
ایا تاسو ډاډه یاست چې شاتنی چینل خوندي دی؟
د ۱۹۷۱ کال د سمبر په دویمه نېټه، له هغې درى ورځې وروسته چې ایران د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف د خلیج ۳ جزیرې ونیولې، د بهرنیو چارو وزیر ویلیم روجرزولسمشر نیکسون ته ور یاده کړه چې ( د ایران باچا پر تاسو حساب کوي چې تاسو هغه ژمنې عملي کړې چې په ۱۹۶۹ کال کې مو تر سره کړې دياو بیا مو په ۱۹۷۱ کال کې تایید کړه چېتاسو به د خپلې ولسمشرۍ په همدېدوره کې له ایرانه لیدنه کوئ). د ایران باچا ډېر حساس او مفتخر کس و( که په ۱۹۷۲ کال کې د سپینې ماڼۍ د سفرونو په پلان کې تهران هم شامل نه شي نو شاه به سخت خفه او غوسه شياو زموږ روابط به ورسره ډېر خواږه نه وي.) شاه په زیاتېدونکي ډول د ایران او فارس خلیج په اړه د شوروي اتحاد له شومې طرحې وېره احساسوله او داسې یې انګېرله چې شورویان د ایران او خلیجد لاندې کولوپلان لري. هغه داسې احساسوله چې دهند د نیمې وچېد منځني ختیځاو له څو نورو اړخونو د شوروي اتحاد د نفوذ په دایره کې را ایساریږي.روجرز ولسمشر نیکسون ته خبرداری ورکړ چې له شاه سره یوې ناستې یا غونډې ته کلکه اړتیا ده چې ایران ته پېښ جدي خطر او ګواښ ته ځواب وویل شي.هغه ولسمشر ته وویل: (اعلی حضرت پهلوي د سپکاوي احساس کوياو موږ باید مرستې ته ور سره وکړو.)
څو ساعته وروسته د شاه یوه نوي ګاونډياو متحد پاکستان پر خپل پخواني دښمن هندوستان بې فکره حمله وکړه.ددغو ۲ دښمنو هېوادونوترمنځ اړیکې تر هغه وروسته ډېرخطرناک پړاو ته ورسېدې چې د پاکستان ولسمشر یحی خان په خپلې بلې لرې ختیځې برخې بنګال کې چې د هند له ختیځو پولو سره پروت و د خپلو مخالفو ډلود بې رحمانه ځپلو امر ورکړ.د پاکستان پوځ دخپل هېواد په ختیځ کې ډېرې وحشیانه کړنې تر سره کړې، لږ تر لږه نیم میلیون انسانان یې ووژلاو شاوخوا لس میلیونه نور یې جبرا هندوستان ته کډې کولو ته مجبوره کړل.
لومړی وزیرې اندیرا ګاندي په ډاګه کړه چې هغه بهددغو په میلیونونو کډوالو په اړه بې پروا پاته نه شي. یحی خان په نیکسون ګران واو له هغه سره یې ځانګړې لېوالتیا او خواخوږي درلوده. ولسمشر نیکسوند مېرمن ګاندي هغه غوښتنه رد کړه چې په دغه لانجه کې مداخله وکړي. پاکستان لکه ایران د کمونست پلوي ځواک دهغو مخالفو هېوادونو په ډله کې و چې په فارس خلیج او مدیترانې کې یې د شوروي اتحاد لاره بنده کړه.
