړلـو قـــــلم د غـــم جـــلاد بیا = پـه هیـڅ وجـه یې ونـــه مــونــده نجـــات بـیا
ژ: چې ولیدلـه (ز) لــه ژونـد بې زار شوه = نــو یې ځکه خود کشي وکړه په دار شـوه
ږ: هـــم ونــیــــولــه کـــــوزه پــاس غمـــــونـــو = لــــکـه زه نـــــیولــــی یـــــم غبـــرګـو دردونـــو
س: په سیند کې شولو غرق دخپلو وینو = شین شو شین په ژړا وې یې دا څـــه وینو
ښ: هم داسې کانې وکـــړې لکه شین بیــا = دوه طـــرف ته یې د وینــــو و ناوریـــن بیـا
ص: خـو ځکه ځان ژوندی ښخ که په قبر = چې (ض) سرمات که له درده په خـپل تبر
ط: کبــاب شـــوله ور ویې دانــګل اورتــه = (ظ) پــه خپــــله ورتــه اور کـړلو خپل کـورته
ع: هـم ډوب شــــو په دریاب کې د غمـونو = (غ) نــه روح ولاړلـــو پـاس پـه آســــمانــونــو
ق: د بُت پـه شــــــانــې پـریــوتو بې دمـــــه = وې یـــې ولاړمــــــه لــــه دغـــــــه جـــهنمــــه
ف: فـــرار وکــړ د غـــرونــو فــراري شـــــوه = لــه کــور کلي نه جـــدا سر په خواري شوه
ک: لــه کـوفته کوږ لرګی شـولو په بار کې = نــو یې ځـکه خپل ځـان وسوزلـو نار کې
ګ: روان شـــو له ډیـر درده کـــوږ په لاره = ژړیــدلـــــــو وې یې ځـــار انوره خـــــواره
ل: هالـه شــولو چــنګــک د قصــــــابــانــو = چــې یې وخـــــــوړل پــلــکــونــه د پښـــانــو
م: پــه ســـر بــانــدې راپــــریــوتــلــه  ټــــکه = ســـر یې کــوږ دی په وهلــــو باندې ځــکه
ن: لـــه بدې ورځې ټـول هغه ساعت شـو = چې مې غم ورته ســور اور د قیامت شـو
ڼ: شو تاو چې یې په ملا باندې دردښخ شو = پـــه زګیروو بـاندې اخــته د اخ و وخ شو
و: غمونو که سنګسار په سپین میــــدان کې = رحـــم نـه و، پــه دا ځمکه نــه آسمان کې
ه: تــه داسې چــــاره پیښه شــــــولــه سـخته = دا بد بخته ځـای پرځـــای شـــــوله کرخـته
ی: لــــه ورایـــه دم خـــتلي روح تـــرې ولاړ و = قتل شـوی یې کهول کور یې اوجــــاړ و
له الــفه تریې پورې پــه بد حال شـول = څوک شول مړه څوک لیوني ځینې بې آل شول
چــې یـــې ولـــیــدلــو حـال د ویـــرژړلیــــو = پــــه قـــــــــلم کاغــــذ مې ســــــور اور بلیدلـــو
هــم کاغــذ رانــــه لــوګــی هــم مې قلم لاړ = د څــــلویښتو تورو ســـــر او هــــم یې لــــم لاړ
دا چې هـــیله مې نــــا هیــــله شــــوه ملګرو = نــــو مې ځـکه پیالـې بیا نــوش کړې د ملو
ای انوره ! دا د غـــــــم شعــــــرونـــه پـــرېـــــږده
ستــــا قـــــــلم شــــــولو ســــور اور نــور قلم کیږده
۱۳۸۷/۶/۱۴ د یوکرائین د ادیسې ښار
محمدانور آڅړ
-------------------------------------------
دا شعر مې د خپل پلار د شعرونو له ټولګې څخه غوره کړی دی. میوند (آڅړ)