مېرمن ګاندي له شوروي اتحاد سره د دوستۍ د یوه تړون په لاسلیکولو سره په وروستیو ورځو کې د نیکسون په سترګو کې خاورې واچولې او د هغه له نظره یې لویه ګناه کړې وه. هغه غوښتل چې مېرمن ګاندي( د هند لومړۍ وزیره) ورته په ګونډو شي. د نیکسون باور داسې و چې مېرمن ګاندي هغه ته د جګړې له پیله یوازې څو اونۍ دمخه په سپینې ماڼۍ کې چې هغه یې کوربه وو دوکه ور کړه. نیکسون کیسنجر ته د هند له لومړۍ وزیرې سخت شکایت کړی وو. هغه وویل: (ما د یوه مشرې په توګه د هغه پالنه وکړه، نه د یوې ښځې په توګه ، ټول همدا وو). دا هغه څه وو چې هغه اصلاح کړه. ( ډمیټ: تاسو پوهیږئ هغه تر هغه څه ډېره هوښیاره ده چې ښکاري.) نیکسون وغوښتل چې هغې ته یو قوي پیغام واستاوو او ( راځئ چې روسیې ته دا اجازه ور کړو چې په دې پوه شي، چې دوی نه غواړي د هغوی خواته ور تاو شي) کیسنجر ولسمشر و هڅاوو چې د هند خلک د روسیانو ګوډاګیان وبولي چې له مېرمن ګاندي څخه غچ واخیستل شي. نیکسون او کیسنجر تصمیم ونیو چې د خلیج پهلوان له خوبه را بیدا ر کړي.
د ۱۹۷۱ کال د دسمبر په ۴ نېټه کله چې د هند په نیمه وچه کې جګړه ونښته، کیسنجر په واشنګټن کې د ایران له سفیر څخه وغوښتل چې د امریکا د ولسمشر نیکسون شفاهي پیغام د ایران شاه ته ورسوي. (چې موږ له پاکستان سره خواخوږي لرو او خوښ به شو چې که ایران په دغه جګړه کې له پاکستان سره هر ډول مرسته وکړي.) د امریکا د متحدو ایالتونو د قانون سره سم حکومت له دې منع شوی چې د جګړې کومې غاړې ته نظامي وسایل ورکړي. نیکسون او کیسنجر تصمیم ونیو چې قانون په دغه برخه کې له بل اړخه یوې خواته کړي او د ایران له شاه څخه یې وغوښتل چې ډېر ژران هغه امریکا يي جوړې وسلې پا کستان ته واستوي او دوی به وروسته دغه وسلې بېرته ایران ته ورجبران کړي. کیسنجر نیکسون ته د سپینې ماڼۍ د اوسېدو په خونه کې تېلیفون وکړاو په دې یې وپوهاوو چې ( یو بل شی چې موږ تر سره کړ داوو چې موږ دایران د شاه له لارې د مرستې رسولو لاره برا بره کړه ، لکه چې تاسو ویلي وو چې داسې لاره ومومو چې هغه غواړي په یوه ډول پاکستان سره مرسته وشي او ویلي مو و چې که ایران دا کار وکړ، نو وبه وګورو چې موږ د ایران د دې مرستې د بیرته جبران کولو لپاره کومه لاره موندلی شوکه نه.)
نیکسون د هغه خبرې ور پرې کړې او ورته ویې ویل (ایا ډاډه یاست چې دا د شا لارې یا غیر مستقیم چینل خوندي دی؟
( زه به دا کار د مک ارتر په مټ ونه کړم) نیکسون احتیاط کاوه او غوښتل یې چې د بهرنیو چارو وزیر یې هم د دوی د پالیسۍ په را برسېره کېدو خبر نه شي. خو د دې په خواکې په هغه څه چې ډوګلاس مک ارتر پوه شوی وو هغه باوري وو چې سپینه ماڼۍ یې حیرانه کړې وه.
کیسنجر ولسمشر ته د ډاډ ورکولو په موخه وویل (نه، نه د همدې لپاره ما دا کار په دې ډول تر سره نه کړ، موږ دا خبره هغه ته د یوه پیغام په توګه وړاندې نه کړه، بلکې موږ هغه د خبرو د یوې موضوع په توګه راپورته کړه چې کېدای شي ونه منل شي.)
نیکسون ډیر خوشحاله شو او ویې ویل:(ډېر ښه، موږ به له دې موضوع اوس ښه خوند واخلو، خدایه، ته پوهیږې چې دا به ډېر په زړه پورې عدالت وي چې که پاکستان وکولی شي په را تلونکو څو ورځو کې د هند پوزه په وینو ولړي.)
۶ ورځې وروسته د دسمبر په لسمه نیټه د جمعې په ورځ د سپینې ماڼۍ یو لوړ پوړی زورور پلاوی چې د هنري کیسنجر مرستیال ، د ملي امنیت سلاکار جنرال الکذانډر هیګ ، په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر جورج ایچ ډبلیو بوش او د کیسنجر سلاکار ویسټون لورډ پکې شامل وو په نیویار ک کې دملګرو ملتونو لپاره د چين له سفیر سره وکتل.واشنګتن او بیجینګ د هند او پا کستان په شخړه کې همغږې ډیپلوماتیکې هڅې پیل کړې چې هند په نړیوله کچه ګوښی (منزوي) کړي او د پا کستان د یوې برخې د پریکیدو او جلا کیدو مخه ونیسي .
کمونستي چین په خپله هم له هند سره د پولو په اوږدو کې لویېشخړې لري او وخت ناوخته هند او چین پر یوه او بل تورونه لګوي. خو په پاکستان کې یې د یحيی خان له حکومت سره له تودو اړیکو خوند اخیسته. دوی دواړو غوښتل چې د هند پوزه په خاورو ومږي. کیسنجر د چین سفیر هانګ هو ته په ډګر کې د وضیعت په اړه معلومات ورکړل.(په لوېدیځ پاکستان کې پوځ ایله د ۲ اونیو لپاره د سونګ توکي لري. موږ فکر کوو چې زموږ تر ټولو لومړنى کار باید داوي چې د لوېدیځ (اوسني) پاکستان د ځواکونو مخه ونیسو چې پر هند برید ونه کړي . موږ وېره لرو چې که د نوې جګړې د پېښېدو د مخنیوي لپاره کوم کار تر سره نه شي، نو ختیځ پاکستان به د بوتان غوندې وي او لوېدیځ پاکستان بل نیپال نه شي.که داسې کار وشو نو دا اندېښنه هم شته چې دهندلاس به د شوروي اتحاد په مرسته هرې خوا ته د خپل قوت د خپرولو لپاره ازاد شي.) د امریکا متحدو ایالتونو د شوروي مشر لیونایدبریزینیف ته خبرداری ورکړ چې (که هند په لوېدیځ پاکستان برید وکړينو دا به د امریکا او شوروي د جګړې د پېښېدو شونتیا را منځته کړي. ځکه چې پاکستان زموږ دوست هېواد دی چې موږ یې په اړه یو لړ مجبوریتونه لرو: ( د متحدو ایالتونو یوه سمندري بېړۍ چې په کې یوه الوتک لیږدونکې بېړۍ، شپږ جنګي تباه کونکېالوتکې، د تېلو ورکولو یوه لویه الوتکه او د چورلکو یانې هلي کاپټرو لېږدونکې کښتۍځای پر ځای شوې وې دلوېدیځ پاسیفیک(بحرالکاهل) سمندر لخوا د بنګال خلیج په لورروانه شوه چې د ولسمشر هیلې پیاوړې کړي.) دغه بحثونه په امریکا کې دې حد ته ورسېدل چې د ایران شاه او د امریکا نور سیمه ییز دوستان یا متحدین له یحی خان سره دهغه د احتمالي ماتې په درشل کې مرسته څه رول لوبولی شي.کیسنجر په امریکا کې د چین سفیر هونګ ته وویلچې دا ډېر خطرناک او پېچلی وضیعت دی. هغه په ډاګه کړه چېد امریکا متحده ایالات د خپل قانون سره سم دا نشي کولی چې نېغ په نېغه پاکستان سره د پوځي او نورو وسایلو مرسته وکړياو دارنګه دا اجازه هم نه لري چې خپلو نورو متحدینو ته اجازه ورکړي چې پاکستان ته امریکايي وسلې او پوځي وسایل ورواستوي. سپینې ماڼۍ په ارامۍد ایران، اردن، سعودي عربستاناو ترکیې مشرانو ته وویل چې (که دوی تصمیم ونیو چې د خپل ملي امنیت امریکايي پوځي وسایل پاکستان ته واستوي نو موږ مجبوره یو چې په دې مسئله اعتراض وکړو، خو زموږ اعتراض به ډېر سخت نه وياو موږ به د راتلونکي کال په بودجه کې ددوی د ستونزو لپاره پیسې ځانګړې کړو او چې دوی څه ته اړتیا لري هغه به ورکړو. لکه نظامي مهماتاونور نظامي وسایل چې له ایرانه کېدای شي ورشي. ) کیسنجر زیاته کړه چې(دا ډېر محرم مسایل دي او موږ نه غواړو چې په دې خبرو نور پوه شي. لږ تر لږه تر هغه مهاله نه چې کانګرېس یې سبا ښار ته بهر کړي.)
د ایران لخوا د پاکستان د ملاتړ کولو هڅې بریالۍ نه شوې او هندوستان پاکستان ته ماتې ور کړه او دهېواد ختیځ ایالت له لوېدیځ څخه جلا شو او د بنګلدیش په نوم یې خپلواک هېواد جوړ کړ. خو دغو عملیاتواو وروستیو ډیپلوماټیکو منډو ترړوله ایران سره د راتلونکو پټو همکاریو لپاره زمینه برابره کړه. دغې نظریې یا ایډیا په سپینه ماڼۍ کې دا رېښې وغزولې چې ایران باید په اسیا کې د امریکايي الوتکو د لرلو خاوند شي. دا به په سیمه کې د وسلوورکولو یو ډول ستره چاره وي چې په کراره به په دغه سیمه کې د امریکا د وسلود ځای پرځای کېدو لامل شي.له شاه څخه دا غوښتنه چې له دوی څخه پلوي وکړيپه دې مانا وه چې نیکسون او کیسنجر کېدای شي د امریکا د داخلي قانون،د کانګرېس او رسنیو د څېړنو او د امریکايي ولس پر وړاندې ددوی د اعمالو د روښانولو مخه ونیسي. همدارنګه دا چاره دا مانا لري چې هر ځل دوی له شاه څخه دمرستې غوښتنه کړې نو هغه منلې او دوی یې پوره وړي دي.
خطر په کې داو چې که دغه ډول یو عمل هر کله روښانه شي، دا به ډېر ژر کانګرېس دې ته وهڅوي چې د سپینې ماڼۍ او تهران تر منځ د اړیکو ترمنځ ژورې پلټنې تر سره کړي. کیسنجر نیکسون ته ډاډ ورکړ چې شاه په دې کې شک نه لاره چې د نیواران ماڼۍ ته د هغه د شالخوا ورغلی چینل یا لیکه خوندي وه. ایا هغه سم فکر کاوو؟
دا په دې پورې اړه لري چې د پوځي او استخباراتي چارواکو د یوې وړوکې ډلګۍ په منځ کې تاسو له چا غواړئ چې خبرو ته موغوږ نیسي.
ددفاع وزیر ملوین لاییرډ په استخباراتي ادارې سي. ای. اې او د ملي امنیت په اداره کې د اوازونو داورېدل کېدو الکټرونیک وسایل کارول او هڅه یې داوه چې له بهرنیو مشرانو سره د کیسنجر دشاتني چینل یا پټوخبرو اترو څارنه وکړي. لاییرډ دارنګه د امریکا په پوځ کې د کنټرول یوه ډله درلوده چې د کیسنجر تېلیفوني خبرې به یې اورېدې او هغه به یې څارلې. خو هنري ډېر هوښیار سیاستوال واو لاییرډ په ډېر ویاړ یو خاطره را یادوي اووايي :( زه په دې پوهېدم چې په څه ډول هغه په خپله لوبه کې مات کړم).لاییرډ ژمن وچې د خپلې ادارې له ګټو دفاع وکړياو نه یې غوښتل چې د ملي امنیت کړۍ له منځه یوسي. ( هغه له خپل تخنیک سره په ډېر خوند کار کاو) هغه جیمز سیچلیزنجر را وغوښت چې په دفاع وزارت کې دده ځای ناستی شو. هغه تل محتاط نه و. خو تل به یې ډېر ښه کار کاو. دواړه مشران یو ګام نور هم وړاندې ولاړلاو د کیسنجر په دفتر کې یې یو جاسوس وګماره چې د هغه کارونه او پلانونه وڅاري. د څه باندې یوه کال لپاره سمندري سرتیری یومن چارلیس ریډفورډ د کیسنجرد لاسي بکس پټه پلټنه کوله او د هغه په دننه کې پراته اسناد به یې کتل او لوستل. د کیسنجر د تېلیفوني خبرو اترو لیکلې نسخه به یې ترلاسه کوله چې د ملي امنیت سلاکار په پټه توګه د هغه خبرې دهغه د دفتر په تېلیفون کې دنصب یا ځای په ځای کړو زړو کیلیو(کونجیو) په مرسته ثبتولې.جاسوس ریډ فورډ به خپل راتول کړي پټ معلومات خپل هغه همکار یا ملګري ته ورکول چې د اړیکو مسئول و، د هغه نوم سمندري افسر روبرت ویلنډر و چې هغه بیا دغه تر لاسه کړي اسناد د ګډو سمندري قومندانانو مشر امیر البحر توماس موریر ته تیارول او ور استول.
د ریډ فورډ دجاسوسۍ غږ د ۱۹۷۱ کال په ژمي کې ښکاره یا په ډاکه شو، خو دغه مهمه او حساسه مسئله د ډېرو کلونو لپاره پټه وساتل شوهاو دا تایید شوه،هغو نړیوالو مشرانوچې د نیکسون د سپینې ماڼۍ سره یې له شاتنۍ لارې د خبرو اترو لینونه غزولي وو د پام وړ خطر سره مخ شوي وو او داسې فکر کېده چې کېدای شي ددوی ټولې خبرې ثبت شوې وي. دا خطر تل موجود و چې دغه خبرې په بل غوږ هسې هم اورېدل کېدې.
ناببره روښانه شوه چې ځوان ریډ فورډ د واشنګټن د ډېر مهم مارموني (یوه مذهبي فرقه ده) شخصیتاو د واشنګټن پوست ورځپاڼې کالم لیکونکي جیک انډرسون نږدې ملګری و،چېپه امریکا کې ډېر مشهور او د رازونو خطرناک را لوڅونکی خبریال و. هغه داسې کس و چې د زړه له تله یې د ایران باچا رضا شا نه خوښېده.
په ۱۹۷۲ کال کې د ایران لومړي وزیر، امیر عباس هویدا په تهران کې د امریکا سفیر مک ارتر ته داسې د پام وړ، وړې اشارې کې په غوصه ناکه لهجه وویل چې ولسمشر تر اوسه پورې خپله هغه پخوانۍ ژمنه نه ده پوره کړې چې له تهران څخه به لیدنه کوي. په دا سبا سفیر مک ارتر له سناتور سټوارټ سیمنګټون سره د نیوران ماڼۍ ته ورغی چې له باچا سره خبر اترې وکړي.کله چې سناتور سټوارت په خوښۍ دا هیله په ډاکه کړه چې شاه به ډېر ژر له امریکا څخه لیدنه وکړي. باچاځان تاو را تاو کړ او ډېر په ساړه انداز یې ځواب ور کړ چې (هغه له امریکا څخه بیخي ډېر ځله لیدنه وکړهاو هغه فکر کوي چې اوس کېدای شي ددې وخت را رسیدلی وي چې یو څوک له هغه ځایه راشي او له ایرانه لیدنه وکړي.)
سفیر مک ارتر واشنګټن ته یو ویرونکی پیغام مخابره کړ او ګواښ یې وکړ،« په داسې حال کې چې د هغه دنده نوره پای ته رسیږي، خو د امریکا او ایران اړیکې باید وساتل شي او دغه مهمې اړیکې نه باید چې د ځینو وړ و مسئلو لکه د انډول د شته والي یا نشتوالي له کبله په دار وځړول شي». مک ارتر اړتیا نه لرله چې وارخطا شي. کیسنجرد روجرزد سپارښتنو ملاتړ وکړچې نیکسون دې په ۱۹۷۲ کال کې له ایران څخه لیدنه وکړي.
ها خوا هندوستان وتوانېده چې پاکستان په دوه ختیځ او لویدیځوبرخو وویشي، ارتر وویل ( په داسې حال کې چې پخوا ما شک لاره، اوس په دې باوري یم چې په سویلي اسیا کې دخطرناک پرمختګ او په منځني ختیځ کې دبالقوه ظرفیت سره اوس له ایرانه لیدنه یو جدي وړاندیز دی چې باید تر سره شي.)